ﺯه له فرانسې نه يم!/ عبدالله ساپی

0 53

په هیواد کې روانه جګړه او نږدې ۴۰ کلن ناورین د هر افغان پر ژوند منفي اغیزې کړي او دا ملت يې له هر اړخه د بقا او پایدلو له ګواښ  سره مخ کړئ. ښایي دا اسانه وي، چې یو څوک ووايي (۴۰) کلنې جګړې بیلابیل زیانونه اړولي خو تر ننه هیڅوک ونه توانېدل ،چې د روان ناورین ضررونه په بیلا بیلو اړخونو کې دقیق مطالعه او په علمي او تخنیکي څیړنو د دغه ناورین مادي او معنوي زیانونه اندازه کړي.

له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا د وخت حکومتونو، ولسونو او بیلابیلو کورنیو او نړیوالو بنسټونو د دغه ناورین پای ته رسیدا او سولې د تامین لپاره هلی ځلې وکړې او کوي ېې چې په دې لړ کې وروستۍ مشورتي جرګه د پام وړ وه.

څو میاشتې وړاندې د بهرنیو هیوادونو په رسمي او غیر رسمي ټینګار او په کور دننه له بیلا بیلو سیاسي ادرسونو لخوا د لویې جرګې جوړول د هیواد په سیاسي مارکیټ کې یو تر ټولو ګرم بحث و، که څه هم حکومت په لومړیو کې دا چاره اغیزناکه نه ګڼله او حکومت یې د ولسي ارادې اصلي ممثل ګاڼه خو د ځینو کړیو بیحده ټینګار، په ولسي غونډو کې د حکومت پر وړاندې د عامه ذهنیت د راپارولو په موخه له دې سوژې ناوړه ګټه اخیستل هغه څه و چې حکومت په دې اړه واضح او پریکنده دریځ وړاندی کړي.

ولسمشر د یو لړ سلا مشورو وروسته دې پایلې ته ورسید چې د هیواد پلازمینه کابل کې له ټول هیواده د سولې لویه مشورتي جرګه راوبلي چې دا پریکړه د بیلا بیلو اړخونو له تاوده هرکلي سره مخ شوه، مغرضو سیاسي لوریو فکر کاوه د ولس غولول او هغوي ته ذهنیت ورکول ګران کار ندی نو د استازو په انتخاب/ټاکنه کې یې د مشخصو کسانو د ننویستلو هڅې پیل کړی، ولسمشر د ښاغلي داودزي په مشرې یوه کمیټه تشکیل کړه چې ډیره برخه یې ځوانانو جوړوله او دوي وتوانیدل د جرګې د غړو د انتخاب لپاره کارنده میکانیزم جوړ کړي او په همدې بنسټ ټول هیواد کې خلکو لويې مشورتي جرګې ته خپل استاري ورپیژندل، دې چارې ځینې سیاسي لوري ناهیلي کړل او له جرګې سره یې د پریکون اعلان وکړ، په لومړیو کې دا پریکون اغیزناک ګڼل کیده خو وروسته ورته خلکو او حکومت چندان پام ونکړ .

د جرګې د جوړولو عملي کار پیل شوی و او تدارکاتي کمیټو خپل کارونه په منظمه توګه روان وو ، زه هاغه مهال له هیواده د باندې وم خو د جرګې له پیل څو ورځې مخکې هیواد ته راستون شوم، په جرګه کې د ګډون او د چارو په تنظیم کې مې کار کول خوښېدل ځکه هر افغان دسولې تږی دی او هر ګام چې دسولې لپاره اخیستل کیږی سړی وجدانا د ارام احساس کوي دا نو راته د هېواد د نجات او سولې لور ته دبیولو لپاره هغه چوکاټ وو چې ولس به ټاکه چې هماغسې هم هم وشول په ډېر مینه مې ورسره دلچسپي درلوده او له دې امله د اجرايوي کميټې د غړي په توګه مې له دارالانشا کارت تر لاسه کړ.

 ما ولیدل چې ځوانان او خویندې په څومره مینې او جذبې له سهار تر د شپې ناوخته په رضا کار ډول کارونه پر مخ وړي. د ثور په (۹) نیټه جرګه رسمآ د ولسمشر محمد اشرف غنی په وینا پیل او د دروند استاد عبد رب رسول سیاف مجلس ته په وړاندې کولو او چکچو د نوموړي په تائید ولسمشر خپله وینا پای ته ورسوله.

د ښاغلي استاد په ټاکنه د جرګې وقار او وزن لا زیات شو، ما ولیدل چې د نظم ساتنې په موخه رضا کارو ځوانانو پرته له لارښوونې او مشورې خلاوې ډکولې او مرستې ته یې وردانګل، دغه څه په افغان ټولنه کې نوې هیلې زیږوي او ملي ګټو ته د کار نوی باب پرانیزي.

په اداري هئیت اختلافونه رامنځته شول او دارالانشا وپتیله چې باید ټاکنې ترسره شي. د دې لپاره یې د جرګې له ګډونوالو نیمه ورځ وخت وغوښت خو ګډونوال یې په کمیټو کې کار او داخلي ټاکنو ته راوبلل.

دویمه ورځ سهار مو له څو ملګرو سره په پلتخنیک پوهنتون کې د کمیټو کار ځایونه څخه لیدنه کوله، پر لار کې  له میرمنو سره مخ کیدو چې زموږ د رایې اخیستنې او باور هیله به یې کوله خو موږ به د کارت په ورښودلو ورته ویل نشو کولای په ټاکنو کې برخه واخلو!       په کمیټو کې په اشتیاق او شور کار روان و، یوې کمیټه کې څو لحظې تم شوم و مې موندله چې زموږ خلک له جګړې څومره ستړي شوي، له میرمنو او سړیو مې د هغوي د سیمو داستانونه واوریدل او زما د مالوماتو په اساس په هره کمیټه کې د کمیټو غړو د خپلو سیمو په  کیسو یو بل په وار وار ژړولي و. دې درد عجیب احساس رامنځته کړای و، هیڅوک له کار ځایه نه خوځیده او هر یوه هڅه کوله خپل نظریات د لیکونکي په مرسته ثبت کړي تر څو د مشورې په توګه لومړی لوی تالار او بیا حکومت ته وړاندی شي.  په عین وخت کې له جرګې د باندې سیاسي ډلو د جرګې غړي ډوډۍ او شخصي مجالسو ته بلل ، وروسته د راپورونو په اساس څرګنده شوه چې حتا د جرګې د نظم ګډوډولو په خاطر پیسې ویشل شوی وی ! خو ما یې په خلکو کې ژور اغیز احساس نکړ، کله کله به یو ګډونوال اوچت شو ، په وینا او خبرو کې به یې مداخله کوله خو نورو به ناستې او آرامش ته راباله او په چکچکو به يې بدرګه کاوه، موږ وموندله چې یو لړ کسان چې د چارو د تنظیم په بیلا بیلو برخو کې یې کارتونه ترلاسه کړي و، د میرمنو په ناپامې او داسې حال کې انځورونه اخیستل چې وروسته تری د جرګې ضد هڅو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي، له دې سره سره ځینې داسې حرکتونه هم ترسره کیدل چې د جرګې د ګډونوالو احساسات راوپاروي لکه ( یوه غرمه جرګې ته د خبریالې په نامه سرتور سر، پتلون او غیر افغاني جامه کې د یوه انجلې داخیلدل) چې  په دوو وزیر صاحبانو چې میرمنې وی دا عمل ښه نه و لږیدلی او ویل یې دا کار ځینې کړې له قصده کوي تر څو د خلکو اذهان مغشوش کړي په هرصورت وخت راورسید او د اداري هئیت ټاکنې د پیل کیدو په حال کې وی، د دې چارې تسهیل څو ملګرو ته وسپارل شوی و چې زه یې هم له ډلې وم، ټاکنې باید شوی وای خو ننګونې یې هم درلودی!

یو لړ کسانو په وخت نوملیکنه کړی وه خو هغوي چې پاتې و بیا بیا غوښتنه کوله چې دوي هم د نوماندی حق لري او باید محروم نشي، دا چې دوي ولی دومره ناوخته د نوماندې هوډ کړی و، زه پرې تر اوسه نپوهیږم. خو ټاکنو ته نږدې یو ساعت پاتې و چې وروستي نومونه هم د جرګې د رئیس د پریکړې په اساس په لیسټ کې شامل شول تر څو هر څوک له خپله حقه د ګټې اخیستنې امتیاز ترلاسه کړي او ګیله مند نشي.  ټاکنې پیل شوی، هر چا د رایې کارونې ته بیړه لرله ، ټولو ګډونوالو هڅه کوله ، چې خپله رایه له بل لومړی وکاروي . خو نظم ساتونکو هڅه کوله له ګډوډۍ او بې نظمې مخنیوی وکړي. یو لړ نوماندانو چې له پخوا په لومړي کتار کې یې ځایونه نیولي و، د کمپاین او ځانته رایې اخیستنې سخته مبارزه کوله، ځینې یې د بې نظمې او ګډوډې عامل شوي و او په چارو کې د خنډ او ځنډ لامل ګرځیدل.

له یوه مو بیا بیا غوښتنه وکړه چې دا چاره قانوني نده او د بې نظمې سبب ګرځي خو په خبره یې غوږ نه ګراوه او بد بد به یې راوکتل ! ما نه پیژانده خو له هیکله یې پوهیدم چې د ښه ژوند څښتن او پیسه داره دی !  ټاکنې روانې وی او هر چا پخپله خوښه نورو ته رایه کاروله ، له څو سپینګیرو سره مخ شوم، ویل بچیه فلانکی شماره کومه ده ، ورته به مې وښوده ، ځینو به راوکتل او د ډاډمن کیدا په موخه به یې وپوښتل نوم یې څه دی ؟ ما به ویل فلانکی ! د ګډونوالو بې توله شور او زور پروسه رنګینه کړی وه او ټولو نوماندانو له بهیره ټینګه څارنه کوله، ډیرې مشران د نوماندانو تر څنګ ناظرین او د میز له سره یې پروسه څارله.

زه بیا ځلې په دې کتار راوګرځیدم له هماغه مشره مې بیا ځلې هیله وکړه چې د ټاکنو په بهیر د رایې ورکولو غوښتنې بڼې ته بدلون ورکړي او کیداشي د تالار په منځ او یا اخر کې خپل کمپاین ته دوام ورکړي خو دا ځل یې راته وویل ’؛ ته له فرانسې راغلې یې او صبا به بیرته ولاړ شئ خو دا زما وطن دی؛  زه پوه شوم زما دیرشۍ ، نیم وتلي ویښتان او پر قانون ټینګار زه ده ته د بل هیواد معرفي کړی وم !!

غصه مې راغله خو بیرته مې ځان قابو کړ، او له ټاکنو وروسته مې ورسره د یو ملګري په منځګړیتوب خبرې وکړئ، وپوهیده چې زه د فرانسې نه یم او بیا مې ورسره څو انځورونه واخیستل.

نورې خبرې درسره بیا شریکوم.

Comments
Loading...