زموږ هېواد افغانستان او د بیت الخلاء معضله/ محمد ایـاز نـوري آزادي

۱۴/۰۴/۲۰۱۷

 

زموږ هېواد افغانستان او د بیت الخلاء معضله

 

د فیسبوک په نشراتي دنیا کښې زموږ یو د نیک احساس درلودونکي هېواد وال شاغلي احمد شاه قیومي یوې ملي ستونځې ته ګوته نیولې، چې د یوه مثالي لاندې انځور سره جوغد، څه داسې جمله هم ورته لیکلې وه:

 

«بجاي منار هاي يادگار ، برأي رفع حاجت مردان و زنان در محلات مختلف تشناب بسازيد.

تا آداب إسلامي هم مراعات گردد و فرهنگ پنجهزار ساله نيز توهين نگردد.!!»

ما د دغه مطلب د نشر په تبصره کښې ورته ولیکل: « خاینو حکومتونو، ظاهرشاه، داود شاه، کمونیست شاه، جهادي شاه، طالب شاه، کرزی شاه او تر نن پورې چا د دغه مهمې او ضروري موضوع غم ونکړ، چې بیا زما تبصره د نورو کتونکو افغانانو د هرکلي سره مخامخ شوه.

لکه څنګه، چې الهي او یا د طبعیت قانون ده، هر انسان د ورځې درې وارې باید خوراک وکړي او ورسره یو مقدار د معینو اوبو د څښاک په ذریعه خپل ژوند مخکښې بوزي. د خوراک او څښاک څخه په یو ټاکلي وخت کښې یوه برخه خوراک پس د جذب څخه په انرژي اوړي او باقي باید د اضافه موادو په حیث له بدن څخه خارج شي. همداء راز د اوبو د څښاک څخه پس یو مقدار بدن جذب کوي او نورې اوبه د ادرارو په توګه باید انسان بیرته له بدن څخه خارج کړي. معمولاً دا دواړه فاضله مواد بد بوی لري او همداء راز نور مضره ژوي لکه مچان او نور د دغه موادو سره علاقه ښئیي او که دا مواد په یوه پټ او تړلي ځای کې طرح نشي، د مختلفو زور ورکوونو ناروغتیاوو لکه اسهالاتو د معدې او د کولمو د درد او نفخ او باد سبب ګرځي. ډېری او مدرنو هېوادونو لکه اروپا او امریکا او نورو کښې مسوولو حکومتونو البته د خلکو په بیداري دا مسله په شه توګه د کانالیساسیون او نورو سپتیکو څاګانو له طریقه حل کړې ده. په داسی حال کښې، چې زموږ افغانستان یوه اسلامي ټولنه ده او د اسلام دین ارشادات د نظافت او پاکی سره کلک تړلی دین دئ، اما واقعیت بیا زموږ هیواد کښې بر عکس دئ. د ژوند  دغه مهمې مسلې ته نه حکومتونو او نه خلکو چندان توجه کړې ده. زه  څو کاله پخواء د هېواد په سفر کابل ښار کښې د شهر نو د هغه پارک بیت الخلا ته ولاړم، هلته ور کښې یو بد بخته بوډا سړی موظف ناست وه او د تشناب کاغذ ئې خرڅاوه. زه د ننه ولاړم، تاسو یقین وکړئ په دهلیز او د ننه تشناب کښې تر دې کچې یو بد بوی موجود وه، چې زما له تحمل څخه بهر وه، ژر بیرته راووتم او په افسوس مې خپله لار مې ونیوله. بله ورځ د خپل ورور سره مې د پل باغ عمومی څېرمه د «آرین هوټل» کښې د مازیگر چای وڅښ، د پیسو ورکولو وخت کښې ما هوټلي ته وویل، کیدای شي زه دلته تشناب څخه استفاده وکړم، هغه جناب، چې ډیر غمجن معلومیده، په درواغو ئې وویل: ؛؛ تشناب خراب است؛؛. زما ورور راته وویل، لالا دلته بل وضعیت ده، شاید دا هوټلي فکر وکړي، چې ته که هلته تشناب کښې د چاود مواد ځای پر ځای کړې، راځه ټکسي به ونیسو، ژر به کورته ورسیږو.

تېر او س تېر دي، زه اوس شاغلي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته دغه وړاندیز لرم، چې تاسو حکومتي لومړی درجه مسوول کس یاست، تاسو کولای شئ، د کابل ښاروال ته دا مسله په جدي توګه امر ورکړئ، چې د کابل ښار په هره ناحیه کښې د وضعیت، مساحت او نفوسو د موجودیت پر بنسټ یو یو، دوه دوه، درې درې ښځینه او نارینه بیت الخلا په یوه مناسبه فاصله د یو بل څخه په اساسي توګه تر تعمیر لاندې ونیسي، د کافي اوبو چاره ئې ورته وکړي، مناسب کسان د نوکریوال په حیث ورته د معاش په بدل کښې ورته مقرر کړي. دا یو ډېر ضروري مشکل کومه ملا ماتوونکې بودیجه هم نه غواړي. همداء راز تاسو جناب ولسمشر کولای شئ د هېواد هر والي صاحب ته امر ورکړئ، چې د خپلو ولایتونو په مرکزونو کښې د وګړو په انډول اساسي بیت الخلا ګانې جوړې او په ټاکلې موده کښې ستاسو دفتر ته د جوړېدو راپور بیرته درکړي. همداء رنګه د لویو سفري لارو په بهیر کښې، لکه کابل- خوست، کابل – کندهار، کابل – مزار شریف، کابل جلال آباد هر والي دې د خپلې مربوطې ساحې په هره د سړک د غاړې تم ځای کښې نارینه او زنانه بیت الخلا ګانې جوړې او موظف کس دې ورته ودروي.

 

پای

Categories: غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.