رواني جګړه/ پوهیالی تورن عبدالخالق حکیمی

0 121

پوهیالی تورن عبدالخالق حکیمی-

د رواني جګړې مانا 

رواني جګړه (Psychological Warfare) د مانا له اړخه پېژندل شوې اصطلاح ده چې اوسمهال په خورا ارتوالي سره د ټولنې په سیاسي ادبیاتو کې کارول کیږي، د بي بي سي پریشن په رپوټونو کې راغلې د رواني جګړې د اړخونو او څرنګوالي پېژندنه خورا اړینه ده؛ ځکه چې د رواني عملیاتو یا نرمې جګړې بنسټېزې ستنې جوړوي.

د رواني جګړې په ټولو فنونو او تکتیکونو پوهېدنه ډېره مهمه ده، زموږ سره مرسته کوي؛ د ذهني او فکري اړخه مو چمتو کوي ترڅو د جګړې په ډګر کې د رواني جګړې په وړاندې اغیزمنه مبارزه وکړو.

(ټاکل شویو پوځي موخو ته د رسېدو لپاره د یوې ځانګړې ډلې په چلند او رواني حالت اغیز اچول د هرې وسیلې په کارولو سره عبارت دی له رواني جګړې څخه) یا ( کله چې یو هېواد ځانګړو موخو ته د رسېدو په لار کې له خپلو ټولیزو اقداماتو څخه کار اخلي ترڅو د نورو دولتونو یا ملتونو په کړنو، عقایدو، افکارو، روحیاتو اغیز پریباسي او خپلو ټاکل شویو موخو ته ځان ورسوي په سیاسي ادبیاتو کې د دولتونو دې ډول کړنو ته رواني جګړه ویل کیږي) د رواني جګړې په هکله ګڼ تعریفونه وړاندې شوي خو فکر کوم چې پورتنی تعریف به څه نا څه سم وي ځکه چې د رواني جګړې موخه احساسات دي له دې لارې په جګړه کې ښکیل اړخونه تر ډېره بریده هڅه کړي چې افکار بدل کړي.

(پل لاین برګر) په خپل نامتو نښیر کې چې په ۱۹۵۴ کال کې د رواني جګړې په هکله خپور شوی لیکلي چې رواني جګړه سربېره په پوځي اړخونو، اقتصادي، سیاسي اړخونه هم رانغاړي؛ نو په رواني جګړه کې یوازې پوځي موخې نه دي مطرح سربېره په پوځي عملیاتو سیاسي او اقتصادي اړخونه هم پکښې خورا لوړ ارزښت لري.

دا جګړه د نړۍ د زبرځواک هېوادنو له خوا په ډېر مهارت پرمخ وړل کیږي، په شلمه پیړۍ کې د رواني جګړې مهمې وسیلې د ورځپاڼې، راډیو، ټلویزیون په څېر رسنۍ وې خو په یوویشتمه پېړۍ کې انټرنټ او خواله رسنۍ  د دې جګړې د مهمې وسیلې په توګه مطرح شوې.

د رواني جګړې په ټولو برخو کې د دوښمن هڅه دا وي چې پرته د زور او جبر له کارونې خپل سیال خړ کړي، هیڅکله په مخامخ جګړه کې د دوښمن سره ځان نه ښکیلوي، خپله غوښتنه د پوځي وسایلو له کارونې پرته په ښکیل لوري تحمیلوي.

د رواني جګړې تاریخي مخینه:

د رواني جګړې تاریخي مخینه د بشري ټولنې لومړنیو مدنیتونو ته رسیږي خو لا تراوسه د خلکو په لیدلورو کې ناپېژنده پاتې ده هغه څېړنې او لیکنې چې باید د رواني جګړې په هکله وشي نه دي شوي.

په لومړنیو بشري ټولنو کې سربېره د فریکي جګړې په عملیاتو د سیال لوري د ډار، ویرې لپاره له ځانګړو تکتیکونو، ستراتېژيو څخه ګټه اخیستل کېده تر څو ژر بریا ته ورسي.

فزیکي او رواني جګړې په ډېرو اړخونو کې سره توپیر لري خو په ټولیزه توګه ویلای شو چې رواني جګړه د فزیکي جګړې خورا ډېرې مهمه، ارزښتمنه برخه جوړوي.

د ځمکې پرمخ په فزیکي او کلاسیکو جګړو سربېره رواني جګړې د ستاینې وړ ارزښت درلود؛ د (اطلاعاتي اوښتون یا اطلاعاتي چاودنې) څخه وروسته د څو لسیزو وروستنیو پرمختګونو وښوده چې د رواني جګړې اغیز او پراخوالی انډول فزیکي جګړو ته خورا لوړ او هراړخیز دی.

رواني جګړه یوازې د پایښت لپاره نه  بلکې پر اذهانو او افکارو د برلاسی جګړه ده؛ د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته توپیرلرونکي ډکټورین په  افکارو، اذهانو د برلاسی په موخه رامنځته شوي؛ د هیتلر د پارونکو ویناوو څخه نیولې تر ښکاره بې ارزښته لنډو پیغامونو پورې چې هره ورځ د ملي او نړیوالو ټلویزونونو له خوا خپریږي.

په رواني جګړه کې مهم آر یا اصل د مخاطب جهالت یا ناپوهي ده؛ ناپوه مخاطب هیڅکله د حقیقت موندلو هڅه نه کوي او که په ناڅاپي ډول له حقیقت سره مخ هم شي فکري خپلواکي نه لري ذهن یې په بې بنسټه اطلاعاتو ډک وي له خپل ذهنیت سره په مخالفت کې د چلند وړتیا نه لري له همدې امله ژر تر اغیز لاندې راځي؛ رواني جګړه د عامو وګړو، مخاطبو په سیاسي اړخنیونه خورا لوړ اغیز لري.

بریتانیا په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جګړې د هراړخیز مدیریت او څارنې په موخه د اطلاعاتو دفتر پرانیستو چې وروسته په ۱۹۱۸ کال کې دا اطلاعاتي دفتر د اطلاعاتو په وزارت بدل شو، په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ګډون څخه دوه اوونۍ وروسته د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۱۷ کال کې تبلیغاتي کمیټه رامنځته کړه، آلمانیانو په لومړۍ نړیواله جګړه کې د خپلې ماتې لامل د تبلیغاتي ستراتېژۍ نه شتون باله له همدې امله په ۱۹۳۳ کال کې نازي ګوند وروسته له خپلې بریا د اطلاعاتو وزارت یې رامنځته کړ دا ټول پرمختګونه د دې لامل شول چې په جګړه کې په پوځي او استخباراتي اړخ باندې درېیم اړخ ور ډېره شي چې دا اړخ رواني جګړه وه.

رواني جګړې ته پاملرنه له هغه وخت راهیسې ډېره شوه له کوم وخته چې جګړه د یوې ښکارندې په توګه تر څېړنې لاندې ونیول شوه ځکه چې رواني جګړه تل د وسیلې په توګه د جګړې په چوپړ کې وي.

د لودیځې نړۍ لیکوالان په دې آند دي چې د رواني جګړې ښکارنده د دوو نړیوالو جګړو په ځانګړې توګه د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې وزیږیده؛ ځکه چې نازی آلمان د جګړې په ډګر کې له دې ښکارندې اغیزمنه ګټه پورته کړه.

ځینې تاریخ پوهان په دې آند چې د رواني جګړې تاریخي مخینه د مغولو(چنګیزخان) پېر ته رسیږي د کتاب لیکوال وايې رواني جګړه نوی مفهوم نه دی د جګړو تاریخي شالید دا په ډاګه کوي چې رواني جګړه یوځاي د جګړې سره زیږیدلې ځکه چې داسې کمې جګړې دي چې رواني جګړې پکښې نه وي کارول شوې.

د پام وړ خبره داده چې رواني جګړه هم د نورو مفاهیمو په څېر د تاریخ په بستر کې د وخت او ځای د شرایطو سره سمه متحوله شوې او د بشپړتیا ټول پړاونه یې تر نن ورځې پورې تېر کړي؛ نن ورځ تکنولوژی هم د روانې جګړې په چوپړ کې راغلې په دې سره رواني جګړه نوره هم ستونزمنه شوې، ځکه چې د نړۍ پوځي تاریخ د رواني جګړې ابزار او وسایل د تاریخي اړخه لومړني ګڼي.

د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې رواني جګړې ډېر ارزښت پیدا کړ، تر دې چې ښکیلو اړخونو د رواني جګړې په لار اچولو سره غوښتل خپلو موخو ته ورسیږي، خپل سیال لوری د ماتې سره مخ کړي همدا یې لامل و چې یو څه وخت وروسته د رواني جګړې په برخه کې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ سیالۍ رامنځته شوې، ښکیلو اړخونو دغو هڅو ته د (اعصابو جګړه یا رواني جګړې) نوم ورکړ.

د وخت په تېرېدو سره رواني جګړې د وسله والو شخړو په څېر ارزښت وموند، خو په دې وروستیو کلونو کې د اطلاعاتي اوښتون په پایله کې وسله والې شخړې هم د رواني جګړې په چوپړ کې راغلې.

دویمه نړیواله جکړه (۱۹۳۹-۱۹۴۵) د رواني جګړې په تحول او پرمختیا کې خورا اغیزمنه وه؛ لامل یې د رواني جګړې ارزښت د یوې مهمې، ګټورې تبلیغاتي او پوځي وسلې په توګه ؤ، د دوښمن د سرتېرو روحیه یوازې د رواني جګړې له لارې ماتېدای شوی، د دوښمن هېواد د غښتلي دریځ فلج کېدل، د خلکو د ټینګ او وسپنیز هوډ ماتې د رواني جګړې په پایله کې شوني وه.

د دویمې نړیواله جګړې په لړ کې د رواني جګړې ارزښتمن رول په ټولولارښوونو، ګډو فرامینو کې چې د متفقینو د تبلیغاتي سازمان له خوا صادریدل له ورایه ښکاریده.

په دغه لارښوونو کې راغلي ول چې رواني جګړه هیڅکله د تودې وسله واله مبارزې ځای نه شي نیولی خو د پوځي عملیاتو د ملاتړ په برخه کې ځانګړی ځای لري؛ د رواني جګړې بنسټیزه موخه د جګړییز لګښت کموالی ښودل شوی.

په دویمه نړیواله جګړه کې د آلمان هېواد ستراتیژیکه موخه د یوه واحد سیاسي تفکر تر سرلیک لاندې د آلماني ملت یوځای کول وو.

د متفقینو په وړاندې د آلمانیانو د رواني جګړې موخې:

۱. د سیاسي او ټولنیزې ګډوډیو، بې نظمیو رامنځته کول.

۲. د توکمیزو تضادونو د ډېروالي په موخه د بهرنیو ټولنو د کورنیو مخالفتونو څخه ګټه اخیستل.

۳. د واکمن نظام د ملي او بهرنیو پالیسیو په وړاندې د مخالفتونو ډېرول.

۴. د ملي پیوستون د زیانمنولو په موخه د ټولو مخالفو ځواکونو هڅول.

په ننۍ نړۍ کې د زبرځواک هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیزو چارو خورا اړینه برخه رواني جګړه جوړوي؛ دا چارې په ملي او نړیواله کچه د نړیوالو اطلاعاتي سازمانونو له خوا ترسره کیږي چې غوره بېلګه یې د امریکا اطلاعاتي سازمان دی چې په (۱۹۴۷) کال کې یې خپل کار پیل کړ دا سازمان د رواني کړنلارو په کارولو سره د امریکا افکار څاري، د اطلاعاتي اړخه دا سازمان په ګرده نړۍ برلاسی دی؛ نوموړی سازمان تر ډېره بریده مطبوعات، ډله ییزې رسنۍ په ځانګړې توګه ورځپاڼې تر واک لاندې لري.

په رواني جګړه کې دوښمن کوښښ کوي تر څو خپل تکړه، ځیرمن شخصیتونه د متخصصو کارکوونکو په نامه په ملي ورځپاڼو، مطبوعاتو کې ځای پرځای کړي ترڅو د ورځپاڼو د څومره والي او څرنګوالي په برخه کې د پام وړ بدلون راولي او واکمن نظام د کمزوری، بې اعتباره نظام په توګه عامو خلکو ته چې ټیټ سیاسي او ټولنیز شعور لري وروښایي؛ له دې لارې ملي پیوستون ته زیان اړوي.

په معاصرو یا اوسمهاله جګړو کې له روان پوهنیزو څېړنو او تګلارو څخه ډېر کار اخیستل کیږي؛ د رواني جګړې د تحولاتو په څېړلو سره ویلای شو چې د کوریا جګړه د دې لامل شوه چې د رواني جګړې اداري ریاست(OCPW)  د یوې مهمې ادارې په توګه پرانیستل شي.

د رواني جګړې د اداري دفتر تر پرانیستلو وروسته د وسله وال پوځ د اړوندانو په منځ کې رواني جګړې ته لیوالتیا د ډېرېدو په حال کې وه، په عمل کې نوی ډکټورین رامنځته شول، وروسته له دې رواني جګړې خپل ځای رواني عملیاتو او رواني اقداماتو ته پرېښود.

رواني عملیات: د ملګرو یا دوښمنو ډلو (چې زموږ له ملي سیاستونو سره په ټکر کې وي او یا بې پرې سیاستونه ولري) د دوی د احساسات راپارول اویا د دوی په منځ کې د ځانګړي لید لوری رامنځ ته کول چې له هغې لارې موږ ملي موخه ته ورسېږو د دغه موخو لپاره په ځانګړو پوځي، سیاسي، اقتصادي اویا ایدیولوژیکو اقداماتو لاس پورې کولو ته رواني عملیات ویل کیږي.

رواني جګړه د سولې او جګړې په مهال د سیاستونو د ملاتړ، د ماتې د کموالي او اغیزمنې بریا له کبله د ځواک له څلورو مهمو عناصرو څخه یو عنصر شمېرل کیږي.

د اړیکپوهنې په ودې سره ډېرې آسانتاوې رامنځته شوي مطبوعات، فلمونه یې غوره بیلګه ده چې په دې سره مخاطب تر ډېره بریده د رواني جګړې تر اغیز لاندې راځي.

د معاصرې نړۍ پرمختګونو نوی رواني جګړې ته آسانتیاوې ډېرې کړي اوسمهال د عمومي افکارو کره سنجش شونی دی، د اطلاعاتو هر اړخیزې ارزونې ارزښت پیدا کړی، د بهرنیو ډلو د کولتوری ځانګړنو د کره ارزونې، وړاندوینې  په برخه کې د یادولو وړ پرمختګونه شوي چې دا ټول په نوې رواني جګړه کې خورا لوړ اغیز لري.

رواني جګړه د مخالفینوهغه ټولې سیمبولیکې او تروریستي کړنې چې د واکمن نظام د ملاتړو د وېرولو، وژولو په موخه ترسره کیږي په بر کې نیسي د بیلګې په توګه د واکمن نظام یا غونډال د کواکۍ په موخه هڅې، انسان وژنه، رسنیز بندیز او د تروریسم نور ډولونه پکښې شاملیږي.

د معاصرې نړۍ په ذهن جوړونه او نظربدلونه کې، د ملت د عمومي باورنو او نظرونو په بڼه نیونه کې رواني جګړه خورا لوړ ارزښتمن رول لوبوي.

په ډېرو متونو کې د رواني جګړې په هکله یادونه شوې د افلاطون د دولت له کتاب څخه نیولې تر نویو او معتبرو نړیوالو ډکټورینو پورې چې په ټولیز ډول ویلای شو روانې جګړې ته د لمن وهلو په موخه لږ تر لږه (۱۷۰) تګلارې تراوسمهاله ځانګړې شوي.

دا تګلارې چې ډیری مهال د تورو بې ننګو قوانینو سره مل وي د چل او فریب په بڼه د ملتونو د تېر ایستلو په موخه ترسره کیږي ځنې وخت په ناخبری سره د ټولنې د جاري سیاستونو او چارو د سمون لامل هم کېدای شي.

سون تزو د لرغوني چين پوځي ستراتیژست لیکي:

(هغه وسله وال جوړښتونه چې د دوښمن په وړاندې جګړییزه ستراتېژي او روښانه تکتیک نه کاروي دوی په دې محکوم دي چې د جګړې په ډګر کې د دوښمن په ګټه وجنګیږي) د سون تزو د لارښوونو په رڼا کې هره جګړه ییزه ستراتېژي چې د ملي خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او انساني ارزښتونو د خوندیتوب په موخه د ملي وسله والو جوړښتونو له خوا کاریږي په هغې کې باید د رواني جګړې ځای ځانګړی وي.

د رواني جګړې ډکټورین:

لومړي ليد لوری:

ډکټورین: علمي، فلسفي، سیاسي او مذهبي نظریو ته یا په ټولیزه توګه د فکري نظامونو ټولګه چې ځانګړي آرونه یا اصول ولري ویل کیږي؛ ډکټورین یو ډول نړۍ لید دی چې د ایډیولوژیو څخه زیږي او ټولې سیاسي خپرونې یې پر بنسټ ترسره کیږي؛ د دولتونو اړیکې، آرونه یا اصول په نړیوالو اړیکو کې د ډکټورینو له لارې سمون مومي.

په رواني عملیاتو کې د ټولیزو اقداماتو موخه د دوښمن په عقایدو، روحیاتو او عواطفو اغیز اچول دي تر څو له دې لارې د هغه موخو څخه چې د پوځي یا جګړه ییز عملیات له لارې څارل کیږي ملاتړ وشی او د دوښمن روحیه په ټولیزه توګه بدلون و مومي.

په رواني جګړه کې د لومړني لید لوري ډیری پلویان په پروپاګنډ او تبلیغاتو باوري دي.

دویم لید لوری:

رواني عملیات هغه ښکارنده ده چې د ټولنې ټول وګړي تر خپل اغیز لاندې راولي، د دویم لید لوري په بنسټ دوښمن تل هڅه کوي چې د هغو مالوماتو په کارولو سره چې د خلکو د فکرونو، انګیزو په هکله یې لري غواړي ټولنیزو تعارضونه توند کړي ترڅو د مخالفتونو، ستونزو او بدمرغیو له حالته اغیزمنه ګټه په سیاسي، پوځي، اقتصادي برخو کې پورته کړي.

د دوښن موخه ټولنیزو بدمرغیو، ناخوالو او کړکیچونه ته لمن وهل وي ترڅو ټولنه د خپلې خوښې سره سم لور ته بوځي.

دریم لید لوری:

دا ډله په دې آند ده چې په رواني عملیاتو کې سیاسي، پوځي، چریکي جګړې شاملې دي او د سولې او جګړې په وخت کې د رواني جګړې موخې د واکمن نظام یا د دولت د سیاسي او پوځي کړنو څخه ملاتړ ښودل شوي.

د رواني جګړې د ډکټورینو پایله:

پورتني لید لوري د رواني جګړې د مفهوم په هکله کوم مخالفت نه لري، هر لیدلوری د رواني جګړې ځانګړي اړخونه تر څېړنې او سپړنې لاندې نیولي هر لید لوری د یوبل بشپړ کوونکي دی.

د جګړه ییزو ستراتېژیو جوړونکي او پوځي شنونکي رواني جګړه تر ټولو اغیزمنه او د ګواښونو څخه ډګه جګړه بولي ځکه په دې جګړه کې د عامه وګړو احساسات او فکرونه د دوښمن له خوا تر برید لاندې نیول کیږي هغوې ماتې یا تسلیمېدو ته اړوي نو هر واکمن سیاسي نظام په انساني ټولنه کې ملي مسوولیت لري ترڅو خپل دفاعي سیسټم د مالی او انساني اسانتیاوو له اړخه غښتلی کړي تر څو د دوښمن د رواني جګړې په وړاندې بریالۍ مبارزه وکړي.

(جنرال شارل دوګل په لومړۍ نړیواله جګړه کې د فرانسې د وسله وال پوځ غړي، جنرال، په ۱۸۹۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې د فرانسې هېواد ولسمشر پاتې شوی دی، جګړه ځپلې فرانسه یې په پرمختللي هېواد بدله کړه د امریکا د سخت دریځي په وړاندې یې کلکه مبارزه وکړه ترڅو خپل هېواد د بهرني سیاست په برخه کې خپلواک کړي.

نوموړی جنرال د رواني جګړي په هکله وایې: (مخکې له دې چې سرتیري د تودې جګړې ډګر ته ستانه شي باید موږ په ټینګ هوډ رواني جګړه د جنګي او محاربوي احضاراتو په پیاوړي ملاتړ سره پیل کړو ترڅو په لږو اقتصادي او لوژستیکي آسانتیاوو سره بریا ته ورسو)

بریتانوی سیاست مدار، لیکوال، د وسله وال پوځ پخوانی غړی، د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بریتانیا لومړی وزیر او په ۱۹۵۳ کال کې د خپلو لیکنو په ویاړ د نوبل جایزې ګټونکی لیکوال د رواني جګړې په هکله وایي: (د بشریت په تاریخ کې ډېرې داسې بیلګې شته چې رواني جګړې د تاریخ تګلوري ته بدلون ورکړی، په توده جګړه کې سرتیري بریا ته رسېدلي د دوښمن جګړه ییز ګاډې یې له منځه وړي خو د دوښمن د معنوي روحیې د ماتې په برخه کې پاتې راغلي دغه ډول نیمګړې بریاوې د لنډ مهال لپاره یادې شوي، وروسته له یو څه وخته دوښمن بېرته په پښو درېدلی او بریا ته یې ځان رسولی دی او خپله بریا یې ثابته کړې ده)

د رواني جګړې، رواني عملیاتو او سړې جګړې ترمنځ توپیر: 

رواني عملیات انډول رواني جګړې ته ډېرارتوالی لري، رواني عملیات په بشپړ ډول رواني جګړه په بر کې نیسي.

د سړې جګړې په عملیاتو کې  د وسله والو جوړښتونو له کارونې پرته متحدین، د هېواد دننه وګړي او ناپېلې هېوادونه شامل وي.

په رواني جګړه کې د پراخو تبلیغاتو په کارولو سره واکمن نظامونه غواړي په ټیټ اقتصادي لګښت د دوښمن ځواکونو ته د رواني او فکري اړخه زیان واړوي چې ډیری مهال د وسله والو جوړښتونه له کارونې سره مل وي.

د رواني جګړي ستراتېژي:

په عادي جګړو کې په فزیکي ځواک ډېر ټینګار کیږي موخه یې د دوښمن پوځي او اقتصادي مرکزونو ته زیان اړول دي ترڅو دوښمن تسلیمېدو ته اړ شي دې موخې ته د رسېدو لپاره د ځواک لرل اړین دي. پوښتنه دلته ده چې آیا دا د حل لاره ده چې په دوښمن باندې د خپلې ارادې د تحمیل لپاره پوځي ځواک وکاروو؟ د دې پوښتنې ځواب منفی دی، ځکه چې پرته د زور له کارونې رواني جګړه هم کولای شي موږ خپلې موخې ته ورسوي .ترټولو مهمه او ارزښتمنه موخه په رواني جګړه کې د عمومي افکارو کږلیچ او د خلکو عقلي کنګلتیا ده، په رواني جګړه کې د دوښمن په ځمکو ولکه ټينګول او د دوی سره د تړون لاسلیکول هیڅ ډول ارزښت نه لري په دې جګړه کې د عامو خلکو ذهنیتونه، فکرونه او روحیات باید له منځه یوړل شي چې دا چاره د توپيرلرونکو تګلارو په کارولو سره شونې ده؛ رواني عملیات ځینې وخت تکتیکي اړخ لري او ځینې وخت د جګړو په پای ته رسولو کې ارزښتمن رول لوبوي.

د رواني یرغل تمرکز په انساني جغرافیه کې:

په رواني جګړه کې د انساني مراکزو کومو برخو ته لومړيتوب ورکول کیږي؛ آیا د ټولو ټولنیزو پوړيو لپاره يو ډول سیاست ځانګړی شوي وي یا د هرې ډلې لپاره بېل سیاستونه؟ آیا د کلیو اوسېدونکي هم د رواني اړخه د ښاریانو په څېر تر زیان لاندې وي او که نه؟ د واکمن نظام ملاتړې، مخالفې او بې تفاوتې ډلې یو ډول حساس او ضعیفه ټکي لري که سره توپیر لري؟ دا نه شي کېدای چې د هېواد جوړونکي ډلې یوشان تر رواني یرغل لاندې ونیول شي.

په رواني جګړه کې د وګړو د څرنګوالي او څومره والي په پام کې نیولو سره وسله ټاکل کیږي یا د دوښمن د ضعیفو او پیاوړو ټکو ته په کتو سره د وسلې ډول ټاکل کیږي؛ په رواني جګړه کې د هرې ډلې په وړاندې ځانګړي سیاستونه کارول کیږي.

۱. سیاسي مخالفین:

 په رواني جګړه کې تر ډیره بریده سیاسي مخالفین د رواني یرغل لپاره وړ کسان دي، دا ډله د شمېر، وضعیت له اړخه مناسب چمتوالی لري ترڅو  د رواني عملیاتو په ترسره کولو کې وکارول شي. دا هغه عناصر دي چې د خپل دوښمن په وړاندې ټينګ دریځ او پیاوړی احساس نه لری خو کېدای شي په رواني عملیاتو کې د ګډون لپاره وړ تیاری ولري، سیاسي مخالفین په اقتصادي، سیاسي، کولتوري، مذهبي او پوهنیزو برخو کې کړنې ترسره کولای شي په آسانۍ سره کلک دریځونه ماتوي، او د تسلیمېدو روحیه رامنځته کوي چې دا ټول په هر ډول جګړه کې ځانګړی ځای لري.

۲. بې تفاوته عناصر: 

بې تفاوته وګړي دویمه ډله ده چې د رواني جګړې د موخو لپاره د کارولو وړ دي، په داسې حال کې باید د دوی لپاره ځانګړې خپرونې په پام کې ونیول شي، د رواني جګړې مهمه موخه په بې تفاوته وګړو کې ځانګړو سیاستونو ته د لیوالتیا له منځه وړل دي، کله چې دا لیوالتیا له منځه لاړه وروسته له هغې په نوې لیکه کې باید فعال شي تر څو د فشار د ډلې په څېر کړنې ترسره او د خپل حکومت اراده تر تیري لاندې ونیسي او له هغې ملاتړ وکړي.

۳. دولت پلوي عناصر

لومړی. عام وګړي: که د یوه هېواد وګړي د خپل واکمن نظام پلویان وي نو د رواني جګړې تر ټولو مهمه موخه شمېرل کیږي، په لنډمهاله کې لاس ته نه راځي او ستراتېژیکه موخه هم ګڼل کیږي، نو د دې ډلې لپاره دقیق عملیاتي پلان ته اړتیا ده ترڅو په هېواد کې د واکمن سیاسي نظام اقتصادي، کولتوري، مذهبي، او پوهنیزې نیمګړتیاوې په ګوته ګړي.

دویم. حکومتي کارکوونکي او مدیران: بله ډله چې کېدای شي تر رواني برید لاندې ونیول شي حکومتي کارکوونکي دي چې د ټولنې اداري او سیاسي برخه جوړوي، دوی د خپلې دندې او شخصیت له امله د رواني جګړې په وړاندې لوړ خوندیتوب لري، په هره ټولنه کې د مدیرانو لپاره ځانګړې آسانتیاوې او کانالونه موجود وي ترڅو دوی د رواني او فکري اړخه تغذیه کړي، دغو کانالونو ته د نفوذ په صورت کې کولای شو د دوي خوندیتوب له منځه یوسو.

درېیم: سیاسي ګوندونه، جریانونه او حکومت پلوې ډلې: حکومت پلوې ډلې یو ځانګړي جوړښت لرولو له امله خورا لوړ ځواک لري له همدې امله د دوښمن له خوا په رواني جګړه کې دوی ته ډېره پاملرنه وي.

د تاریخ په اوږدو کې د رواني جګړو بیلګې: 

لومړۍ بیلګه: په (۱۱۶۲-۱۲۲۷) زیږدیز کلونو کې چنګیز د خپلو مخالفینو د لیکو په منځ کې د ډار خپرولو لپاره د مانور او ترور ستراتېژي کاروله چې بنسټيزه موخه یې د دوښمن په وړاندې د سایکولوژیکو بریدونو ترسره کول وو.

د رواني جګړې په لومړي پړاو کې به يې خپل مبلغین هغو سیمو ته چې د دوي په جګړییزو ستراتېژیو کې به یې ارزښت درلود استول، دوی د رواني تبلیغاتو مسوولیت پرغاړه لرلو او د یادې سیمي خلک به یې د چنګیز له قهر، غضب او سزا نه ډارول ترڅو پرته له ټینګ دریځ څخه تسلیم شي، او که به نه تسلیمېدل تر آخري وګړي پورې به یې ټول وژل.

د چنګیز پلویانو له دغه ستراتېژۍ بشپړ ګټه پورته کړه او وتوانېدل چې داروپا او آسیا په ډېرو برخه خپله پوځي ولکه ټينګه کړي، د اوږد مهاله بریدونو له لارې یې د چین، پارس، ختیځې اروپا او عربو پوځونه تر هغه مهاله تر فشار لاندې نیول ترڅو به چې تیت نه شول.

دویمه بیلګه: د پارس په خلیج کې د جګړې پرمهال په (۱۹۹۰-۱۹۹۱) کلونو کې د عراقي پوځيانو په منځ کې د رواني جګړې د متخصصینو د لارښوونو پربنسټ (۳۳ توپیرلرونکي پیغامونه) په (۲۹ ملیونه تبلیغاتي پاڼو) کې د رواني جګړې د اطلاعاتي ابزارو په کارولو سره په خورا هوښیارۍ سره د کویټ په هېواد کې خپاره شول چې له امله یې (۸۷۰۰۰) عراقي پوځیانو ځانونه مخالف لوري ته تسلیم کړل؛ په پیغامونه کې لیکل شوي وو چې څرنګه دوی ځانونه تسلیم کړي او که یې نه کړي څه به ورسره وشي.

درېیمه بیلګه: په (۲۰۰۳) کال کې د ائتلاف ځواکونه هڅه کړله چې د عراق هېواد له (۳۷) ملیونو وګړو څخه د (۲۴) ملیونه وګړو نظرونه بدل کړي او په لږو اقتصادي آسانتاوو سره ځان بریا ته ورسوي.

د عراق خلکو ته څلویښت ملیونه اعلامیې خپرې شوې چې دوي د جګړې پرمهال باید څه وکړي، لومړی یې دوی ټول په پوځيانو او ملکیانو سره وویشل هر یوه ته یې بیلې اعلامیې خپرې کړې، دویم یې د ائتلاف ځواکونه سره مرستې ته اړ کړل او ورته وویل شول که د ائتلاف ځواکونه کوم غړی د جګړې په ډګر کې ټپي کیږي نو له هغې سره باید دوی مرسته وکړي ترڅو خپل پوځي جوړښټ ته ستون شي.

څلورمه بیلګه: د اړیکپوهنې او اطلاعاتي تکنولوژۍ د پرمختګ په پایله کې د نړیوال نظام لوبغاړي د خپلو ملي پولو څخه هخوا د بهرنیو سیاستونو په برخه کې هڅه کوي چې خپلې ټاکل شوې پوځي، اقتصادي او کولتوري موخې ترلاسه کړي؛ دغو موخو ته د رسېدو لپاره زبرځواک هېوادونه رواني جګړې په لار اچوي، اطلاعاتي سازمانونو کاروي ترڅو د سیمې او نړۍ په کچه خپلې ګټې خوندي وساتي.

په رواني جګړه کې د تبلیغاتو متخصصین، د نړیوالو تبلیغاتو سترتېژي جوړونکي او د رسنیو کارکوونکي د سرتېرو په توګه اغیزمن رول لري.

له همدې امله د ایران هېواد امریکا په رواني جګړه تورنوي او ټينګار کوي چې امریکا د ایران په وړاندې رواني جګړه پیل کړې او استدلال کوي چې دا جګړه د امریکا د دري څلویښتم ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ پرمهال پیل شوه ځکه چې دوی د رواني جګړې د پیل په موخه ۷۵ ملیونه ډالر پاړسي ژبو رسنیو ته ځانګړي کړل ترڅو ذهنونه او فکرونه تر خپل اغیز لاندې راولي او له دې لارې خپل سیال لوری په ګونډو کړي.

په افغانستان کې د افراطي ترورستي ډلو رواني جګړه:

واکمن نظام په افغانستان کې له بدمرغه اوسني وضعیت ته د ځواب ویلو لپاره ځانګړې شوې مدونه، پوهنیزه ستراتېژی نه لري؛ زموږ اقتصادي لګښتونه په پوځي برخه کې خورا لوړ خو لاس ته رواړنې د قناعت وړ نه دي.

زموږ په هېواد کې د رواني جګړې زیانونه هراړخیز دي چې دا د ملي رسنیو اخلاقي مسوولیت دی چې دا زیانو د ټولنې ټولو وګړو ته وروپېژني؛ ترڅو افراطي ترورستي ډلې د عام ولس له ناپوهۍ څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.

رسنۍ د رواني جګړې تر ټولو مهمه وسیله ده؛ له د غه وسیلې څخه په افغانستان کې د واکمن نظام د کمزوري کولو لپاره دوښمن اغیزمنه ګټه پورته کړي چې ساری یې په تاریخ کې نه لیدل کیږي.

ځکه چې زموږ ملي رسنۍ افغاني کولتوري ارزښتونو ته ژمنې نه دي، د ملي ګټو د ساتنې او پالنې په برخه کې پاتې راغلي، د کمترۍ، پرديپالنې احساس یې لاپیاوړی کړی، ملي روحيه یې ضعیفه کړي او د دوښمن د ترهګریزو کړنو په غټ ښودولو سره یې د خلکو ملي صفات او احساسات پیکه کړي دي سربېره په دې د دوښمن شایعاتو ته یې فضا برابره کړي چې دا تر ټولو ستره جفا ده د افغان ولس په حق کې.

زموږ له نیمګړې تبلیغاتي ستراتېژي دوښمن خورا ښه ګټه پورته کوي چې غوره بیلګه یې د ملکیانو د مرګژوبلې لوړ ښودل دي؛ موږ په رسمي سرچینو باور نه لرو له همدې امله دوښمن د جګړې په ډګر کې د خپلو جنګیالو په مرګژوبله هیڅ ډول خواشیني نه څرګندوی ځکه د دوي له مړي هم په خپله ګټه کار اخلي؛ جګړه ییز تجهیزات ترې ټولوي او نظام د ملکیانو په وژولو تورنوي په دې سره ولسي ملاتړ هم خپلوي.

زموږ په هېواد کې ناملي رسنۍ په ډېره سپین سترګۍ د مثبتې ملتپالنې په ځای خلک ټبرپالنې، سمت پالنې، مذهب پالنې ته هڅوي چې دا په ښکاره د قانون او رسنیزاخلاقو خلاف کړنه ده، د ولسي افکارو رڼول او د ملي یووالي ځواکمنولو په پرخه کې د رسنیو له خوا هیڅ مثبت کار لاتراوسه نه دی شوي چې دا د ناهیلۍ خبره ده ځکه چې دا ناملي رسنۍ یوازې نغدو پیسو ته ارزښت ورکوي نور هیڅ دوی ته ارزښت نه لري.

فواد (اندرابی) د افغانستان د واکمن نظام د دوښمنانو له خوا شهید شو خو په خواله رسنیو کې په بې شرمانه ډول د ملي ګټو سره ضد کړیو تبلیغ کاوه چې واکمن نظام په مرموز ډول وژلی چې دا ټول تبلیغات د ملی نظام په پرزولو او ضعیفولو کې مهم رول لوبوي، دوښمن په رواني جګړه کې د سیستم په مخالفت کې پوځیان چې په پرانیستې افغاني ټولنه کې ژوند کوي او د نظام ملاتړي دي په لوي لاس یې پاروي او د ولس فکرونه ګډوډوي رسنۍ هم له بده مرغه له دوی څخه اتل جوړوي چې دا ټولې د رواني جګړې ناوړه پایلې دي.

افغاني ټولنه اسلامي بڼه لري؛ پدې ټولنه کې جومات او د مولوي تبلیغات اغیزناک شمېرل کیږي؛ مولوي هم د دولت څخه میاشتني حقوق اخلي او مکلف دی چې خپل تکلیف په ایماني او وجداني ډول ترسره کړي خو ډیرۍ مولویان د دې پرځاي چې د وسله والو ځواکونو څخه ملاتړ وکړي د نظام پرضد تبلیغاتو بوخت دي.

په لوړو پوهنیزو دولتی او خصوصي مرکزونو کې استادان دنده او اخلاقي مسوولیت لري چې د نظام د ګټو او د ځوان کهول د روښانه راتلونکي لپاره مثبت تبلیغات وکړي ترڅو د دوښمن شتون او مبارزه د واکمن نظام په وړاندې پیکه شي.

———

لیکوال او ژباړن پوهیالی تورن عبدالخالق”حکیمی” د افغانستان په ملي دفاعي پوهنتون کې د نظامی تاریخ استاد دی.

Comments
Loading...