د کلي ووزه خو د نرخه نه!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

افغانستان د افغانانو کوم چي د مختلفو قومونو څخه جوړ شوی، ګډ کور دی، د افغانستان د اساسی قانون څلورمه ماده، څلورمه فقره حکم کوی او  واضع وايي  چې د افغان کلمه په ټولو افغانانو مربوطه کیږی یا اطلاق کوی هر هغه څوک چې پدې خاوره کې ژوند کوی افغان دی، دا په یو خاص قوم پورې اړه نه لري.
افغان کلمه یوازینی ارزښت دی چې د همدغې جغرافيې ولس د یو چتر لاندې سره راټولولای شي، ځکه موږ بل داسې څه نه لرو چې د ټولو ولسونو  سره ګډ اوسي ، نو ځکه ویلای شو چی د افغان د کلمی پر وړاندې چې هر څوک ودريږي او  نه یې منی هغه د ټول ملت دښمن دی، باید افغانان یې په ګډه مخه ونيسې.
کله چې موږ د همدغې جغرافیې ټول اوسیدونکی افغانان یو، بیا نو یو تعداد  ولې د افغان کلمې سره مخالفت وکړی؟ ولي د افغان کلمه ونه ومني؟
یوه ساده پوښتنه کله چې یو ایرانی یا کوم بل بهرنی د همدغه افرادو او اشخاصو څخه چې د افغان کلمه نه مني  پوښتنه وکړي چی ملیت( Nationality ) د څه شی ده؟ د دوی ځواب به څه وي؟
واضع خبره ده چی د همدغه افرادو ځواب به افغان وي، نو کله چې افغان یې او د افغانستان اساسي قانون هم امر کوي بیا نو په کوم دلیل د افغان کلمه ردوې، نه یې منې؟
څه خبره ده چې یو کم تعداد د افغان کلمه نه مني؟
ښه، دلته یو څه شته، هغه دا چې همدغه د افغان د کلمې مخالیفین چی شماره یې په فيصدۍ کې هم نه راځي غواړي یو ملت له منځه یوسي د دوی په خولو کې ایران او پاکستان ژاولې ورکړی دي، په پرديو ژاولو خولې وهي.
خدای حاضر دی چې موږ  اکثراً  ډیر احتیاط کوم نه غواړم چې پر ژبنيو، قومي، سمتی  او مذهبي مسایلو  باندې تماس ونیسو خو تر کومه به موږ حوصله کوو؟ او تر کومه به موږ دا روژه  نیولي وي !؟
یو څو د ګوتو په شمار افرادو او اشخاصو هټۍ یا دکانونو  خلاص کړی دي د ایران او پاکستان څخه همدغه د نفرت، تفرقې او د یو بل څخه د کرکې تخمونه راوړي د خلکو تر منځ یې لکه زهر کري، کله یې د پوهنتون او دانشګاه خبره راپورته کړي وي، کله د پښتو او فارسی خبره او کله هم د افغان خبره همدارنګه یې همدغه توکیو ته  د تعصب او کرکي هټۍ خلاصې کړی دي، د کرکي توکي پکشې سودا کوي یو تعداد متعصب، په سترګو ړانده او په غوږونو کاڼه افراد او اشخاص ورځی سودا ورځينې کوی، همدغه دکانداران خپل  لوکس ژوند لري، ښې پریمانه سرمایې لري یا يې پر جاسوسۍ پیدا کړی او یا یې د ملت مال غله کړي، ښې ښايسته ماڼۍ لری ژوند یې ښه اسوده تیریږی خو مشتریان یې چې په کور کې د سونګ توکي نه لري چې کوټه ورباندې ګرمه کړی، ډاکټر ته د ناروغ ماشوم  فیس نه لری چې خپل  ماشو وروړي، په وچه ډوډۍ په مړه ګیډه موړ نه دي،بیا هم د همدغه خدای ناترسه او د پردیو جاسوسانو شا نیسي څه چې هغوی په خوله کې ورکوي دوی ورباندې خوشند وهي، ډیره د تعجب او خپګان خبره ده. بلمقابل  دا سوال نه ورسره پیدا کیږی چې د ايران او پاکستان څخه د نفرت د توکیو سوداګر ولې دومره شتمن دي ،زه ولې دومره بیچاره او غریب یم؟ ایا همدغه تجارانو کله هم د دوی د غربت پوښتنه کړی ده؟
همدغه کسان چې د افغان د کلمې مخالف دي دوی څه غواړي؟
لکه چې وړاندې هم ورته اشاره وشوه همدغه افراد او اشخاص چی افغان نه منی  او یانورو سمتي، قومي او ژبنيو مسایلو ته  لمن وهي  یوازینی هدف یې خپلو اجنابی بادارانو ته د خپل مذدورتوب او چوپړ ثابتول دي او په خوا کې د یو څو پیسو تر لاسه کول همدارنګه د ځینو ناروغو افرادو پر ځان راټولول دي تر څو په ټولنه کې ځان مطرح کړي هغوی ته پدې نوم چې ګويا هویت ، ژبه، قوم او دین د په خطر کې دی ورباندې د شخصي ګټو بخاطر تجارت وکړي.
که څوک یې مني او یا یې نه مني په ټوله نړۍ کې د اکثریت او اقلیت اصول، رواج او قانون شته او پلی کیږی  خو په افغانستان کې همدغه اصل بلکل له پامه غورځول شوی دی ځکه خو  یو تعداد  افراد د خپلې کمپلې پښې اوباسې  او ناوړه سو استفاده کوي .
که له حقیقت څخه څوک سترګې نه پټوی موږ هم د همدغی نړۍ برخه یو باید ټول افغانان همدغه اصل په پام کې ونیسي، دا که څوک مني او یا یې نه مني په افغانستان کې پښتانه غوځ اکثریت دي، څنګه چی د نړۍ دستور او رواج وی   افغانان هم د نړۍ له اصولو  نه شي  وتلای.
وايي چی کوم کورته غل ورغلی وو، په داسي حال کي چې د کور خاوند ویښ دی ځان یې غلی نیولی وو غل په کور کې اخوا دیخوا تاويږي چې یو څه پیدا کړي که ګوري د کټ لاندې یوه بوجۍ باندې چې د تخم غنم پکشې کې وو لاس وراوږد کړ چی راکش یې کړي پدې ځای کې د کور څښتن ورباندې غږ کړ چې پدې  به سره خپه کړو.
هغه افرادو او اشخاصو ته چې د افغان، افغانستان کلمو سره حساسیت لري باید پوهه شي چې افغان او افغانستان د افغان ولس لپاره سره کرښه ده پدې باند بحث کول هم افغانانو ته د منلو وړ نه دي تغیر ورکول او له منځ وړلو خو سوال نه پیدا کیږي، ځکه متل دی چې وایې له کلیه ووزه خو د نرخه نه.
افغانستان خواره ډیرې ستونځې او ډیر مشکلات لري، که په چا کې همت وي نو همدغه شته ستونځې او مشکل د حل کړی نورې ستونځې د افغانانو ته نه پيدا کوي.
وړاندیز:
دا چې څلویښت کاله  کیږی په افغانستان کې جګړه روانه ده د افغانانو لپاره لومړۍ تر ټولو مهمه خبره د جګړې له منځه وړل دي، ځينې هیوادونه په ځانګړی توګه  همسايه ایران او پاکستان داسی تکتیکونه او مانورونه د خپلو یو تعداد لاسپوڅو په لاس په افغانستان کې په کار اچوي لکه قومی ،سمتی، ژبنی او مذهبې مسایل تر څو جګړه دوامداره وساتې افغانانو ته فرصت په لاس ورنه شي چې  د میز په سر سره راټول د حق غوښتلو او حق ورکولو غوښتنه له یو بل څخه وکړي، ځکه خو د افغانانو لپاره پکار ده چې لومړۍ جګړه له هیواد څخه وباسي  بیا  د میز پر سر سره کشیني مالومه کړي چي چا د  چا حق خوړلی دی. تر هغه چې  د ایران او پاکستان لاسپوڅي ژبنيو، قومي، سمتي او مذهبي مسایلو ته لمن وهي جګړه به دوام لری جاسوسان او غله به شتمن کیږی پاتې اکثریت هيوادوال به له ورځې تر بلې بدبخته کیږي.
د بدبختيو څخه يوازينۍ لار د افغانانو تر منځ ریښتنی ملی يوالي دی او بس.
مننه

10/01/2018

Categories: غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي