د ماسکو د سولې غونډه؛ خو د افغانستان له دولت پرته

0 35

-احسان الله ارینزی

ماسکو ته د جهاد او مقاومت د یو شمېر ټیکه دارانو سفر د افغانستان د سترو ګټو په زیان دی.

د افغانستان خلکو د تیرې پېړۍ په نوېیمه لسیزه کې، داسې تراخه او خونړۍ کلونه ولیدل چې دې جغرافیې، نظام او دولت نه درلودل. په هغه بدمرغه کلونو کې وسله والې قومي – مذهبي ډلې په وطن لاسبري شوې وې، هغه ډلې چې ټول مشران یې د پردیو استخباراتو ګوډاګیان او د افغانستان د ورانولو او د هېواد د ملي ارځښتونو، ملي شتمنیو او ملي ګټو د ړنګولو له پاره روزل شوي وو!

هغه ټکه ځکه په افغانستان نازله شوه چې شوروي اتحاد له لس کاله جګړې وروسته، په کابل کې خپل ملګری دولت یوازې پرېښود، پرته له دې چې له نورو اړخونو څخه د جګړې د پای ته رسولو ژمنه ترلاسه کړي، خپل ټول پوځیان له افغانستان څخه ویستل او په دې توګه یې په افغانستان کې د دولت د بنسټ ړنګولو ته لار اواره کړه.

ښکاره خبره ده چې هېڅ میره له مور څخه مهربانه نه ده. شوروي اتحاد له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې خپلې اوږدمهاله ستراتیژیکې ګټې په پام کې نیوې. شوروي پوځونو هغه جګړه نیمګړې پرېښوده چې په افغانستان کې د دوی د حضور په نامه پیل شوې او په ملیونونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو!

اوسنې روسیه هم له بل هر هېواد سره په اړیکو خپلې ګټې پالي. له امریکا سره د روسیې زړه تریګنې، دا هېواد دې ته هڅوي چې په هر ځای کې چې امریکا ته زیان رسولی شي، باید صرفه ونه کړي.

کله چې په افغانستان کې نظام او دولت دواړه نسکور او دولت په قومي – مذهبي کرښو وویشل شو، شوروي اتحاد هم ړنګ شوی او د مذهبي بنسټ پالنې د پښو غږونه په تاجکستان ، ازبکستان، قرغزستان او حتی د ارال په غاړو کې اوریدل کیدل!

اوس چې په افغانستان کې د نظام او دولت د بیا جوړیدو د پروسې له پیل څخه نژدې دوه لسیزې تیریږي، او ملي بنسټونه ورو – ورو په پښو درېږي، روسیه بیا داسې رول په غاړه اخلي لکه په افغانستان کې چې هډو دولت نه وي او دوی به یو شمېر خلک سره کینوي چې د خپل وطن په هکله پرېکړې وکړي!

ماسکو ته په تلونکي افغاني پلاوي کې څو د ګوتو په شمار داسې کسان شته چې د دې غونډۍ په موخو ښه پوهېږي؛ خو ډېر هغه کسان دي چې په تېرو دوو لسیزو کې د ښکاره چور، غلا، غضب، لوټ او د پردیو استخباراتو د پیسو په مرسته د سوونو ملیونو ډالرو خاوندان شوي او اوس ځانونه په داسې دریځونو کې ویني چې غواړي د افغانستان له دولت څخه پرته، د دې وطن د برخلیک په هکله پریکړه وکړي او د خپلو شتمنیو او ملکیتونو د ساتنې له پاره یو ځل بیا په معاملو لاس پورې کړي!

د تېرو دوو لسیزو ترخو تجاربو دا ښوولې چې ځینې دا حضرات د خپلو شخصي، تنظیمي، سمتي، مذهبي او ژبنیو ګټو له پاره، د افغانستان له هر راز دښمنانو سره هو کړې ته رسیدای شي!

د نورو هېوادونو هېڅ سیاسي شخصیت، د خپل مشروع دولت په غیاب کې، ځان ته دا حق نه ورکوي چې په لویو ملي مسایلو باندې خبرې وکړي او یا پریکړو ته ورسي!

یوازی د افغانستان یو څو سیاسي – مذهبي ټیکه داران دومره ذلیل شوي چې حتی یو سفر ته هم زړه ښه کوي او په داسې غونډه کې برخه اخلي چې د افغانستان د دولت په غیاب کې، د طالبانو له استازو سره ویني او احتمالاْ څه پټو او ښکاره توافقاتو ته ورسي!

د افغانستان په هکله په هر راز خبرو کې باید دولت حضور ولري. دا دولت که څه هم چې په سلګونو نیمکړتیاوې لري؛ خو بیا هم د بن له غونډې وروسته د افغانستان یو مشروع بنسټ دی چې باید وجهې او هیبت ته یې زیان ونه رسي.

ډېر ښه به دا وای چې همدې ناپوهه پخوانیو دولتي چارواکو په روسیه فشار راوړی وای چې طالبان د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرو ته کینوي، نه داسې چې دوی خپله ماسکو ته لاړ شي چې له هغه ډلې سره وګوري چې دوی خپله کلونه – کلونه ترهګر او بنسټ پالې او د پاکستان د استخباراتو اجنټان بللي وو!

د طالبانو هم باید دې خبرې ته پام وي چې د افغانستان دولت، په جګړه او سوله دواړو کې، د دوی طرف دی او باید په خبرو کې یې له پامه ونه غورځوي!

د افغانستان سیاسیون، د سیمې او نړۍ هېوادونه هم باید همدا ټکی په پام کې ونیسي چې د دولت او طالب مخامخ خبرې دا خونړۍ جګړه پای ته رسولی شي.

Comments
Loading...