د غلام محمد فرهاد په ګدی ناست مفسدین او ابن الوقتان/ عبداکریم رحیم

د افغان ملت ګوند چی رسمی نوم یی افغان سوسیال دیموکراتیک ګوند دی د داسی خلکو په لاس کې ولیدلی او یا خو یې قبضه کړی چی د دی ګوند د غټ بانی فرهاد او د هغه د نورو همسنګرانو سره د شخصیت، کرکټر او پالیسی د نظره هیڅ شباهت نه لری. هغوی غوښتل چې د پښتو ژبې په عام کولو کثیر القومه افغانستان سره پیوند کړي او یو ملت ورڅخه جوړ کړي. په دوی کی ښاغلی قیام الدین خادم په دې عقیده و چې د منځنی ختیځ او شمالي افریقا خلک سره ددې چې د نژادی پلوه بیل دی خو د عربی ژبی د ویلو په خاطر ځان عرب ګڼی او ژبی ددې خلکو نه یو ملت جوړ کړی. برعکس ښاغلی فرهاد سره ددې چې ددی اصل سره کاملا موافق و، په دی نظر و چې د دی ملت یعنی د افغانستان ټول اوسیدونکی اقتصادی-اجتماعی ستونزې هم لری او دی موضوع ته هماغومره توجه په کار ده لکه څومره چی د ژبی په زده کړه ددی خلکو څخه د واحد ملت جوړولو ته ده. دا په دی معنی چې فرهاد صاحب سوسیال دیموکرات او په اجتماعی عدالت معتقد سړی و. په دې وروستیو وختونو کی په انګلیسی ژبه د پای لوبې (The End Game ) په نامه یو کتاب د سوزان لاف هیډ (Susan Loughhead) په نامه یو چا لیکلی دی. د نورو په زړه پورې معلوماتو برسیره، دا لیکواله د ملی شورا د اومې دوری د وخت د ځینو شخصیتونو کړنی او نظریات وړاندې کوي. په دوی کې د غلام محمد فرهاد په باره کې معلومات را ته د افغان ملتیانو د اوسنۍ مشر او کړو په نظر کی نیولو سره په زړه پوری ښکاره شو. زه دلته د فرهاد صاحب په باره کې د دې کتاب یوه برخه ترجمه کوم.

«په دې ترڅ کې په سیاسی جبهه کې د ۱۹۴۸ کال د ښاروالۍ ټاکنو د سیاستمدارانو یو نوی نسل ته چی د یوه اړخه ارګ ته لږ تابعدار وو او د بله اړخه یې محدودې سیاسی  تجربې درلودې دروازه پرانستله. او دی کار د یو مطلقه سیستم څخه یو ډیموکراټیک سیستم ته اوښتل د چلنج سره مخامخ کړل. بدوا داسې ښکاریده چې د شاه محمود خان سیاسی ریفورم ښه پرمخ روان دی. د شخصی لحاظه غلام محمد فرهاد، نوی انتخاب شوی ښاروال، د تازه هوا یوه چپه ګڼل کیده. سکوایر [د برتانیی سفیر] د هغه په باره کې خوږې خبرې وکړې. ’دې سړي خلکو کې دومره روحیه پیدا کړی چې پرته ددې چې دی یې د چا وغواړي داوطلبانه اعانې د پايتخت د ښه کولو د پاره د ښاروالۍ خزانې ته راروانې دي.  دا د هغه د شخصیت او صداقت خارق العاده تمجید دی. د سفارت نظامی اتاشې کرنیل پرینډرګاسټ هم همداسې تأثر درلود. ’دی یو بل ډول سړی دی په دی معنی چې دی هر چیرته په خپلو پښو ځې او خپله کورنۍ هم مجبوروی چی هغوی هم همداسی وکړی او هغه هم په داسې هیواد کې چې هلته هر سړی چې یو مقام لري په غټو امریکایې موټرو کې ګرځي. سره ددې چې شتمن نه دی خو غریبو خلکو ته د خپله جیبه پیسې ورکوي.’»

«خو بله خوا د ښاغلي غلام محمد کارونو ډیر خلک ده ته په غوسه کړي وو. د کابل په ښار کې یو مهم ځای سر پوښلی بازار و. خو د ۱۹۴۹/۱۹۴۸ د ژمی په مینځ کې ښاروال دا ځای وران کړ. او د بی وسې خلکو په ژوند باندی یې ددې کار تاثیر په نظر کې و نه نیو. خلک صدراعظم ته په عرض لاړل.  خو ښاروال صدراعظم ته صفا وویل چې اوس واک زما دی، نه د صدراعظم. دا ځای مې په دی وجه وران کړ چې هلته هوا نه وه او نا پاکه و. او څرنګه چې ښاروالي اوس د هغه مسئولیت دی نه د حکومت، نو دی ددی ښار د پاکولو مسئول دی نه هغوی. د خپلې تصدۍ په وخت کې یې تل د حکومت په پالیسیو او حتی داسی ادعا هم کیدله چې د شاهی کورنۍ منتقد هم دی. حتی سفارت په دې هم خبر شوی و چې ده ویل چې  شاه امان الله باید خلع شوی نه وی.

«دده اقدامات حتی د پاچا د عکس العمل سبب شو. پاچا معمولا په سیاست کې مداخله نه کوله. کله چې دا خبره څرګنده شوه چې د دې بازار تقدیر د زاړه ښار د بیا جوړولو د پاره د یو لوی پلان برخه ده نو پاچا وویل چې نور نو بس دی. نو د ۱۹۴۹ د جنوری په میاشت کې یی ښاروال خپل حضور ته وغوښت اود هغه د کار په مناسبت یې مبارکی ورکړه خو مشوره یی ورکړه چې خپل اصلاحي پلان د یو کال پر ځای په دوه کلونو کې عملي کړي. بیا یی ورته یاده کړه چې دی دې بهر ته لاړ شي او هلته دی د جنرال الکټریک څخه د ماشینونو پیرودلو په باره کې خبرې وکړي.  خو دغه کراری د لنډی مودی د پاره وه. د مئ په میاشت کې ښاروال د متحده ایالتوننو نه راستون شو او د سرکونو جوړولو او ترمیم ته یې توجه واړوله. دی کار غټه ګډوډی جوړه کړه په دی چې زیات شمیر کورونه ونړول شو د خدماتو په عرضه کولو کې هم اختلال پیدا شو او د خلکو کاروبارونو ته زیان ورسیده. کرنیل پریندیرګاسټ اوریدلي وو چې ښاروال شخصا د کرنی د عمومی ریاست [هغه وخت لا وزارت نه و] معاون چې بریښنا یې د سړکونو د جوړولو لامله پرې شوې وه خپه کړی و.  کله چې ده شکایت وکړ نو ښاروال ورته وویل چې دی غریبو خلکو ته چې کورونه یې د سړکونو د جوړولو په خاطر وران شوی د کورونو په پیدا کولو مصروف دی او دده د شکایت اوریدلو ته چې درې کورونه لری ته وخت نه لري. سفارت اوریدلی وو چې کله چې معاون صاحب په قهر شو نو د ښاروال مامورینو ټیل ماټیل کړی و او بیا یی د صدراعظم دفتر ته بوته چې هغه [صدراعظم] د ټپونو د معالجې د پاره روغتون ته واستاوه. ښاروال په کابل کې د موټرو چلولو سمت هم د کیڼ لاس نه ښي ته کړ او ډپلوماټان په دی انتظار وو چې کله به دا کار په ولایتونو کې هم کیږي. خو دا کار د خلکو خوښ شو ځکه چې افغانستان یې د بریتانیا سره متفاوت کړ.»

دا وه د افغان ملت د بنسټ ایښودونکي کرکټر او د اقداماتو په کولو کې مصمم توب. دی په شیک تیزرفتار کې نه ګرځیده، د منتخب ښاروال په حیث یې صدراعظم ته ویل چې زما کارونو کې به ګوتې نه وهې او د حکومت یو لوړ پوړی مامور باندی یې دغریبو خلکو د ستونزو حل ته تر جیح ورکوله.

ایا د افغان ملت اوسنی لیډرشپ هم همداسې دی؟ نه. د احدی صاحب په وخت کې د مالیی په وزارت کې فساد بیداد کاوه. او داسی کس ته چې وروسته په پوهنتون کې استاد شو د رشوت پرته عادی ماموریت میسر نه وه. یو چا چې دا ګوند د ډیرې مودې راهیسی پیژني لیکوال ته وویل: چې په نوموړي وزارت کې پر دنده د مامورینو د ګمارلو لپاره وزیر صاحب دوه ځانګړي کمیشن کار کسان درلودل، چې له هغې جملې څخه یو مړ شوی او بل ور سره د سوداګرۍ په وزارت کې دنده تر سره کوله چې له کمیشن کارۍ پرته يې بل هیڅ وظیفه نه درلوده. د امریکایيانو د خوشالولو د پاره يې نه یوازی دا چې د سوسیال دیموکراسۍ اصولو ته شا کړه بلکه زیار یې وایسته چې د ګوند غړي په دی قانع کړي چې د لیبرال دیموکراسي او سوسیال دیموکراسي تر منځ تفاوت نه شته. په داسې حال کې چې په اروپایې سوسیال دیموکراسۍ کې تعلیم او صحت وړیا دی، کلنی با معاشه رخصتی شپږ اونۍ ده، که کارفرما بیکاره کړی د یو کال پوری د وروستی معاش د ۷۰٪ تنخواه مستحق یی او په ځینو هیوادونو کې متقاعدینو ته د وروستۍ تنخواه تر نوي سلنې پوری معاش ورکول کیږي. د ده د خوښې په ریګني لیبرال دیموکراسي کې کلنی با معاشه رخصتی درې اونۍ ده. د امریکا غوندې شتمن هیواد دیرش میلیونه خلک چې د ټول نفوس ۱۰٪ جوړوی د صحي خدماتو نه بې برخې دي. د امریکا په لیبرال ډیموکراسۍ کې قانونا د ښځو د پاره د اولاد د پیدا کیدو وروسته بامعاشه رخصتی نشته. برسیره پر دې یو مهال یعنې د  ۲۰۰۳ کال په دوبي کې ښاغلي احدي د امریکانو په لارښونه د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند سره چې د افغان ملت ګوند سره يې هیڅ کومه مشترکه وجه نه لري کار پیل کړ (د کلید مجله). خو دا خبره عملي نه شوه. د افغان ملت د یو وکیل نه چا په کومه موضوع کې مرسته غوښتی وه او وکیل صاحب ورته ویلي وو چې رشوت در څخه غواړی خو ور یې کړه،  بله لاره نشته. دا يې هم پسې ور زیاته کړې وه چې په نادر پشتون واټ کې د افغان ملت دفتر برښنا نه درلوده. د برښنا مامور ته مو بډې ور کړې او بیا له هغه وروسته زمونږ برښنا فعاله شوه. یعنې په لوی لاس یې د فساد او رشوت ورکولو فرهنګ ته وده ورکوله. د افغان ملت ګوند مشر احدي صاحب د شیرپور د ځمکو په چور کې د ټوپک سالارانو سره هم لاس یو کړ او یوازې دی او یونس قانوني وه چې د خپل دې عمل څخه یې په څرګنده دفاع وکړه. د ګوند په یو شمیر نورو مشرانو هم د ناوړې استفادې تورونه لګول کیږي. دا دی د فرهاد د افغان ملت د ګوند اوسنی حالت. که ارواح یې د خپل ګوند د حالت نه خبر شي نو په قبر کې به د ډیرې ناراحتۍ نه اړخ په اړخ اوړي.  پای

 

Categories: غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: ,,