د زړه له درده يې ليکم / نصیر احمد احمدي

د زړه له درده يې ليکم: 
په ټول ژوند کې درې وارې دشت برچي ته تللی یم. اول ځل مې اوښي د خپل کور له پاره یوه هزاره نجار ته د دوو الماریو فرمایش ور کړی و. له اوښي مې د هزاره ورور د نجاری د دوکان دقیق ادرس هېر و. له دوو هزاره وو يې پوښتنه وکړه، یو په تريو تندي رانه تېر شو، بل له سره تر پښو له نظره تېر کړو، ويې ویل چې کوم بل هدف خو به نه لرئ.
دوهم ځل دوه کاله مخکې له ډاکټر صاحب محب الله ذغم سره د دري ژبې تکړه ليکوال هزاره ورور عبدالواحد رفیعي د اوښي فاتحې ته لاړم. د ذغم صاحب له قوله فاتحه د امام زمان په جومات کې اخيستل کېدله. په همدې نوم يوه کولپ جومات ته ودرېدو.
به عمومي بازار کې مو يو په موډ برابر، شيک، ږيره او برېت خرېيلی، د دوی په اصطلاح لوستی او متمدنه تقريبا څلوېښت کلن هزاره ودراوه. په دې نوم مو د بل جومات پوښتنه ترې وکړه، وار له واره يې په تريو تندي راته وویل چې دلته ولې راغلي یاست؟! واسګټونه خو به مو نه وي اغوستي.
زړه مې درد وکړ، له ځان سره مې وویل: (( نصیره! ته غمشريکی ته ورته راغلی يې او دوی…))
همدا خبره مې همدې متمدنه هزاره ته هم وکړه. ډاکتر ذغم تر لاس ونیولم، ويې ویل چې څه يې کوې. راځه!
درېیم ځل یوه هزاره ورور مېلمستیا ته ور وبللم. ادرس مالوم و، نېغ ورغلم. سپک نه شوم.
خو په نیازبیک کې ( زما په کوڅه کې) په دېرش کوره پښتنو کې يو کور هزاره پروت و. ( په کرايي کور کې اوسېده). د کور دروازې ته به يې هر سهار د مکتب په جامو کې څو پښتنې نجوني ولاړې وې. د ده له لوڼو پرته مکتب ته نه تلې. زامنو يې د کوڅې له هلکانو سره کرکټ کاوه. د کوڅې تر ده خوار پښتون صفا کار د کوڅې د پاکولو پيسې نه ورنه غوښتې، ويل چې غریب سړی دی. وبال لري. هزاره به له سهاره تر ماښامه په مزدوري پسې ورک و، زړه يې ډاډه و، تور سرې يې په پښتنو کې اوسېدلې، چا په سپکه نه شوای ورته کتلی. ان، لس کلنو هلکانو به هم د کوڅې د سپین ږيرو له ويرې د دوی د کور مخې ته لوبې نه شوای کولای. یو ځل مې یو ګاونډۍ وليد چې د همدې غریب هزاره د کور په وره کې يې یوه بوجۍ وړه او يوه پنځه ليتره بوشکه غوړي کېښودل.
په غم او ښادي کې به اول د هزاره ورور دروازه ور ټکېدله.
دا خبرې مې نه ليکلې، خو کله کله انسان خواشينی شي. په فیسبوک کې مې د هزاره وو کامينټونه ولوستل. په هرو دریو کسانو کې يې دوو پښتنو ته کنځلې کړې دي، نه يې خور ور پريښې ده او نه مور. هغه پوه، نېکتايي تړلي او د دوی په اصطلاح متمدنه يې پښتون بې تمدنه یاد کړی دی.
زه نه وایم چې په موږ کې مشکل نه شته، جنګ، بې سوادي، غربت…ټول په موږ کې دي، خو سره له دومره بدبختیو او جنجالونو لا تر ډېرو نورو متمدنه یو. که يې نه منئ، د غزني درې مياشتې مخکې مظاهرې درپه زړه کړئ. د ښآر په مينځ کې څو ورځې زرګونه پښتانه ( زیاتره يې کلیوال او بې سواده ول) سره را ټول ول، خو د دوی په خبره دې ( بې تمدنه او بيسواده) خلکو نه موټرې وسوځولې، نه وسله ورسره وه، نه يې ښیښې ماتې کړې او نه يې چا ته لاس ور واچاوه. ان خدایکه لا د چا پزه هم وينې شوې وي.

Categories: غوره شوې لیکنې,له فیسبوک څخه

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.