د رخصتیو الغا – احمدجان تڼی

ایا د کار او ټولنیزو چارو ادارې چارواکو تر ننه دا فکر کړی دی چی دوی په کال کی څو څو ځله رخصتی اعلانوي؟ ایا ټول دولتی کارکونکی په خپلو دندو وجود لری او که لوړ پوړي چارواکی په دوبۍ او تاجکستان کی په عیاشیو لګیا دی او ټیټ پوړی کسان ( په دی شکایت چی معاشونه یی کم دي) دفترونو کی شته دی او که په بل کار لګیا دي؟
په نړۍ کی افغانستان ته د رخصت هیواد لقب ورکول کیږی دا ځکه چی نږدی هره ورځ دلته رخصتی ده او یا که دولتی او نادولتی ادارو ته مراجعه وشی زیاتره کار کونکی یی د رخصتی له امله دندو ته نه وي راغلي.
افغانستان د سترو اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی او خلکو په لوږه او تنده کی تیروي.دا هیواد په نړۍ کی د ترټولو وروسته پاتې هیوادونو په منځ کی راځی .
نو ځکه اړینه وه او اړینه ده چی دلته باید هیڅکله رخصتی وجود نه درلود او یا که چیری د مجبوریت څخه یی وجود درلود باید ډیری محدودې وای. دلته باید خلکو شپه او ورځ کار کولی تر څه دا هیواد ودان شوی وای. خو د کابل چارواکی ددی په ځای چی د افغانستان د ابادی د پاره د وخت څخه اعظمی ګټه پورته کړي وای، په کاري کال کی د رخصتیو په شمیر کی زیاتوالی راولي . د شپی مهال کارونه خو هیڅ وجود نلري.
په دې هیواد کی بی شمیره رخصتیو موجودیت د هیواد خلکو ته لویی ستونزی را منځته کړي او د هیواد د پرمختګ په لاره کی د خنډ او ځنډ سبب ګرځیدلی دی.
د افغانستان دولت ددی په ځای چی په رخصتیو کی کموالی راولي ، ورځ په ورځ د رخصتیو په شمیر کی زیاتوالی راځي . که چیری وکتل شی نږدی د افغانستان خلکو د پوره کال څخه نږدی نیم کال په رخصتیو تیږیږي او دا ددی سبب کیږی چی هر ډول انکشافي پروژې د عملی کیدو په لاره کی ستونزی رامنځته شی، او دا انکشافی پروژی په خپل وخت سره نه عملی کیږی او د بلې خوا اړونده ارګانونه چی دا پروژې تطبیقوی دوی د ډيرو زیانونه سره مخامخ کیږی.دا ځکه چی د دوی کارکونکی معاشونه او نور امتیازات اخلی مګر کار نه کوي.
د بلی خوا هغه خلک چی دولتی او یا غیر دولتی ارګانونو ته د خدمتونو د تر لاسه کولو د پاره مراجعه کوي هم د ستونزی سره مخامخ کیږی .مثلا که چیری د کوم ولایت څخه کوم هیوادوال د خپلی ستونزی د اوارولو د پاره کابل ته راځي او د چارشنبې ( پنځم ) په ورځ کابل ته را رسیږی هغه باید د شنبه ( هفتی ) تر ورځې پورې په هوټلونو او یا دخلکو په کورنو کی تیره کړي تر څو بیا دولتی ارګان ته مراجعه وکړي او که دده کار د شنبه ، یکشنبه ، دوشنبه ، سه شنبه او چار شنبه ( هفته ، دویم ، دریم ، څلورم او پنځم ) په ورځو پای ته ونه رسید هغه به بیا پنجشنبه ( شپږم) او جمعه د خلکو په کورنو او هوټلونو کی تیروي .که د اونۍ په ترځ کی کومه بله رخصتی ( نوی کال ، اخترونه ، جشنونه، د روسانو د وتلو ورځ ، او داسې نورې رخصتی ) په کی راغلی په هغه وخت کی به نوموړی وګړی په کابل کی د خلکو په کورونو او یا هوټلونو کی شپه کوی او بی اندازه لګښتونه به پرې راځي.
دا په بشپړه توګه اوس د هیواد ټولو خلکو ته ښکاره شوی ده که چیری یو کار په دولتی او یا نادولتی ادارو کی باید په یوه یا دوو ورځو کی خلاص شی هغه پنځو څخه تر لسو ورځو پورې نیسی. ویل کیږی چی دا مامور په خپل کلی ته تللی دی او نه دی راغلی ، دا ځکه چی پرون رختصتی وه او یا سبا ته رخصتی ده.
ددی په څنګ کی رخصتی د کار خنډ هم دي ، مثلا که چیری یوه ورځ رختصی وي بیا مامورین یوه ورځ مخکی خپلی کارونه پریږدی او په شخصی کارونو لګیا کیږي. د مثال په توګه مامورین پنجشنبه ( شپږم ) ورځ د ګل شنبه په نوم یادوی او په دی ورځ زیاتره کارکونکی په ولایتونو کی کار ته نه راځي . دولت خو ګلشنبه ( پنجشنبه ) هم په کابل کی رخصت کړي ده.
ددی په اړخ کی په اداری او تولیدی کارونو کی د پروګرامونو او پلانونو تطبیق کول د دخنډونو سره مخامخ کیږی. هغه پروژه چی باید په یوه کال کی تطبیق کیږی هغه یو نیم څخه تر دوو کلونو موده نیسی او په دی ډول انکشافی پروګرامونه د ځنډ او خنډ سره مخامخ کیږی.
که چیری د نورو هیوادونو د کال کاری پروګرام ته وکتل شی په ټول کال کی د جمعه او یا کومه بل ورځ په اونۍ کی رخصتی ده بیا نوری رختصی په کاری کال کی نه لیدل کیږی ښایی په کاری کال کی په ټول کال کی یوه او یا دوې رخصتی وي.
کله وار داسی هم شوی دی چی ځینی ورځی رخصتی نه وي ورکړل شوی خو بیا په هغه ورځ په ځانګړي مناسبت ( ښځه ، ښوونکی، د افرادو د مړینی ورځی او نور) میټنګونه نیول کیږی او په دی ډول د کار عادی بهیر د خنډونو سره مخ کیږي.
موږ فکر کاوه چی د افغانستان اولسمشر اشرف غنی به د دی زیات شمیر رخصتیو د مخنیوی له پاره ځانګړي پروګرام و پلان ترتیب کړي . مګر له بده مره هغه په دی هکله کوم اقدام ونکړ. دده په حاکمیت کی هم د رخصتیو شمیر زیات او داسی ورځ نه وي چی په دی او یا هغه مناسبت په دولتی او نادولتی ادارو کی غونډی جوړیږی او مناسبتونه تجلیل کیږی. د اولسمشر هم زیات وخت د پیامونو په لیکلو تیریږي.
که چیری د افغانستان جنتری ته وکتل شی نږدی په ټولو ورځو کی یو مناسبت وجود لری چی دا مناسبتونه په کی د دولت او یا د جنتریو د چاپ کونکو له خوا په کی اچول کیږی.
د افغانستان کالیزی ( جنتری) د ځینو سیاسی اجنداو په نظر کی نیولو سره ترتیب کیږی . په کالیزو کی ملی ګټی او غوښتنی په نظر کی نه نیول کیږی بلکی زیاتره تنظیمی او توکمیزی جنتری ګانی دي. دا ځکه چی د کابل اداره تر اوسه ملی اداره نه ده . دا یوه تنظیمی اداره ده چی په کی ځانګړي تنظیمونه واکمن دی. همدا خبره ده چی کالیزی او مناسبتونه هم د واکمنو تنظیمونو د پروګرامونه سره سم نمانځل کیږی.
له دی امله د افغانستان خلک په کلکه دا غواړي چی په کاری کال کی رخصتی تر ممکنه اندازی پوری کمی کړل شی. مثلا کیدای شی د اخترونو د نمانځلو د پاره ( د دریو او څلورو ورځو په ځای ) یوه یوه ورځ وټاکل شی او د پاتې ورځی یوازی په جنتری کی د نمانځلو او خبرتیا له پاره مشخصی ، مګر رخصتی یی لغوه شی .
په کابل کی د پنجشبه ( شپږم ) ورځ رخصتی دی بیرته لغوه شی او بشپړه کاري ورځ دی رامنځته کړل شی. تر څو د کابل او ولایتونو کار یو له بله سره منظم کړل شي.
باید ووایو چی د دی رخصتیو په لغوه کولو سره د هیواد انکشاف دوه برابره کیږی او هم د خلکو ستونزی تر ډیرې اندازی اواریږي. خو اصلی پوښتنه داده چی ښاغلی اشرف غنی د کابل اداری مشر دی ټکی ته پام نه دی کړي او یا قصد پام نه کوي.
خلک کار غواړي ، نه رخصتی

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,غوره شوې لیکنې