د دعوت خپرونې ۲۹مې کليزې په مناسبت / ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال

د دعوت خپرونې ۲۹مې کليزې په مناسبت

 ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال اسلام اباد

 

ژوند څومره په ځغاسته تیریږي، لکه پرون داسې مې په یاد شي چې په پېښور کې د دعوت د خپرونې د بنسټګر او مسول ښاغلي محمد طارق مشر ورور ډاکټر عبدالصمد ملکزی چې زما ډېر نږدې دوست او ملګری و ماته د دعوت د جریدې د لومړنیو ګڼو څخه یوه کاپي راکړه؛ په هغه وخت کې ما د افغاني جریدو سره چندان علاقه نه درلوده ځکه اکثره يې تنظیمي وې چې یا په خپلو تنظیمي لاپو پټاکو او یا هم د جنګ او جګړو په ترویج، تشویق او تشدید څرخېدې، د هېله مندۍ مطالب په کې کم و. زما په څېر یو زلمی کډوال ته چې لا تر اوسه يې زده کړې نیمګړې او راتلونکی يې نامطمین مګر هیلې زیاتې وې ناهیلونکي وې. مګر د دعوت په جریده کې مې برعکس هغه څه پيدا کړل چې مايي لوستل غوښتل: د آزادۍ او بې پرې خبرونو تر څنګ ازادې شننې، خپلواک نظریات او د داسې ملي شخصیتونو سره مرکې چې د کډوالۍ په چاپېریال کې په نظر نه برېښېده مګر  نومونه یی آشنا او هېلې ورته زیاتې وې.

په ټوله کې جریده په ملي موخو څرخېده لکه سوله، ملي یووالی، ملي شناخت، ملي حاکمیت، دې موخو ته شته ګواښونه او فرصتونه او  هېواد د یو لا ستر ناورین څخه ساتل.

په ۱۹۹۱ میلادي کال کې زه د لوړو زده کړو لپاره کاناډا ته لاړم، په هغه وخت کې نه انټرنېت و نه ازرانه موبایل تیلیفونونه او یا د اړېکو نورې اسانه وسیلې. له افغانستان څخه د شوروي پوځونه وتلي وو او د شوروي اتحاد په نسکورېدو سره د غرب لپاره په افغانستان کې نور د علاقمندۍ څه نه و پاتې؛ نو ځکه افغانستان نه د غرب په تلویزونو او نه هم په جرېدو، اخبارونو او مجلو کې په خبر یا مضمون ارزېده. مګر په افغانستان کې خبرونه ډېر او اکثر يې د اندېښنې وړ وو.

د ډاکټر نجبیب د حکومت وروستۍ سلګۍ وې او د جهادي تنظیمونو او سیمه ایزو استخباراتي ملاتړو  یی د قدرت پر سر د خونړي پړاوو تیاری نیولی. په داسې وخت کې همدومره چې په ګران هېواد کې پیښې دردونکي وي همغومره له هغوی څخه لېریوالی او بې خبري.

نو د هېواد د حالاتو سره د نږدې پاتې کېدو لپاره مې د دعوت د جرېدې سره اړېکې اړينې وبللې، ښاغلي بزګر صاحب ته مې لیک او خپل ادرس ولېږه چې په پيرزوینه يې له هغې وروسته د دعوت جرېدې په مسلسله توګه راستولې او په دې توګه يې د ګران هېواد د ترخه تاریخي پړاو سره نږدې وساتلم. 

زه د دعوت خپرونې د ۲۹مې کالیزې په مناسبت څخه په ګټې ښاغلي محمد طارق بزګر او د نوموړي خپرونې ټولو کارکونکو ته نه یواځې ما سره د دوی د ځانګړي پیرزوینې بلکې همدارنګه د هېواد د تاریخ په ډېر حساس پړاوو کې د مطبوعاتو په ډګر کې د دوی اغیزمن تاریخي مسولیت او رسالت د ښه ادا کولو له کبله د زړه له کومې مننه کوم، د لاسته راوړنو یې ورته مبارکۍ وایم او د هسک څښتن څخه پدې او د ژوند په نورو چارو کې لا زیات بریالیتوبونه او سرلوړۍ غواړم.

حضرت عمر زاخيلوال

دا لیکنه د دعوت په ۲۳۴-۲۳۵ ګڼه کې خپره شوې ده

Categories: دعوت خپرونه,غوره شوې لیکنې