د خدای کړه و، د بنده ورته کاته و/ احسان الله ارینزی

0 82
په دوحه کې د امریکا او طالبانو د اوږدو خبرو په پایله کې داسې ښکاري چې دواړه خواوې لومړنی هوکړې ته رسیدلي او ژر یا ځنډ به بیا دا تور لونګي ځوانان له خپلو ډاټسونو او ترانو سره له نژدې ووینو.

په کابلیانو کې یو متل دی چې وايي، نزدیک نه بیا، بدم میایی و دور نرو که گرگ میخوریت! زه هم دلته دوه لیکنې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کوم، په لومړنې لیکنه راځي چې ډېر طالبان د یوویشتمې پیړۍ خلک نه دي؛ خو په دوهمه لیکنه مې دوی په دي ستایلي چې ډېره لوړه تقوی یې درلوده!

نو دا دی تاسو او دا دوه لیکنې چې لومړنې به په طالبانو بده ولګي؛ خو دوهمه به د ډېرو دولتي چارواکو غوسه وپاروي!!

د طالبانو پاچایي وه. له امیرالمومنینه تر ورستنیه طالبه پورې په تورو لونګیو او تورو سترګو مینان وو او بشپړ باور یې درلود چې رسول الله(ص) د دوی په شان جامې اغوستې او همداسې پاچونه یې تړل!

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د یرغل په کلونو کې، په سلګونو زره افغانان ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان ته مهاجر شول. په ایران کې قم او ولایت فقیه فعال وو چې دا دی زیار یې اوس حاصل ورکړی او زموږ هزاره ځوانان، د هغه هېواد د اوږدمهاله ستراتیژیکو ګټو له پاره، د فاطیمنونو لوا په چوکاټ کې، په سوریه کې د حرمینو د ساتنې په پلمه د اسد د شیعه نظام د بقا له پاره جنګېږي او پاکستاني مدارسو خو دا دی نژدې څلوېښت کاله کېږي چې افغانستان ته د دین راز- راز پتنګان روزي.

ډېر طالبان د شهیدانو، کونډو او هغه بېوزله کورنیو زامن دي چې دې ته په خوشاله کېدې چې بچیان یې په مدارسو کې واوسي، وړیا ډوډۍ ولري او (سبکان) ولولي.

د کراچۍ، پنجاب، بلوچستان او سرحد څوویشت زره دیني مدارسو افغانستان ته دومره شیخ الحدیثان، ملایان، مولویان، قاریان، حافظان، طالبان او چړیان وروزل چې اوس د ټولې نړۍ له پاره بس دي!

د انصارو د هېواد پلان جوړونکو غوښتل چې افغانستان داکتر، انجنیر، قانونپوه، مهندس، انجینر، سیاست پوه، اقتصاد پوه، پیلوټ، ټولنپوه، موزېشن، شاعر، لیکوال، ژباړونکی، تخنیکر، ژبپوه، سندرغاړی، نقاش، رسام او لنډه دا چې هېڅ تخنیکي، فني او مسلکي کادرونه، ونه لري، بس په ملایانو او طالبانو ډک وي، د افغانستان خلک د یو تلفون له پاره پېښور یا کوټې ته لاړ شي، جنرال حمید ګل د استاد رباني ستر سلاکار وي، جنرال ضیا الحق د افغانستان د نیولو د شکرانې لمونځ په پل خشتي کې ادا کړي او د هرات او بلخ تلفونونه د کوټې او اسلام آباد په کودونو فعال وي!!

+++

یوه شپه زه د کندهار د والي په مېلمستون کې وم. څنګ ته مې د بي بي سي خبریال ایمل پسرلی او د پیرانو د کورنۍ سیدابراهیم جان آغا اوسېدل. په دې ماښام د مخابراتو وزیر مولوي احمد الله مطیع، له مشر ملا صاحب څخه د یو مخابراتی شرکت د تړون د منظوري لاسلیک اخستی و. ما ماخستن مهال د والي د مېلمستون له برنډې څخه د ستلایټ ټلفون له لارې یو ملګري ته مبارکي ورکړه چې مشر ملا صاحب د مخابراتي شرکت د جوړېدو تړون لاسلیک کړ او که خدای کول ژر به عملي کارونه پیل شي.

په دې ماخستن، په همدې برنډه له موږ څخه لږ پورته پنځه پنډ – پنډ ارزګاني ملایان ناست وو چې د دوو د پرتوګاښونو سره او شنه ځونډي له لیرې څخه خورا ښایسته هم ښکارېدل. دوی چې کله زما تلفوني خبرې واورېدې، خپل بنډار پرېښود. زما خوا ته راغلل او له ستړې مه شې خوار مه شې وروسته یې وویل چې ځوانه ډېر حرام کار ته دې ملا تړلې ده؟!

زه چې د خپل بري په ستره خوشالۍ کې ډوب وم، په دې خبره مې ټکان وخوړ او له ویاند ملا څخه مې پوښتنه وکړه چې ما کوم حرام کار کړی چې تاسو دومره په غوسه یاست؟ تاسو اصلاْ څوک یاست او څه لرئ چې زما په کارونو کې مداخله وکړئ؟ پنډ ملا وویل چې کله ستا(ټیپون) راورسي؛ نو کمزوری دین به له دې هېواده کډه او ټول به د خپلو کبیره ګناهونو په اور کې لولپه شو!

ما له ویاند ملا څخه بیا د (ولې) پوښتنه وکړه. ده وویل چې کله تیپون راشي؛ نو هره ښځه به له پردیو نارینه وو سره مجلسونه کوي، وعدې به جوړوي، غلطۍ به کوي او د ټولو د ګناهونو درانه پیټی به ستا په اوږو بارېږي!

ده دا هم وویل چې موږ پنځه کسان د همدې له پاره له ارزګان څخه، کندهار ته راغلو چې مشر ملا صاحب ته ځولۍ وغوړو چې داسې شیطاني کارو ته اجازه ور نه کړي چې کبیره ګناهونو ته لارې پرانیزي!

له هغه ځایه چې هغه وخت د امارت مېلمه وم؛ ځکه مې په ډېر جرئت ارزګاني ملایانو ته وویل چې ستاسو یو نیم ملیون ملایانو او مولویانو په ویناوو کې ولې دومره منطق او اغېز نشته چې خلک صراط المستقیم ته وبولي او هر څوک په دې قانع کړي چې خپل حدود وپېژني!

په هر صورت په هغه شپه نه زه په خپل کار پېښمانه شوم او نه دوی د ساینس، تکنالوژي او بدلون په اړتیا قانع شول؛ خو دا مې یقین راغی چې زموږ ګاونډیو انصارو هېوادونو داسې لارې په مخ کې نیولې وې چې افغانستان په سلګونه کاله په خپلو پښو د ودرېدو وس ونه مومي او یوازي په تورو لونګیو او تورو سترګو ډک وي!

اوس چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د امریکا او طالبانو خبرې مهمو پړاوونو ته نژدې شوی، زه هیله لرم چې اوس به په هغوی کې دومره بدلون راغلی وي چې د دیني زده کړو تر څنګ عصري ښوونځي، پوهنتونونه؛ معاصر علوم، فنون او هنرونه، ساینس او تکنالوژي، سینما او تیاتر او داسې نور مدني جوړښتونه حتمی وبولي او اعلان وکړي چې د معاصرو علومو زده کړه فرض مطلق ده!

زه هیله لرم چې هغه پنځه ارزګاني ملایان چې کندهار ته راغلي وو چې مشر ملا صاحب د یو مخابراتي شرکت د دوسیې له لاسلیک څخه منع کړي اوس یا مړه وي او یا دومره زاړه شوي وي چې (ډوډۍ) ته (په په) ووايی چې د مدني او پرمختیایي کارونو د مخنیوی تور ارمان تورو خاورو ته یوسي او دا وطن دومره وخت ومومي چې د پرمختګ لومړني ګامونه په خیر سره پورته کړي.

پای

Comments
Loading...