د جمعیت ګوند پاشل عملاً پیل شوي دي؟/ ظریف امین یار

ظریف امین یار

جمعیت اسلامي په افغانستان کې له مخکښو ګوندونو څخه دی.

دغه ګوند په افغانستان کې بنسټپاله حزب ګڼل کېږي، چې د غلام محمد نیازي، سید محمد موسی توانا، وفي الله سمیعي، محمد فاضل، عبدالعزیز فروغ، سید احمد ترجمان، برهان الدین رباني په نومونو د مصر د اخوان المسلمین فکر او د دغه هېواد د الازهر پوهنتون له فارغینو جوړ شوی دی.

جمعیت ګوند په ۱۳۳۶ کال کې د کابل پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې «نهضت جوانان مسلمان» په نوم جوړ شو، چې په ۱۳۵۱ کال کې د غلام محمد نیازي په استعفا سره، مشري یې برهان الدین رباني ته ورسېده.

جمعیت په هېواد کې یو له فعاله ګوندونو څخه دی او د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې رغنده رول لوبولی دی.

د جمعیت ګوند سیاسي رول په درېیو برخو وېشو:

لومړی پړاو: له جهاد وړاندې یو بنسټپاله ګوند چې د اخوان المسلمین له فکر آغېزمن و.

دویم پړاو: په افغانستان د سره شوروي له تېرې وروسته هغه چې د جهاد په دوره کې د هېواد مطرح ګوند و او د شوروي پر وړاندې يې په جهاد کې مهمه ونډه لرله، په هغه دوره کې واک ته ورسېده؛ خو په دې ونه توانېد، چې حکومتي چارې سمې پر مخ یوسي او په پایله کې يې هېواد له له کړکېچ او ناوړین سره مخ کړل.

درېیم پړاو: د مقاومت پړاو او د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته، چې د افغانستان د فعاله حزبونو په توګه مطرح شو او د امریکې په مرسته یې واک ترلاسه کړ، د جهاد په دوره کې د امریکا او پاکستان پیروو شو او په درېیم پړاو کې یې په بشپړ ډول ځان امریکا ته سقوط کړ.

په ټوله کې دغه حزب په خپله ۶۰ کلنه مبارزه کې فعال؛ خو د خپل فکر خوا ته یې په نه ژمنه توګه حرکت کړی دی. جمعیت د استاد رباني له مړینې وروسته په دې ونه توانېده داسې مشر پیدا کړي څو له یو خوا ښه مدیر وي او له بلې خوا د جمعیت ګوند غړو ته د منلو وړ وي او همداشان وکولای شي هغه جمیعت چې د طالبانو له سقوط وروسته یې خپل منظم تشکیلات له لاسه ورکړي وو، هغه بیا سره منظم کړي.

که څه هم په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت له ناوړین وروسته جمعیت او دې ته ورته نورو ګوندونو د افغانستان خلکو ته خپل باور له لاسه ورکړ عملآ د پاشل کېدو خوا ته لاړل او بیا هم د بن کنفرانس جمعیتانو ته کم ساری بریالیتوب و.

کله چې د ملي یووالي حکومت جوړ شو او د حکومت چارې یو تکنوکرات کس په غاړه واخېستې او د افغانستان پر وړاندې د امریکا تګلاره هم بدله شوه.

مخکې د لږکیو (اقلیتونو) حکومت په اکثریت ځان ته ترجیح ورکوله؛ خو د افغانستان په حکومتوالۍ کې  د لږکیو له ۱۶ کلنې ماتې وروسته اوس داسې لیدل کېږي چې امریکا هڅه کوي څو حکومت د اکثریتو مدیریت ته وسپاري، چې په هېواد کې سیاسي او ملي سیاسي اجماع رامنځته شي.

جمعیت د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته په لومړي ځل په سیاسي ډګر کې په ماتې محکوم شو. هېره دې نه وي چې د جمعیت په ماتې او پاشلو کې د غني مهارت هم مطرح و.

ډاکټر غني چې د نړۍ دویم متفکر دی عملآ یې خپل ځان پوخ او مدبر سیاستوال ثابت کړ.

هغه خپل ټول سیاسي سیالان یو پر بل پسې له سیاسي ډګره څنډې ته کړل.

غني باید ومنل شي چې په رښتیا هم متفکر دی! لکه څنګه چې پوهېږئ جمعیت په وروستیو کلونو کې په خپلمنځي نښتو کې ښکېل شو، همدغه خپلمنځي ګوندي نښتې ددې لامل شوې، چې عبدالله عبدالله، نظار شورا او نورو جمعیتانو د امریکا له مخکېني ولسمشر بارک اوباما څخه په تقلید د هیلې او بدلون بنسټ کېښود؛ خو بیا هم بریالي نشول.

امرالله صالح، د روند سبر په نوم جریان جوړ کړی، چې د ډالرو په لګولو سره یو شمېر ناپوه ماشومان او بې وزله ځوانان په غوړو ــ غوړو کمپاینونو سره دلته او هلته بیايي، چې عملآ یې چارې ناکامې دي.

یوسن قانوني د «افغانستان نوین» په نوم یو څه جوړ کړل، هغه ګوند چې په هغه کې د جمعیت د همغه بنسټڼپاله فکر په نوم، د نوي په نوم بل څه نه لیدل کېږي، چې هغه هم په دې کار کې ناکام دی.

احمد ضیاء مسعود هم «جبهه ملی» په نوم څه جوړ کړل او د ډالرو په بادوولو سره یې فعالیت په څوو ننداریزو غونډو کې خلاصه شو. احمد ولي مسعود «بنیاد احمد شاه مسعود» په نوم له بنسټه امتیازات واخېستل، چې د مسعود د ورځې له نمانځلو پرته، د بل کار په کولو نه دی بریالی شوی.

اسماعیل خان په هرات ولایت کې د «شورای مجاهدین» په نوم څه جوړ کړل او په مهمو دولتي پوسټونو لکه ریاست، ګمرک اوقومانداني او داسې نورو ځایونو کې یې له قسیم فهیم سره یې کار پیل کړ.

استاد عطا محمد نور په بلخ کې د امپراتورۍ په جوړولو بوخت شو.

یو شمېر جمعیتان هم د پیسو له واک په ګټنې په دې بریالي شول، چې د پارلمان څوکۍ ونیسي.

په ټوله کې کلونه کېږي چې جمعیت په څوو برخو وېشل شوی دی او د یو ګوند تر چتر لاندې راټولول یې هم ستونزمن کار دی.

کله چې غني په یو بې ساري ګام کې له حکمتیار سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او حکمتیار کابل ته راغی، عملآ جمعیت خپله روحیه له لاسه ورکړې ده.

د حزب اسلامي له امیر ګلبدین حکمتیار څخه بې ساری هرکلی، چې په افغانستان کې تر ټولو ستر حزب بلل کېږي او د امریکا پر وړاندې له کلونو جګړې وروسته نه یوازې جمعیت لړزولی، بلکې د افغانستان په سیاسي ډګر کې يې لوی بدلون راوست.

هېچا فکر نه کاوه چې افغانان دې اوس هم له حکمتیا سره دومره مینه ولري.

د حکمتیار په راتګ سره خلکو فکر کاوه، سیاسي معادله به تعادل پیدا کړي؛ خو کله یې چې عملآ ولید، دې پایلې ته ورسېدل، چې حکمتیار به د هېواد د سیاسیي ډګر ګټونکی وي.

له حکمتیار سره سولې جمعیت لا زیات سره وپاشه، چې د جمعیت د مشرانو ترمنځ له ډېرو ناستو وروسته، دوی خپله پرېکړه وکړه چې په خپل ګوند کې به یو لړ بدلونونه راولي څو له حزب اسلامي سره سیاسي سیالي وکړي.

که څه هم په اوسنیو شرایطو کې د جمعیت ګوند ترمنځ د نظر د یووالي رامنځته کول ستونزمن کار دی؛ خو هغوی په ظاهره هڅه وکړه چې سیاسیي  توحید رامنځته کړي.

د جمعیت د سرلارو نظر دا و، چې باید داسې کار وکړل شي څو د خلکو روحیه بېرته ورغول شي او په جمعیت بیا باور وکړي.

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,غوره شوې لیکنې

Pin It on Pinterest