د بلخ موضوع د قانون له “چوکاټه” وځي

څه کم درې مياشتې وړاندې د ارګ يوه وياند رسنيو ته وويل، د بلخ موضوع دومره جدي نه ده او ژر به د قانون په چوکاټ کې حل شي.
ارګ ته دغه نامهمه موضوع د بلخ د مخکېني والي عطا محمد نور د استعفا منل و چې تر اوسه لا پر خپله څوکۍ ناست دی او ورځ تر بلې د حکومت په اړه داسې څرګندونې کوي چې نور يې نو نه حکومت ته څه ور پرېښودل او نه يې په ځان کې څه پرېښودل.
هره ورځ چې ماسپښين قضا او مازديکر لوړ شي، د بلخ مستعفي والي د ټلوېزيونونو پر پردو راښکاره شي، بيا نو له خولې لاس واخلي چې څه په خوله ورځي، هغه وايي.

هغه څو ورځې ورځې وړاندې يې د نظام درسته امنيتي دستګاه وټکوله، بې‌غيرته يې وبلله او ارمان يې وکړ چې که غيرت لکه زردکې او کچالو داسې په بازار کې پلورل کېدای، ده به سرتېريو ته پېرلی وای.
تر هغه وروسته يې څو لنډه‌غر وسله‌وال په موټرسايکلو سپاره او نور يې د پوليسو په رنجرو کې سپاره د مزار ښار پر سړکونو وګرځول او مانور يې وکړ.
د حيرتان پر عوايد د خېټې اچولو له ګواښه نيولې، د تجزيې تر خبرو، تر وسله‌وال مقاومت او خطرناکو مدني حرکتونو پورې چې څه خولې ته ورغلي، شونډې يې نه دي ورباندې بندې کړې.

څو ورځې وړاندې يې يوه پلوي دعوه وکړه چې که نبوت نه وای ختم، وحيې به د شمال پر وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود راتله او که هغه چپه شوې وای، نو خامخا به پر عطا لګېده.
پرون يې بيا لاپه وهلې چې د هېواد په شپاړسو ولايتونو کې به د حکومت پر ضد مظاهرې کوي او خپل حق به غواړي.
عطا چې هر څنګه دی، لږ تر لږه د دې وطن يو کس دی، که دی خپله نه پوهېږي چې ځان يې څومره سپک کړی دی، حکومت خو پوهېږي چې دا سړی اينده لري، په دې خاورو کې به له دې خلکو سره ژوند تېروي، دې سړي خو د حکومت په دښمني کې له خپلې شتمني نيولې، تر حيثيت او شخصيت پورې ټول وبايلل، هيڅ نه دي ور پاتې، ولې ورباندې څوک زړه نه سوځوي؟
حکومت چې په لومړۍ ورځ دغه موضوع نامهمه بلله، تر اوسه پر همدې خبره ولاړ دی چې د بلخ موضوع چندان اهميت ور ته نه لري او ژر به يې د قانون په چوکاټ کې حل کړي.

دا څنګه نامهمه موضوع ده چې د درست حکومت حيثيت يې تر پوښتنه لاندې راوستی او دوه نيمې مياشتې وروسته يې هم حکومت نامهمه بولي، خو حل کړې يې نه ده.
سره له دې چې حکومت په سترګو ويني چې د همدې موضوع له امله خلک او عطا د حکومت په اړه څه او څه وايي، بيا هم غلی دی؛ نو د ارګ او د عطا توپير څه شو؟ خو دواړو خپل حيثيت په لوی لاس د خلکو رشخندي او سپکاوي ته غورځولی دی.

که له حکومت سره د خپل حيثيت غم نه وي، د خلکو غم خو دې وکړي، دې سړي په خپلو بې‌خونده ناستو او ګډوډو خبرو د درست وطن وخت ضايع کړی دی.
سبا يا بله ورځ چې دغه سړی په شپاړسو ولايتونو کې مظاهرې راباسي، فکر نه کوئ چې د څومره خلکو ژوند به سخت کړي. څومره دوکانونه به تړلي وي، پلويان به يې کومې لنډه‌غرۍ او له قانونه سرغړونې نه کوي او دی به دې خلکو، حکومت او سرتېريو ته څه او څه نه وايي؟
د قانون په چوکاټ کې د يوې لانجې هواری سمه خبره ده، خو هغه وخت ګټه لري چې پر وخت حل شي. که دغسې په ځنډ حلېږي، يا تر دومره څه له لاسه ورکولو وروسته هم نه حلېږي، دغه قانوني چاره بيا پخپله ناقانوني او له قانون څخه سرغړونه ګرځي.

نور نو د خلکو حوصله پای ته رسېدلې ده. حکومت دې يا ماتې ومني چې دا ډبره نه‌شي پورته کولای، مچ دې يې کړي، پر ځای دې يې پرېږدي او بل وخت دې هم داسې هڅه نه کوي او که يې کولای شي، نور دې د دې سړي تمه ور وکاږي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي