د برما تراژيدي او د روهینګیايي مسلمانانو وضعیت ته کتنه

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

له تېرو دوو اوونیو راهیسې د میانمار په جمهوري اتحادیه یا برما کې د عامه مسلمانانو پرضد د بودایانو ظلمونه روان دي. د همدغه حالت له کبله ده، چې په تېرو دوو اوونیو کې له ۱۲۰ زره ډېر روهینګیايي مسلمانان بنګله دیش ته کډه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د برما په لوېدیځ راخین «Rakhine» ولایت کې د دولتي ځواکونو او د اراکن روهینګیا د خپلواکۍ پوځ، چې یوه روهینګیايي اسلامپاله وسله واله ډله ده تر منځ جګړې ونښتې، او په برما کې د ملګرو ملتونو د راپورتاژ د معلوماتو له مخې تر اوسه په دغو نښتو کې تقریباً ۱۴ یا ۱۵ برمايي سرتیري وژل شوي.

په بل اړخ کې د میانمار حکومت په وینا تر اوسه یې د روهینګیا مسلمانانو ۳۷۰ تنه جنګیالي وژلي. خو په مجموع کې، په برما کې د ملګرو ملتونو د راپورتاژ په وینا د مسلمانانو او میانماري بودایانو ترمنځ په روان اخ و ډب کې تقریباً له زرو زیات مسلمانان وژل شوي دي.

د میانمار روانه تراژیدي په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د یوې اساسي قضیې په توګه مطرح شوه. له ترکیې نیولې تر اندونیزیا، مالیزیا، بنګله‌دیش، پاکستان، افغانستان او نورو وغندل شوه. دغه راز د نړیوالو ادارو لکه د بشري حقونو څار، ملګري ملتونه او نورو له‌خوا هم روان وضعیت وغندل شو.

دا چې په برما کې ریښتیا څه تېرېږي، د روهینګیايي مسلمانانو او بودایانو ترمنځ تاوتریخوالی له کله روان دی، او د روانې شخړې عوامل څه دي؟ دا او دې ته ورته موضوعات مو د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د تحلیل هفتې په دغه تحلیل کې شنلې دي.

 

د میانمار پرون او نن

میانمار یو اسیايي هېواد او د اسیان سازمان غړی دی، چې په لویدیځ کې له هندوستان او بنګله دیش، په ختیځ کې له تایلینډ او لاوس او په شمال کې له چین سره پوله لري. دغه راز په جنوب کې له بحر سره نښلول شوی دی.

د میانمار د ۲۰۱۴ کال د دولتي نفوس‌شمېرنې له مخې د دغه هېواد نفوس ۵۱ میلیونه دی، چې ډېری پکې د بامر (۶۸سلنه) قومیت جوړوي او په تدریج شان (۹سلنه)، کارېن (۷سلنه)، راخاین (۴سلنه)، مون (۲سلنه) او نور متفرقه لس سلنه جوړوي.

په مذهبي توګه د هېواد ډېری او اکثریت (۸۷.۹سلنه) د تهیراوادا بودايي دین پلویان دي. دغه راز د عیسویانو شمېره پکې ۶.۲ سلنه او د مسلمانانو شمېره پکې ۴.۳ سلنه ده.

د میانمار هېواد په تاریخي توګه خپل ځانګړی حیثیت تر ډېره ساتلی و؛ خو له ۱۸۲۴ کال څخه تر ۱۸۸۵ کال پورې یې له انګریزانو سره د درېیو جګړو وروسته خپل استقلال بایلود او د انګلیسي استعمار برخه شو. انګریزانو بشپړ میانمار یا برما د ۱۸۸۶ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټې ونیوه او دا یې د انګلیسي هند برخه کړ. خو د ۱۹۳۷ کال د اپریل په لومړۍ نېټې برما د انګلیس د یوې جلا مستعمرې په توګه اعلان شو، چې خپل حکومت یې هم درلود.

د برصغیر له لویې وچې څخه د انګریزانو له وتلو وروسته، میانمار هم د ۱۹۴۸ کال د جنورۍ پر ۴مه نېټه خپل استقلال ترلاسه کړ. د اوسني برما جغرافیه هم د انګریزانو د پالیسیو له کبله ده.

که څه هم په پیل کې په میانمار کې د یو ډيموکراتیک حکومت بنسټ کېښودل شو؛ خو د ۱۹۶۲ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې میانمار تر ډېره د نظامیانو له‌خوا اداره کېده.

 

په میانمار کې د مسلمانانو وضعیت

په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې روانه تراژيدي کومه نوې خبره نه ده، بلکې د دې ریښې تر څو لسیزو پورې غځېږي. په برما کې اوسیدونکي مسلمانان له ډېره وخته راهیسې دلته اوسېږي؛ خو د میانمار حکومت بیا دوی پردي او کله هم بنګالیان ګڼي.

کله چې میانمار له انګلستان څخه ازادي واخیسته، نو په دغه هېواد کې د تابعیت قانون جوړ شو او له مخې یې څرګنده شوه، چې څوک تابعیت ترلاسه کولای شي. خو په دغه قانون کې د روهینګیا مسلمانان شامل نه وو. په میانمار کې د ۱۹۶۲ کال له پوځي کودتا وروسته، د روهینګیا مسلمانانو ته د دغه هېواد د حکومت له‌خوا د بهرنیانو تذکرې پاڼې ورکړل شوې. دغه چلند د روهینګیايي مسلمانانو پر اقتصاد او زده کړو ژوره اغېزه وکړه.

په ۱۹۸۲ کال کې په میانمار کې د تابعیت نوی قانون جوړ شو او له مخې یې په رسمي توګه روهینګیايي مسلمانان بې دولته اعلان شول؛ ان که روهینګیايي مسلمانان وغواړي، چې طبیعي تابعیت ترلاسه کړي، نو دوی باید دوه شرطونه پوره کړي: لومړی؛ داسې ثبوت وړاندې کړي، چې د دوی کورنیو په میانمار کې له ۱۹۴۸ کال وړاندې مېشت وو او دویم له ملي ژبو څخه په یوه کې په روانه خبرې اترې دي. خو روهینګیايي مسلمانان دا شرطونه نشي پوره کولای او له کبله یې دوی د کار، زده‌کړو، سفر، روغتیا او د نورو لومړنیو حقونو څخه بې برخې کېږي.

د میانمار پوځ، له ۱۹۶۲ م کال څخه تر دې دمه پر روهینګیايي مسلمانانو تقریباً ۱۹ ځله پوځي عملیات ترسره کړي، په دغو عملیاتو کې د روهینګیا له خلکو سره نا انساني چلند کیږي، خلک قتل عام کیږي او دردونکې شکنجې ورکول کیږي.همدا لامل دی، چې له ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې تقریباً یو میلیون روهینګیايي مسلمانان په میانمار کې د بد وضعیت له کبله کډوالۍ ته اړ شوي؛ له دوی څخه ۶.۵۲ لکه په بنګله دیش، ۳.۵ لکه په پاکستان، ۲ لکه په سعودي، یونیم لک په مالیزیا، څلویښت زره په هند، لس زره په عربي متحده اماراتو، ۵ زره په تهای لیند او زر په اندونیزیا کې کډوال دي.

په میانمار کې د روهینګیايي مسلمانانو بد ناورین ملګرو ملتونو او د انساني حقونو څار سازمانونو هم درک کړې. همدا لامل دی، چې په ۲۰۱۶ کال کې د ملګرو ملتونو چارواکي وویل: د روهینګیايي مسلمانانو توکم ورکول کېږي. د انساني حقونو څار سازمان له مخې هم د میانمار حکومت د روهینګیايي مسلمانانو د ورکولو په کمپاین کې بوخت دی.

په میانمار کې د مسلمانانو راتلونکی

په میانمار کې د مسلمانانو تېر وضعیت او روان زمکني حقایقو ته په کتلو سره ویلای شو، چې د روهینګیايي مسلمانانو راتلونکی مظلوم او تت برېښي. ځکه:

لومړی؛ دوی په میانمار کې تابعیت نه لري.

دویم؛ په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ او د تابعیت د نه شتون له کبله د روهینګیا مسلمانان بېرته خپل هېواد ته نشي ګرځېدلای؛ ځکه د میانمار د پالیسیو له مخې دوی بې دولته اعلان شوي. همدا لامل دی، چې یو شمېر هېوادونه د روهینګیا مسلمانان له دې وېرې، چې دوی بې دولته دي او د دغو کډوالو د بېرته ستنېدلو پروګرام بیخي نامعلوم وي، د کډوالو په توګه نه مني. د وروستیو دوو اوونیو د تاوتریخوالي له کبله تقریباً له ۱۲۰ زره زیات روهینګايي مسلمانان بنګله دیش ته کډوال شوي، او د ملګرو ملتونو د اټکلي ارقامو له مخې شونې ده، چې دا کچه درېیو لکو تنو ته ورسېږي. دغه راز د میانمار هېواد له بنګله دیش سره په خپله پوله د ماین خښولو پروسه پيل کړې. که چیرې دا خبر ریښتیا وي، نو دا به په راتلونکي کې میانمار ته د مسلمانانو بېرته ستنیدل او له میانمار څخه د وتلو پروسه اغېزمنه کړي.

درېیم؛ د میانمار له هېواد او حکومت څخه د یو شمېر نړیوالو ځواکونو په تېره بیا د چین، روسیې، او د ځینو لویدیځو هېوادونو ملاتړ. د بېلګې په توګه، د روان کال د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د میانمار حکومت پرضد یوه بیانیه راغله ، چې د روسیې او چین له‌خوا ویټو شوه.

یوازینی څېز چې په میانمار کې د مسلمانانو وضعیت ته بدلون ورکولای شي هغه د روهینګیا مسلمانانو ته د تابعیت ورکړه او د دوی د انساني حقونو خوندیتوب دی؛ خو دا بیا د لاندې لارو له لارې ممکنه ده:

لومړی، د نړیوالو ټولنو، سازمانونو، او مطبوعاتو له‌خوا دا قضیه نړیواله کول.

دویم، د میانمار پر هېواد د بهرني فشارونو له لارې دا موضوع تعقیبول، په تېره بیا د هغو هېوادونو له‌خوا چې میانمار پرې تکیه دی او یا هم په نړۍ کې د انساني حقونو داعیه پرمخ وړي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

Categories: سیمه او نړۍ,غوره شوې لیکنې