د امیر شیرعلي خان او سید جمال الدین افغاني دریځونه

0 134

عبدالباري جهاني  / 

د انګریزي استعمار او روسي امپراطوری په مقابل کي

د امیر شیرعلي خان او سید جمال الدین افغاني دریځونه

“ د افغانستان په څیر نیم وحشي دولتونو سره موږ د هغو بین المللي قوانینو او مقرراتو رعایت کولو ته مجبور نه یو چي په نړۍ کي د متمدنو هیوادونو ترمنځ موجود دي “ سر جیمز سټیفن دلندن تایمز ورځپاڼي ته.

له دې یوې جملې څخه موږ قضاوت کولای سو چي غربي، یا په اصطلاح، متمدن هیوادونه د دریمي نړۍ خلکو ته په څه سترګه ګوري. دا د برټانیې د مستعمراتو لپاره د خارجه وزیر د مرستیال نظر دی چي د نولسمي پېړۍ په نیمايي کي یې ورکړی او جورج ډاګلاس کیمبل، چي په ډوک آف ارګایل مشهور وو، د شرق مسأله، په نوم خپل کتاب ۲۷۵ پاڼه کي راوړی دی.

کله چي د انګلستان په پارلمان کي دا خبره طرح سوه چي ایا برټانیې دا حق درلود چي د افغانستان په څېر یوه مستقل هیواد د امیر په مقابل کي جنګ اعلان کړي او په زور یې وپرزوي نو د پارلمان یوه غړي په زغرده وویل چي بین المللي قوانین د شېرعلي په څېر یوه اسیایی واکمن په حق کي نه تطبیقېږي. هغه دافغانستان یو قانوني واکمن وو… مګر زموږ لپاره علمي سرحد په کار وو، او داسي فیصله وسوه چي د شېرعلي پاچهي ښايي تباه سي، ځکه چي هغه صرف یو اسیایی واکمن وو او موږ یو مسیحي متمدن هیواد. اسلام یورپ اینډ ایمپایر ص ۳۷۵ ( ګواکي مسیحي متمدن هیواد د اسیایی هیوادونو او حکومتونو د ورانولو او تباه کولو شرعي او قانوني جواز یا په اصطلاح لایسنس لري ج)

 ما( جهاني) په کال ۱۹۸۲ کي په چارسده کي د خان عبدالغفار خان په کور کي د پښتنو له هغه ستر مشر سره د محمد حسن اولسمل د اخبار افغان مجاهد د شپږمي ګڼي لپاره مرکه کوله او هغه د مرکې په ترڅ کي راته وویل چي بچو! لوبه د سوپر پاور ده او پښتانه پکي دل شول.

له هغې نېټې تر اوسه پوري څه باندي اووه دیرش کاله تېر سوي دي او لوبه هغسي روانه ده. طبیعي خبره ده چي دا لوبه نه افغانانو پیل کړې، نه یې روانه کړې او نه یې ختمولای سي. لوبه پردۍ ده، خو میدان یې، د دوی د خوښي او ارادې په خلاف، د دوی انګړ انتخاب سوی دی. په حقیقت کي، لویو غربي هیوادونو او قدرتونو هیڅ وخت شخصي دښمني نه سره درلوده او که جګړې ته سره وتلي دي نو هغه به د کمزورو هیوادونو د خاورو او منابعو د ویشلو پر سروه. روسیه او برټانیه په نولسمه پېړۍ کي، په اسیا کي، دوه لوی رقیب هیوادونه ګڼل کیدل. دواړه په خپلو سیمو کي په فتوحاتو او د مظلومو اولسونو په قتلولو او لوټلو لګیاول. دواړه په دې پوهیدل چي هیڅ وخت به مخامخ جنګ ته سره ونه درېږي خو د خپلو خلکو او د سیمي د اولسونو د غولولو لپاره یې له یوه بل څخه بلاوي جوړي کړي وې. میخایل ګریګورویوف، چي شل کاله په غربي سایبیریا کي ګورنر وو، د نولسمي پېړۍ د نیمايي په کلونو کي ماسکو ګزیت مجلې ته لیکلي وه چي “ انګلینډ یوازینی هیواد دی چي د روسانو په مقابل کي له بخارایانو سره جنګي مرستي کولای سي. نو دا ډیر احتمال لري چي د بخارا امیر به په یوه فرصت کي، زموږ په مقابل کي، له انګریزانو څخه مرسته وغواړي. زموږ وروستني اطلاعات ښيي چي د بخارا امیر خپل استازي کلکتې ته لیږلي دي او له انګریزانو څخه یې د مرستي غوښتنه کړې ده او ژمنه یې ورسره کړې ده چي د دې مرستي په بدل کي د هر څه ورکولو ته تیار دي…دا اممکنه ده چي انګریزان به د بخارا امیر ته د پټو مرستو وعده ورکړي، خو که احتمالاً دا کار وکړي نو بیا موږ هم کولای سو چي د هند په سر حدي سیمو کي ستونزي ورته جوړي کړو… خو دا خبره ده چي که چیري برټانیه د بخارا سره د مرستي لپاره خپلي قواوي را لیږي نو دا خو به د افغانستان د لاري ورته را استوي او زه ګومان نه کوم چي برټانیې به په افغانستان کي د کال ۱۸۴۲ د ماتي ترخه درسونه هیر کړي وي او بیا به افغانستان ته  د خپلو قواوو لیږلو ته زړه ښه کړي. که چیري بیا دا اقدام کوي نو زه خو وایم چي اووه ځله به غور ورباندي کوي. مګر که بخارا د خیوا او خوقند سره لاس یو کړي او د روسي قواوو پر ضد اسلامي جنګ پیل کړي نو پرته له دې چي خپل ښارونه به تباه کي او خپل استقلال به له لاسه ورکړي او د روسیې امپراطوري به یې له ستوني تېرکړي نورهیڅ ګټه نه ورته کوي . Rawlinson PP 270-271

البته دا لیکنه د برټانیې داسي سیاستمدار را نقلوي چي په وچ زور په خپل اولس کي پر برټانوي هند باندي د روسیې د امپراطوری د حملې وېره خلقوي او د خپل پورتني کتاب په مقدمه کي لیکي چي “ زما پخپله عقیده، چي په ایران، افغانستان او هند کي د څلویښتو کالو خدمت په نتیجه کي ورته رسیدلی یم، او دا عقیده مي څو څو ځله اظهار کړې او د خلکو تر غوږونو مي رسولې ده، او سر جوسټین شیل چي لس کاله په تهران کي وو، زما د عقیدې ملاتړ کوي، چي که روسیه د هرات پر لور پرمختګ کوي  نو برټانیه د هند د خوندي کولو لپاره بیا د لویدیځ افغانستان اشغالولو ته مجبوره ده. مګر زه ګومان نه کوم چي یا په هند او یا په اینګلینډ کي دي مسول پوځي مقامات زما دغه عقیده را سره ومني” هغه کتاب مقدمه

روسیې په نولسمه پېړۍ کي هیڅ وخت د برټانوي هند د اشغالولو او په اصطلاح تودو اوبو ته د ځان رسولو خیال نه درلود او که یې درلود نو دا وس او پوځي او مالي قدرت ورسره نه وو؛ او برټانیې دوه ځله په لوی لاس د افغانستان دمظلوم او سوله غوښتونکو اولسونو مشران  د برټانیې پر ضد د روسیې سره په دوستی تورن کړل او د افغانستان د لاري یې پر هند باندي د روسیې د یرغل او تودو اوبو ته د ځان رسولو د وهمونو قرباني کړل.

په روسي ترکستان کي د روسي قواوو یوه لوی قوماندان جنرال سکوبیلوف د برټانیې د خارجه وزارت د مامور او ژورنالیسټ چارلس ماروین د دې سوال په جواب کي چي آیا روسیې پر هند باندي د حملې خیال درلود کنه وویل چي “ زه فکر نه کوم دا به د روسیې لپاره ممکنه وه. زه نه پوهیږم چي د برټانیې پوځي مقامات د پوځي او بحریه قوې په مجلو کي دا خبره څرنګه خپروي. زه به هیڅ وخت د داسي قواوو قومانداني غوره نه کړم. دا عملیات ډیر زیات مشکلات لري. موږ د اخال د لاندي کولو لپاره یوازي پنځه زره پوځیان درلودل او د هغوی لپاره مو شلو زرو اوښانو ته ضرورت وو. موږ د دې اوښانو د برابرولو لپاره اورینبرګ، خیوا، بخارا او منګیشلاک ته سړي واستول، او ډیري سختي ستونزي مو وګاللې. موږ پر هند باندي د حملې لپاره یو سل او پنځوس زرو عسکرو ته ضرورت لرو. شپیته زره قوه باید هند ته ننوزي او نیوي زره باید ارتباطات وساتي. اوس نو که پنځه زره عسکر شل زرو اوښانو ته ضرورت لري د یو سل او پنځوس زرو عسکرو په باره کي پخپله فکر وکړه او موږ به د دې قوې د حمل و نقل لپاره اوښان او څاروي له کومه کوو؟ موږ به ډیرو زیاتو اکمالاتو ته اړتیا ولرو؛ ځکه چي افغانستان یو غریب هیواد دی. هغوی زموږ شپیته زره عسکر نه سي اکمالولای؛ نو موږ به هم ستاسي او هم له افغانانو سره جګړه کوو”

کله چي ماروین جنرال سکوبیلوف ته وویل چي تاسي ښايي افغانانو ته رشوتونه او پیسې ورکړی او زموږ پر ضد یې را وپاروی نو هغه وویل چي” روسان به چا ته رشوت ورکړي. که روسان یوه سردار ته رشوت ورکړي تاسي به یې بل سردار ته ورکړی. که روسان یو روبل مصرف کړي تاسي به دوه مصرف کړی او که روسان دوه روبله ولګوي تاسي به پنځه ولګوی، او موږ ته به په دې کار کي شکست راکړی. افغانان به زموږ سره په هغه شکل جګړه وکړي لکه ستاسي سره چي یې وکړه”Marvin ص ص ۱۰۳-۱۰۴

تر څو چي په نړۍ کي زور او زورور موجود وي عدالت نه سي ټینګیدلای او د کمزورو هیوادونو پر حقوقو او خاوره به تیری کیږي؛ خو هغه دوه ځله، ظالمانه او په مطلق ډول بې دلیله، تیری به چي انګریزانو پر افغانستان باندي وکړ په نړۍ کي ډېر لږ مثال ولري. انګرېزانو ظاهراً په دې پلمه چي روسان د ایران، یا د افغانستان د لاري او یا د دواړو هیوادونو سره یو ځای د هرات د لاري پر هند باندي حمله کوي، د افغانستان اشغال ته مخه کړه، البته دواړه ځله په تور مخ ووتل. ډوک آف ارګایل په خپل کتاب کي لیکي: “ موږ د داسي خلکو په خپلواکي کي مداخله وکړه چي د مداخلې کولو هیڅ حق مو نه درلود، او لا د هغوی د خپلواکی ساتل زموږ په ګټه وه. زموږ د مداخلې هدف په هغه اندازه چي غیرعادلانه وو په هغه اندازه احمقانه وو. موږ له یوه زړه ور او لایق امیر( امیر دوست محمدخان) سره مخالفت وکړ او د هغه پر ځای مو یو کمزوری سړی( شاه شجاع)  کښېناوه چي موږ په دې پوهېدلو چي د خپلو خلکو او هیواد سره خیانت کوي. موږ د دغه ناوړه هدف د ترلاسه کولو لپاره د هند د خلکو شته مني ولګوله. د هند د شته منی څخه څه باندي شل میلیونه روپۍ لومړی د جنګ په پیل کولو او بیا له هغې فاجعې څخه په راوتلو ولګېدې. دا ممکنه ده چي که مو پر خپلي سرزوری باندي ټینګار کړی وای او ډیر زیات پوځي عملیات مو کړي وای نو افغانستان به مو فتح کړی وای. مګر نو هغه لګښتونه چي زموږ په خپل سرحد کي د یوه هیواد په نیولو لګېدل او هغه پرله پسې ماتي چي موږ یې په شرمونو شرمولو هم په هند او هم په انګلینډ کي هر سیاستوال ته څرګندي وې. موږ په بشپړ بري پر خپلي غلطی او اشتباه باندي اعتراف وکړ او نړی زموږ پر اعتراف آفرین ووایه.موږ ژر په دې پوه سوو چي د هغه زړه ور سړي سره دوستي پیل کړو چي د یو څه وخت لپاره مو له تخته محروم کړی او د هیواده ایستلی وو او هغه د خپل ژوند تر پایه پوري زموږ ټینګ او وفادار ملګری سو”   Duke of Argyllص ص ۲۲۱-۲۲۲

د افغان او انګلیس دوهم جنګ، یا بهتر ووایو پر افغانستان باندي د انګریزانو دوهم بې دلیله او ظالمانه یرغل، د همدغو بې انصافیو او بې عدالتیو ادامه ده؛ البته په لومړي جنګ کي مقصر، تر ډیره ځایه،  یوازي برټانیه او په دوهم جنګ کي تزاري روسیې او برټانیې دواړو برخه درلوده.

لارډ رابرټس لیکي دا یو عجیب تصادف دی چي د افغان او انګلیس په دواړو جنګونو کي په کابل کي د روسي افسرانو حضور د دواړو هیوادونو ( برتانیې او افغانستان) د جنګ سبب سو.Roberts ص ۳۳۹

بل ځای لیکي “ زه ویلای سم چي امیرشېرعلي سره له هغه چي د خپلي پاچهی په سر کي یې زموږ څخه ډیري زیاتي ګیلې درلودلي، له هغو مرستو څخه ډیر راضی او منندوی وو چي وروسته لارډ لارنس ورسره وکړې، او وروسته بیا لارډ مایو د یوه پاچا په حیث هرکلی ورته ویلی وو. وروسته په کال ۱۸۷۳ کي دې ته حاضر وو چي زموږ سره د دوستی یو تړون لاسلیک کړي خو په دې شرط چي د ده کشر زوی سردار عبدالله جان مو د ولیعهد په حیث منلی او د روسانو د یرغل په صورت کي مو د مستقیمي مرستي وعده ورکړې وای. څرنګه چي موږ د هغه دا شرایط ورسره ونه منل او په سیستان کي د سرحد د ټاکلو په مسله کي مو د هغه د آرزو خلاف عمل وکړ نو له امیرشېرعلي خان څخه مو په لوی لاس دښمن جوړ کړ او ده هم د خپل پلار په څېر زموږ څخه مخ واړاوه او د روسانو دوستی ته یې مخه کړه” هغه کتاب ص ص ۳۴۰-۳۴۱

امیر دوست محمد خان په جلال آباد کي وو چي پر فراه باندي د هرات د حاکم سلطان احمد خان( د امیر دوست محمدخان زوم او وراره)  له حملې او د فراه د ښار د نیولو څخه خبر سو. امیر خپل زوی شیرعلي خان د یوه قوي پوځ سره د فراه خواته واستاوه. شیرعلي خان فراه ونیوله او امیر دوست محمد خان د ۱۸۶۱ کال د مارچ په میاشت کي پخپله د هرات پر لور وخوځید. د هرات ښار یې د هماغه کال د اګست په میاشت کي محاصره کړ. د هرات د ښار محاصرې لس میاشتي دوام وکړ. د محاصرې په جریان کي د امیردوست محمد خان لور، چي د سردار سلطان احمد خان میرمن وه، وفات سوه، دوې میاشتي وروسته پخپله سلطان احمدخان هم وفات سو. د هغه زامنو شهنواز خان او سکندرخان د وې میاشتي نور هم مقاومت وکړ او بالاخره د هرات ښارد ۱۸۶۲ کال د مې پر اووه ویشتمه تسلیم سو. امیردوست محمد خان دیارلس ورځي وروسته، د جون پر نهمه، د هرات په ښار کي، وفات سو، او د خواجه عبدالله انصاري په زیارت کي خاورو ته وسپارل سو.

 د امیر دوست محمد خان د وصیت سره سم، د هغه ولیعهد شیرعلي خان، څلور ورځي وروسته، په هرات کي خپل سلطنت په داسي حال کي اعلان کړ چي تقریبا ټول وروڼه، په تیره بیا د هغه مشران وروڼه، محمداعظم خان او محمدافضل خان یې مخالف ول. لکه څرنګه چي مخکي یې پیش بیني کیدله، د امیر دوست محمد خان له وفات څخه وروسته د وروڼو ترمنځ داخلي جنګونه پیل سول. د دې جنګونو په نتیجه کي د امیر شیرعلي خان سکه ورورمحمدامین خان او د امیر مشر زوی محمدعلي خان د قلات په جنګ کي ووژل سول. لږ وروسته محمداعظم خان او د محمدافضل خان زوی سردار عبدالرحمن خان کابل ونیوی. څه باندي دوه کاله وروسته امیرشیرعلي خان، د خپل زوی سردار محمدیعقوب خان په مرسته، لومړی کندهار او وروسته کابل ونیوی. سردارعبدالرحمن خان روسیې ته وتښتیدی، امیرمحمداعظم خان په نیشاپور کي د هیضه په مرض وفات سو او په دې توګه د امیر شیرعلي خان د امارت دوهمه دوره پیل سوه.

   په کال ۱۸۶۷ کي، چي امیرشیرعلي خان په قلات کي د سردار عبدالرحمن خان په مقابل کي ماته وخوړه او قدرت د امیرمحمدافضل خان لاسته ولوېدی نو د برټانوي هند ویسرا سر جان لارنس هغه، د کابل د امیر په حیث، په رسمیت وپېژاند او نور یې د هیڅ ډول مرستي ژمنه ورسره ونه کړه. امیرمحمد افضل خان هم د سوات هغو ملکانو ته چي ده ته د امارت د مبارکی ویلو لپاره کابل ته راغلي ول د انګریزانو په مقابل کي د جهاد بلنه ورکړه او له هغوی سره یې د هر ډول مرستي ژمنه وکړه. کله چي امیرشیرعلي خان، د غزني په جنګ کي، د سردار عبدالرحمن خان په مقابل کي بله ماته وخوړه؛ او په نتیجه کي کندهار هم د امیرمحمدافضل خان لاسته ورغی بیا هم د هند ویسرا هغه د ټول افغانستان د امیر په حیث نه بلکه د کابل او کندهار د امیر په حیث په رسمیت وپیژاند؛ او د مرستو ژمنه یې هم ورسره ونه کړه. امیرمحمد افضل خان د انګریزانو  له مرستي څخه زړه ماتی سو او خپل یو هیات یې په ترکستان کي د روسانو کمپ ته واستاوه او له هغوی سره یې د سیاسي او تجارتي اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه؛ خو عمر وفا ورسره ونه کړه او تقریبا دوې میاشتي وروسته وفات سو. Roberts ص ص ۳۰۶ـ۳۰۷

دغه راز، کله چي امیرشیرعلي خان، د خپلو وروڼو سره د جنګونو په وخت کي، له انګریزانو څخه د مرستي غوښتنه وکړه، برټانوي هند د هغه غوښتنه ونه منله او د افغانستان په داخلي جنګونو کي یې د بېطرفی اظهار وکړ.  هغه مجبور سو چي د ایران څخه مرسته وغواړي او خپل زوی سردار محمد یعقوب خان یې د همدغه مقصد لپاره د ایران پاچا ته واستاوه خو هغه هم د انګریزانو له وېري د شیرعلي خان سره مرسته ونه کړه او شیرعلي خان، سره له هغه چي، د دوهم ځل پاچا کیدلو څخه وروسته یې، د برټانوي هند سره دوستانه اړیکي ساتل، د تل لپاره پر انګریزانو باندي بې اعتماده سو. که څه هم چي په کال ۱۸۶۸ کي یې، د برټانوي هند سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو لپاره، هند ته سفر وکړ مګر د برټانوي هند له حکومت څخه یې خپل نفرت په څرګنده ښکاره کاوه او دا یې څو ځلي ویلي وه چي”  انګریزان پرته له خپلو ګټو بل په هیڅ شي کي ری نه وهي. هر څوک چي په هر وخت کي زیات قدرت ولري دوی د هغه ملګري کېږي. زه به هیڅکله د انګرېزانو سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو او پر هغوی باندي د اعتماد کولو لپاره خپل ارزښتناک عمر ضایع نه کړم، او له نورو حکومتونو سره به دوستي ټینګه کړمRawlinson ص ۲۹۵

البته، امیرشیرعلي خان د خپل ختیځ ګاونډي په زورزیاتي او د دسیسو په قوت ښه خبر وو او نه یې غوښتل چي خپل ځان ورسره مقابل کړي او خبره د جنګ پولي ته ورسوي. د قدرت د نیولو سره سم یې د اصلاحاتو د پیل کولو تر څنګ د برټانوي هند سره د اړېکو د بهترولو خواته توجه واړوله او په کال ۱۸۶۸ کي یې په امباله کي د هند له ویسرا لارډ مایو سره وکتل. د هند وایسرا د امیر ښه عزت وکړ خو کله چي امیر له هغه څخه وغوښتل چي برټانوي هند دي امیر او د هغه وارثان د افغانستان د قانوني پاچاهانو په حیث په رسمیت وپېژني، برتانوي هند دي له افغانستان سره دفاعي تړون لاسلیک کړي چي د هغه په اساس به امیر د انګریزانو د دوستانو دوست او د دښمنانو دښمن وي او دغه راز باید د برټانوي هند حکومت د کابل حکومت ته، په منظم ډول، کلنۍ سبسیډي( مالي مرسته) ورکوي؛ نو د برټانوي هند حکومت د هغه یوه غوښتنه هم ونه ومنله او هغه ته یې وویل چي د هند حکومت دې ته تیار دی چي د امیر دښمنان له هغه سره له مخالفتونو او حملو څخه را وګرځوي او د ده تود ملاتړ وکړي او په تجارتي چارو کي مرسته ورسره وکړي. امیر شېرعلي خان په دې سفر کي له هند څخه شپېته زره پونډه مرسته ترلاسه کړه.      Roberts ص ص ۳۰۷-۳۰۸

امیر شیرعلی خان او د هغه وزیر سید نور محمد شاه تر پایه پر دې خبري ټینګارکاوه چي برټانیه دي د ده او د ده د کورنۍ قدرت تضمین کړي او د افغانستان د مشروع واکدارانو په حیث دي هغوی په رسمیت وپېژني. امیر د خارجي یرغل په باب هیڅ اندېښنه نه درلوده. جورج کیمبل ( ډوک آف ارګایل) لیکي چي لارډ مایو په خپل خصوصي لیک کي ماته ولیکل چي  امیر د امبالې په کنفرانس کي د روسیې نامه ته بېخي اشاره قدر هم ونه کړه؛ نو یا خو دی په خپلو داخلي مشکلاتو کي سخت ډوب دی او یا د هغوی په پرمختګونو او یرغلونو خبر نه دی او کله چي موږ د خپلو خبرو په ترڅ کي روسیې ته اشاره کړې ده دی معمولا وايي چي تاسي به تر بېخي ډیره وخته پوري په افغانستان کي د روسانو په باب څه وانه وری» of Argylle Dukeص ص  ۲۶۱-۲۶۲

لارډ مایو د امبالې په کنفرانس کي یوه څرګنده ژمنه وکړه او هغه دا چي د امیر په ښارونو کي به هیڅ وخت اروپایی مامورین د استازو په حیث نه ټاکل کیږي. هغه کتاب ص ۲۶۴

له بلي خوا د افغانستان شمالي ګاونډي روسیې هم، چي پخپله یې پر خپلو ظلمونو او قتل عامونو باندي اعتراف کاوه، د مرکزي اسیا هیوادونه او ښارونه یو په بل پسې لاندي کول او ځان یې د آمو د سیند غاړي ته رسولی وو. د ترکمنستان په سیمه کي د روسیې د قواوو عمومي قوماندان جنرال سکو بیلوف د برټانیې د خارجه وزارت مامور او ژورنالیسټ چارلس ماروین  ته په یوه مرکه کي ویلي وه « ته پوهېږې ښاغلی ماروین، او دا زما خبري باید خپرې نه کړې ځکه چي د سولي ټولنه به ما وحشي وبولي، هغه دا چي زه په آسیایي هیوادونو کي یو پرنسیپ لرم چي په آسیا کي چي هر څونه زیات خلک قتل کړې هغوی زیات وېرېږي او تر ډیره وخته پوري آرام پاتیږي. موږ په ګوک تیپه کي شل زر ترکمنان قتل کړل او د هغو حملو څخه ژوندي پاته سوي کسان به تر ډیره وخته پوري دا پېښي له یاده ونه باسي»Marvin ص ص ۹۸-۹۹

 د ترکمنستان ګورنرجنرال کوفمان امیرشیرعلي خان ته د ۱۸۷۰ د اپریل په میاشت کي خپل لومړی لیک واستاوه، او وروسته یې خپله د لیکونو هغه سلسله پیل کړه چي د سر پرسي سایکس په قول یې د امیر شیرعلي خان د سقوط لپاره زمینه برابره کړه. جنرال کوفمان ، غوښتل د خپلو دغو پرله پسې لیکونو په وسیله، که نور هیڅ نه وي نو، د برټانوي هند او امیر شیر علي خان د حکومت ترمنځ بدبیني ایجاد کړي، او کوښښ وکړي چي روسیه د افغانستان په څیر یوه حساس ځای کي د پښې د ایښودلو ځای پیدا کړي. هغه په خپل لومړي لیک کي امیر ته اطلاع ورکړه چي سردار عبدالرحمن خان بخاراته رسیدلی دی، او د روسیې حکومت یوازي د میلمه پالني له مخي د هغه هرکلی کړی دی او روسیه هیڅ وخت د افغانستان په داخلي چارو کي د مداخلې کولو نیت نه لري. شیرعلي خان دې لیک وارخطا کړ. د روسیې د ګورنر جنرال په هدف پوه نه سو او د هغه لیک یې کټ مټ وایسرا ته واستاوه. وایسرا امیر شیرعلي خان ته مشوره ورکړه چي د کوفمان د لیک جواب ورکړي او د هغه د ښه نیت او اطمینان له کبله مننه ورڅخه ورکړي. امیر کوفمان ته لیک واستاوه او دا یې هم ورته ولیکل چي وایسرا یې له موضوع څخه خبر کړی دی. دوې میاشتي وروسته جنرال کوفمان امیر ته بل لیک واستاوه او د دې لیکونو سلسلې دوه درې کاله دوام وکړ.      Sykes ص ص ۹۷-۹۸

امیر، د خپل قدرت د لومړیو شپو ورځو څخه، د پاڼ او پړانګ ترمنځ وو. له برټانیې څخه چي یې د مرستو غوښتنه کړې وه او بیا بیا یې هیله ورڅخه کړې وه، هغوی مناسب جواب نه ورکاوه. د روسیې څخه، چي پرله پسې یې د مسلمانانو مځکي لاندي کولې او د وحشیانه قتل عامونو خبرونه یې د امیر تر غوږه رسېدل، د دوستی لاسونه ورته راغځېدل. البته امیر د دواړو ګاونډیانو ترمنځ برټانوي هند ته ترجیح ورکوله خو هغه حکومت د ده غوښتنو ته هیڅ وخت مثبت جواب ورنه کړ. سرپرسي سایکس لیکي چي که چیري د امیرشیرعلي حان په برخه کي د ویسرالارډ نارت بروک پالیسي منل سوې وای او هغه په دې پوه سوی وای چي موږ ریښتونې مرسته ورسره کوو نو موږ به د افغانستان دوستي له لاسه نه وای ورکړې. په حقیقت کي موږ هغه مجبور کړ چي د روسيې پر ملاتړ تکیه وکړي.  هغه کتاب ص ۱۰۰

جنرال رابرټس لیکي” ما له یعقوب خان سره څو په زړه پوري مجلسونه وکړل او کله چي مي زموږ سره د امیرشیرعلي خان د اړیکو د شلولو د علت په باب پوښتنه ورڅخه وکړه نو هغه را ته وویل چي که څه هم چي ویسرالارډ مایو له امیر سره هغه څه ونه کړل چي امیر یې هیله درلوده مګر سره له هغه هم په لاسته راوړو مرستو قانع وو؛ خو کله چي په کال ۱۸۷۳ کي سید نور محمدشاه له سیملې څخه راستون سو نو امیر له انګریزانو څخه سخت خپه او زړه ماتی سو او روسانو ته یې مخ ور واړاوه او له هغوی سره یې مکاتبو ته دوام ورکړ… او کله چي مي د امیراو روسانو ترمنځ د لیکونو په باره کي پوښتنه ورڅخه وکړه ده را ته وویل چي، کله یې د انګریزي هیات سره د کتلو لپاره، د ګندمک پر لور حرکت وکړ، هغه لیکونه یې ټول وسوځول” Roberts  ص ۴۲۱

برټانوي استعمار او روسي امپراطوری دواړو، له افغانستان سره، په یوه سویه، نامردي وکړه او د افغانستان بې ګناه، مظلوم او له هر څه بیخبره اولسونه یې، په لوی لاس، د جنګ اورته وغورځول. برټانوي استعمار، د افغان او انګلیس د لومړي جنګ په څېر، له وچي سرزوری څخه کار واخیست او روسي امپراطوری د جنګ د پیل کیدلو تر پولي پوري له افغانستان سره، د برټانیې د یرغل په صورت کي، د مرستو ژمني کولې او د انګریزانو او افغانستان تر منځ د جنګ پر سر حد باندي له خپلو ټولو ژمنو څخه پر شا سوه.

د برټانوي هند ګورنرجنرال لارډ مایو د ۱۸۷۲ کال د فبروري په میاشت کي د انډیمان په ټاپوګانو کي، چي د هند او برما ترمنځ پراته دي، او د برټانوي هند مقاماتو زیاتره سیاسي بندیان ن هلته ساتل، یوه پښتانه بندي په چاړه وواهه او مړ یې کړ. د لارډ مایو پر ځای لارډ نارت بروک وټاکل سو چي د افغانستان په برخه کی یې نسبتاً نرم دریځ درلود. د لارډ نارت بروک د حکومت په لومړیو شپو ورځو کي د افغانستان او ایران ترمنځ د سیستان پوله، د امیرشیرعلي خان د تولو اعتراضونو او نارضایت سره سره، وټاکله ه سوه. نارت بروک امیر ته ولیکل چي د پولي د کارونو د ختمېدلو سره سم به د کابل حکومت ته پنځه لکه کلداري ورکړي؛ او ضمنا یې غوښتنه ورڅخه وکړه چي د برټانیې یو استازی به کابل ته د خبرو لپاره ورسي. امیر په کابل کي د برټانوي استازي پر ځای د کابل څخه د خپل استازي لیږل غوره وبلل او خپل وزیر سید نورمحمدشاه یې د مذاکراتو لپاره سیملې ته واستاوه.

د سید نورمحمدشاه مذاکرات تر ډیره ځایه بریالي وه. د هند حکومت ژمنه وکړه چي د افغانستان د داخلي ازادی درناوی به کوي. که څه هم چي د روسیې د لوري کوم جدي خطر نه لیده کیږي، خو که د هغه پر خاوره باندي تیری وسي نو برټانیه به مرسته ورسره کوي؛ خو په دې شرط چي امیر، د برتانیې له حکومت سره د مشورې پرته، له هیڅ خارجي هیواد سره اړیکي ټینګ نه کړي. لارډ نارت بروک پیشنهاد وکړ چي د افغانستان په ځینو ښارونو کي به د برټانیې استازي مقرریږي خو سید نور محمدشاه ورته وویل چي په دې برخه کي یې د امیر څخه هدایت نه دی اخیستی. هغه ته وویل سول چي پر هغو پنځو لکو روپیو برسیره به چي تیر کال ژمنه ورسره سوې وه نوري پنځه لکه روپۍ په هم په سیستان کي د خاوري د لاسه ورکولو په بدل کي ورکړي.

امیر شېرعلی خان د سیملې د مذاکراتو نتیجې خواشینی کړ. وایسرا ته یې داسي جواب واستاوه چي د هغه ناخوښي ورڅخه څرګندېدله. امیر که څه هم چي وسلې ومنلې خو هغه لس لکه روپۍ یې چي د سیستان د پولي د ټاکل کېدلو په بدل کي ورکړه سوي وې وانه خیستلې او د پېښور په خزانه کي یې پرېښودلې. کرنل ولنټین بېکر ته یې، چي د مرکزي اسیا له لاري یې هند ته سفر کاوه، په افغانستان کي د تېرېدلو اجازه ورنه کړه؛ او څو میاشتي وروسته یې سرډاګلاس فورسیت او ورسره هیات ته هم اجازه ورنه کړه چي د افغانستان د لاري هند ته سفر وکړي.  Roberts ص ۳۲۳

د ۱۸۷۵ کال د جنوري پر دوهمه د هند دپاره د برټانیې د دولت وزیر لارډ سالیزبوري صدراعظم ډیزراییلی ته پېشنهاد وکړ چي د افغانستان څخه د سمو اطلاعاتو د نه رسېدلو له امله ستونزي لري او چي په سیمه کي څه پېښېږي نو یوازي په کابل کي د یوه مسلمان نماینده له لاري اطلاعات ترلاسه کوي؛ او هغه هم هغه څه لیکي چي امیر ورته وايي. لارډ سالیزبوري په دې عقیده وو چي په افغانستان کي باید حتما انګریزی هیات موجود وي. Sykes ص ۱۰۱

سالیزبوري په دې عقیده وو چي روسان بالاخره د افغانستان د نیولو او پر هند باندي د یرغل کولو خیال لري او برټانیه باید د هغوی ټولو حرکتونو ته متوجه او پېش بینه وي. خو وایسرا نارت بروک په دې باب هر ډول اطلاعات راغونډ کړي ول او د خپلو تولو مهمو سلاکارانو او افسرانو سر ه تر سلامشورو وروسته یې د ۱۸۷۵ کال د جون پر اوومه د برټانیې حکومت ته یو لیک واستاوه او په هغه کي یې د خپلو ټولو اطلاعاتو نتیجه ولیکله. نارت بروک ولیکل چي دا په هیڅ توګه هوښیاره پالیسي نه ده چي پر امیر باندي انګرېزی هیات تحمیل کړو. نارت بروک او د هغه مشورتي هیات دا خبره رد کړه چي د امیر له خوا د انګرېزي هیات نه منل دي د هغه د وفاداری نه درلودلو دلیل وګڼل سي. دوی ورته ولیکل چي سرریچارډ پالک، چي هم له سیدنورمحمد شاه سره ډیر نيژدې وو او هم د امیر او هم د افغانستان په باب بشپړ معلومات لري وايي چي داسی هیڅ شواهد نسته چي امیر شیرعلي خان دي د اروپايي حکومتونو څخه د مرستو ترلاسه کولو تلاښ کړی وي. دوی زیاته کړه چي که څه هم چي امیر په کال ۱۸۷۳ کي هغه څه چي غوښتل یې ترلاسه نه کړل خو مخالفت یې نه دی ښودلی او د سیستان په مسله کي یې د برټانیې د حکمیت نتیجه له ټول نارضاییت سره قبوله کړه. دوی وویل چي لارډ مایو د امبالې په کنفرانس کي امیرشیرعلي ته  اطمینان ورکړی وو چي په افغانستان کي به انګرېزي استازي نه مقرروي؛ او که موږ اوس پر هغه باندي په دې مسله کي فشار واچوو هغه به مو په وچ زور د روسانو لمني ته غورځولی وي. دوی ولیکل چي په هرات کي د برټانیې د استازي مقررول دلیل او منطق لري او که چیري روسانو مرو اشغال کړه او د ترکمنانو ټوله سیمه یې ونیوله نو بیا به امیر ته اطمینان ورکړي چي د هغه د هیواد د ساتني لپاره هر راز مرستي ورسره کوي؛ خو په دې برخه کي هم باید یو نوی تړون لاسلیک سي. دوی دا هم ولیکل چي د افغانستان په برخه کي باید د صبر او زغم څخه کار واخیستل سي؛ ډیره نرمه پالیسي دي غوره سي او د امیر د ستونزو د حلولو لپاره دي پوره مالي مرستي ورسره وسي. Duke of Argyll ص ص ۳۸۱-۳۸۲

د برټانیې حکومت لارډ نارت بروک ته ولیکل چي هغه باید له امیر سره په دوستانه لهجه خبري وکړي، خو پر امیر باندي به فشار اچوي چي که د هغه اقدام مخه ونیسي چي د برټانیې حکومت یې د ده د خپلواکی لپاره لازم بولي نو د خرابو عواقبو مسول به وي… لارډ نارت بروک په دې عقیده وو چي له امیر سره باید غولونکي خبري ونه سي او حقیقت ورته وویل سي. دوی ویل چي که چیري امیر د برټانیې غوښتني مني نو په عوض کي باید داسي امتیازات ورکړل سي چي هغه هم په دې پوه او قانع سي چي د برټانیې د ګټو د ساتلو په مقابل کي یې یو څه ترلاسه کړي هم دي. د برټانیې حکومت فکر کاوه چي وایسرا باید امیر ته ووايي چي د مرکزي اسیا روانو حالاتو دا لازمه کړې ده چي د برټانیې او د افغانستان د حکومتونو ترمنځ اړېکي تر اوسني حال زیاتره ټینګ او مستحکم سي… د ۱۸۷۶ کال د جنوري پر اته ویشتمه د برتانیې حکومت لارډ نارت بروک ته ولیکل چي د امیرشېرعلي خان سره داسي مذاکرات وکړي چي هغه وغولوي؛ خو نارت بروک وویل چي که موږ د کابل سره خبري کوو نو باید چي هر څه روښانه او سپین وي او د کابل حکومت زموږ د ماموریت په هدف سم پوه سي. لارډ نارت بروک یو ځل بیا ولیکل چي موږ باید په کال ۱۸۶۹ کي د کابل د امیر او لارډ مایو ترمنځ د امبالې موافقتنامه په نظر کي ونیسو. ده دغه راز وویل چي په دې باب هیڅ ډول اطلاع نه لري چي روسیه دي په افغانستان کي د مداخلې خیال ولري. ده دې خبري ته اشاره کړې وه چي امیر د ۱۸۷۵ کال تر سپټامبر پوري ټول کارونه د برټانیې د حکومت د غوښتنو سره سم کړي دي او حتی خپل خلک یې د روسیې په مقابل کي د خوقند د اولسونو د قیام سره د خواخوږی ښودلو څخه منع کړي دي. Duke  ص ص ۳۹۰-۳۹۱

وایسرا نارت بروک پرامیر باندي فشار اچول نامناسب او د برټانیې د امپراطوری د ګټو خلاف وبلل. خو سالیزبوري پر خپلي خبري ټینګ ولاړ وو او نارت بروک په جواب کي ورته وویل چي که له امیر څخه وغوښتل سي چي په هرات کي د انګریزانو دفتر ته اجازه ورکړي نو هغه به سمسدتي دا سوال وکړي چي برټانیه باید پر افغانستان باندي د خارجي یرغل په صورت کي د بې قید او شرطه مرستي ژمنه وکړي. نارت بروک وویل حتی که په افغانستان کي برټانوي هیات ته اجازه ورکړه سي هغه به د امیر د جاسوسانو له خوا داسي محاصره وي چي له هیچا سره به تماس نه سي ټینګولای. کله چي سالیزبوري پر خپله خبره باندي نور هم ټینګار وکړ نو نارت بروک استعفی وکړه او سالیزبوري ته یې ولیکل: زه یقین لرم چي که دا ابتکار وکړې نو خپل ځان به په لوی لاس کمزوری کړې او په راتلونکي کي به د سختو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ سې. Sykes ص ص ۱۰۱-۱۰۲

د لارډنارت بروک پر ځای باندي لارډ لیټن، چي د افغانستان په برخه کي د سالیزبوري د توندروي پالیسی طرفدار وو، وټاکل سو. مخکي له هغه چي لارډ لیټن د هند پر لور حرکت وکړي، په برټانیه کي د رسیې سفیر کنټ شووالوف هغه ته د یوه غیر رسمي ملاقات او ساده لیدني کتني بلنه ورکړه. کنټ شووالوف په دغه ملاقات کي لارډ لیټن ته په روسي ترکستان کي د روسیې د ګورنرجنرال وان کوفمان یو لیک، چي په روسي لیکل سوی وو، په فرانسوي ترجمه کړ، چي د مرکزي اسیا په برخه کي د روسیې د امپراطوری نیتونه پکښي بیان سوي ول. په لیک کي راغلي وه، په داسي حال کي چي روسیې په مرکزي اسیا کي هیڅ داسي کار نه دی کړی چي د برټانیې ګټو ته کوم خطر پېښ کړي خو د برټانوي هند حکومت په مرکزي اسیا کي د روسیې د حکومت پر ضد مسلمانان لمسوي او یعقوب بیګ ته وسلې او مهمات لېږي. جنرال کوفمان وروسته لیکلي وه چي روسیه او برټانیه په مرکزي اسیا کي مشترکي ګټي او مشترک دښمن لري. هغه لیکلي وه چي” زموږ علاقه له تمدن سره ده او تمدن مو په ګټه دی او دښمن مو اسلام دی. یوازینی ریښتونی دښمن چي په هند کي د انګریزانو ګټي تهدیدوي هغه اسلام دی او نوري ستونزي هسي خیالي بلاوي دي؛ خو اسلام به تر ابده پوري د یوه غښتلي ریښتوني دښمن په حیث پاته وي. نو هوښیاره پالیسي به د اینګیلیند او روسیې ترمنځ اتحاد وي. د برټانوي هند حکومت باید له روسیې سره د افغانستان او مرکزي اسیا د مسلمانانو د بې وسلو کولو او د دواړو قدرتونو ترمنځ د دغو سیمو د وېشلو په لاره کي مرسته وکړي. که دغه پالیسي غوره سي نو موږ به د مسلمانانو د بغاوتونو د ځپلو لپاره هر وخت یوه متحده مسیحي امپراطوري لرو. له بده مرغه چي برټانیې د دغه راز یوې ګټوري پالیسی د غوره کولو پر ځای د روسیې په قلمرو کي د مخالفو مسلمانانو د ملاتړ پالیسي غوره کړې او د روسیې د یرغل وېره یې په زړونو کي اچولې ده. که د کلکتې او تاشکند ترمنځ مستقیم تماس موجود وي نو دغه راز غلط فهمی به نه پېښېږي”

لارد لیټن د سفیر شووالوف د خبرو او جنرال کوفمان د لیک په جواب کي وویل “ لکه څرنګه چي تا د سپینو خبرو غوښتنه وکړه نو زه به هم په زغرده درته ووایم چي برټانیه به په هیڅ صورت په افغانستان او خپلو سرحدي سیمو کي د جنرال کوفمان نفوذ ونه مني؛ او نه به د مسلمانانو په مقابل کي د صلیبي جګړې ملاتړ وکړي. ده  زیاته کړه چي موږ افغانستان او بلوچستان ته د برټانوي هند د برنډو یا دالانونو په سترګه ګورو. موږ به، د هر خارجي هیواد د یرغل په مقابل کي، له هغوی څخه، په خپل ټول قوت، دفاع وکړو. موږ به روسیې ته هیڅ وخت اجازه ورنه کړو چي د دغو سیمو په واکمنانو کي نفوذ وکړي”Balfour ص ص ۳۷-۳۸

لارډ لیټن له کونټ شووالوف سره تر دغي کتني وروسته سمدستي ولیکل چي” د روسیې حکومت له امیرشیرعلي سره داسی مستقیم تماسونه تینګ کړي دي چي هغه نه موږ ته اجازه راکړې او نه یې موږ حتی له وېري ورته پېشنهادولای سو؛ په داسي حال کي چي موږ هغه ته هر کال پیسې او وسلې ورکوو. د روسیې جنرال مخامخ وايي چي افغانستان باید بې وسلو سي په داسي حال کي چي پخپله یې له امیرشیرعلي سره داسي تماسونه ټینګ کړي دي چي هر وخت یې زړه وغواړي له هغه سره لیده کاته کولای سي او د امیر پر اطاعت باندي بشپړ باور لري. اینګلینډ په زغرده وايي چي هدف یې د افغانستان نیکمرغي او خپلواکي ده او د دغه هدف لپاره د هغه هیواد واکمن ته مالي مرستي ورکوي. خو بیا هم په افغانستان کي دونه نفوذ نه لري چي د هغه هیواد واکمن په دې قانع کړي چي په خپله خاوره کي د برټانیې استازو ته اجازه ورکړي او یا په خپله خاوره کي د برټانیې د افسرانو تېرېدل وزغمي. زه فکر نه کوم چي وضع  تر دې هم مهمه او خطرناکه کېدلای سي” هغه کتاب ص ص ۳۹-۴۰

لارډ لیټن هند ته د رسېدلو څخه لږ وروسته د پېښور کمیشنر سرریچارډ پالک سره وکتل او هغه ته یې هغه لیک ورکړ چي باید د وایسرا د یاور میجرخانان خان په لاس د کابل امیر ته واستول سي. په مکتوب کي راغلي وه چي لارډ لیټن د هند د وایسرا په حیث مقرر سوی دی، د امیر او ولیعهد عبدالله جان د روغتیا پوښتنه یې کړې وه او دا یې ورته لیکلي وه چي وایسرا په خیال کي لري چي ډیر ژر سرلیویس پیلي د خاص استازي په توګه کابل ته ولېږي؛ له هغه سره به ډاکټر بیلیو او میجر سینټ جان هم ملګري وي او تاسي ته به شخصا یو مکتوب در کړي چي په هغه کي به په هند کي زما د مقرری او د ملکې له خوا د هند د امپراطوري د لقب د غوره کولو اطلاع شامله وي. هغه کتاب ص ۵۳

امیر ته په دغه وخت کي رپوټ رسیدلی وو چي د انګریزانو یو پوځ د بولان په دره کي را تیرسوی او غواړي چي کندهار ونیسی. که څه هم چي امیر پخپله دا رپوټونه بې اساسه بللي ول مګر څرنګه چي انګریزانو په کویټه کي دایمي نمایندګي پرانیستلې او هغه ښار یې په ریشتیا هم اشغال کړی وو نو له امیر سره دا اندېښنه پیدا سوه چي د کوټي د ښار اشغال د کندهار او هرات د ښارونو د اشغال پیلامه ده. Bilgrami ص ۳۳۵

امیر شېرعلي خان د وایسرالارد لیټن سره د خبرو او هغه ته د افغانستان په باب د اطلاعاتو ورکولو لپاره په کابل کي د انګریزانو خپل استازی نواب عطامحمدخان سیملې ته واستاوه. نواب عطامحمدخان د امیر ټولي غوښتني او شکایتونه لارډ لیټن ته ورسول خو په هیڅ مورد کي یې د هغه قناعت حاصل نه کړ او د دې خبري اصلي علت دا وو چي لارډ لیټن له لومړي سره له دې نیت سره هند ته راغلی وو چي په هره توګه کېږي په امیر به دا مني چي په خپله خاوره کي، په تېره بیا، کندهار، هرات، بلخ او کابل کي د برټانیې انګریزي استازو ته د ټاکل کېدلو اجازه ورکړي. لارډ لیټن له دې څخه وروسته په زغرده له امیر څخه وغوښتل چي هغه غواړي د افغانستان په خاوره کي انګریزي استازي ولري او چي په هر صورت کېږي دا هدف باید تر سره سي.

ډوک آف ارګایل لیکي”لارد لیټن وروسته عطامحمدخان ته وویل چي امیر په دې خبري کي په غلطه دی چی وايي موږ تر هغه وخته پوري له چا سره مرسته نه کوو چي خپلي ګټي پکښي ونه وینو. که امیر نه غواړي چي موږ خوشاله وساتي نو هغه مرستي به چي له ده سره یې کوو د هغه دښمنانو ته ورکړو او هغوی به یې په ورین تندي ومني. ده وروسته عطامحمدخان ته وویل هره شېبه چي موږ په دې پوه سو چي افغانستان نور زموږ دوست او متحد هیواد نه دی موږ له روسیې سره تفاهم کوو او افغانستان به د مځکي له مخ څخه محو کړو. البته دا ډیره تهدیدونکي لهجه وه او وایسرا تر دې هم سخت کلمات استعمال کړل. هغه امیر ته اخطار ورکړ چي برټانیه کولای سي پر هغه باندي د اوسپني کړۍ را وګرځوي او یا یې لکه وچ لرګی میده میده کړي؛ او امیر د دوو اوسپنیزو لوښو په منځ کي یو وړوکی خاورین لوښی دی. تر دې بد لا بل هغه اعلان وو چي په هیڅ توګه توجیه کېدلای نه سي او هغه دا چي وایسرا تهدید وکړ چي که امیر زموږ سره سمدستي تفاهم ته رسېدل نه غواړي نو روسان زموږ سره د افغانستان پر سر تفاهم ته تیار دي”. ص ۴۲۵  Duke

امیر د لارد لیټن د لیک په باب د سلا مشورې لپاره خپل خاص او نیژدې مقامات را وبلل. البته په سردارانو او مشرانو کي یوازي د هغه صدراعظم سیدنورمحمدشاه د سمي مشورې ورکولو توان او صلاحیت درلود او امیر ته یې وویل چي تر څو پوري د انګریزانو سره د تماس ټینګولو څخه پرهیز وسي ترهغه وخته پوري به روسان، د آمو د سیند پر هغه غاړه او په هند کي انګریزان د امیر د دوستی په ترلاسه کولو پسي ستړی وي. ده وویل چي هند ته په څوسفرونو کي د انګریزانو په مقاصدو ښه پوه سوی دی او خاطرات به یې هیڅکله هیر نه کړي. د لارډ لیټن لور میرمن بیټي بالفور لیکي “ په دې کي هیڅ شک نسته چي په دې خبره کي د امیر د وزیر عقیده په صحیح توګه څرګنده سوې وه. هغه په ۱۸۷۳ کي هند ته د سفر په وخت کی د لارډ نارت بروک سره کتلي او سفر یې بې نتیجې پای ته رسېدلی وو. هغه کابل ته له ډیري بدي خاطرې سره ستون سوی وو او تل به یې ویل چي له روسانو او انګریزانو دواړو څخه وېره په کار ده، خو روسان تر انګریزانو لا خطرناک دي. هغه یو لایق سړی وو، ډیرد نفوذ خاوند وو، د انګریزانو سر یې ډیره سخته دښمني درلوده او پر امیر باندي یې، چي هسي یې هم له انګریزانو څخه ښه زړه نه درلود، په دې برخه کي ډیر زیات تاثیر درلود ”Balfour ص ص ۵۵-۵۶

لارد لیټن، له لومړي سره، افغانستان ته د ډیرو بدو نیتونو سره راغلی وو. هغه په ژوند کي د امیر شیرعلي خان سره لیدلي نه وه، او نه یې د هغه کوم خصمانه عمل لیدلی وو، مګر هغه یې د انګریزانو دښمن، د روسانو دوست او حتی وحشي باله. لارډ لیټن لارډ ګرین بروک ته په یوه لیک کي وايي چي    “ د امیر پالیسي هر وخت دا ده چي، تر څو په وس یې پوره وي، دوه لوی قدرتونه د یوه بل پر ضد استعمال کړي؛ او یوه ته هم په خپله خاوره کي د پښې د ایښودلو قدر امتیاز هم ورنه کړي. مګر زموږ په مقابل کي د هغه بېطرفي د ښه زړه نه ده او ښايي ډیر دوام هم ونه کړي. دی وايی ما بیخي ډیر کوښښ وکړ چي د کابل له امیر سره اړېکي بهتر کړم مګر ناکام سوم. افغانستان د تیرو شپږو اوو کالو په څیر پاته دی او هیڅ تغیر نه دی راغلی؛ زموږ پر مخ یې ټولي دروازې تړلي او له روسانو سره تل په تماس کي وي. موږ باید په دې پوه سو چي که چیري د روسیې او برټانیې ترمنځ کوم جنګ پېښېږي په هغه صورت کي به افغانستان زموږ ملګری نه وي. لارډ لیټن لیکي چي امیر شیرعلي یوازي وحشي نه دی بلکه د وحشي توب سره یو څه لیونتوب هم لري، ځکه یې فیصله آني او عمل یې ناڅاپي وي. که څه هم چي روسان یې نه خوښېږي او پر هغوی باندي هم بې باوره دی، خو زموږ سره ډیره سخته شخصي دښمني لري. ده موږ هیڅ وخت په سیستان کي زموږ د حکمیت له امله نه یو بخښلي. په دې وروستیو دوولسو میاشتو کي یې ځان ښه په وسلو سمبال کړی دی او له روسانو سره تل په تماس کي وي. سره له هغه چي موږ د ده په برخه کي له احتیاط او پر هیز څخه کار اخیستی دی مګر دی هر وخت وايی چي زموږ پالیسی دې ته مجبور کړی دی چي ځان په وسلو سمبال کړي. ده د روسیې او ترکیې د جنګ په پیل کي، د دې پر ځای چي د روسانو پر ضد یې جهاد اعلان کړی وای، زموږ پر ضد یې جهاد اعلان کړ او اوس هم وايي چي شرایط ورته برابر سي بیا به جهاد اعلانوي”  هغه کتاب ص ص ۲۴۴-۲۴۵

په خپل زور او قوت مغرور لارد لیټن له لومړي سره، د امیر شیرعلي خان سره، د روغي جوړي خیال نه درلود او د پېښور د کمیشنر مرستیال کیوناري ته یې، په هند کي د خپل ماموریت په دریمه میاشت، ولیکل چي “ زما په فکر له امیرشیرعلي سره زموږ د اړېکو لویه نیمګړتیا په  دې کي ده چي زموږ په لهجه کي د دواړو خواوو دریځ او موقف سم نه دی څرګند سوی، چي هغه د ده کمزوري او زموږ طاقت دی. امیر چي زموږ نرم دریځ ته ګوري نو فکر کوي چي موږ ده ته، په سیاسي لحاظ، ډیره سخته اړتیا لرو او په دې حساب نو د روسانو لپاره ډیر مهم دی. ده طبعا کوښښ کړی دی چي خپل دوه زورور ګاونډیان د یوه بل پر ضد استعمال کړي. موږ ده ته په څو میاشتو یا حتی څو هفتو کي دا ښودلای سو چي دونه زور نه لري چي دا لوبه دي بریالۍ پای ته ورسوي. زه په دې باور یم چي موږ باید هیڅ وخت پرې نه ږدو چي افغانستان د کوم بل طاقت لاسته ولوېږي. مګر زموږ او د افغانستان د اوسني امیر ترمنځ یو څرګند توپیر موجود دی. موږ له شیرعلي پرته ګوزاره کولای سو  مګر هغه زموږ له مرستي پرته پر مخ نه سي تللای” هغه کتاب ص ۱۶۲

 دوک آف ارګایل لیکي چي” د لارډ لیټن په دې ادعا کي چي امیر غواړي خپل زورور ګاونډیان د یوه بل پر ضد استعمال کړي یوه ذره حقیقت نسته. دی وايي  شیرعلي بېخي هوښیار سړی وو او په دې پوهیدی چي د دې دوو طاقتونو ترمنځ په جنګ کي له یوه سره هم د ده اتحاد چنداني ګټه نه رسوي. دا ټوله مفکوره د لارډ لیټن خپل خیالات دي. په دې باب کره او زیات شواهد موجود دي چي لارډ لیټن او د هغه سلاکارانو یوازي د روسیې په باره کي فکر کاوه او په بل هیڅ شي کي یې ری نه واهه. ډوک آف ارګایل وايی له امیر او د هغه له مقاماتو سره دا اندېښنه وه چي د برټانیې تونده لهجه، تهدیدونکې ژبه او آمرانه کلمات د دې معنی لري چي دوی غواړي د افغانستان بشپړ واک په خپل لاس کي واخلي. دا شواهد دونه څرګند دي چي بالاخره لارډ لیټن خپل استازی نواب عطامحمدخان، چي څو کاله یې د څو پخوانیو وایسراګانو بشپړ اعتماد ترلاسه کړی وو، په دروغ ویلو تورنوي. دی وايی چي زموږ استازي خپل رپوټونه قصداً مبهم او بې مفهومه جوړ کړي ول. دا داسي یوه ادعاده چي له ټولو هغو لیکونو سره چي پارلمان ته رسېدلي دي په تضاد کي دي.  ډوک آف ارګایل د خپل کتاب په حاشیه کي لیکي چي دا پر عطامحمدخان باندي یو عجیب غیر عادلانه تور دی؛ ځکه چي لارد لیټن د همدغه ماموریت په پای کي د اکټوبر پر دیارلسمه نېټه هغه ته یو ساعت، ځینځیر او لس زره روپۍ ورکړې او د هغه د خدماتو ستاینه یې وکړه”

Duke  ص ص ۴۴۷-۴۴۹

لارډ لیټن، له دې څخه یوه میاشت وروسته، همدغه کیوناري ته، په یوه بل لیک کي د افغانستان په باب خپل بد استعماري نیت څرګند کړ. ده هغه ته ولیکل چي “ د کابل له امیر سره  زموږ اړېکي د دې پر ځای چي زموږ امنیت تامین کړي زموږ د پرله پسې اندېښنې سبب دی. دا په هیڅ توګه زموږ په ګټه نه ده چي په خپل سرحد کي د داسی یوه قوت د استحکام لپاره کار وکړو چي د هغه دوستي زموږ د امنیت لپاره هیڅ ګټه نه کوي، او دښمنی ته یې پرته له جنګه په بله توګه جواب نه سو ورکولای، چي په هغه کي هم بری له ستونزو خالي نه دی. نو زه فکر کوم چي د دې پر ځای چي د افغانستان د قوي کولو لپاره کار وکړو بهتره دا ده چي د هغه د پاشل کېدلو او کمزوري کولو لپاره اقدامات وکړو. لارډ لیټن وروسته لیکي چي شېرعلي زموږ له لاسه وتلی دی او موږ باید د خپل دریځ د قوي کولو لپاره، په هیڅ توګه، د هغه پروا ونه کړو… موږ هیڅ وخت د افغانانو رضاییت نه سو ترلاسه کولای؛ ځکه چي د هغوی غوښتني زموږ له ګټو سره سر نه خوري. له دوی سره چي هر څومره مرسته وسي مننه به ونه کړي. نو دوی ته باید قوت وښودل سي. هر څومره چي دوی ته صدمه ورسول سي او هر څومره چي زیات خوږ سي په هغه اندازه دوی تر اغېزې لاندي راوستل کېږي” هغه کتاب ص ص ۱۶۵-۱۶۶

نواب عطامحمدخان امیرشېرعلی خان ته د لارډ لیټن تهدیدونکي کلمات، لکه څرنګه چي ورته ویل سوي وه کټ مټ هغسي، ورسول. امیر شېرعلی خان بالاخره مجبور سو چي خپل صدراعظم نورمحمدشاه ، د ۱۸۷۶ کال د ډسامبر په وروستیو شپو ورځو کي، د سرلیویس پیلي سره د خبرو لپاره، پېښور ته واستوي. دا مذاکرات د ۱۸۷۷ کال د جنوري د میاشتي په پای کي پیل سول. د برټانیې استازي لیویس پیلي غوښتل د لومړي سره داسي  وبرېښوي چي ګواکي د دې خبرو غوښتنه امیر شېرعلی خان کړې ده. په دې صورت کي به نو لیویس پیلي خپل شرایط تحمیلولای؛ مګر نورمحمدشاه هوښار سړی وو او د سرلیویس پیلي لپاره له لومړۍ ورځي معلومه سوه چي د هغه غولول او د خپل هیواد تر ګټو تېرول ممکن نه دي. ډوک اف ارګایل لیکي” د نورمحمدشاه د لیاقت او د شخصیت له دروندوالي څخه هیڅ انکار نه سي کېدلای. هغه د مذاکراتو له پیل څخه، د ډیري سختي مرګانی ناروغی سره سره، چي کرۍ ورځ به له دردونو څخه کړېدی، د خپل دریځ، د امیر له نظر او د افغانستان له خپلواکی څخه دفاع وکړه. سرلیویس پیلي، د فبروري پر دریمه، د کنفرانس په لومړنۍ غیر رسمي غونډه کي، نورمحمدشاه ته وویل چي دا په امیر اړه لري چي خپل استازی لکه څرنګه چي دی یې غواړي هغه په خوشالي ور ستنوي کنه. نورمحمدشاه په جواب کي ورته وویل چي نه! دا په تاسي اړه لري. او وروسته یې خپله خبره سمه کړه او وې ویل چي په حقیقت کي دا نه په تاسي او نه په امیر اړه لري بلکه دا په عدالت اړه لري. د لومړۍ غونډي په پای کي یې لیویس پیلي ته وویل چي ستاسي حکومت ډیر ستر او غښتلی دی، او زموږ حکومت ډیر کمزوری دی. موږ له ډیره وخته ستاسي سره دوستانه اړېکي لرو او امیر ستاسي لمني ته لاس اچولی دی؛ تر څو چي لاس یې غوڅ نه سي ستاسي لمنه به خوشي نه کړي. مګر کله چي یې د امیر د استازي په حیث خبري کولې نو دونه په قوت ږغېدی چي خپل حریف یې کونج ته کړ. د فبروري پر پنځمه یې د سر لیویس پیلي څخه پوښتنه وکړه چي که اوسنی وایسرا زموږ سره کومه موافقه وکړي او تر ده وروسته بل وایسرا ووايي چي دا موافقتنامه نه مني نو بیا به څه کېږي؟ سرلیویس پیلي غوښتل چي دې پوښتني ته مبهم جواب ورکړي خو نورمحمدشاه ورته وویل چي ما ته د نه او هو جواب راکړه. نورمحمدشاه وروسته بیا ورته وویل چي آیا د سرجان لارنس او د مرحوم امیر له وخت څخه بیا د لارډ نارت بروک او اوسني امیر تر وخته پوري ټولي لاسلیک سوي موافقتنامې فسخ سوي دي. سرلیویس پیلي ورته وویل چي هغه د موافقتنامو د فسخ کولو صلاحیت نه لري، بلکه له موجودو موافقتنامو سره د ځینو موادو د زیاتولو پېشنهاد کوي. نورمحمدشاه ورته وویل داسي به یې فرض کړو چي موږ له لارډ لیټن سره موافقتنامه لاسلیک کړه او شل کاله وروسته یوه بل وایسرا وویل چي دا نه مني نو زموږ تکلیف به څه وي. لیویس پیلي ورته وویل چي دا خو امیر نارضاییت ښکاره کړی دی او موږ مجبور یو چي له هغه سره پر سویو موافقو باندي تجدید نظر وکړو. سید نورمحمدشاه ورته وویل امیر ځکه ناخوښي او اعتراض ښودلی دی چي د زړو موافقو څخه سرغړونه سوې ده” هغه کتاب ص ص ۴۵۷-۴۵۹

څرنګه چي وایسرا د نورمحمدشاه په مقابل کي هیڅ ډول منطق نه درلودل نو یې خپل استازي لیویس پیلي ته هدایت ورکړ چي امیر ته ووایی چي که هغه د دواړو حکومتونو ترمنځ د نوي تړون د لاسلیک کېدلو سره موافقه نه کوي نو هغه ته باید وویل سي چي  دواړه حکومتونه خپلو پخوانیو دریځونو ته ګرځي. د دې لپاره چي د پخوانیو دریځونو یا شرایطو په باب د امیر له ذهن څخه هر ډول غلط فهمي لیری سي، وایسرا لیویس پیلي ته هدایت ورکړ چي امیر ته ووایی چي د هغه تړون په اساس چي له مرحوم امیر سره لاسلیک سوی وو، افغانستان د برټانیې د دوستانو دوست او د دښمنانو دښمن وو؛ په داسي حال کي چي په مقابل کي برټانیې دغه راز  دوه اړخیز مسولیت نه دی درلودلی. د بلي خوا څرنګه چي امیرخپل مسولیتونه نه دي پوره کړي او د برتانیې په مقابل کي یې خصمانه دریځ غوره کړی دی، د برټانیې استازي یې په خپله خاوره کي نه دي منلي، د برټانیې د مرستو مننه یې نه ده کړې، په خپله خاوره کي یې د برټانیې افسرانو ته د تيريدلو اجازه نه ده ورکړې؛ پر خپلو ګاونډیانو باندي یې د یرغل کولو نیت درلودلی دی او بالاخره یې د برټانیې پر ضد د جهاد اعلان هم کړی دی. د دې لومړیو تورونو معنی یوازي دا وه چي امیر د لارډ مایو سره پر کړو تړونونو باندي ټینګ ولاړ وو، نور تورونه یې تشي آوازې وې او دا چي امیر د برټانیې په مقابل کي جهاد اعلان کړی وو، د دې علت پخپله د امیر په مقابل کي د لارډ لیټن تشدد وو، چي امیر یې د جهاد اعلانولو ته مجبور کړی وو. هغه کتاب ص ص ۴۷۰-۴۷۱

لارډ لیټن د پېښور په مذاکراتو کي له وچي سرزوری څخه کار واخیست او د نورمحمدشاه څخه یې وغوښتل چي په  افغانستان کي د برټانیې استازو د ټاکلو موضوع ته د نه او هو جواب ورکړي بله هیڅ لاره نسته. سیدنورمحمدشاه تر سخت فشار لاندي وو او په یوه میاشت کي یې روغتیایی حالت ډیر سخت خراب سو او بالاخره د مارچ پر شپږویشتمه وفات سو. امیر یا د خپل صدراعظم د وفات د خبر د اورېدلو او یا د هغه د سختي ناروغی په شپو ورځو کي د پېښور د مذاکراتو د پر مخ بېولو لپاره بل استازی ټاکلی وو او وایسرا ته رپوټ ورکړه سوی وو چي دغه استازي ته واک ورکړه سوی دی چي د وایسرا ټولي غوښتني ومني. لارډ لیټن پخپله وايي چي د مارچ له دیرشمي څخه مخکي، چي سرلیویس پیلي ته یې د مذاکراتو د بندولو امر وکړ، په دې موضوع خبر وو. هغه کتاب  ص ۴۸۰

لارډ رابرټس، چي د لارډ لیټن د توندروي پالیسی طرفدار وو، او د افغانستان او انګلیس په دوهم جنګ کي یې ډیر عمده رول درلود، دې موضوع ته داسي رنګ ورکوي چي ګواکي “امیر شېرعلی خان د خپل صدراعظم د وفات د خبر د اورېدلو سره خپل اعصاب له لاسه ورکړل او د لېونتوب سرحد ته ورسیدی او د برټانیې حکومت ته یې ګواښونه پیل کړل. ده اعلان وکړ چي د انګریزانو سره موافقې ته رسېدل ممکن نه دي او ده ته له جنګ نه پرته بله لاره پاته نه ده. ده به ویل چي اویا میلیونه روپۍ لري او په هره یوه به انګریزان پر سرونو وولي. امیر وروسته د برټانیې پر ضد د جهاد اعلان وکړ ”Roberts  ص ص ۳۳۵-۳۳۶

البته د امیرشېرعلي خان له هغه وروستي نسبتا مفصل لیک څخه، چي پخپله لارډ رابرټس په خپل کتاب کي رانقل کړی دی، چي وایسرا ته یې لېږلی دی، په څرګنده ښکاري چي امیرشېرعلي خان، د یوه هوښیار پاچا په حیث، چي خپل او د برټانیې زور ورته معلوم وو، تر وروستي سرحده د برټانیې له دښمنۍ او جنګ څخه ځان ژغوره او له هغوی سره یې د دوستی د دوام هیله کوله. امیر په هغه لیک کي لیکلي دي چي زه په صادقانه توګه او د زړه له کومي درته وایم چي زموږ حکومت به تر ابده، او لکه د تل په څېر، د دواړو حکومتونو ترمنځ دوستانه اړېکي وساتي او د برټانیې د حکومت په مقابل کي هیڅ ډول خصمانه احساس نه لري او نه به مخالفت ورسره وکړي.

امیرشېرعلي خان په خپل هغه لیک کي د وایسرا د وروستي لیک هغي برخي ته اشاره کړې ده چي ګواکي امیر له بده نیته او د دښمنۍ په وجه د انګریزانو هیات ته، کابل ته د ورتللو، اجازه نه ده ورکړې. امیرشېرعلي خان وايي چي که یې د برټانیې د حکومت هیات ته له هغه زیات شمېر ورسره عسکرو سره کابل ته د ورتللو اجازه ورکړې وای نو  د افغانستان خلکو به دا پر خپل استقلال باندي تېری بللی وای او زموږ ترمنځ اوسنی دوستی ته به یې تاوان رسولی وای. امیرشېرعلي خان لیکي چي که چیري د برټانیې حکومت یو هیات له شلو یا دېرشوتنو سره، لکه د روسانو له هیات سره چي ملګري ول، را واستوي، موږ به یې هرکلی وکړو او هیڅ وخت به مخالفت ورسره ونه کړو. هغه کتاب ص ص ۳۵۲-۳۵۳

البته وایسرا خپلو هغو بېشرمانه تهدیدونو ته چي د پښتني قبایلو په برخه کي یې امیر ته کوي دوستانه پېشنهادونه وايي. وایسرا په خپل یوه وروستي لیک کي امیر ته لیکلي دي چي که هغو قبایلو ته چي د انګریزانو هیات ته یې لارښودنه کړې ده کوم تاوان ورسېږي نو مسولیت به یې د امیر پر غاړه وي او امیر به مجبور وي چي هغوی ته د ټول رسېدلي تاوان جریمه ورکړي او که هر وخت امیر دغو قبایلو ته د تاوان رسولو خیال وکړي نو د برټانیي حکومت به د هغوی ساتنه وکړي.

وایسرا دغه راز له امیر شېرعلي خان څخه غواړي چي خپل زوی سردارمحمدیعقوب خان له بنده خوشي کړي او هند ته یې واستوي، کنه نو د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستی ته صدمه رسېږي. وایسرا د افغانستان په داخلي چارو کي دا بېشرمانه مداخله د دې هیواد استقلال ته تهدید نه بولي او لا هم د افغانستان په چارو کي د بېطرفی او له دې هیواد سره د دوستی ادعاوی کوي. امیرشېرعلي خان په خپل وروستي لیک کي دې دواړو موضوعاتو ته اشاره کړې او له وایسرا څخه یې دوستانه ګیله کړې ده. هغه کتاب ص ۳۵۲

د ۱۸۷۷ کال د اګست پر څوارلسمه لارلیټن امیر ته د خپل استازي نواب غلام حسین خان په لاس یو لیک واستاوه او په هغه کی یې لیکلي وه چي د سرنیویل چمبرلین په مشری یو هیات به کابل ته درسي او پر مهمو او عاجلو موضوعاتو به خبري درسره وکړي. د اګسټ پر اووه لسمه د امیر ګران زوی ولیعهد شهزاده عبدالله جان د شپاړسو کالو په عمر وفات سو او لارډ لیټن، د امیر په دغسي غمګین حالت کي، د هیات لېږل یو څه وځنډول. د سپټمبر په میاشت کي یې امیر ته د تهدیدونکو کلماتو څخه یو ډک لیک واستاوه او په هغه کي یې لیکلي وه چی د هیات په کارکي ځنډ او یا مخنیوی به خصمانه عمل وګڼل سي. په داسي حال کي چي د روسانو هیات د اګسټ پر پنځه ویشتمه له کابل څخه وتلی وو او وایسرا ته د هیڅ ډول تلوار کولو دلیل پاته نه وو او له بلي خوا نیویل چمبرلین له پېښور څخه وایسرا ته رپوټ ورکړی وو چي امیر د هیات د منلو سره هیڅ مخالفت نه لري او یوازینی ګیله یې د وایسرا د تهدیدونکو او تقریبا توهینونکو کلماتو له استعمال څخه ده. امیر ویل  داسي ښکاري لکه دا هیات چي د افغانستان خاوري ته په زور داخلېږي؛ زه په دغه توګه د هیات له راتلو سره موافقه نه سم کولای ؛او چي زما سرحدی ساتونکو او افسرانو ته زما هدایت نه وي رسېدلی هغوی به څرنګه هیات ته د تېرېدلو اجازه ورکړي، د دې معنی خو دا ده چي دا هیات غواړي ما په لوی لاس بې آبه کړي. امیر لیکلي وه چي زه د پخوا په څېر ستاسي دوست یم او هیڅ ډول دښمني نه درسره لرم… یوه ورځ وروسته د برټانیې استازي له کابل څخه رپوټ ورکړ چي امیر سوګند یاد کړ چي له انګرېزانو سره هیڅ ډول مخالفت نه لري؛ هغه به د هیات د منلو لپاره سرحد ته یو هیات ولېږي او که هیات، په زور، د افغانستان خاوري ته د داخلېدلو هڅه ونه کړي نو هیڅ مخالفت به ورسره ونه کړي. او که په زور داخلېږي نو دی به ځکه اجازه ورنه کړی چي دا د ده شخصیت ته سپکاوی دی. امیر لیکلي وه چی د ده په باب له کابل څخه غلط رپوټونه ورکړه سوي دي. ده د روسانو هیات ته له سره بلنه نه ده ورکړې او که د انګریزانو هیات کابل ته راسي نو ټولي غلط فهمی به لیري سي. وایسرا لارد لیټن د امیر دې ټولو خبرو ته په یوه ټلګراف جواب ورکړ او ورته ویلي یې وه چي دا خبري په وضع کي هیڅ تغیر نه سي راوستلای او د سرلیوین چمبرلین هیات به د تقسیم اوقات سره سم د افغانستان خاوري ته داخلېږي. Duke ص ص ۵۰۴-۵۰۵

ډوک آف ارګایل د افغانستان او په خاصه توګه د امیر شېرعلي خان په مقابل کي د انګریز د حکومت او په تېره بیا د ګورنرجنرال لارد لیټن د غیرعادلانه سلوک په باب لیکي” زه اعتراف کوم چي دا جملې د احساساتو د څرګندولو پرته نه سم لیکلای. په دې جملو کي داسي خبري او اعمال قید سوی دي چي زموږ هیواد ته یې یوه نه هېرېدونکې رسوايي ور په برخه کړې ده. تاریخ د داسي زورورو پاچاهانو او حکومتونو له اعلامیو او اعلانونو څخه ډک دی چي غوښتل یې په دروغو او ناحقه پلمو د کمزورو هیوادونو حقوق پایمال کړي او پر هغوی باندي خپلي حملې ریښتوني او په حقه وښيي. زه ګومان نه کوم چي په دې ټولو اعلامیو کي به دونه دروغ، بې عدالتي او بېځایه تورونه پیدا کړل سي لکه د برتانیې حکومت چي د کابل پر امیر باندي ولګول.

زه دا خبره تکراروم چي موږ په افغانستان کي نه د روسیې او نه د کوم بل هیواد نفوذ زغملای سو او دا هم منم چي د برټانیې حکومت دا نه سوای زغملای چي د کابل امیر دي روسي هیات ته د ورتلو اجازه ورکړي  او د برټانیې هیات دي خپلي خاوري ته پرې نه ږدي. مګر د برټانیې حکومت باید دې حقیقت ته متوجه وي چي د روسانو هیات د دوی د اعمالو په نتیجه کي کابل ته راغی. د بلي خوا، باید دې حقیقت ته هم توجه وکړي چي امیر شېرعلي د وایسرا هیات نه رداوه بلکه ویل یې چي د برټانیې ل هیات سره د ده شخصي لیدنه به غلط فهمي لیري کړي. امیر فقط دونه غوښتل چي د برټانیې هیات باید د ده د افسرانو او خلکو په مخ کي پر ده باندي تحمیل نه سي. دوی په دې پوهېدل چي هغه د هند د حکومت له فیصلې څخه شکایت نه کاوه بلکه ده او د ده افسرانو ته یې د انګرېزانو د لاپو شاپو څخه ډکو لیکونو او پیغامونو څخه، چي حتی د ده د زوی د ماتم په شپو کي یې هم ورته رالېږل، شکایت کاوه. دوی پوهېدل چي که په دنیا کي ریښتونی غم موجود وي هغه به د سردار عبدالله جان د مړیني له امله د امیرشېرعلي خان ماتم وي، چي تر ټولي دنیا ورباندي ګران وو او د ژوند ټول امیدونه یې په هغه پوري تړلي ول، خو د برټانوي هند حکومت لږترلږه د دغه لوی غم سړېدلو ته هم حوصله ونه کړه، او پر امیر باندي یې په داسي حال کي فشار اچاوه چي هغه د خپل ګران زوی د ماتم پر کمبله ناست وو… زموږ حکومت په ختیځه اروپا کي بې عدالتی او ظلمونه کړي دي، مګر که په هند کي د هغه بې عدالتیو ته وګورو نو په ختیځه اروپا کي سوي بې عدالتی د شیخ او زاهد عملونه ورته ښکاري. زه په پوړه زړه دا پېش بیني کولای سم چي هغه وخت راتلونکی دی چي هر انګرېز وګړی چي په پېښور کي د افغانستان د استازي په مقابل کي د لارډ لیټن جوابونه ولولي نو د شرم او خجالت احساس به کوي “  هغه کتاب ص ص ۵۱۴-۵۱۶

د ۱۸۷۸ کال د ډسمبر په میاشت کي، چي د افغان او انګلیس دوهم جنګ پیل سوی وو، د انګلستان پارلمان یوې جرګه ګی ته وظیفه ورکړه چي د دې جنګ د علتونو په باب رپوټونه برابر کړي. د پارلمان دغي جرګه ګی د افغانستان د جنګ علتونه     Causes of the Afghan War په نوم د رپوټونو یو بشپړ کتاب ترتیب کړ. د کتاب په مقدمه کي یې ولیکل: “ … دا جنګ ډېر ناڅاپه پیل سو. نه یوازي زموږ حکومت له پارلمان سره سلامشوره ونه کړه؛ نه یوازي یې د هغي پالیسی په باب چي د جنګ د پیل کېدلو سبب سوه اطلاع ورنه کړه بلکه  کله چي په دې باره کي پوښتني رامنځته سوې نو داسي جوابونه ورکړه سول چي مطلب یې قصدي غولول وه . تر ټولو هوښیار او ماهر مقامات یې وغولول او د هغوی په وسیله یې ټول ملت ګمراه کړ. د ۱۸۷۸ کال د آګسټ په میاشت کي پارلمان په داسي حال کي تعطیل سو چي هر څوک په دې پوهېدل چي دا جنګ پیل کېدونکی دی. ځینو ورځپاڼو ته ، چي د مرکزي اسیا په باب خپروني کوي، وعده ورکړه سوې وه چي په دې باره کي به معلومات ورکول کیږی او ورته ویل سوي وه چي د هغو معلوماتو د خپرولو لپاره تیار اوسي. مګر د افغانستان په باره کي مهم اطلاعات داسي پټ سول چي په دې باره کي هیڅ ورځپاڼي ته هیڅ معلومات ورنه کړه سول … د کتاب د مقدمې په پای کي راغلي دي…موږ په دې عقیده یو چي دا جنګ غیر عادلانه  او په دې کي شک نسته چي بې عدالتي ژر یا وروسته تباهي راولي. حتی که یې عادلانه هم وبولو نو نامناسبه دی او هغه پالیسي چي د هغې په اساس دغه جنګ پیل سو غیر معقوله ده او په هند کي به زموږ واکمنی ته خطر پېښ کړي. موږ ادعا کوو چي دغه پالیسي نوې ده او په ۱۸۷۵ کال کي په تلوار، پټه او بې سلامشورې پیل سوه… موږ په دې عقیده یو چي دا د هر وطنپال وظیفه ده چي خپل هیوا دغه راز غیرعادلانه او تلواري او بې سنجشه اعمالو له نتیجو څخه وژغوري او پر دې خبري ټینګار وکړي چي موږ باید د روسانو په څېر د مځکو د لاندي کولو د تباه کونکي پالیسی لاره غوره نه کړو”

ګورنرجنرال لارډ لیټن پر افغانستان باندي د حملې کولو لپاره د پلمې د پیدا کولو او د دې جنګ د پیل کولو د جواز د ترلاسه کولو لپاره هر ډول دروغ وویل او بالاخره یې دا غیر عادلانه جنګ پیل کړ. نه یوازي یې ده ته ګټه ونه کړه بلکه خپل هیواد او حکومت ته یې تاریخي ناکامي او شرم پرېښود. لومړی خو سړی وګوري چي لارډ لیټن پر افغانستان باندي د حملې کولو د پلمې جوړولو لپاره څومره غیرعادلانه لاره غوره کړې ده. یا د برټانیې هیات ته اجازه ورکړه چي افغانستان ته داخل سي او یا به جنګ کوو. زه ګومان کوم چي د نړۍ په تاریخ کي به د جنګ لپاره دومره بې ځایه او ظالمانه پلمه ډېره لږه پېښه سوې وي. البته د پارلمان په رپوټونو کي راغلي دي امیر، د وایسرا لارډ لیټن د محلي استازي، نواب غلام حسین خان په لاس یو لیک استولی او په هغه کي یې د لارډ لیټن دا غوښتنه هم په ډېره عاجزي منلې ده. ځکه چي امیر پوهېدي چي لارډ لیټن د جنګ فیصله کړې ده او له هغه سره  د ده زور برابر نه دی. د پارلمان په رپوټونو یا د افغانستان د جنګ علتونو په کتاب کي راغلي دي”نواب غلام حسین خان د امیر له وزیر شاه محمد سره تر کتلو وروسته یو بل لیک ورسره راووړ چي په هغه کي شاه محمد سوګند یاد کړی وو چي امیر به د غلط فهمی د لیري کولو لپاره پخپله د برټانیې هیات افغانستان ته ور وبولي او هر کلی به یې وکړي، خو په دې شرط چي د برټانیې حکومت دغه هیات په زور ورباندي قبول نه کړي او هیات یو څو ورځي په پېښور کي پاته سي. ځکه چي که دا هیات د ده له خوښي پرته افغانستان ته داخل سي نو دی به د خپلو خلکو په مخ کي سپک سي. ده وویل چي د ده او د انګرېزانو تر منځ دغه غلط فهمي د خبرلیکونکو د غلطو او له شیطانته ډکو لیکنو له امله پېښه سوې ده. امیر ویلي وه چي د روسیې هیات د ده په غوښتنه افغانستان ته نه دی راغلی بلکه دی هغه وخت په خبر سو چي هغوی د آمو تر سیند را اوښتي وه. ده ویلي وه چي روسان هسي د ګاونډیانو په حیث راغلي دي او دا رپوټونه یې رد کړي وه چي روسان ګواکي د کوم بل مطلب لپاره راغلي دي. ده لیکلي وه چي له برټانوي هیات سره مذاکرات به ټولي لانجې حل کړي… ده لیکلي وه چي د برټانیې د هیات د منلو لپاره به عالي رتبه استازي واستوي او پخپله به په افغانستان کي د هغوی د سلامت ساتلو ذمه ووهي او دلته به یې په بشپړ عزت مېلمه پالنه وکړي…” هغه کتاب ص ص ۱۷۶-۷۷

له دې څخه وروسته، امیرشېرعلي خان، وایسرا لیټن ته، یو بل لیک په دومره عاجزانه کلماتو لېږلی دی چي سړی فکر نه کوي دا به د امیر خپل لیک وي. خو امیر شېرعلي خان پوهېدی چي پر هیواد باندي یې بلا نازلیږي او دی مجبور دی چي په هره توګه کیږي مخه یې ونیسي. په وروستي لیک کي یې لیکلي دي” د هغه مصیبت له امله چي د خدای د فرمان په وجه راباندي نازل سو( مطلب یې د خپل کشر زوی او ولیعهد سردار عبدالله جان وفات دی ج) زما څخه یې لار ګودر ورک کړي دي.ځکه نو زما هیله دا ده چي د برټانیې د حکومت استازي یو څه صیر وکړي او دا به ډېره ښه او مناسبه لاره وي. تاسو جناب وګوری چي زما له مامورینو سره څومره سخت او سپک سلوک سوی دی. په دوستي او اتحاد کي خو څوک داسي نه کوي. په هر صورت زما د حکومت مامورین به ستاسي د افسرانو له لوري د سپک سلوک په مقابل کي هیڅ ډول کینه او دښمني په زړونو کي ونه ساتي… نواب غلام حسین خان، چي تاسي ته زما لیک دروړي، د برټانیې د حکومت د هدایت په اساس، د رخصت غوښتنه وکړه او موږ هم اجازه ورکړه.”  هغه کتاب ص ص ۱۷۹-۱۸۰

د نولسمي پېړۍ په وروستیو لسیزو کي د انګلستان د پارلمان غړي، سیاستمدار او ژورنالیسټ هینري لابوچيLabouche Henryد برټانیې پر خارجي پالیسي باندي د تبصرې په ترڅ کي داسي جانانه اعتراف کړی دی چي په تاریخ کي په ثبتېدلو ارزي. هغه وايي” موږ بې له استثناء د نړۍ د تاریخ تر ټولو لوی داړه ماران او رهزنان یو. موږ تر نورو هیوادونو ځکه لا بدتر یو چي موږ منافقان هم یو؛ ځکه چي موږ هر وخت د خلکو شته منۍ لوټو او تل دا خبره کوو چي دا عمل د خلکو د خیر ښې ګڼي لپاره کوو” Scanlon P 137

د افغان او انګلیس دوهم جنګ، د لومړي جنګ په څېر، د همدغو داړه ماریو، لوټماریو او منافقتونو په سلسله کي یو غیر عادلانه تحمیل سوې جګړه وه. جنرال سټولیتوف افغانستان ته د انګریزي هیات د لېږل کېدلو د خبر د اورېدلو سره سم د افغانستان څخه  ووت او لارډ لیتن پخپله لیکي چي په اروپا کي د سولي وروستۍ موافقې زموږ لاسونه ازاد کړل او امیر نور نه سي کولای چي یا موږ ته ستونزي پېښي کړي او یا له روسیې څخه د مرستي طمع ورته پیدا سي. دی وايي زه په دې عقیده یم چي که امیر زموږ سره دښمني راواخلي یوه هفته په کابل کي ژوند نه سي کولای او پر هغه باندي د فشار اچولو لپاره تر اوسنیو شرایطو بل هیڅ وخت مناسب فرصت لاسته نه وو راغلی. Balfour ص ۲۵۸

په زړه پوري خبره خو دا ده چي، د ځینو اسنادو له مخي، د روسیې مرکزي حکومت د افغانستان لپاره د جنرال سټولیتوف سفارت اصلا منظور کړی نه وو، او انګرېزانو ګواکي هسي خپل ځانته خیالي بلا جوړه کړې وه. لارډ سالیزبوري لارډ اوډو رسل ته په یوه لیک کي وايی چي دا سفارت لکه چي هسي افسانه وه. کونټ شووالوف چي په برلین کي وو د دغه سفارت په باره کي یې هیڅ خبره نه وه اورېدلې او له هغه څخه وروسته چي یې درې هفتې په سینټ پیټرزبورګ کي تیري کړې هم په دې سفارت خبر نه وو. کله چي ویلباډ ته ولاړ هلته يې په ورځپاڼو کي د دغه سفارت په باب خبرونه ولوستل؛ سمدستي صدراعظم ګورچاکوف ته ورغی او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه چي روسیې کابل ته رسمي هیات لېږلی دی؟ ګورچاکوف ورته وویل چي هیڅ اطلاع نه لري. Sykes . ص ۱۰۹

افغانستان ته د جنرال ستولیتوف لېږل کېدل دومره مرموز او ضمنا بې اهمیته وه چي حتی د روسیې خارجه وزیر ایم ډي ګیرس په روسیه کي د برټانیې سفیر لارډ لوفټس د دې پوښتني په جواب کي چي آیا روسیې کابل ته کوم هیات لېږلی دی وویل چي نه د امپراطور حکومت او نه جنرال کوفمان دغه راز کوم هیات کابل ته استولی دی. هغه کتاب ص ۱۰۷

یو نظر خو لا دادی چي جنرال ستولیتوف صرف غوښتل چي د برټانوي هند او افغانستان ترمنځ بدبیني، چي پخپله د بحران سرحد ته رسېدلې وه، نوره هم زیاته کړي. ځکه یې شېرعلي خان ته مشوره ورکړه، چي په داسي حال کي چي د روسانو هیات په کابل کي وي، د انګریزانو هیات ونه مني، ځکه چي روسیه او انګرېزان د یوه بل سخت دښمنان دي او دا په ډیپلوماټیک لحاظ ښه نه دی چي د دواړو دښمنو هیوادونو استازي په یوه وخت کي په کابل کی وي. کله چي د برټانوي هند او افغانستان تر منځ اړېکي ښه ترخه سوه، او خبره د بحران سرحد ته ورسېده نو سټولیټوف له کابل څخه ووت، ګواکي هغه ته وظیفه ورکړه سوې وه چي د افغانستان او برټانوي هند اړېکي د جنګ حالت ته ورسوي. کله چي سټولیتوف پوه سو چي ماموریت یې بشپړ کړی دی نو  یو نا څاپه له کابل څخه ووت. Bilgrami ص ۱۹۱

که څه هم چي په افغانستان کي د انګرېزانو بری او پر هغه هیواد باندي د انګرېزانو د بشپړ تسلط زغمل د روسانو لپاره ګرانه خبره وه، مګر روسان مجبور ول چي دا تریخ حقیقت ومنيو ځکه چي په هیڅ صورت یې نه غوښتل چي د انګریزانو سره د افغانستان پر سر مخامخ جګړې ته ودرېږي؛ او نه یې د دې لپاره پوځي قوت درلود. ځکه نو د روسانو لپاره دا چنداني ګټوره خبره نه وه چي د امیرشېرعلي خان پرسر د انګریزانو سره مخالفت وکړي. په انګلستان کي د روسانو سلیر کونټ شووالوف لارد سالیزبوري ته ولیکل چي« کابل ته روسی هیات په داسي حالاتو کي استول سوی وو چي د برټانیې او روسیې ترمنځ اړېکي ډیر ترخه او خراب ول. کله چي زموږ ترمنځ اړېکي بهتر سول، هیات مو بیرته را وایستی. په آینده کي به د افغانستان له حکومت سره اړېکي نه ساتو. هغه کتاب ص ۱۹۴

خو وایسرا لارډ لیټن وچي ډبري ته سر نیولی وو. هغه له افغانستان سره د جنګ کولو او د امیر شېرعلی خان د پرزولو فیصله کړې وه؛ او په دې يې ځان قانع کړی وو چي روسان غواړي د افغانستان د لاري پر هند باندي حمله وکړي نو په هره توګه چي کېږي باید په افغانستان کي د روسانو د نفوذ مخه ونیوله سي. لارډ لیټن خارجه وزیر ته پېشنهاد وکړ چی “ د امیر شېرعلي خان په مقابل کي، زموږ لپاره، درې لاري موجودي  دي. لومړی خو دا چي هم وډارول سي او هم یو څه ورکړه سي او په دې توګه د روسانو نفوذ د تل لپاره بې اثره کړه سي.

که دا ونه سي نو بیا له هغه سره ټولي مرستی او دوستانه اړېکي وشلول سي؛ د افغانستان پاچهي توټه ټوټه سي( چي زه فکر کوم په ډیره اسانی سره یې کولای سو) او د اوسني امیر پر ځای باندي داسی سړی کښېنوو چي زموږ دوست وي، زموږ ګټي وساتي او تر ډیره ځایه هر وخت موږ ته اړ وي.

که دا دواړه کاره ونه سي نو بیا زموږ د شمال لوېدیځ سرحد د ښه خوندي کولو لپاره باید  دافغانستان ډیره برخه اشغال سي. دا کار لکه څرنګه چي ځیني کسان یې ډیر ګران بولي هغومره ګران هم نه دی، خو زه وایم بهتره به دا وي چي  د لومړیو دوو کارونو څخه یو وسي” Balfour ص ۲۵۵

لارډ لیټن خارجه وزیر ته ولیکل چي” ستاسي د اجازې سره سم، زه پېشنهاد کوم چي کابل ته یو برټانوی هیات واستول سي. له هغه څخه مخکي باید امیر ته یو پیغام ولېږل سي چي هیات پر لاري دی او باید چي امیر یې په داسي توګه هرکلی وکړي لکه د روسانو د هیات هرکلی چي یې کړی وو. له هیات سره به یو لیک ورسره وي او امیر ته به د ټولو هغو تېریو یادونه کوي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړېکو په ارتباط یې کړی دي او برتانیې سزا نه ده ورکړې”  هغه کتاب ص ۲۵۶

لارد لیټن لیکلی پیغام کابل ته واستاوه او لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، امیرشېرعلي خان ته یې ډېر بیځایه اخطارونه ورکړي وه. امیر شېرعلی خان، د یوه مغرور افغان په حیث، د لارډ لیټن پټکې او، بې اجازې، د افغانستان خاوري ته د انګریزانو د استازو لېږل کېدل نه سوای زغملای؛ ځکه یې نو د خیبر د درې په خوله کي خپل منصبدار فیض محمد خان ته امر وکړ چي هیڅ انګریز ته اجازه ورنه کړي چي د افغانستان خاوري ته ننوزي. فیض محمد خان هم د انګریزانو د استازي کیوناري سره ملګرو پوځیانو ته، چي وروسته به سرنیویل چمبرلین هم ورپسې وای، د افغانستان خاوري ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه. لارډ لیټن د امیر شیرعلي خان دا حرکت د برټانیې امپراطوری ته  سپکاوی وباله او هغه ته یې اولټیماټوم ورکړ. لارډ لیټن امیر ته لیکلي وه چي د خپل دغه عمل له کبله دي د برټانیې له امپراطوری څخه رسما بخښنه وغواړي. د برتانیې حکومت ته دي اجازه ورکړي چي د افغانستان په خاوره کي دایمي استازي ولري او له هغو قبایلو سره دي غرض نه کوي چي د برتانیې له هیات سره یې د لارښوونکو وظیفه درلودلې ده.

امیر شیرعلي خان د اولټیماټوم شرایط ونه منل، او په حقیقت کي انګریزانو چنداني وخت هم ورنه کړ او د دریو خواوو يې پر  افغانستان باندي یرغل پیل کړ. امیر ته د وایسرا لیک د اکټوبر پر یود ېرشمه ورسېدی او هغه ته یې د نومبر تر شلمي پوري وخت ورکړی وو. امیر د وایسرا د لیک جواب د نومبر پر نولسمه ورکړ او هغه ته د نومبر پر یوویشتمه ورسېدی او داسي ښکاري چي د وایسرا ځیني غوښتني یې ورسره منلي هم وې، مګر مخکي له هغه چي د امیر ایلچي پېښور ته ورسېږي، وایسرا ځکه پر افغانستان باندي د حملې امر ورکړ چي د ده په نزد د اولتیماتوم وخت یوه ورځ تېر سوی وو.

وایسرا پر افغانستان باندي د یرغل لپاره په هند کي تر ټولو تکړه او لایق جنرالان انتخاب کړل. لومړي ستون، د تورن جنرال رابرټس په مشری د پیواړ کوتل او شترګردن د کوتل له لاري د کابل پر لور حرکت وکړ. دوهم ستون د ډګرجنرال ایس جې براون تر قوماندې لاندي، چي په درنو توپونو او وسلو سمبال وو، علی مسجد اشغال کړ او د جلال اباد پر لور یې حرکت پیل کړ. دریم ستون د ډګر جنرال ډانلډ سټیوارټ تر قوماندي لاندي د کوټي د لاري د کندهار پر لور حرکت وکړ. انګرېز مورخ ایچ جي کین لیکي چي د قواوو له ترکیب او وسلو د زیاتوالي څخه ښکارېده چي وایسرا په کابل کي د انګرېز استازي د نصبولو تر څنګ نور خیالونه او پلانونه لري. Keene Vol 2 ص ص ۲۹۴-۲۹۵

نوموړی مورخ لیکي چي له بده مرغه اکثر هغه لیکونه چي په هغه وخت او یا د پوځي عملیاتو په ترڅ کي د دولتي مقاماتو ترمنځ تبادله سوي او یوه بل ته لېږل سوي دي له منځه وړل سوي دي. دی وايی که هغه لیکونه موجود وای نو موږ به د هغو پېښو په باب دقیق او هر اړخیز قضاوت کولای سوای، خو اوس مجبور یو چي په موجودو لیکونو او اطلاعاتو قناعت وکړو. هغه کتاب ص ۲۹۷

په هر صورت، امیرشېرعلي خان د تزار څخه د مرستي اخیستلو لپاره د پیټرزبورګ په نیت د مزار شریف خواته روان سو ؛سردار محمدیعقوب خان يې له بنده خوشي کړ او قدرت یې ور وسپاره. د انګرېزانو استازی سر لویس کیوناري د ۱۸۷۹ کال د جولای پر څلېرویشتمه کابل ته ورسېدی. د هغه ډیرشان داره هرکلی وسو، مګر ایله شپږ هفتې یې تېري کړي وي چي په کابل کي د سپټمبر پر دریمه د انګرېزانو پر ضد عمومي پاڅون پیل سو او کیوناري یې د خپلو ټولو ورسره ملګرو سره وواژه او د هغه کور او مرکز یې وسوځاوه.

د روسانو لوبه او ښکاره نامردي:

امیرشېرعلي خان د خپل قدرت د لومړیو شپو ورځو څخه انګریزانو ته بدبین وو او د هغوی څخه یې د نفرت تر سرحد پوري بد راتلل؛ او دا نفرت یې تر مرګه وساتی. هغه، د یوه هوښیار امیر په حیث، د انګریزانو په زور هم خبروو او د هغوی سره یې د مخامخ کېدلو څخه ځان ژغوره. هغه، د افغانستان د اوسني جغرافیايي موقعیت په څېر، د شمال، لوېدیځ او ختیځ له لوري رقیبو او حتی دښمنو هیوادونو محاصره کړی وو. لوېدیځ لوري ته اېران د سیستان، هرات او بادغیس د لاندي کولو او د اېران په خاوره پوري د موښلولو خوبونه لیدل؛ چي هر شهزاده او سردار به یاغي یا مرور سو د اېران حکومت د خپلو شومو مقاصدو لپاره پناه ورکوله او د راتلونکو احتمالي دسیسو لپاره یې تنخوا ورته مقرروله. ختیځ لوري ته د برټانوي هند حکومت پروت وو چي د خپلو ستراتيژیکو مقاصدو لپاره یې هر وخت افغانستان قرباني کاوه. شمال ته د روسیې امپراطوری پرله پسې د مسلمانانو ښارونه او ملکونه لاندي کول او ګام په ګام د افغانستان پر لور را نیژدې کیدله. امیر لکه د ژبي پسته غوښه د دوه دېرشو غاښونو په منځ کي ګوزاره کوله.

په دغو حساسو او سختو شرایطو کي، چي امیر د سختو، داخلي او خارجي، ستونزو سره مخامخ وو، هغه ته، د کال ۱۸۷۰ د اپریل پر یوولسمه، د روسي ترکستان د ګورنرجنرال وان کوفمان لیک را ورسیدی.

امیرشېرعلي خان دې لیک یو څه وارخطا کړ او د لیک په دلیل پوه نه سو، نو هغه لیک یې کټ مټ وایسرالارډ مایو ته واستاوه. که څه هم چي امیر شېرعلي خان د ټولو لیکونو متنونه په کابل کي د انګریزانو استازي نواب عطامحمدخان ته ښکاره کول او هغه به کټ مټ کلکتې ته لېږل، خو انګریزانو څو کاله وروسته، دهغو لیکونو په پلمه، پر افغانستان باندي غیرعادلانه یرغل وکړ، که څه هم چي د انګریزانو اولویو قدرتونو په سیاسي قاموس کي هغه یرغل عین عدالت او یا لږترلږه بد کار نه وو.

د ۱۸۷۸ کال د جولای د میاشتي په پای کي د روسي ترکستان د ګورنر جنرال وان کوفمان استازی جنرال ستولیتوف د ورسره هیات سره کابل ته ورسیدی.دا چي د روسیې صدراعظم او خارجه وزیر وروسته د دې هیات پر اهیمت او رسمیت باندي منکر دي هغه بله خبره ده خو د محمودطرزي له خاطراتو څخه، چي د هیات هرکلی یې په خپلو سترګو لیدلی دی، ښکاري چي د کابل حکومت یې دروند استقبال کړی دی او د کابل خلک، که هرکلي ته راوتلي نه وه، نو ډیر زیات شمېر وګړي تماشې ته ولاړ ول. عسکري موزیکونه ږغېدل او د روسانو استازی د امیرشېرعلي خان له ورور سردارنیک محمد خان او قاضي قادرسره، چي دواړه د هغه د استقبال د مراسمو مسولین ول، پر یوه پیل باندي سپاره ول.  د دوی په لوی فیل پسې، دوه درې نور پیلان روان ول او پر هغو باندي سرداران او عالي رتبه مقامات سپاره ول او په خورا جم و جوش د بالاحصار خواته ولاړل. خاطرات محمود طرزي ص ص ۷۲-۷۳

کابل ته د روسي هیات د رسېدلو سره سم، په هغه شپه جنرال ستولیتوف ته د جنرال کوفمان ټلګرام ورسیدی او هغه ته یې لیکلي وه چي د افغانستان له مقاماتو سره هیڅ ډول تړون لاسلیک نه کړي او هیڅ ډول ژمني ورسره ونه کړي. البته جنرال ستولیتوف د امیرشېرعلي خان سره یو، نه چنداني مهم، تړون لاسلیک کړ. جنرال ستولیتوف سمدستي د تاشکند پر لور حرکت وکړ؛ جنرال راسګونوف، ډاکټر یاورسکي او څو تنه نور روسان یې، چي د هیڅ ډول قرارداد د لاسلیک کولو صلاحیت یې نه درلود، په کابل کي پرېښودل.

د دې خبري علت د برلین موافقتنامه وه چي د برلین د کنفرانس په پای کي تر لاسه سوې وه. جنرال ستولیتوف د برلین د کنفرانس په جریان کي له تاشکند څخه حرکت کړی وو او د کنفرانس د پای ته رسېدلو په وخت کي په لاره کي وو؛ ځکه نو د نتیجې څخه بې خبره پاته سوی وو. په هغه کنفرانس کي، چي انګلستان، جرمني او پروس، اطریش او هنګري، فرانسې، روسیې او عثماني ترکیې برخه پکښي درلوده، او د جون له دیارلسمي څخه د جولای تر دیارلسمي پوري روان وو، په اروپا کي پر ډیرو جنجالي موضوعاتو باندي موافقې سوي وې او، د نورو موافقو ترڅنګ، روسيې دا منلې وه چي افغانستان به د برټانیې د نفوذ د ساحې په حیث پېژني او د هغه هیواد په چارو کي به هیڅ ډول مداخله نه کوي.

امیرشېرعلي خان تر پایه تاشکند ته د جنرال ستولیتوف د دې ناڅاپي ستنېدلو په علت پوه نه سو او ترمرګه یې د انګریزانو په مقابل کي د روسانو د پوځي او مالي مرستي انتظارو ایستی. په کابل کي د روسيې د باقي پاته هیات غړي، چي جنرال راسګونوف یې مشري کوله، لاس تر زني ناست ول. هغوی نه پوهېدل چي څه وکړي او د امیر یوه سوال ته یې هم جواب نه سو ویلای. جنرال ستولیتوف په داسي تلوار له کابل څخه تللی وو چي ورسره روسیي هیات ته یې هم هیڅ نه وه ویلي. او جنرال راسګونوف په دې نه وو خبر چي ستولیتوف امیر ته څه ویلي او څه یې نه دي ویلي. راسګونوف بالاخره امیر شېرعلی خان ته مشوره ورکړه چی پخپله تزار ته یو لیک ولېږي او د مرستي غوښتنه ورڅخه وکړي. یاورسکي  دوهم جلد ص ۱۷-۱۸

امیر هم تزار ته لیک واستاوه او له هغه څخه یې د عاجلي مرستي غوښتنه وکړه او دغه راز یې جنرال کوفمان ته هم یو لیک واستاه او له هغه څخه یې وغوښتل چي تزار ته هغه مرستي چي له افغانستان سره یې ژمنه سوې ده ور په زړه کړي. په دغو ورځو کي وزیر شاه محمد خان ته د جنرال ستولیټوف یو لیک را ورسېدی چي ډاکټر یاورسکي وايی په فارسي ژبه لیکل سوی وو؛ پر املایی او انشايي غلطیو برسېره دومره مبهم لیکل سوی وو چي نه یې د سفارت غړي او نه افغانان په مفهوم پوهېدل. هغه کتاب ص ۱۸-۱۹

جنرال سټولیټوف په هغه لیک کي ، چي په ریشتیا سره هم بې مفهومه او هم له ډیپلوماټیک ارزښته خالي وو، ویلي وه چي” … زموږ امپراطور به له امیر او له افغانستان سره هغه څه چي لازم بولي وکړي. البته تا به زما هغه خبره نه وي هېره کړې چي ویل مي پاچهی داسي ده لکه د یوه هیواد غرونه، وادي ګاني او سیندونه. څوک چي پر یوه لوی غره ناست وي تول شیان ویني. د خدای په زور، په نړۍ کي زموږ د امپراطور سیال نسته. خدای دي اوږد عمر ورکړي. ځکه نو تاسي باید زموږ د حکومت مشورې ومنی. زه ریشتیا درته وایم چي زموږ حکومت لکه مار داسي هوښیار دی او لکه کوتره داسي بې آزاره دی.  ډیر داسي شیان دي چي تاسي نه په پوهېږی او زموږ حکومت په پوهېږي. داسي ډیر پېښېږي چي یو کار په لومړي سر کي ښه نه ښکاري خو وروسته بیا ښه نتیجه ورکړي. نو زما مهربانه دوسته! زه تاته اطلاع درکوم چي ستاسي د مشهور مذهب دښمن غواړي چي د ترکیې د سلطان د لاري ستاسي سره سوله وکړي. ځکه نو تاسي باید خپلو هغو وروڼو ته چي د سیند پر هغه بله غاړه ژوند کوي وګوری. که خدای پر حرکت راوستل او د جنګ توري یې را واخیستلې نو یالله بسم الله، کنه نو تاسي باید، د مار په څېر، په ښکاره سوله وکړی او په پټه د جنګ لپاره تیاری وکړی؛ او کله چي خدای امر درته وکړي نو خپل نیت څر ګند کړی. دا به ستاسي په خیر وي چي ستاسي د دښمن استازی غواړي ستاسي خاوري ته درسي، خو په دې شرط چي تاسي د دښمن هیواد ته داسي لایق استازی ور ولېږی چي د مار په شاني ژبه ولري او غولونکي او له شیطانته ډکي خبري یې زده وي، او په خپلو خوږو کلماتو دښمن هک پک کړي او هغه دې ته وهڅوي چي د جنګ کولو څخه لاس واخلي…” Roberts ص ۵۵۷-۵۵۸

لارډ لیټن او انګریزی حکومت د برلین په موافقتنامه او له افغانستان څخه د روسي هیات د رییس جنرال ستولیتوف د بې نتیجې ستنېدلو په موضوع ښه خبر وه خو څرنګه چي د انګلستان کابینې د شېرعلي خان د پرزولو او د افغانستان د خاوري او ښارونو د اشغالولو فیصله کړې وه، او د یوه آسیایی هیواد د پاچا را پرزول او له هغه سره ، پرته له هیڅ دلیل څخه، د جنګ اعلانول او د هغه د هیواد تباه کول قانوني، مشروع او له هره اړخه روا عمل وو، نو په پالیسي کي یې هیڅ ډول تغیر رانه غی. وایسرا لارډ لیټن د روسی هیات له ستنېدلو څخه څه باندي یوه میاشت وروسته ولیکل چي “ نه له افغانستان څخه د روسي هیات وتل او نه د روسیې د حکومت له خوا اطمینانونه دا حقیقت پټولای سي چي په کابل کي د روسیې د هیات ډیر تود هرکلی سوی دی، په داسي حال کي چي زموږ هیات ته کابل ته د ورتللو اجازه ورکړه سوې نه ده؛ او د روسيې افسرانو ته دا فرصت برابر سوی وو چي امیر پر موږ باندي بې اعتماده، او د روسیې په قدرت باوري کړي او داسي امیدونه ورته پیدا کړي چي زموږ په مقابل کي به مرستي ورسره کوي” Balfour ص ۲۶۲

ډاکټر یاورسکي لیکي” جنرال ستولیټوف له کابل څخه د روانېدلو په وخت کي امیر شېرعلي خان ته اطمیان ورکړی وو چي له روسیې څخه د دیرشو زرو عسکرو سره را ستنېږي. امیرشېرعلي خان، چي جنرال ستولیټوف یې د روسیې په څېر یوه لوی هیواد سفیر باله، د هغه په خبرو باور وکړ او د هغه په مشوره یې د انګرېزانو سفیر ته اجازه ورنه کړه چي کابل ته داخل سي. که زموږ وزیر مختار د هغه لیک او د ګورنرجنرال له اعتماد نامې سره هغه خوش باوره امیر ته ورغلی نه وای نو دغه ناولی جنګ به، چي موږ یې شاهدان یو، هیڅکله نه وای پېښ سوی” یاورسکي دوهم جلد ص ۷

په داسي شرایطو کي چي انګلیسانو امیر شیرعلی خان ته پرله پسې اخطارونه ورکول او د اولتیماتوم وخت پوره سوی وو، او امیر د روسانو څخه د مرستي په انتظار ناست وو، جنرال کوفمان امیر شېرعلي خان ته ولیکل چي انګلیسان غواړي له افغانستان سره دوستانه اړېکي ولري؛ د ده مشوره به هغه ته دا وي چي د هغوی شرایط ورسره قبول کړي او دوستانه اړېکي ورسره وساتي، ځکه چي هغوی ژمنه کړې ده چي د افغانستان پر خاوره به یرغل نه کوي. جنرال کوفمان افغانستان ته د پوځیانو د لېږلو څخه معذرت غوښتی وو او دا یې لا هم ویلي وه چي د وسلو منظوري نه ده ورته راغلې. جنرال کوفمان په لیک کي دا هم لیکلي وه چي خپل زوی سردار محمد یعقوب خان له بنده خوشي کړي او هغه دوستانه اړېکي چي سردار یې له انګرېزانو سره ټینګوي په نېک نظر ومني. یاورسکي ص ۱۹

 د ډسامبر پر پنځه ویشتمه امیرشیرعلي خان ته د جنرال کوفمان یو لیک را ورسېدی او په هغه کی یې بیا هم لیکلي وه چي “امپراطور د برټانیې حکومت په دې قانع کړی دی چي د افغانستان د خپلواکی احترام به کوي. د انګریزانو وزیرانو په دې برخه کي ژمنه کړې ده او زه ستا څخه په جدي توګه هیله کوم چي د خپلي خاوري څخه ونه وزې. تر ممکنه حده کوښښ وکړه چي خپلي ګټي وساتې او خپلواکي له لاسه ورنه کړې. اوس حاضر د انګریزانو سره جوړه وکه. که ته نه غواړې چي په اوسنیو شرایطو کي کابل ته ولاړ سې نو خپل زوی محمد یعقوب خان ته ولیکه چي ستا له هدایت سره سم د انګلیسیانو سره روغه جوړه وکړي. د افغانستان څخه په اوسنیو شرایطو کي مه وزه، ځکه چي دا کار ستا په ګټه نه دی. زما خبري له حقیقته خالي نه دي، ځکه چي که ته روسیې ته راسې نو د ځان لپاره به وضع تر دې هم خرابه کړې”  Roberts ص ۵۵۸

د دې څخه یوه ورځ وروسته سردار محمد یعقوب خان خپل پلار ته ولیکل چي د انګریزانو پوځونو جلال اباد اشغال کړی دی. امیر خپل وزیر ته وکتل او وې ویل عجیبه ده له یوې خوا جنرال کوفمان ماته اطمینان راکوي چي انګلیسیان په افغانستان کي مداخله نه کوي او له بلي خوا انګریزیان ګام په ګام زموږ هیواد اشغالوي. دا ضد ونقیض خبري څه معنی لري؟

داکټر یاورسکي لیکي چي” د ډسمبر پر دېرشمه امیر زما سره د سوال و جواب په ترڅ کي وویل چي  زړه یې د روسانو په مرستو پوري تړلی او غواړي د هغوی په کومک د خپل هیواد وضع بهتره کړي او د ډیر وخت لپاره سوله ټینګه کړي. دی وايي امیر ماته وویل ښاغلې ډاکټره په دې باید پوه سې چي که زه له انګلیسیانو سره متحد سوی وای هغوی زما ډیري غوښتني منلې، او زما سره یې هر ډول مرستي کولې؛ مګر ما د هغوی پېشنهادونه رد کړل. ما غوښتل په دې توګه د ځان او د خپل هیواد آبرو، چي تاسي یې ښايي شرف او عزت نفس وبولی، خوندي کړم. زما پلار هم دغه ډول فکر کاوه او هیواد ته د انګریزانو د هره ورځ نیژدې کېدلو څخه اندېښمن وو… ډاکټر یاورسکي وايي امیر وروسته وویل که مي د روسیې د تزار څخه ډیره لږه بې پروايي او بې عزتي لیدلې وای، هیڅ وخت به مي هغه ته د مرستي لاس نه وای اوږد کړی. یاورسکي وايي په زړه کي مي وویل چي اې بېچاره که ته له هغو جملو څخه چي جنرال کوفمان، جنرال راسګونوف ته لیکلي وې خبر سوی وای ټول امیدونه به دي له خاورو سره خاوري سوي وای” یاورسکي ص ص ۲۸-۳۰

یاورسکي وايی یو ماښام تر ډوډۍ خوړلو وروسته د امیر شېرعلي خان د روغتیایی حالت د لیدلو لپاره د هغه ځای ته ورغلم او سمدستي یې خبري سیاست ته یوړې. ماته یې مخ راواړاوه او وې ویل” بلې انګرېزانو هر وخت زما سره د وفاداری سوګندونه کول او زما سره یې په اقتصادي او تعلیمي چارو کي د مرستو وعدې کولې او دا یې لا هم ویل چي ځیني مځکي به لا هم را تسلیم کړي؛ ما د هغوی وعدو ته اعتبار ورنه کړ او هغه لاس مي چي د شمال له لوري راته اوږد سوی وو ونیوی. مګر لکه څرنګه چي تر اوسه پوري مي لیدلي دي دغه د مرستي او دوستی لاس زموږ د هیواد لپاره له بربادۍ پرته بل هیڅ نه دي راوړي” هغه کتاب ص ۳۵

جنرال کوفمان د ډسمبر پرنهه ویشتمه، چي انګرېزي پوځونو د افغانستان په بېلو بېلو سیمو کي پوځي عملیات او جنګونه پیل کړي ول، امیر ته په یوه لیک کي ویلي وه چي خارجه وزیر ګورچاکوف ماته یو ټلګراف را لېږلی او په هغه کي یې ویلي دي چي امپراطور غواړي ته تاشکند ته راسې البته سینټ پیټرز بورګ ته ستا د سفر کولو په باب لا کوم هدایت نه دی را رسېدلی.

جنرال کوفمان د ۱۸۷۹ کال د جنوري پر اووه لسمه امیر شېرعلي خان ته یو بل لیک واستاوه او ورته لیکلي یې وه چي “ تا زما څخه په خپل لیک کي د پوځونو غوښتنه کړې وه خو امپراطور ستا د ستونزو په باره کي د برټانیې له حکومت سره تماس نیولی دی او په لندن کي د روسیې له سفیر سره ژمنه سوې ده چي برټانیه به د افغانستان استقلال ته هیڅ صدمه نه رسوي… ماته امپراطور هدایت کړی دی چي دا غیر ممکنه ده چي ستاسي سره پوځي مرستي وکړو. زه ستا نیکمرغي غواړم. دا ټول شیان د خدای په اراده او فرمان پوري اړه لري. دا ضروري ده چي جنرال ووزګانوف او د هغه ملګري را ولېږې؛ ډاکټر یاورسکي درسر ساتلای سې. ځکه چي ډاکتر ستا او ستا د کورنۍ په درد خوري. زه هیله کوم چي زموږ دوستي به نوره هم ټینګه سي؛ او زموږ ترمنځ به مفاهمه جاري وي” Roberts ص ۵۵۹

په داسي حال کي چي د انګرېزانو یرغلګرو پوځیانو پر افغانستان باندي د دریو خواوو حملې پیل کړي، د جلال اباد او کندهار په څېر لوی ښارونه لاندي کړي؛ او د کورم د لاري یې ځانونه لوګر او د کابل دروازو ته رسولي وي، د روسي جنرال د دغه راز ملنډو او سپکاوي درد یوازي امیر شېرعلي خان احساسولای سوای، چي د اروپا له انکشافاتو او د لویو قدرتونو د لوبو څخه بېخبره وو؛ زړه یې د روسانو په مرستو پوري تړلی وو او د جنرال ایلیټ په قول له بارانه ولاړ سوی او ناوې ته کښېنستلی وو.

د جنرال کوفمان د وروستي لیک څخه څه باندي یوه میاشت وروسته د فبروري پر یوویشتمه نېټه، امیر شېرعلي خان، په داسي حال کي چي د عمر په وروستیو شپو ورځو کي  یې د سختو دردونو له لاسه یوه شېبه ارام ونه کړ، د مزار شریف په ښار کي، په منتهی نا امیدي کي وفات سو. داسي ښکاري چي د هغه په رنځور کېدلو او د رنځ په زیاتېدلو کي مرموز قاضي قادرو، چي درې کاله مخکي د برټانوي هند څخه افغانستان ته راغلی او د امیر په پوست ننوتلی وو، ډیره زیاته اغېزه درلوده.

اخند غلام حیدر، چي د امیر شېرعلي خان د طبیب وظیفه یې درلوده، د امیر شېرعلي خان د ژوند په وروستیو شېبو کي د هغه د رنځ د سختېدلو په وخت کي ډاکټر یاورسکي ته وویل چي “ دا ټول فساد د قاضي عبدالقادر دی. درې کاله مخکي هیچا نه پېژاند؛ یو ناڅاپه مي د امیر په دربار کي ولیدی؛ چا راته وویل چي هغه یو هندی مسلمان دی چي د انګرېزانو له خدمت څخه تښتېدلی او د افغانستان مسلمان هیواد ته یې پناه راوړې ده. بلې همدغه مسلمان مهاجر وو چي زموږ ایماندار او مهربان ، زړه ور او خیرخواه امیر یې د ابلیس په څېر له لاري وایستی او په هغه بې علاجه بلا یې معتاد کړ چي خدای او رسول یې استعمال منع کړی دی. اخند وروسته له ډاکټر یاورسکي څخه هیله وکړه چي د ده له خولې چاته څه ونه وايي” یاورسکي ص ۶۸

ډاکټر یاورسکي د خپل کتاب په پای کي د امیر شېرعلي خان پر شخصیت باندي د تبصرې په ترڅ کي لیکي” امیرشېرعلي خان له یوې خوا سرسخت، زړه ور، د عزم خاوند او سرزوری سړی وو مګر په عین وخت کي مهربان، د نازکو احساساتو خاوند او خوش باوره سړی وو. د ژوند تر وروستیو شېبو پوري له نزاکت څخه خارج نه سو او د روسیې په دوستی او صداقت کي یې ډیر لږ شک هم ونه کړ.

باید اعتراف وکړو چي جنرال ستولیټوف، جنرال راسګونوف د روسي ترکستان د نایب الحکومه جنرال کوفمان په شمول، په لومړي سر کي امیر ته څه ډول ښه زېري ورکړل او د هغه په زړه کي یې څه ډول امیدونه پیدا کړل مګر په پای کي یې هغه دونه مایوس کړ چي هغه د دونه یوه لوی دولت څخه هیڅ وخت انتظار نه درلود. جنرال کوفمان، قله قاضي ته د جنرال ستولیتوف د رسېدلو څخه یوه ورځ مخکی هغه ته د برلین د کنګرې د فیصلو په باب ټلګرام واستاوه او هغه پوه سو چي روسیه نور نه سي کولای په مرکزي اسیا کي خپلي نقشې عملي کړي او  یا له افغانستان سره مرستي وکړي. نو ولي یې امیر ته اطلاع ورنه کړه او هغه بېچاره یې په تیاره کي پرېښود. عجیبه خو لا دا چي امیر ته یې وویل چي د انګرېزانو سفیر ونه مني خو پخپله د افغانستان د بدبختی او فلاکت تماشې ته کښېنستل. د هیات دوهم ریس جنرال راسګونوف پخپله امیر ته پېشنهاد وکړ چي پیترزبورګ ته ولاړ سي او د روسیې له تزار سره وویني او شخصا له هغه څخه مرسته وغواړي. امیر د هغه په مشوره د مزار پر لور حرکت وکړ او کله چي یې وغوښتل روسیې ته ولاړ سي جنرال راسګونوف ته د جنرال کوفمان لیک ورسېدی او په هغه کي یې لیکلي وه چي امیر دي روسیې ته له داخلېدلو څخه منع کړه سي”  یاورسکي ص ص ۷۷-۷۸

د امیر شېرعلي خان له وفات سره سم محمدیعقوب خان، که څه هم چي مخکي یې هم ټوله اداره په لاس کي وه، په رسمي توګه  پاچا سو. هغه په داسي حال کي قدرت ته ورسېدی چي د افغانستان په مرکزي حکومت کي، د انګرېزانو د زور زیاتي او دسیسو له امله، د شېرعلي خان د وخت زور او روحیه پاته نه وه او نه پخپله محمدیعقوب خان د انګرېزانو سره د مقابلې توان په ځان کي لیدی. امیرمحمدیعقوب خان، په خپله خوښه، په ګندمک کي، د انګرېزانو کمپ ته ورغی او هلته یې هغه ننګینه معاهده چي څوارلس کاله وروسته د ډیورنډ د غیرعادلانه معاهدې اساس وګرځېده، لاسلیک کړه. افغانستان د دغه تړون په وجه د پښین، سیبۍ او کورم په شمول ډیری زیاتي مځکي له لاسه ورکړې. دغه راز د جولای د میاشتي پر څلېرویشتمه د برټانیې استازی سرلیویس کیوناري، چي امیرشېرعلي خان تر مرګه موافقه ورسره ونه کړه،  کابل ته ورسېدی. کیوناري ایله په کابل کي څلوېښت شپې تېري کړي وې چي عمومي پاڅون پیل سو او کیوناري یې د ورسره انګرېزانو او نورو عسکرو سره وواژه. په نتیجه کي لارډ رابرټس د کرم او شترګردن د کوتل د لاري پر کابل باندي یرغل وکړ او یعقوب خان د اکټوبر پر دوولسمه د انګرېزي پوځ کمپ ته ورغی او خپله استعفی یې ورکړه. که څه هم چي انګرېزي جنرال د یعقوب خان استعفی منظوره نه کړه خو ده ورته وویل چي د انګرېزانو په کمپ کي به واښه ورېبم خو د افغانستان امارت به قبول نه کړم. له انګرېزانو څخه یې غوښتنه وکړه چي په هره توګه کېږي دی ژر تر ژره هند ته واستوي.

یعقوب خان هند ته تبعید سو، خو د افغانستان هره سیمه د انګرېزی پوځونو لپاره سره تبۍ سوه. انګرېزانو بالاخره د وسلو، قوي پوځونو، پیسو او د سیسو په زور د افغانانو مقاومتونه وځپل خو بری یې په وړیا توګه تر لاسه نه کړ. که څه هم چي په دې جنګونو کي ډیر زیات افغانان شهیدان او ټپیان سول او ډیر زیات مالي تاوانونه ورته رسېدل خو انګرېزانو ته دا یو ځل بیا ثابته سوه چي افغانستان  د هند په څېر نورو مستعمراتو سره توپیر لري. او د دې اولسونو اېلول د غیر ممکن تر سرحده پوري ګران کار دی.

البته په هغه وخت کي هم په برټانیه کي ډېرو سیاستمدارانو، پوهانو او منورینو په افغانستاتن کي د برټانیې  غیرعادلانه مداخله غندله او دا یې د یوه بې غرضه او کمزوري هیواد پر سرنوشت باندي یو ناروا تېری باله. په دې لړ کي هغه اعلامیه د یادولو ده چي د برټانیې پازیټویسټ     Positivist ګوند یا د مثبته فلسفې طرفداري ډلي صادره کړې او د امریکاو د کانګریس په کتابخانه کي خوندي ده.

“ موږ، د پازیټویسټانو په حیث، په اصولو کي زموږ د هند امپراطوري محکوموو. موږ له دې امله د دې امپراطوری د پراختیاغوښتني ټول عملیات ځکه غندو چي هم د لومړنیو جنایاتو تکرار دی او هم موږ ته آرامی او سوله نوره هم ګرانوي.

پر افغانستان باندي اوسنی یرغل تر هغو نورو یرغلونو ډېر بې منطقه او بې دلیله دی چي زموږ هندي امپراطوری وخت په وخت کړي دي. د دې یرغل لپاره، لکه د نورو دغه راز یرغلونو په څېر، لږترلږه دا پلمه هم جوړېدلای نه سي چي افغانانو دي موږ ته تاوان قدر رارسولی وي، او یا ووایو چي موږ د هغه هیواد د وضع د بهترولو لپاره یرغل کړی دی. دا یرغل د صدراعظم د هغه نظر په اساس سوی دی چي وايی موږ یوه محفوظ او خوندي سرحد ته اړتیا لرو. هند ته د لارډ کرېنبروک د لېږل کېدلو څخه دا څرګندېږي چي د برټانیې حکومت غواړي افغانستان د هند په څېر یوه مستعمره تبدیل کړي. او د اوسني حکومت مدافعین ټول وايي چي موږ پرته له خپلو ګټو بل په هیڅ شي کي ری نه وهو.

موږ دې ته تیار یو چي په عمل کي ولاړ سیاسیونو ته، چي اوسنی وضع یې د مخکنیو نسلونو له جنایتونو څخه په میراث وړې ده، ښې تنخواوي ورکړو خو په دې شرط چي دوی به هغه مخکني جنایتونه نه تکراروي او زموږ راتلونکو نسلونو او اولادونو ته به دغه راز مشکلات په میراث نه پرېږدي. په اوسنیو شرایطو کي، پر موږ باندي لازمه ده چي د خپل حکومت پر غیرعادلانه عمل او د هغو بدبینو کسانو د استدلال پر ضد خپل د اعتراض ږغ اوچت کړو چي د حکومت د دغه راز اعمالو دفاع کوي.

د دې اعلامیې له صادرولو څخه زموږ مطلب له هیڅ هغه ګوند سره لاس یو کول نه دي چي غواړي حکومت ته تاوان ورسوي. لیبرال ګوند، چي د حکومت څخه دفاع کوي، پرته له دې چي له حکومت څخه یو څه ترلاسه کړي، بل هیڅ ډول بین المللي اخلاقي معیار نه رعایتوي. موږ یوازي د پازیټویسټانو په حیث، له هغو کسانو او عقایدو سره خپل آواز یوځای کوو چي پر لږو متمدنو خلکو باندي د لوېدیځ د مسیحي هیوادونو یرغلونه او تېري نه مني”

د پازیټیوستانو د ټولني په استازیتوب:

اي ایس بیسلي  E. S. Beesly

د سید جمال الدین افغاني دریځ:

سید جمال الدین افغاني په نولسمه پېړۍ کي د اسلامي نړۍ یو داسي لارښود او مبارز وو چي له هغې زمانې څخه تر اوسه پوري یې چنداني ساری نه دی لیده سوی. هغه خپل تقریبا ټول ژوند او تلاښ د نړۍ د مسلمانانو د ويښولو، یو موټی کولو او د انګریزي استعمار پر ضد، چي ده د اسلامي نړۍ د ټولو مصیبتونو او ستونزو عامل باله، مبارزې ته وقف کړی وو. هغه په دې عقیده وو چي عثماني امپراطوري، د اسلامي نړۍ د یوه واحد مرکز يه حیث داسي تقویه سي چي د ټولو مسلمانانو د قدرت مرکز وي او د اسلام وحدت وساتلای سي. په هغو شرایطو کي د روسیې او عثماني امپراطوری تر منځ جنګونه روان ول؛ نو طبیعي خبره ده چي د افغاني په عقیده تر هر څه مخکي باید د روسیې علاج سوی او د هغه قدرت پر ضد یې، چي له یوې خوا یې عثماني امپراطوري تهدیدوله او له بلي خوا یې په مرکزي اسیا کي پرله پسې د مسلمانانو مځکي لاندي کولې، یو لوی متحد قوت ایجاد کړی وای.

سید په هغه لیک کي چي عثماني امپراطور ته یې لېږلی دی د روسانو په مقابل کي د ټولي اسلامی نړۍ د یو ځای کېدلو او ږغ پورته کولو پېشنهاد کوي. لومړی یې د هندي مسلمانانو څخه پیل کوي او وايی چي د هغه هیواد د مسلمانانو له شته منیو څخه باید د روسانو د استبداد د نسکورولو لپاره کار واخیستل سي. سید وايی پرته له دې چي په هند کي د انګرېزانو د سیاست پر ضد کوم اقدام وکړم اویا له هغوی سره غرض ولرم، خپله ټوله توجه به د رسانو خواته واړوم. او څرنګه چي روسان د انګرېزانو هم دښمانان دي نو هغوی به هم د ده د تحریک مخه ونه نیسي، بلکه لا به مرسته هم ورسره وکړي. دی وايی وروسته نو دارالایمان افغان ته ځم او د هغه هیواد د ښارونو او کلیو خلک د روسانو پر ضد را پاروم، دی وايي بلوچستان ته ځم او د افغاني عالمانو په مرسته هلته د روسانو پر ضد تبلیغ کوم او بیا نو ترکمنان را پاڅوم. او که څوک پوښتنه وکړي چي ترکمنانو چي د روسانو څخه د خپلو ښارونو دفاع ونه کړه اوس به څه توره وکړي زما جواب به داوي چي هر قوم چي د ظالمو واکدارانو تر لاس لاندي وي هغه د خارجي یرغلګر په مقابل کي د خپلو واکمنانو او مشرانو  ملاتړ نه کوي؛ ځکه یې نو هیواد د پردیو لاس ته لوېږي. ګزیده اثار سید جمال الدین ص ص ۸-۱۱

البته کله چي سید جمال الدین افغاني  د نولسمي پېړۍ په اتیایمه لسیزه کي په اروپا کي د العروته الوثقی په خپرولو پیل وکړ نو تر پایه پوري یې د انګرېزانو پر ضد تبلیغات وکړل. په دې وخت کي، د دوو لویو استعماري قدرتونو، روسیې او انګرېز، په مقابل کي د سید په فکر او تاکتیک کي بشپړ تغییر لیده کیږي. دا ځل یې افغانانو ته دا توصیه وه چي له اېرانیانو سره یو سي او د هند په نیولو کي له روسانو سره مرسته وکړي. سید لیکي “ د رسمي جریدو له مخي په اروپا کي د دولتونو او خصوصاً د المان د دولت مصلحت دا دی چي روسیه دی د هند د فتح کولو لپاره ټینګه او غښتلې سي… مصلحت دا دی چي د ایران او افغانستان دولتونه دي دواړه د امارت له پاره د روسیې سره متحد سي چي هر یوه ته بیلابیله ګټه ورسېږي… ګومان نه کوو او هیڅکله به یې ونه کړو چی د انګریزانو لپاره به د جګړې په ورځ نه د اروپا او نه د شرق په دولتونو، نه په هندیانو او نه د بشر د نورو اصنافو څخه کوم صنف، مرستیال او مددګار پیدا سي . ځکه چي د مځکي پر مخ به کوم داسي څوک پیدا نه سي چي د انګریز د حکومت له خوا ورته ضرر رسېدلی نه وي.

پر هند باندي د روسانو یرغل نیژدې سوی دی… که د ایران او افغانستان دولتونه په دې کي متحد سي نو د هر یوه لپاره  به پکي ډیره برخه او لویه ګټه وي. بیشکه د انګریز حکومت څخه د هندیانو کرکه د روسیانو سره لویه مرسته کوي، مګر په دې لاره کي ډیر غرونه او پېچومي سته چي هغه د افغانانو او فارسیانو د دوستۍ  پرته په بل څه نه وهل کیږي.

روس تر هغه وخته پوري د فارس او افغان دولتونو څخه د هند د دروازې په بیرته کولو کي مرسته نه سي غوښتلای چي تر څو پوري یې د ځان سره په اولجه او ګټه کي ملګري او وروڼه نه کړي. که یې داسي ونه کړل نو فارسیان او افغانان به دواړه د روس د دې پورتني مقصد لپاره یو کلک خنډ او ټینګ مانع وي….نو افغانانو ته لازمه ده چي سترګي وغړوي او په یوه سم فکر او روغ عقل سره د خپلي راتلونکي برخي غم وخوري او د ایرانیانو وروڼو سره اتفاق ته اقدام وکړي؛ ځکه چي د دوی ترمنځ داسي زړه بدي نسته چي د عمومي ښېګڼو د اختلاف موجب سي. ځکه دوی ټول د یوې سټي راوتلي ښاخونه دي او په یوه داسي مزي سره تړل شوي دي چي هغه د ټولو نه اشرف د اسلامي دین مزی دی.

باید دوی پوه سي چي دې مخالفت ته دوام ورکول، په تیره بیا په دې وخت کي د دوی او هم د دوی د هندي مسلمانانو وروڼو لپاره بد دی؛ نو فارسیانو او افغانانو ته لازم دی چي د دغه را غونډونکي مزي او د قومي او نژادي رابطې مراعت وکړي او فرعي مذهبي اختلاف  د اسلامي کلمې د ټیټوالي سبب ونه ګرځوي….

د افغانانو غاړه نښتې ده که په دې وخت کي هم دا فرعي اختلاف ټینګوي بلکه ورڅخه تېر دي شي او خپلي لرغوني سټي ته دي وګوري. ځکه چي له هري خوا ورځیني خطرونه چاپېرشوي دي او د فارسیانو سره د اتفاق نه پرته د خلاصون بله لاره نشته. اوس د یووالي او یو ځای کېدلو وخت دی.

افغانان کوم عذر نه لري او نه د علت او دلیل وړاندي کولو ځای پاته دی، په تېره بیا چي اوس د فارس په دولت کي د صدارت واګي د یوه داسي سړي په لاس کي دي چي د ډیر قدر، لوی شان او لوړي پوهي خاوند دی”  عروته الوثقی ص ص ۲۲۷-۲۳۲

په یوه بل مضمون کي بیا هم پر ایرانیانو باندي ږغ کوي چي له نورو مسلمانانو په تیره بیا افغانانو سره لاسونه ورکړي او وايی “ زه ګومان کوم چي تاسو به په هندي هیوادونو باندي د انګریزانو منګولي ښخول هېر کړي نه وي. ایا دا خبره ستاسو څخه پټه ده چي په هند کي هر مسلمان د پنجاب خواته سترګي نیولي دي او ستاسي د راتلو په انتظار دي خو په دې شرط چي له افغانانو سره یو سی….

د افغانستان پاچا امیر عبدالرحمن موږ پېژنو چي د زلمیتوب د لومړی ورځي څخه د انګریزانو سره کلکه دښمني لري او یو تربله یې داسي کیني او کږې خبري شته چي نه ورکېږي. بلکه وایو چي د انګلیس سره غلیمي د ټولو افغانانو په رګونو کي غورځنګونه وهي او د وینو سره یې ګډه شوې ده. نو که اوس د اېران او افغان حکومت اتفاق راشي په ختیځ کي به د نورو اسلامي خېلونو په منځ کي یو نوی اسلامي قوت پیدا شي او په دې سره به د مسلمانانو ارواګاني ژوندی شي…

د افغانانو او د دوی د اېراني وروڼو ترمنځ څه بیلتون دی؟ هر یو په خدای ج او په هغه څه ایمان راوړی دی چي محمدصلی الله علیه وسلم ورته راوړي دي. امیر عبدالرحمن د هغو تجربو له مخي چي د ده لاس ته ورغلي دي، لومړنی سړی دی چي دې اتفاق ته وړاندي کېږي او مخکي کېږي. موږ شک نه لرو چي که چېري په دې راز پېښو باندي د اېران پاچا په خپلو سیاحتونو کي خبر شو او په خپلو سفرونو کي یې ولیدل، نو دی به هم په دې لاره کي په وړاندي کېدلو او هڅه کولو کي نیمګړتیا ونه کړي. شک نشته چي په لوی مقصد کي لومړی اقدام کوونکی په ټول عالم په تیره بیا د مسلمانانو په منځ کي د لويي پیاوړتیا خاوند دی او په نیژدې وخت کي به د دې مېوه څکي”  هغه کتاب ص ص ۲۰۵-۲۰۸

البته په دې برخه کي امیر عبدالرحمن خان د سید افغاني مقابل نظر لري او هغه وايي چي عثماني ترکیه، ایران او افغانستان درې اسلامي وروڼه دي او باید چي اتفاق سره وکړي او یو وخت خپل پایتختونه د اورګاډي د پټلۍ او ټلګراف په واسطه سره وصل کړي. دوی به په دې توګه د هندوستان پر لور د روسانو د پرله پسې پرمختګونو او تهد ید مخه ونیسي او د روسيې په مقابل کي به یو ټینګ دېوال جوړ کړي.  تاج التورایخ ص ۵۱۴

امیر عبدالرحمن خان نه یوازي له انګرېزانو سره دښمني نه درلوده بلکه د انګرېزانو سره یې خپله دوستي نه پټوله او په څرګنده یې ویله چي انګلستان او افغانستان باید د یوه بل له دوستی څخه ګټه پورته کړي او خپلو اولادونو او اخلافو او د انګلستان ملکې او د هغې اخلافو ته یې توصیه کوله چي دا دوستي ټینګه وساتي ځکه چي د افغانستان او هندوستان سلامتي سره تړلي دي او د دوی دواړو قوت په اتفاق او کمزوري یې په نفاق کي ده. هغه کتاب ص ۳۸۲-۳۸۳

بل ځای لیکي” د هندوستان دولت دا اختیار نه درلودی چي تر دې حده زما سره ملګرتوب وکړي او یا لکه څومره چي لازمه وه زما سره د همکاری او ملګرتوب ژمنه وکړي، او نه یې زما په دوستي باور درلود؛ او ما هم نه سو کولای چي د انګرېزانو سره دوستي څرګنده کړم؛ ځکه چي زما رعیت جاهل او متعصب خلک دي او که مي له انګرېزانو سره دوستي څرګنده کړې وای نو زه یې کافر بللم او ویل به یې چي له کفارو سره مي لاس یو کړی دی او زما سره یې مخالفت او جهاد پیل کاوه. نو زه پوهېدلم چي تر څو پوري مي خپل مملکت له دې متعصبو او یاغي کسانو څخه پاک کړی نه وي تر هغه پوري نه سم کولای چي له انګرېزانو سره خپله دوستي څرګنده کړم” هغه کتاب ص ۳۸۵

دا چي سید جمال الدین افغاني به د انګریزانو سره د امیرعبدالرحمن د کیني او دښمنۍ په باره کي معلومات له کومه ترلاسه کړي وي، سړی نه پوهېږي؛ خو ټول تاریخي شواهد پر دې حقیقت باندي اتفاق سره لري چي عبدالرحمن خان تر مرګه پوري د انګرېزانو دوست پاته سو یا لږترلږه په ښکاره یې دښمني ورسره ونه کړه، او حتي په ازادو قبایلو کي یې د انګرېزانو سره د پښتنو دښمنانو په ځپلو کي برخه واخیستله. او د انګرېزي استعمار د ستر دښمن، د هډې د ملاصاحب، ملا نجم الدین په ځپلو کي یې د ګډو پوځي عملیاتو ژمنه ورسره وکړه.

په دې کی شک نسته چي سید جمال الدین افغاني ته خپل علمیت، سیاسي مبارزو او عالي شخصیت دا حوصله وربخښلې او دا پراخ نظر ور په برخه کړی وو چي د انګرېز او روس په څېر لویو او بېرحمو دښمنانو په مقابل کي د مسلمانانو ترمنځ د شیعه او سني په څېر مذهبي اختلافات بې اهمیته وبولي او د انګریز او روسانو په مقابل کي د ټول اسلامي امت او اسلامي هیوادونو د اتحاد لپاره تبلیغ وکړي؛ خو له بده مرغه چي اېران په خپل ټول تاریخ کي یوه لحظه هم له افغانانو سره د دښمنۍ څخه لاس نه وو اخیستی او د سید په عصر کي یې هم دوام ورکاوه او تر نن ورځي پوري یې هم دوام ورکړی دی. تر څو چي اېران د افغانستان په مقابل کي خپلي پخوانۍ او اوسنۍ پالیسی ته دوام ورکوي د هغه سره د هیڅ دښمن په مقابل کي، اتحاد څه چي، موقتي ایتلاف امکان نه لري.

افغانانو که، په خپل تاریخ کي، یا د استقلال او یا د انتقام اخیستلو په جنګونو کي، د ایران پرخاوره حملې کړي دي، نو هغه یې هر وخت د خپلي توري په زور کړي دي او پر خپله خاوره یې د اېران د واکدارانو د ناخوالو او ظلمونو بدل اخیستی دی؛ په داسي حال کي چي ایران، هر وخت، د افغانستان د خاوري د لاندي کولو نیت درلودلی دی  او پر افغانستان باندي د حملو کولو لپاره یې ، د انګرېز او روس په څېر، لویو قدرتونو سره لاسونه یو کړي دي. په دې باره کي اسناد او شواهد دومره زیات دي چي یو جلا کتاب ورڅخه جوړېږي؛ خو د نمونې لپاره به، د نولسمي پېړۍ په سر کي، د انګرېز د استازي سر جان مالکم او د اېران د پاچا تر منځ د تړون درې مادې را واخلو:

دوهمه ماده–  که کوم وخت د افغانستان پاچا پر هند باندي د حملې کولو تصمیم ونیوی، څرنګه چي د هند خلک د برټانیې د اعلیحضرت پاچا رعیت دي، نو اېران به یو عظیم لښکر، چي عسکري مهمات او وسلې به ورسره وي، افغانستان ته لېږي او هغه مملکت ( افغانستان )  به تباه کوي او خپل ټول کوښښ به کوي چي هغه هیواد( افغانستان ) سقوط وکړي او ګډ وډ سي.

دریمه ماده–  که چیري د افغانستان پاچا سولي ته حاضر سي نو د ایران شاهنشاهي دولت باید د سولي په شرایطو کي دا خبره یاده کړي چي د افغانستان پاچا بیا هیڅ وخت پر هند باندي، چي د انګلستان د پاچا قلمرو دی، د حملې خیال ونه کړي.

څلورمه ماده–  که چیري د افغانستان پاچا د فرانسې یا کوم بل هیواد په مرسته پر ایران باندي د حملې خیال ولري نو انګلستان به په خپل ټول قوت له ایران څخه دفاع کوي.  محمودــ محمود لومړی ټوک ص ۳۴

په افغانستان کي د زمانشاه او د هغه د وروڼو او سردارانو ترمنځ جنګونه د ایران د پاچا فتحعلي شاه قاجار په تحریک او د سرجان مالکم د طلاوو په زور عملی سول او په نتیجه کي د ایران پوځونه افغانستان ته ننوتل او د شاه محمود ملاتړ یې وکړ او شاه محمود بریالی سو او شاه زمان یې ړوند کړ. هغه کتاب ص ۲۴۱

د ایران یوه آرزو دا وه چي هرات د تل لپاره د ایران خاوره وي… د ایران پاچا محمدشاه قاجار هر وخت د افغانستان د دولت د ړنګولو خیال درلود او په هر مجلس کي به یې خپل دغه نیت څرګنداوه. هغه یوازي یوه محرک ته ضرورت درلود چي دغه اقدام ته لاس واچوي. روسان د هغه تحریکولو ته حاضر ول او هر وخت به یې د ایران شاه ته ویل چي دا کار چنداني سختي نه لري. روسانو غوښتل چي په شمال کي د ایران ځیني خاوري لاندي کړي او په عوض کي د هرات په څېر ځینو ښارونو د نیولو وعده ورکړي. هغه کتاب ص ۳۴۶

په دې باره کي زیات تفصیل او د افغانستان د شمالي او ختیځو ګاونډیانو سره د ایران د دسیسو په باب د نورو تړونونو او قراردادونو ذکرول د یوه نسبتا لنډ مضمون تر حوصلې وتلی کار دی. ایران د خپل ټول تاریخ په اوږدو کي، یوه شېبه هم، د افغانستان د اولسونو، دولتونو، ثبات او سولي او امنیت پر ضد له دسیسو څخه کرار سوی نه دی او اوس هم  دوام ورکوي. دغه ګړی پر افغانستان باندي په پراخ فرهنګي یرغل لګیا دی او که چیري زمینه ورته برابره سي زه یقین لرم چي له سیاسی او پوځي یرغل څخه هم مخ نه اړوي.

سید جمال الدین افغاني، د خپلو اوږدو او سختو سیاسي مبارزو په جریان کي ډیر لږ وخت په افغانستان کي تیر کړی دی. هغه تقریبا یو کال په هرات، کندهار او غزني کي او یو کال په کابل کي پاته سو. له اسنادو او مدارکو څخه ښکاري چي په افغانستان کي یې ځکه خوږې شپې نه دي تیري کړي چي د اړودوړ او رکود په زمانه کي ورته راغلی وو.

له دغه وخت څخه مخکي د سید جمال الدین افغاني د ژوند او حالاتو په باره کي موثق معلومات نه لرو؛ او څه چي په دې باره کي لیکل سوي دي زیاتره پر روایاتو او افسانو ولاړ دي. ځینو لیکوالانو لیکلي دي چي سید د امیر دوست محمد خان لوی سلاکاروو، ځیني وايی چي هغه د امیر محمداعظم خان صدراعظم وو. مخزومي ص ۳۹

او ځینی وايی چي هغه حتی د امیرمحمداعظم خان په پوځ کي لوی قوماندان وو. مخزومي خو یو ځای لیکي چي د اېران د پاچا ناصرالدین شاه قاجار په کابینه کي د دفاع وزیر او د پاچا سلاکار وو. خو کله چي ناصرالیدن شاه وروسته  د اېران په دولت او علماوو کي د سید محبوبیت او زور ولیدی نو له هغه څخه وبېرېدی او له هغه سره یې خپل سلوک ته تغییر ورکړ. سید هم د هوا خوری په پلمه له اېرانه ووت او روسیې ته ولاړ. هغه کتاب ص ۳۸

مخزومي دې خبري ته هیڅ فکر نه دی کړی چي یو سړی چي د اووه ویشتو کالو په عمر د افغانستان صدراعظم وي څرنګه د اېران په کابینه کي د دفاع وزیر کېدلای سي او بیا د هوا خوری لپاره روسیې ته ځي او هلته د روسیې له امپراطور سره ناسته ولاړه کوي او لا د روسیې غوندي یوه مستبد دیکتاتور پاچا په مخ کي د روسیې پر نظام باندي انتقادونه کوي. او هغه هیڅ نه ورته وايي. هغه کتاب ص ۳۹

مخزومي لیکي چي د برټانیې صدراعظم لارډ سالیزبوري او د خارجه چارو د پاره د دولت وزیر چرچل د سوډان د کشالې او د محمد احمد المهدي د پاڅون او ستونزي د حلولو لپاره سید جمال الدین افغاني ته مراجعه وکړه او هغه ته یې وویل چي که د سوډان د ستونزي په حلولو کي مرسته ورسره وکړي نو ده ته به د سوډان پاچهي ورکړي. سید د دوی غوښتنه ونه ومنله او په کرکه یې رد کړه. مخزومي ص ۳۵

په داسي حال کي، چي وروسته به وګورو، چي سید خو له صدراعظم سالیزبوري سره له سره کتلي نه دي او یوازي یې له چرچل سره فقط یو ځل ملاقات سوی دی. له بلي خوا له سالیزبوري سره دا صلاحیت او قدرت نه وو چي د سوډان پاچهي دي چاته وبخښي. که چیري له  سالیزبوري سره د سوډان د پاچهی د بخښلو واک او طاقت موجود وای څرنګه یې هغه پاچهي داسي یوه سړي ته چي ټول عمر یې د انګرېزانو پر ضد جهاد کړی وي بخښله او څرنګه به یې اعتماد په کولای. که دا ټول ناممکنات ومنو نو بیا سید دونه ساده نه وو چي د سوډان پاچهي او سیاسي قدرت، چي په وړیا توګه په لاس ورغلی وو، له لاسه ورکړي. ځکه چي هغه ته  د انګرېزانو په مقابل کي د جهاد لپاره د یوه لوی اسلامي دولت واګي په لاس ورتللې او دا، مقدس هدف ته د رسېدلو په منظور، د سید لپاره یو لوی او قوي سنګر او یو طلايی فرصت وو. د سید د ژوند په باب دا ډول مبالغې ډیري زیاتي دي.

د افغانستان د خلکواو تاریخ په باب د سید جمال الدین افغاني د مشهور کتاب تمت البیان فی تاریخ افغان د دري ترجمې په مقدمه کي خو د سید د کورنۍ شجرې په باب له دومره بې احتیاطی څخه کار اخیستل سوی دی چي هیڅ منطق یې په نظر کي نه دي نیولي. د مقدمې لیکوال لیکلي دي: « سید جمال الدین ابن سید صفدر د میا مصطفی لمسی وو چي هغه د سیدعلي ترمذي رحمته الله علیه چي په پیربابا مشهور وو او په ۹۹۱ کال کي وفات سوی دی زوی وو…»  تتمت البیان ص ۵

سید علي ترمذي، د عیسوي سنې په اساس، په ۱۵۸۲ کال کي وفات سوی او د هغه کړوسی، سید افغاني، په ۱۸۳۸ کي، د خپل ورنیکه له وفات څخه ۲۵۶ کاله وروسته، دنیا ته راځي، چي هیڅ عقل یې نه مني.

په افغانستان کي په نولسمه پېړۍ کي لیکل سویو آثارو، عروج بارکزي ها، ګلشن امارت، پادشاهان متاخر افغانستان، تاج التواریخ او وروسته لیکل سوي سراج التواریخ کي، په افغانستان کي د سید صدارت، عالي رتبه دولتي مقاماتو او له دربار سره ډېر نیژدې والي ته ته هیڅ اشاره نه ده سوې؛ او محمودطرزي، چي د سید مخلص وو او له سید سره یې په ترکیه کي لیدنه هم سوې ده، هم دې ټکي ته اشاره نه ده کړې.   او پخپله سید جمال الدین افغاني هم په افغانستان کي د اوسېدلو او یا د امیر محمداعظم خان دربار ته له راتللو څخه مخکی حالاتو په باب څه نه دي لیکلي. د افغانستان په باب له تاریخ څخه یې، چي د تتمت البیان في تاریخ افغان، په نوم یې لیکلی دی، په څرګنده ښکاري چي د امیر دوست محمدخان له خوا د هرات د فتح کېدلو او په هغه ښار کي د امیر د وفات په وخت کي سید ځکه حاضر نه وو چي که حاضر وای نو په خپل تاریخ کي به یې د هرات د فتح کېدلو حالات سم لیکلي وای. سید په خپل کتاب کي د هرات حاکم سردار سلطان احمد خان د امیر دوست محمدخان خسر او کاکا بولي، په داسي حال کي چي سلطان احمدخان د امیر زوم او وراره وو( البته د عربي څخه فارسي ترجمه غلطه سوې ده او سید، په عربي متن کي، سلطان احمد خان د امیر د کاکا زوی او زوم  بولي . په داسي حال کي چي وراره او زوم یې کېدی جهاني ) او دغه راز وايی چي امیر دوست محمدخان د هرات ښار ډیره موده محاصره کړ او وروسته په خپل پوځي مرکز کي وفات سو او د پوځ قوماندانانو یې پر هرات باندي د حملې امر ورکړ او له څو پرله پسې حملو څخه وروسته یې ښار په کال ۱۲۸۰ کي فتح کړ. تتمت البیان ص ۱۴۸

په داسي حال کي چي یو خو سلطان احمدخان د امیر دوست محمدخان د کاکا زوی  نه بلکه وراره وو او بل دا چي ټول تاریخونه پر دې باندي متفق دي چي امیر دوست محمدخان د هرات د فتح کولو څخه دیارلس یا څوارلس ورځي وروسته په هرات کي دننه وفات سو. احمدعلي کهزاد د نورو مورخینو د قول په تایید لیکي چي کله د هرات د فتح خبر کابل ته ورسیدی نو د شېرعلي خان زوی سردارمحمدعلي خان، چي په دغه وخت کي د کابل نایب الحکومه وو، په کابل کي د خوښۍ جشنونه وکړل او یوه هفته یې په ټول ښار کي څراغونه ولګول. امیر هم په هرات کي له خلکو سره ډیر په مهربانی سلوک وکړ او د هرات له فتحي څخه څوارلس ورځي وروسته په ۱۲۷۹ کال کي ، چي د ۱۸۶۳ کال د جون نهمه کېږي په هرات کي وفات سو او د خواجه عبدالله انصاري د زیارت څنګ ته خاورو ته وسپارل سو.  کهزاد ص ۵۴۲

د سید له هغه لیک څخه چي په ۱۸۶۶ کال کي یې، په کابل کي د امیرمحمدافضل خان د پاچهی په وخت کي، لیکلی دی، ښکاري چي سید له دغه کال څخه پنځه کلونه مخکي، په پرله پسې توګه سفرونه کړي او په افغانستان کي نه وو. سید لیکي” اوس مي ځان د عالم له غالمغال او شروشور څخه بېغمه کړی دی. مطلب دا چي پنځه کاله د نړۍ په شاوخوا کي وګرځېدم او راز راز زحمتونه مي وګالل. د هر مذهب له پیروانو او عالمانو سره مي وکتل او د هري ډلي او هر ملت فقراء او عالمان مي ولیدل. او د هر مملکت او هر ولایت د پوهانو او مشرانو سره مي ناستي وکړې … “ ګزیده آثار ص ص ۱-۲

د دې لیک معنی دا ده چي سید باید د امیر دوست محمدخان د پاچهی په وروستیو دریو کالو کي په سفرونو پیل کړی، په بېلو بېلو هیوادونو ګرځېدلی او د هغه له وفات څخه تقریبا درې کاله وروسته افغانستان ته ستون سوی وي. په دې حساب نو په هغه وخت کي، په افغانستان کي، د سید د هر ډول اجتماعي او سیاسي فعالیت او حتی اوسېدلو احتمال له منځه ځي.

 سید ته د امیرمحمداعظم خان، چي له ده سره یې د نظرتوافق هم درلود، له لیکونو څخه ښکاري چي امیر لازمه توجه نه ده ورته کړې او یا به یې نه سوای ورته کولای.

سید جمال الدین افغاني، په کابل کي د اوسیدلو په وخت کي، چي ۱۸۶۸ کال دی او لږ وخت وروسته د امیرمحمداعظم خان پاچهي پای ته رسیږي او پر ځای باندي یې امیرشېرعلی خان دوهم ځل پاچا کیږي، د افغانستان له خلکو څخه ډېره زیاته ګیله لري؛ دونه ګیله من دی چي له خدایه مرګ غواړي او مرګ د نجات یوازینی لاره بولي. نه ده معلومه چي همدغه شکایت یې د لیک په ډول امیرمحمداعظم خان ته لېږلی او که یې کوم بل لیک ور استولی دی چي امیرمحمداعظم خان یې یو لنډ جواب ورکړی دی:

محب صادق و دوست موافقا!

رقعه محبت ترجمه شما مطالعه شد. از کمال اتحاد و موافقت مرقوم قلم خلوصیت شیم نګاشته بودید. سیادت پناه مودت نشانا! در هر حال میل خاطر بندهء درګاه پادشاه بې مثال خوشي طبیعت آن مهر سګال است. از دوري شما ملال و درخوشي شما خوشحال میباشم. هر طور مرضی و رضای شما باشد ما خرسندیم، تکلیف بر شما نامناسب. زیاده چه نګارد.

داسي ښکاري چي سید، امیرمحمداعظم خان ته لیکلي دي چي غواړي له کابل څخه پېښور ته حرکت وکړي او امیرمحمد اعظم خان، سره له هغه چي زړه یې نه غواړي سید ته رخصت ورکوي، ځکه چي فکر کوي که یې په جبر منع کړي هسي نه خوا یې بده نه سي.

سید سند امجدا!

رقعه ایکه به عبارات شیرین و فقرات رنګین در خصوص استرخاص سمت پشاور انشا نموده بودند، به نظر فیض منظر عطوفت بنیاد بندګان ما در آمد، و حقایق مندرجه موضح شد. این معنی را دانسته باشند که چون بندګان ما مفارقت شمارا برخود دشوار میداندو البته نمی خواهد که تا حیات مستعار باشد فی مابین صورت مباینت و مباعدت اتفاق افتد. اولا بدین واسطه حرکت شمارا به هیچ طرف رضا نمی دهد و ثانیاً در صورتي که خود شما به طوع و رغبت قطع مواصلت اختیار نمایید، به ملاحظه اینکه هر ګاه حرف ممانعت در میان آید نشود که موجب ملال خاطر محبت مظاهر ګردد، اګر چنان اذان مرخصي داده شود، هر ایینه من باب اضطراري و ناچاري خواهد بود. زیاده چه نګارد. ګزیده آثار سید جمال الدین افغاني ص ۵

په هغه مضمون کي چي سید د امیرشېرعلي خان د پاچهی په زمانه کی لیکلی دی، ښکاري چي په کابل کي یې ډیر زړه تنګ دی او لیکي:

“تر ځان راتېرو دوستانو ته دي معلومه وي چي د انګریزانو طایفه مي اوروس بولي، مسلمانان مي مجوس بولي، سنیان مي رافضي او شیعه مي ناصبي بولي. د چهاریارو ځیني دوستان مي وهابي بولي او د امامي شیعه ګانو ځیني طرفداران مي بابي ګڼي. الهیان مي دهري او پرهېزګاران مي فاسق او له تقوی خلاص بولي، عالمان مي جاهل او ناپوه او مومنان مي بې ایمانه ګناه کار بولي. نه مي کافران ځانته وربولي او نه مي مسلمانان د ځان بولي. له جوماته شړل سوی او له میخانې رد سوی یم. حیران یم چي کوم طرف ته ولاړ سم. د چا لمنه ونیسم او له چا سره مخالفت وکړم؟ که یو ردوې بل به تاییدوې او که هغه تاییدوې نو د دې بل سره په جنګ بوخت یې. نه د دې طایفې څخه د تيښتي لاره لرم او نه دا سي ځای لرم چي د دې فرقې سره جګړه وکړم. د کابل په ښار کي په بالاحصار کي لاس تړلی او پښې ماتی ناست یم، او منتظریم چي له غیبه څه راته پېښېږي، او د آسمان څخه چي تل بدکاران نازوي څه راته رسېږي” هغه کتاب ص ص ۲-۳

سید جمال الدین افغاني د امیرشېرعلي خان د بیرته پاچا کېدلو په وخت کي ځکه له نظره ولوېدی چي هغه د امیر محمداعظم خان سره ډیر نیژدې اړیکي درلودل. او کله چي محمداعظم خان ، د امیرشېرعلي خان د لښکرو په مقابل کي، وروستی ماته وخوړه او له کابله ووت نو سید هم د سردار ذوالفقار خان په کور کي دېره سو. څو ورځي وروسته یې امیر شېرعلي خان ته ولیکل:

اې د مومنانو امیره! د خدای ستاینه کوم چي تا غوندي یوه هوښیار سړي ته یې قدرت درکړی دی. ته پوهېږې چي ذوالفقار خان حاتم طايي نه دی او زه هم کوم ګدا نه یم چي د ده په کور کي به پروت یم… نه ته د محمداعظم خان په څېر وعده خلاف یې. زما سره د یوې ورځي وعده اوس میاشتي ته ورسېده، خو تر اوسه پوري د اوسېدلو ځای نه لرم. ته ډیر زړه ور انسان یې. که چېري پر ما باندي د کوم علت له مخي بدګومانه یې، او یا دي کوم څه لیدلي وي نو لطفاً ماته اطلاع راکړه. مېلمه پالنه څو ورځي وي، میاشتي نه وي. سړی څو ورځي مېلمه وي، وروسته بې عزته کېږي. Keddie ص ۴۸

داسي ښکاري چي امیرشېرعلي خان له سید سره د کور او تنخوا وعده کړې وه او هغه یې پر ځای کړې نه وي. نو هغه امیر ته دوه نور لیکونه وليکل، یو یې امیر ته او بل یې د هغه ورور سردار محمداسلم خان ته واستاوه، او د وضع څخه یې شکایت وکړ. په دواړو لیکونوکي یې د خپلي وضعي څخه شکایت کړی او له امیر څخه یې غوښتي وه چي یا کور او تنخوا ورته برابره کړي او یا رخصت ورکړي؛ ځکه چي ده په افغانستان کي خپله ټوله نغده شته مني لګولې او نور هیڅ نه لري. د امیر په دربار کي د انګرېزانو استازي یا وکیل د سید ټول لیکونه تعقیب کړي او کلکتې ته یې لېږلي او د کابل روزنامچې په نوم اسنادو کي قید دي. سردار محمد اسلم خان ته د سید لیک، امیر پر سید باندي نور هم بدګومانه کړ او وې ویل چي دا سړی خپل شخصي اغراض لري او د افغانستان لپاره یو بشپړ خطر دی او باید چي له افغانستان څخه وایستل سي. امر یې وکړ چي سید دي د کندهار او هرات د لاري وایستل سی او هغه ته یې دوولس تومنه، چي د سید د مقام لپاره ډیري لږي پیسې وې، د لاري خرڅ ورکړ. هغه کتاب  ص ص ۴۹-۵۰

ګریګوریان هم د امیر محمداعظم خان د یو کلن حکومت په وخت کي د سید جمال الدین افغاني د اصلاحاتو د پروګرام یادونه کوي او وايي چي سید د امیر محمداعظم خان د سلاکار په حیث کار کاوه او هغه ته یې د یوې مجلې د خپرولو توصیه کړې وه. البته د امیر محمداعظم خان د پاچهی دوره ډېره لنډه وه او سید خپل د اصلاحاتو پروګرامونه وروسته امیرشېرعلي خان ته واړندي کړل. ګریګوریان وايي چي سید، امیرشېرعلي خان ته د ښونځیو د جوړولو او حتی د پوستې په برخه کي مشورې ورکړې؛ خو څرنګه چي سید له پخواني امیر سره ډېر نيژدې اړیکي درلودل نو شېرعلي خان اعتماد په ونه کړ او هغه یې له افغانستان څخه وتلو ته مجبور کړ. ګریګوریان ص ۸۶

ګریګوریان په افغانستان کي د امیر حبیب الله خان د عصر په اصلاحاتو او د سراج الاخبار په خپرونو کي د سید جمال الدین افغاني اثر ویني او وايي چي د سراج الاخبار موسس او مدیر محمودطرزي د سید جمال الدین افغاني د پان اسلامیزم د افکارو تر اغېزې لاندي راغلی وو. ص ۱۶۳

محمودطرزي په خپلو خاطراتو کي دې حقیقت او پر خپلو افکارو باندي د سید اغېزې ته اشاره کوي او وايي چي د پلار د توصیې سره سم استامبول ته ولاړم او اووه میاشتي مي د سید په مجلسونو کي برخه واخیستله. دی وايی علامه د عرفان یو کان وو. هر چا د خپل استعداد په اندازه له هغه څخه ګټه اخیستله. له سید سره زما دغه اووه میاشتي د اویا کالو تعلیم حیثیت درلود. د هغه پر هره جمله او عبارت باندي کتابونه لیکل کېدلای سي… طرزي وايي زما سره دا سودا وه چي د سید د اصلي وطن په باره کي معلومات ترلاسه کړم. یوه ورځ چا د سید په مجلس کي دا خبره یاده کړه او له هغه څخه یې د وطن په باره کي پوښتنه وکړه، ځکه چي خبریالانو او د جرایدو څښتنانو په دې باره کي چي سید اصلا د کوم ځای دی اختلاف ښکاره کړی وو. زه خوشاله سوم چي ګوندي سوال به مي حل سي. خو خبره هغسي نه سوه؛ بلکه سید دا مسله نوره هم پېچلې کړه. هغه وویل ښه دی چي افغاني مي افغاني ونه بولي، اېرانی مي اېراني ونه بولي. ترکی مي د ترکي او اروپايي مي د اروپايی په حیث ونه پېژني. مګر دا جرأت به کوم پلار مړی ( فارسي عبارت پدرسوخته دی ج) وکړي چي ووايی جمال الدین د آدم او حوا له نسله نه دی؟

طرزي وايی دا خبري یې په دونه جدیت وکړې چي نور نو د مجلس غړي مجبور سول چي بحثونه بلي خواته یوسي. طرزي مقالات ص ص ۳۵۹-۳۶۰

دا لکه چي د سید جمال الدین افغاني د ژوند وروستۍ میاشتي وې. محمودطرزي وايی چي د سید له ناورغی څخه مخکي، د ناروغی او جراحي عملیاتو په جریان کي د وفات تر وخت پوري، هره شېبه له سید سره حاضر وو. هغه کتاب ص ۳۶۱

سید جمال الدین افغاني د استعمار پر ضد یو مبارز وو، او د انګلستان، روسیې او فرانسې، چي په هغه وخت کی یې د اسلامي نړۍ هیوادونه او نور مظلوم اولسونه لاندي کړي ول، دښمن وو. هغه د استعمار په منګولو کي د اسلامي هیوادونو د بندېدلو علت د هغوی تر منځ بې اتفاقي او له یوه بله بې خبري باله، او چي له مصر څخه نیولې، تر افغانستان او هند پوري هري سیمي ته تلی هلته یې د زورواکو غربي هیوادونو پر ضد د یوکېدلو او پاڅون تبلیغ کاوه. “ د انګریزانو عسکر په مصر کي بې پروا لګیا دي خلک وژني، مالونه یې لوټوي، مګر نور شرقیان وروڼه د هغوی د وینو په بهېدلو هیڅ نه خوږېږي. بلکه هغو کسانو ته یې هم خوږ او درد نه رسېږي چي د دوی زګیروی اوري او سرې سترګي ورته ناست او په خپل مخ کي یې تر پښو لاندي آخوا دې خوا پراته ګوري” عروته الوثقی ص ۸۵

په همدغه مضمون کي وروسته لیکي” ایا د تعجب خبره نه ده چي عثمانیان په مراکش کي سفارت نه لري او نه یې مراکش په عثمانیانو کي. ایا د تعجب خبره نه ده چي عثماني دولت د افغانانو او په مشرق کي د نورو مسلمانانو سره ټینګ اړېکي او روابط نه لري. په مسلمانانو کي دا شا په شا کېدل او د یوه بل نه بېلتون او هر یو په خپل سرکېدل دومره ډېر سوي دي چي سړی په زغرده ویلای سي چي د دوی د یوه قوم په منځ کي هم ټینګ اړېکي نه دي پاته سوي…” هغه کتاب ص ۸۷

سید د ټولو استعماري قوتونو سره په یوه وخت کي جګړه کوله. هغه په حقیقت کي په دې عقیده وو چي د لویو استعماري طاقتونو تر منځ جنګ په هر صورت د نېستمنو او تر استعمار لاندي هیوادونو او اولسونو په ګټه دی. هغه په دې لاره کي صرف موقع ته کتل او د هر استعماري قوت پر ضد یې خپل تبلیغاتي زور استعمالاوه. د ۱۸۸۵ د جنوري په میاشت کي، چي د سوډان ملي مبارز او د هغه هیواد د خلکو سیاسي او روحاني مشر محمداحمد ابن عبدالله المهدي د سوډان پایتخت خرطوم ونیوی او د انګریزي استعمار او په اسلامي هیوادونو کي د مستبدو واکدارانو پر ضد یې جهاد اعلان کړ، نو د انګلستان له حکومت سره يې اندېښنه پیدا کړه. د هند لپاره د دولت وزیر رانډولف چرچل د مهدي سره د خبرو کولو او سولي له مذاکراتو سره علاقه وښودله. مشهور لیکوال او ژورنالیسټ ویلفریډ بلنټ، چي د ډیرو زیاتو عالي رتبه حکومتي مقاماتو او د اینګلینډ له سیاستمدارانو سره یې اړېکي درلودل، له سید څخه ، چي دا وخت په پاریس کي وو، وغوښتل چي لندن ته ورسي او د چرچل سره وګوري.

بلنټ وايي په دغه ورځو کي د ابراهیم په نوم یوه سړي ته د سید لیک را رسېدلی وو، او لیکلي یې وه چي که د چرچل له خبرو څخه څه جوړ نه سوه نو افغانستان ته ځي او هلته د برټانیې پر ضد ستونزي پیدا کوي. بلنټ وايی د ۱۸۸۵ کال د جولای په میاشت کي چرچل ماته وویل زه د افغانستان له امیر سره په سخت جنجال اخته یم او اصلا نه پوهېږم چي هغه څرنګه لوبه روانه کړې ده. زه په دې باره کي دقیقو اطلاعاتو ته ضرورت لرم. دی وايی ما چرچل ته وویل چي سید جمال الدین به له پاریس څخه را وغواړو هغه ښايي مرسته وکړای سي. بلنټ وايی ما چرچل ته وویل چی سید دلته د هر  چا په تور لیست کي دی او د اینګلینډ ډیر سخت دښمن پېژندل سوی دی، او که داسي نه وي نو خبري یې زموږ په درد هم نه خوري. بلنټ د چرچل او سید په مجلس کي حاضر وو او لیکي چي سید جمال الدین افغاني چرچل ته وویل” درې علته دي چي د هند مسلمانان ستاسي څخه تر روسانو زیات نفرت لري. لومړی خو دا چي تاسي د ډهلي امپراطوري تباه کړه. دوهم دا چي تاسي ملایانو، مؤذنانو او د جوماتونو ساتونکو ته د تنخوا ورکول بند کړی دي په داسي حال کي چي روسان، په خپل اسلامي قلمرو کي، اوس هم دغو کسانو ته تنخواوي ورکوي. او دریم دا چي تاسي په خپل پوځ کي مسلمانانو ته لوړ منصبونه نه ورکوی او روسان یې ورکوي… اینګلینډ موږ ته تر روسانو زیات تاوان رسولی دی مګر روسان اوس تر اینګلینډ خطرناک دي… که روسان پنځه کاله نور په مرو کي پاته سي بیا به نه افغانستان، نه ایران، نه اناتولیه او نه هند پاته وي… تاسي باید له اسلام سره، له افغانانو، ایرانیانو، ترکانو، مصریانو او عربانو سره لاس یو کړی او روسان له مرو څخه د کسپین بحیرې ته وشړی. د مسلمانانو سره د ملګرتوب لپاره باید مصر خوشي کړی…. که په مصر کي اسلامي حکومت ټینګ وي نو مهدي تاسي ته هیڅ خطر نه پېښوي…. که روسان پنځه کاله په مرو کي پاته سي، بیا به یې چاره نا ممکنه وي. تاسي باید پر هغوی باندي د افغانستان د لاري نه بلکه له بلي خوا حمله وکړی، بیا به نو ملایان د روسانو پر ضد جهاد اعلان کړي او ستاسي سره به ملګري سي” Keddie ص ص ۲۴۹-۲۵۱

موږ ګورو چي سید فرصت ته کتل او په هر وخت کي یې د لویو غربي قدرتونو پر ضد جګړه د مظلومو اولسونو په تېره بیا اسلامی نړۍ په ګټه بلله. هغه که له عثماني امپراطوری څخه دفاع کوله ، هم یې مطلب د اسلامي نړۍ څخه دفاع وه؛ ځکه چي د عباسي خلافت د سقوط څخه وروسته عثماني خلافت د اسلامي نړۍ د وحدت سمبول وو.

څرنګه چي تزاري روسیې د نولسمي پېړۍ د دیرشمي لسیزي له وروستیو کلونو څخه په  افغانستان کي فعالیتونه پیل کړي او انګرېزانو ته یې پر هند باندي د تزار د حملې وېره پیدا کړې وه؛ او تزار هم کله د فرانسې د ناپولیون، کله د اېران له قاجاریانو او کله هم په هند کي دننه د ناراضي شهزاده ګانو او نوابانو سره د برټانیې پر ضد پټ او ښکاره فعالیتونه کول نو برټانیه تر بل هر قدرت د روسیې څخه په وهم کي وه او فکر یې کاوه چي روسیه یوازینی قدرت دی چي د افغانستان یا اېران له لاري هند ته خطر پېښولای سي، نو د کابل په دربار کی یې د روسانو هر حرکت تعقیباوه. او د بلي خوا امیر شېرعلي خان، چي د انګرېزانو له زور څخه خبر وو، او لا یې ځان په قدرت کي سم ټینګ کړی نه وو، په هیڅ صورت نه غوښتل چي ځان له انګرېزانو سره مخامخ کړي، نو ځکه د سید جمال الدین افغاني لپاره، چي په هر ځای کی یې د برټانیې پر ضد ښکاره تبلیغات کول، او دا یې خپل جهاد ګڼلی وو، په افغانستان کي، او هغه هم د یوه برحال امیر په دربار کي، د اوسېدلو چنداني زمینه نه سوای برابرېدلای.

په کابل کي د انګرېزانو د استازي په یاداشتونو کي، د امیر د درباریانو له قوله، لیکل سوي دي چي سید رومي( مطلب یې سید جمال الدین افغانی دی، چي د حسیني تر څنګ یې کله رومي  تخلص هم غوره کړی دی جهاني ) په زغرده امیر ته ویلي دي چي دی د تزار استازی دی او غواړي چي د افغانستان د حکومت او تزاري روسیې تر منځ اتحاد ټینګ کړي. امیر په جواب کي ورته وویل چي زه خپل ګاونډیان ښه پېژنم او د روسیې د حکومت له وضع سره ښه بلد یم. زه نور نه غواړم چي ته په دې وطن کي پاته سې. کله چي سید له امیر څخه وغوښتل چي د بخارا له لاري د وتلو اجازه ورکړي امیر د هغه پېشنهاد رد کړ او د کندهار له لاري یې د هغه د ایستل کېدلو امر وکړ. هغه کتاب ص ۵۱

روسانو یو ځل د امیر دوست محمدخان د لومړي ځل پاچهی په وروستي کال د ویتکي ویچ په نوم یو استازی د امیر دربار ته واستاوه او امیر ته یې د روسانو د حکومت له خوا د ډیرو زیاتو پوځي او مالي مرستو وعده ورکړه. که څه هم چي امیر د انګرېزانو دوستی ته ترجېح ورکوله او حتی د روس له استازي سره یې د کتلو څخه  ډډه کوله، مګر انګرېزانو په کابل کي د روسانو د استازي حضور پلمه کړ او پر افغانستان باندی یې لومړی یرغل پیل کړ. همدغه خبره، د امیر شېرعلي خان په دربار کي، یوه وزیر، د روسانو د هیات ریس جنرال راسګونوف ته وکړه او په ډېر قهر یې ورته وویل چی تاسي څلوېښت کاله مخکي پر موږ باندي یو خطرناک طوفان نازل کړ او د دوو ګاونډیو ملکونو ترمنځ مو د جنګ اور بل کړ، اوس بیا هم په خپل هغه پخواني چل ول سره غواړی چی هغه پخوانۍ خونړي صحنې تکرار سي او تاسي له لیري ننداره وکړی. خو جنرال راسګونوف چوپه خوله پاته وو او هیڅ یې نه سو ویلای. یاورسکي  ص ۲۰

امیر شېرعلي خان هم دونه ساده نه وو چي په لوی لاس یې ځان د روسانو دام ته غورځولی او خپل هیواد یې د جنګ لمبو ته سپارلی وای، خو لکه څرنګه چي جنرال رابرټس پخپله اعتراف کوي چي انګرېزانو هغه مجبور کړ چي ځان د روسانو لمني ته وغورځوي. البته روسانو یو ځل بیا هغه خپله پخوانۍ نامردي تکرار کړه، او د تنګسې په وخت کي پر شا سول. “ امیرشېرعلي خان په یوه خصوصي مجلس کي جنرال راسګونوف ته وویل چي لومړی ځل چي جنرال ستولیتوف په کابل کي په خصوصي ډول ماته راغی او زموږ ترمنځ پټي خبري پیل سوې نو ما خپل لاس ور اوږد کړ او د زړه له اخلاصه مي پوښتنه ورڅخه وکړه چي راسه حقیقت راته ووایه! آیا تاسي به لکه ویتکیویچ چي اوه څلویښت کاله مخکی زموږ هیواد ته راغلی وو او چي د جنګ اور یې بل کړ نو په خپله مخه ولاړ هغسي سلوک وکړی کنه. هغه زما لاس ټینګ کړ او راته وې ویل چي زه راغلی یم او وظیفه لرم چي د استعمار د قواوو په مقابل کي ستاسي د هیواد او ستاسي د خودمختاری ملاتړ وکړم.  اوس د هغې مرستي او ملاتړ نتیجه معلومه سوه. بلې موږ ته ثابته سوه چي پر افغانستان باندي دوهم ځل استعماري قواوو بېرحمانه یرغل وکړ او دا د روسیې د مقتدر تزاري دولت د استازو د وعدو نتیجه وه” هغه کتاب ص ۴۱

موږ د شلمي پېړۍ په پای کي ولیدل چي روسانو له خپلو کمونیسټو ملګرو سره، چي ګوند یې د هغوی په ملاتړ تاسیس کړی او کودتا یې د هغوی په ملاتړ وکړه څرنګه، د ضرورت په وخت کي، له خپلو ملګرو کمونیسټانو او د افغانستان سره نامردي وکړه او څرنګه یې حتی خپل ملګري د قوي غلیمانو لمني ته واچول او یوه ورځ یې دفاع ورڅخه ونه کړه . البته د روسانو دا لوبه اوس هم جاري ده او د جهاد ځینو لویو مشرانو هم د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په کلونو کي له هغوی سره پټي دسیسې کولې او هم اوس په پټو دسیسو ورسره لګیا دي. دا چی سبا به څه پېښېږي هغه د سبا خبري دي خو دونه ویلای سو چي د افغانستان ټول تاریخ، چي د غم لړلو پېښو یوه نه شلېدونکې لړۍ ده، ښودلې ده چي د افغانستان جوړول یوازي د افغانانو کار دی او پر پردیو قوتونو باندي بشپړه او دایمي تکیه د افغانستان د ملت کېدلو، پرمخ تللو او یو موټی کېدلو مخه نیسي. افغانان که غواړي چي د پخوا په څېر ستر ملت سي او خلک په ریشتیا هم د آسیا د زړه په سترګه ورته وګوري نو دا کار یوازي د خپل مټ او بازو په زور کولای سي. له پردیو سره اتحادونه یوازي د موقت وخت لپاره کار ورکولای سي او د هغو نتیجه هم چنداني یقیني نه وي.

      ماءخذونه

۱: افغاني، سید جمال الدین. العروته الوثقی. کابل پښتو ټولنه ۱۳۵۵

۲: افغاني، سید جمال الدین. تتمت البیان في تاریخ افغان. ترجمه محمدامین خوګیاني. کابل

۳: افغاني سید جمال الدین. تمت البیان في تاریخ افغان ( عربی). الطبعته الاولي بمطبعته الموسوعات باب الخلق بمصر ۱۳۰۸ ه ق ۱۹۰۱

۴: مخزومي، محمدباشاه. د افغاني سید جمال الدین خاطرات او په هغو کي په مجمله توګه د ده افکار او آراء. د محمدشاه ارشاد ترجمه کابل ۱۳۵۲

۵: طرزي، محمود. خاطرات محمود طرزي. ګرد آورنده ډاکټر روان فرهادي، نشرات وزارت خارجه. ۱۳۸۹

۶: ډاکټر یاورسکي، جې. ایل. سفارت روسیه تزاري به دربار امیر شېرعلي خان. مترجم ازلسان جرمني، عبدالغفور برېښنا. کابل ۱۸۸۰

۷: ګزیده آثار سید جمال الدین افغانی. ګرد آورنده دوکتور سید مخدوم رهین. کابل ۱۳۵۵

۸: محمود محمود، تاریخ روابط سیاسی ایران وانګلیس درقرن ۱۹ چاپ چهارم ۱۳۵۳

۹: کهزاد، احمدعلي. بالاحصار کابل و پیش آمد های تاریخي. چاپ دوم ۱۳۷۸، مرکز نشراتي میوند کابل.

۱۰: امیر عبدالرحمن خان، تاج التواریخ. مرکز نشراتي میوند. مېزان سال ۱۳۷۵

11: Sykes, Sir Percy. A History of Afghanistan 1940 London

12: Roberts, Lord. Forty One Years in India. 1898 London

13: Balfour, Lady Betty. Lord Lytton’s Indian Administration 1876-80

14: Rawlinson, Major-Gen. Sir Henry. England and Russia in the East. Karachi 1980

15: Duke of Argyll. The Eastern Question. Volume 2

16: Keddie, Nikki R. Sayyid Jamaluddin Al Afghani. A political Biography. University of California Press 1972

17: Scanlon, John. Very Foreign Affairs. Great Britain 1938

18: Daniel, Norman. Islam Europe and Empire. Edinburgh University 1966

19: Marvin, Charles. The Russians Advance towards India. Reprinted by Lahore Shirikat Printing Press. 1984

20: Frazer, Robert W. British India. First Published 1896 New York.

21: Keene, H.G History of India From the Earliest Times to the Twentieth Century Volume 2 First Published 1915. Reprint 1990 India

22:  Bilgrami, Asghar H. Afghanistan and British India ( 1793-1907) Published 1972 New Delhi

23: Gregorian, Vartan. The Emergence of Modern Afghanistan. 1969 Stanford University Press.

24 : Causes of the Afghan War. Being a Selection of the Papers Laid Before Parliament with a Connection Narrative and Comment. London Chatto and Windus,  Piccadilly 1879

۲۵: طرزي، محمود. مقالات محمودطرزي. ګردآورنده: ډاکټرعبدالغفور روان فرهادي. ۱۳۸۷ انتشارات انستیتوت ډپلوماسي وزارت امور خارجه افغانستان.

       ضمیمه

د سید جمال الدین افغاني د ناروغی د علت په باب هغه نکل چي محمودطرزي پخپله د سید له خولې اورېدلی دی. سید وویل:

« یوه ورځ، د ورځني عادت سره سم، په بګۍ کي، د کاغذ خانه په نوم درې ته تللی وم. شپه تیاره سوې وه چي ګاډۍ زموږد کورمخي ته ودرېده. کله چي له ګاډۍ څخه را کښته سوم ومي لیده چي د دروازې یوې خواته یو جسم لکه پېچلی شی پروت دی.

مزدور ته مي امر وکړ چي هغه لوی بنډل وګوري څشي دی؟ مګرهغه بنډل نه بلکه یو انسان وو او ږغ یې وکړ چي ښاغلی سید! زه رضا کرماني یم! د فلج په ناروغي اخته سوی یم. نن دغه ښار ته راغلم او ایله دونه مي وکړه چي د یوه مزدور په شا مي ځان تر دغه ځایه را ورساوه.

کله چي مي د هغه ږغ واورېدی په هغه ګړي مي وپېژندی. مزدور ته مي امر وکړ چي هغه کورته ننه باسي. د هغې شپې په سبا مي له یوه لیک سره یوې انګرېزی شفاخانې ته، چي په بیک اوغلي کي وه، واستاوه. پنځه لس ورځي وروسته په همدغه صالون کي ناست وم چي رضا پر خپلو پښو راغی، جګ جوړ وو او سلام یې وکړ. حیران سوم او پوښتنه مي ورڅخه وکړه چي رضا څرنګه یې؟

ویل یې ستاسي د دعا او همت له برکته شکر دی جوړ یم. ښه علاج مي وسو او اوس دا دی خدای په امانی لپاره راغلی یم. ماویل څه وایې؟ وطن ته د تللو نیت لرې. ویل یې هو.

ما ته د رضا طبیعت او مزاج را معلوم وو او پوهېدم چي څوک یې ستنولای نه سي. ورته ټینګ نه سوم او رخصت مي کړ. خدای په اماني یې وکړه. بیا نو خبر نه سوم چي څه سو. له دې پیښي څخه یو څه وخت تېر سو؛ چي یو ناڅاپه په ټوله نړۍ کي د اعلیحضرت ناصرالدین شاه د وژل کېدلو خبر لکه زلزله خپور سو او ویل کېدله چي رضا کرماني ویشتلی او وژلی دی. د اېران شاه د شاه عبدالعظیم په زیارت کي رضا کرماني ویشتلی وو.

کله چي له تهران څخه په ترکیه کي د ایران سفارت ته دا خبر ورسېدی نو د ایران بې عقل سفیر په هغه ګړي په ګاډۍ کي سپور سو او د ترکي مقاماتو پر خوا روان سو. مګر رضای کرماني د شاه پر سینه باندي د ګولې د وار کولو په وخت کي ویلي وه چي واخله دا هم د سید جمال الدین افغاني انتقام. ښه نو! رضا کرماني خو دا خبره وکړه نو د سید جمال الدین افغاني څه ګناه ده؟ بالاخره د ایران بې عقل سفیر له اعلیحضرت سلطان عبدالحمید څخه په ډېر ټینګار د ملاقات غوښتنه وکړه او کله چي د سلطان حضور ته ورغی خپله خولۍ یې له مځکي ویشتلې وه او په ډېر غمګین آواز یې پېښه ورته بیان کړې او زه یې د شاه په قتلولو تورن کړی وم. عجبه لا دا چي له سلطان څخه یې په ډېر ټینګار غوښتنه کړې وه چي ما د اېران سفارت ته وسپاري.

واه واه! ته دې بې عقلۍ ته وګوره!! سلطان عبدالحمید خان، چي یو هوښیار سړی وو، په زړه کي یې د سفیر پر دې بې عقلۍ خندلي وه او سفیر ته یې ویلي وه چي یو څه له عقل او منطق څخه کار واخلي:

ښاغلی سفیر! یو څه له حوصلې څخه کار واخلی. زه په دې غمجنه پېښه تر تا ډېر غمجن سوی یم. مګر دا امکان نه لري چي زه دي یو سړی چي په استانبول کي ژوند کوي او شاه په تهران کي وفات سوی وي د قاتل په نوم تاسو ته وسپارم.

څرنګه چي سفیر دا منطقي جواب ردولای نه سوای نو بله چاره یې نه درلوده؛ خولۍ یې پر سر کړه او په ګاډۍ کي سپور سو. مګر څرنګه چي سلطان هم بې زړه سړی وو نو واهمه یې زیاته سوه. زما رقیب ابوالهدی ته هم ښه فرصت په لاس ورغی او د سلطان فکر یې، چي خدايی هم په تزلزل کي وو، زما په باب خراب کړ او راته بدګومانه یې کړ. نتیجه دا سوه چي زما د کور پر شاوخوا یې پیرې راته ودرولې او خفیه پولیسو مي ټول حرکات څارل. دې دوږخي پولیسو یو څه وخت تعقیبولم. په دې وخت کي یوه بله پېښه هم وسوه، چي زما د څارل کېدلو کار یې نور هم سخت کړ. په دې شپو ورځو کي د مصر خدیو( حکمران )جناب پرنس حلمي پاشا استانبول ته راغلی وو. څرنګه چي ما له هغه سره له ډېره وخته پېژندل او یو څه وخت یې پر ما سبق هم ویلی وو نو زما سره یې د لیدلو غوښتنه وکړه. څرنګه چي په عبدالحمید خاني کي دا ډول ملاقاتونه د سلطان له اجازې پرته ممکن نه وه نو له شاهانه حضور څخه یې زما سره د ملاقات کولو اجازه وغوښتله. سلطان اجازه ورنه کړه. مګر یوه ورځ زه تصادفا هواخوری ته وتلی وم او خدیو هم هغي سیمي ته تللی وو نو موږ سره مخامخ سولو او تقریبا نیم ساعت مو خبري سره وکړې. د دې ملاقات نتیجه دا سوه چي د خفیه پولیسو شمېر زیات سو او خبره د خفیه پولیسو څخه ژندارم او ښکاره پولیسو او تعقیب ته ورسېده. څرنګه چي دا ډول تعقیبونه زیات سول نو د ډېر روحی فشار په وجه مي د زیاتو  سګرټو څکولو ته مخه کړه. سګرټ څکول مي دونه زیات کړل چي په ورځ کي مي یوه انګرېزی لویه قطی سیګار نه بسېدل. هر څونه چي د پولیسو فشار زیاتېدی په هغه اندازه زما سګرټ هم ورسره زیاتېدل. بالاخره خبره دې ځای ورسېده چي دا توهین او خواري مي زغملای نه سوای او د انګرېز سفارتخانې ته مي پناه یووړه. لس ورځي په سفارت کي پاته سوم. سلطان د دې کار زغم نه درلود او وزیران او د دربار نیژدې کسان یې را پسي را ولېږل او تر ډېرو زیاتو وعدو وروسته یې په دې رضا کړم چي د انګرېز له سفارت څخه را ووزم او دوی به نور پر ما باندي د خفیه او ښکاره پولیسو پیرې نه دروي.مګر ما د دغه غم او فشار له امله دونه سګرټ څکولي وه چي په دغه مرض یې مبتلا کړم.

                                      +++

دا هغه بیانونه دي چي ما پخپله د سید جمال الدین افغاني له خولې اورېدلي دي. د حضرت سید د مرګ علت سرطان وو چي د لاندنۍ زامي په پای کي ورته پیدا سوی وو. دا ناروغي ډېره خطرناکه وه. که څه هم چي جناب سید په لومړیو شپو ورځو کي له درد څخه ډېر شکایت نه کاوه او مخلصان او شاګردان یې هم چنداني په خبر نه ول مګر کرار کرار یې درد او رنځ دونه زیات سو چي چا به ورته وکتل د سید له څېري څخه درد او ناروغي له ورایه ورته معلومېدله. تر یو وخته پوري یې ډاکټر ته هم څه نه  وه ویلي مګر د سفارت څخه له را وتلو وروسته ناروغی زور واخیستی. کله چي ډاکټرانو معاینه کړ نو ناروغي یې تشخیص کړه او ټولو د عملیات توصیه وکړه. د سید ټولو مخلصانو او دوستانو هغه ته دغه سلا ورکړه چي عملیات دي په اروپا کي وسي.

د سلطان څخه یې اروپا ته د تللو اجازه وغوښتله.چا چي  اعلیحضرت سلطان عبدالحمید لیدلی وو او د هغه طبیعت ورته معلوم وو نو پوهېدل چي دا اجازه به ورنه کړي. بلې! اجازه یې ورنه کړه. هغه ماهر ښکاري دا لاسته راوړی ښکار کله په دونه اساني له لاسه ورکاوه.

کله چي اعلیحضرت سلطان د سید له خطرناکي ناروغی څخه خبر سو نو ګواکي ډېر غمګین سو او په هغه ورځ یې د سید د زړه د تسل لپاره د خپل دربار درې تنه ډېر نیژدې کسان ورته را ولېږل. هغوی ته یې، د سید لپاره، ډېري زیاتي پیسې هم ورکړي وې او ورته ویلي یې وه چي تر ټولو مشهور او لایق ډاکټران ورته استخدام کړي.

په ریشتیا چي د عملیات ورځ، د سید د شاګردانو او مخلصانو لپاره، ډېره سخته وه. هر څوک د غم په دریاب کي ډوب وو او د عملیات نتیجې ته منتظر وو.عملیات دوه ساعته ونیول، چي پر مخلصانو باندي یې د دوو کلونو په څېر تېر سول او بالاخره ډاکټرانو زېری وکړ چي عملیات په خیر او کامیابي سرته ورسېدل. د عملیات په جریان کي یې له سید څخه دوولس غاښه او د لاندنی زامي یوه برخه لیري کړه. درې ورځي هغه ته د ورتللو اجازه نه وه او درې ورځي وروسته ځیني دوستان ورته راغلل. له دوو سترګو پرته یې نور ټول مخ په پلاسترانو کي پټ وو. یوه هفته وروسته یې هغه پلاسترونه ورڅخه لیري کړل او تر هغه یوه هفته وروسته سید داسي ښکارېدی لکه د ناروغی آثار چي بېخي له منځه تللي وي.

مګر په ډېر افسوس باید ووایم چي ناروغي ختمه نه سوه. لس یوولس ورځي وروسته ناروغي بیرته نوې سوه . دوې درې ورځي به ښه وو بیرته به ناروغی زور ورباندي وکړ. ډاکټرانو فیصله وکړه چي باید دوهم ځل عملیات وسي. دا ځل یې نیمه ژبه ورڅخه پرې کړه. نتیجه دا سوه چي د دوهم عملیات په دریمه څلورمه ورځ د سید عمر پای ته ورسېدی. د حکمت او عرفان یو نایابه او قېمتي خزانه تر خاورو لاندی سوه. د علامه د ناروغی او وفات په باب زما معلومات همدومره وه چي ومي لیکل.

مقالات محمود طرزي ص ص ۳۶۱-۳۶۵

Comments
Loading...