د افغانستان راتلونکی برخلیک څه کیدای شي؟

0 87

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پردې اند دی چې نور زموږ ملي ادارې له پروژو په برنامو، خیریه مرستې په پانګونه او پانګونه په اقتصادي خودکفايۍ بدله شي. دا ډول لید لوری یو ستر تغیر، سیاسي او اقتصادي ويښتیا ده. ولسمشر غني په لومړي ځل خپلې کابینې، مدیرانو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې له دې وروسته د افغانستان  د خاورې، هوا، وریځو او جغرافیوي موقعیت قیمت او مدیریت ور څخه غواړي. حکومت په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخېستل هان تر دې چې دې ډول کړنو ډېر نږدې ستراتیژیک ملګري هم له یو ډول حیرانتیا سره مخ کړل. دا حیرانتیا یو وخت پداسې تعبیر واوښته چې د نړۍ ډېر ځواکونه یې له دې فکر سره مخ کړل چې چون افغانستان د ۲۰۱۴ بحران څخه ځان را ویستلای شي نو د ۲۰۱۹ نسبتا چارچوبي بحران، حتما مدیریت کولای شي.  دا ډول فکر څنګه را وزیږيده؟ افغان حکومت د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پېر کې د ادارو د سمون، بدلون، د صاداراتو د زیاتوالي، د طبيعي منابعو او مالي چارو د مدیریت لپاره په ځانګړو میکانیزمونو، لارو چارو او نظام جوړونه مستقیم د افغان ولسمشر په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي کمېسیون، د کډوالو چارو عالي کمېسیون، د اداري اصلاحاتو عالي شورا، د بشري سرچینو شورا، د ځمکو او اوبو عالي شورا، اداري فساد سره د مبارزې او د قانون حاکمیت عالي شورا، ملي امنیت شورا، د ملي تدارکاتو کمېسیون، د اقتصاد عالي شورا، د زیربناو د پراختیا شورا، د سیمه ییزې اقتصادي همکاریو د پراختیا او اتصال شورااو د فقر د کموالي، خدماتو وړاندې کولو او د  خلکو مشارکت عالي شورا په څیر کلیدی پلیټ فورمونه  رامنځته کړل او د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې مسؤلینو کار وکړ. 

زما د سترګو لیدلی حال دا دی چې دې کاري او تخنیکي ناستو د رخصتیو په ورځو هم دوام موندلی دی. دا هر څه د یو داسې کس تر مشرۍ لاندې ترسره کیدل چې د نړیوالو اقتصادي، علمي او څیړنیزو نهادونو مشري یې کړې ده او د (Fixing Failed States) تر سر لیک لاندې د ډېرو هېوادونو په نظام جوړونه، اداري اصلاحاتو او عصري کیدو یې نظر ورکړی دی او دا کتاب د نړۍ په ډېرو پوهنتونونو کې تدریس کیږی او له نیکمرغه په ملي ژبو هم ژباړل شوی دی.

زه چې د ولسمشر په کومو تخنیکي او کاري ناستو کې ناست یم، نو هر ځل مو اداري جوړونې، پالیسيو، ستراتيژیو او پلانونو په برخو کې یو ستر بدلون تر سترګو شوی دی. د کابینې وزیران راته داسې ښکاري چې د ظرفیت سازۍ له یو منظم او پلان شوي ظرفیتي پړاو څخه تیریږي! دا هغه ولسمشران دي چې د جمهور رئیس له پخواني انتخاباتي کمپایني شعار سره سمون خوري چې ویلي ول: زه چې کله له ارګ ووځم نو پروا  نلرم ولې چې ما به له شلو ډېر ولسمشران د افغانستان د سمبالښت، خوندیتوب او له نړۍ سره د سیالۍ لپاره پریښي وي.

دې هر څه ته ګاونډي هېوادونه او مخالف ځواکونه متوجې دي. دوی د افغانستان د دولت سازۍ لپاره د یو داسې مشر مشري نشي زغملای چې د نړۍ ډېر نهادونه یې له بحرانه را ایستي دي.

د نړۍ په تاریخ کې د نهادونو او دولتونو جوړوونکي، د ولسمشر غني په څیر خویونه لري. دوی هم زیار ایستلی چې له څو ساعتونو کار وروسته د دوی دولتونو ته ور پېښ ګواښونه را کم کړي. له هر هغه کس سره به یې سختي کوله چې د ملت پر  برخلیک یې لوبې کولې. له هر هغه سړي سره چې د دولت سازۍ پروسې ته خواخوږی وو، مینه درلوده او ملاتړ یې ورڅخه کاوه. جدي کړاونه به یې په فرصتونو بدلول. له ولسي ملاتړ برخمن وو او په خلکو کې یې محبوبیت درلوده. د دولت سازۍ په برخه کې به یې راتلونکي شل، دیرش او پنځوس کلن پلانونه رامنځته کول او له شته فرصتونو به یې جدي او چټکه ګټه پورته کوله.

امریکايي پخواني ولسمشر وډرو ویلسن هم  داخلي اقتصاد ته زیاته پاملرنه کوله او له نړیوالو مسایلو څخه یې ډډه کوله. هان تر دې په (The League of Nations, LN or LoN) کې یې له برخې اخېستو ډډه وکړه. نوموړي هر څه امریکايي کړل. که چېرې موږ توجو وکړو نو ولسمشر غني هم د اقتصاد، ټولنیزو خویونو او زیربناو په شمول وسلوال پوځ او ملي ادارو ته د افغاني هویت په وربښلو بوخت دی.

د افغانستان حکومت او ولس ته دا یوه ستره بریا ده چې د ۲۰۱۴ بحران څخه یې ځان را وایسته. پوهان او متخصصین پردې باور دي که چېرې دا ډول غیر متوقع بحران د نړۍ په بل هېواد کې سر را پورته کړی وای نو عواقب به یې ډېر جدي او مایوسوونکي وای خو له نیکمرغه افغان حکومت دا بحران د ولسمشر غني په مشرۍ مدیریت کړ. دا بحران د افغان حکومت او دولت لپاره په ځانګړې توګه کلیدي نهادونو لکه دفاع، مالیې او سیاسیون ته ستره لاسته راوړنه او ازماییښتي پړاو وو چې له دې په زده کړه راتلونکي هر ډول کوچني او ستر بحرانونه مدیریت کولای شي. په نړۍ کې بحرانونه یوازې په جنګ ځپلو هېوادونو کې نه راځي بلکې ۱۹۳۱، ۱۹۷۰، ۱۹۹۸ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو بحرانونه ډېر ستر بحرانونه دي چې د نړۍ ډېر هېوادونه ورسره مخ ول.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان شاوخوا هېوادونو کې ډېر داسې هېوادونه شته دي چې له جدي بحران سره مخ دي خو دوی یې د پټ ساتلو له مدیریته خبر دي. اما پر دې هم پوهیږي چې د دوی خپله اقتصادي کنګلتیا دوی ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان بحران ته هوا ورکړي. د دې بحران په رامنځته کیدو سره به نه یوازې دوی په امنیتي ډول اغیزمن شي بلکې اقتصادي کنګلتیا یې لا زیاتیږي.

افغان حکومت له هغو کوچنيو بحرانونو هم زده کړه کړې ده چې د ګاونډيو هېوادونو په مرسته د حکومت د وارخطايۍ لپاره د داخلي افغان ضد عناصرو په مرسته ترسره شوې دي. یانې ډېر داسې بحرانونه ول چې د جان کیري تر صلاحیت څخه پورته ول خو افغان حکومت پرته له دې چې د دې بحرانونو د حل کولو لپاره د یو معتبر قوت وړاندیز ومني؛ حل کړل.

له ۲۰۱۴ میلادي کال مخکې ارګ یو واضحه ادرس نه درلود بلکې له ګاونډیو هېوادونو څخه به چې هر څوک راغلل نو له ارګ څخه به یې بیرون ناستې درلودې خو افغانستان اوس یو واحد دولتي ادرس پیدا کړ بلکې اوس باید هر څه له یو رسمي کانال څخه تیر شي او وروسته تحلیل او عمل ته وړاندې شي. له فرصتونو څخه زده کړه هغه څه ول چې افغان مشرتابه له عیني شرایطو سره سم چلند وکړ، هغه داسې لکه یو وخت و چې د ډیورنډ کرښې د اقتصادي راکړې ورکړی دروازې به قصدا بندیدې څو افغان ولس او حکومت وارخطا کړي خو له دې فرصته موږ ګټه پورته کړه بلکې له ازبکستان سره مو له یوې پیړۍ وروسته د ورورولۍ او راکړی ورکړې روابط بیرته فعال کړل. ترکمنستان او تاجکستان له منفي کلتوري او سمتي رقابت ورهاخوا افغانستان ته د اقتصادي پراختیاو د غځولو لاس ورکړ.

په لومړي ځل د افغانستان د تاریخ احیاء کیدو مرحله را پیل شوه. افغانستان له نیکمرغه په منځنۍ اسیا کې کلیدي ځای خپل کړ. ورځ تر بلې له دوی سره روابط په پراخیدو دي. د دې هېوادونو مشران غواړي چې د وروګلوۍ ښارونو (Brother City) اقتصادي تړونلیکونه وکړي.

د لاجورد او چابهار لارو پرانېستې نه یوازې سیمه يیز ځواکونو ته پیغام لري بلکې سترو ځواکونو ته هم دا باور ورکوي چې افغانستان د سترو ملي پروژو او برنامو مدیریتي ظرفیت لري. ولسمشر غني نه یوازې د دې سترو لارو د پرانېستې په ترڅ کې سیمه يیز اقتصادي اجماع رامنځته کړه، بلکې خپل هغه پخواني کمپايني تعهدات یې هم سر ته ورسول چې افغانستان به له منځنۍ اسیا او غرب سره ونښلوم. د یادونې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان له ولسمشر غني سره وروستۍ تیلیفوني اړیکه بې څه نه وه بلکې له چابهار وروسته د پاکستان ستراتیژیکه وارخطايي ده. همدا ډول د (CPEC _ China-Pakistan Economic Corridor) چې د (BRI _ Belt & Road Initiative) یوه ستره برخه ده، څه باندې ۱۸ پروژې له ناکامۍ سره مخ دي او د پاکستان په ولس کې یې غوسه راپارولې ده خو ولسمشر غني په یوازې ځان د خپلې ځیرکتیا او اداري قوې په مرسته افغانستان له سیمې او اروپا سره ونښلاوه. موږ نن د اورګاډي او سړک له لارو منځنۍ اسیا ته په څو ساعتونو او چین او اروپا ته په ۱۲ ورځو کې رسیدای شو. که چېرې موږ د پاکستان له لارې دې هېوادونو ته ځو نو دا ورځې تر ۲۲ او یوې میاشتې ته رسیږي.

 موږ پر دې بوخت یو چې څنګه افغانستان له سیمه يیزو او نړیوالو دوستانو سره د پروټوکول، ګمرکاتو، ټرانسپورټي او حقوقي مسایلو کې پرمختګ وکړو ترڅو افغانستان ته اړ هېوادونه له دې لارې په استفاده د افغانستان ملي بودیجې ته عواید په لاس ورکړي. غیر رسمي ارقام اټکلوي که چېرې د افغانستان ملي ادارې او مشرتابه وکولای شي چې د افغانستان وضعیت په سمه توګه مدیریت کړي نو په راتلونکو لسو کالو کې به افغانستان د ترانزیت، ټرانسپورت، تجارت، پانګونې او کوریډورونو په برخو کې تر ۱۸۰ میلیارده امریکايي ډالرو پورې راکړې ورکړې ته زمینه مساعده کړي. دا هغه څه دي چې د سیمه يیزو هېوادونو د سترو پروژو یوه ستره برخه کیدای شي او زموږ له ګاونډيو هېوادونو سره اوسنۍ ترینګلې اړیکې په فرصت او دوستانه اړیکو بدلوای شي. د افغانستان راتلونکی باثباته وضعیت د اسیا لپاره یو ستر فرصت دی څو له عصري نړۍ سره د زیربناو د رامنځته کیدو په برخه کې پر یو کلیدي ستراتیژیک او اقتصادي ملګري بدل شي. جالبه دا ده چې ډېری افغان متخصصین او د افغان بهرنیو چارو وزارت چارواکي د ولسمشر غني دې کار ته متوجې ندي بلکې په اړه یې لوبیګري ته منځپانګه او تخصص نلري. دوی زیاتره دا فکر کوي چې سیمه يیز فرصتونه افغانستان ته فرصت ورکوي چې یو څه ترې واخلي خو ولې دې ته متوجې ندي چې افغانستان د سیمې لپاره څنګه په یو فرصت بدلوای شي یا سیمې ته باور ورکوای شي چې افغانستان د سیمه يیز فرصتونو یوه ستره برخه ده او دا برخه که چېرې سمه تحلیل او ونه کارول شي نو سیمه کې هغسې پرمختګ چې پکار دی نشي رامنځته کیدای. بل دا که چېرې سیمه له افغانستان پرته په نورو بدیلو فرصتونو فکر کوي نو اسیا به له اوسني عصري غربي نړۍ څخه ممکن ۳۰ کاله وروسته پاتې شي، یانې ۳۰ کاله وروسته به هم اسیا د اوسني افغانستان ستراتیژیک، ترانزیټي او اقتصادي اهمیت ته راګرځي.

دا لرلید له ولسمشر غني سره دی خو څنګه کوای شو چې د دې لرلید د غځولو او ترویج لپاره یو داسې ټاسک فورس رامنځته کړو چې له دید او نظریاتو یې سیمه يیز لرلید ته ګټه ورسیږي او مخاصمانه او مایوسوونکی وضعیت په عصریتوب، انکشاف او پرمختګ بدل شي. له بده مرغه دا دید یو فرصت او بدیل دی خو ولې د دې دید د عملي کیدو او ترویج لپاره د ګوتو په شمېر متخصصین شته دي چې په اړه یې فکر کوي او هغسې چې عملي شي، نه عملي کیږي.

زموږ زیاتره فکري او فکر تولیدوونکي مرکزونه په ډېرو وړو او تخریبي مسایلو بوخت دي. دوی ظرفیت سازۍ ته اړتیا لري. دوی پر ځای د دې چې د افغانستان ملي ادارو ته لارښوونه وکړي خپله لارښوونې ته اړتیا لري.

دوی پر ځای د دې چې د سیمه يیزې اجماع، سیمه يیز اتصال او پرمختګونو په اړه ناستې وکړي، کوچنیو پروژو کې بوخت دي. د دوی له ظرفیت سازۍ وروسته پکار ده چې دوی له سیمه يیز ستراتیژیک او فکري مرکزونو سره ستراتیژیکې ناستې ولري. دوی سره په ګډو اهدافو او سیمه يیز فرصتونو کار وکړي. د دې ناستو او ګډ کار په ترڅ کې یو مشترک فکر رامنځته شي او د تجاربو او فرصتونو په شریکولو سره به سیمه يیزه اجماع پر دې رامنځته شي چې نور ترهګري او خشونت ته اړتیا نشته بلکې سیمه د یو بل اتصال او مشارکت ته اړتیا لري.

متحده امارات به تر ۲۰۲۷ میلادي کال پورې یوازې د خپلې مصنوعي ښکلا له برکته د کال ۳۱۲ میلیارده درهم خپلې ملي بودیجې ته اچوي خو که چېرې په اسیا کې پورته ذکر شوی مشارکت رامنځته کیږي نو غالب ګمان کیږي چې اسیا د کال ۵۰۰ میلیارده امریکايي ډالر یوازې په سیاحت کې ترلاسه کړي. د دې عوایدو زیاته ګټه به افغانستان ته رسیږي ولې چې افغانستان د یوې اوږدې کورنۍ جګړې له امله ډېرو سیلانیانو ندی لیدلی او سیلانیان غواړي چې دا عجوبه وګوري. موږ کولای شو چې له موجوده طبیعي ښکلا د کال تر ۴ میلیاردو ډالرو عواید ملي بودیجې ته راوړو. که چېرې خپل سیاحت سیستماتیک کړو نو غالب ګمان کیږي چې دا عواید له ۱۰ ملیاردو امریکايي ډالرو هم پورته کیدای شي.

موږ له شریکانو سره باید تفاهم ته ورسیږو چې خپل له دریو ټریلیونه ډالرو زیات معادن (ځیني متخصصین دا اټکل له ۳۰ تریلیونه امریکايي ډالرو زیات ښیي) چې تر خاورو لاندې دي، را وسپړو. د ولسمشر ټرمپ په خپله پالیسۍ کې تر ټولو زیات ټینګار پر دې وو چې د افغانستان په معادنو کې د امریکا او افغانستان ترمنځ یو سیسټماټیک مشارکت رامنځته کړي خو له بده مرغه دې نقطې ته پاملرنه ونشوه. د سترو متخصصینو ځواکونو سره زموږ ستراتیژیک مشارکت له دې امله هم اړین دی چې یو خو به افغانستان له موجوده ترینګلیتاو را ووځي او دویم دا چې د سترو شریکانو له ظرفیت سازۍ او مشارکت به افغان بشري قوه وروزل شي تر څو په راتلونکې کې افغانان په خپله د دې ملي پانګې ګټه پورته کړي. موجوده ارقام ښیي چې د معادنو په استخراج کې نه یوازې قاچاق روان دی بلکې د استخراج په وخت کې له ۶۰ سلمه زیات قیمتي معدن تخریبږي او دا خپله د افغانستان طبیعي زیرمو ته ستره ضربه ده. یانې موږ کولای شو چې د موجوده غیرمسلکي استخراج مخنیوی وکړو او د دې په پایله کې به له سترو مسلکي شریکانو سره د موجوده تخریب نیمې برخې په شریکولو کولای شو چې له دوی سره ستراتیژیک تړون ته لاره هواره کړو. د دې تړون په ترڅ کې افغانستان کولای شي چې د خپلو راتلونکو ۳۰ کالو ثبات تضمین کړي. د دې ثبات په ترڅ کې به افغانستان خپلو ادارو، اقتصاد، کلتور او سیاست جوړونې ته لاره هواره کړي او دیرش کاله وروسته به افغانستان په نظامي، سیاسي او اقتصادي توګه په یو ستر سیمه يیز ځواک بدل شي. که چېرې داسې کیږي نو بیا به زموږ راتلونکی نسل له احتیاج او ذهني غلامۍ خلاص شي او په سیمه يیزو او نړیوالو پریکړو کې به کلیدي نقش ولوبوای شي.

دا هغه عیني حقایق دي چې زموږ د موجوده  ذهني وضعیت سره په ټکر کې دي. زموږ د متخصصینو، سیاسیونو او چارواکو په اوسني ذهني وضعیت کې له داعش او نورو ترهګرو ډلو پرته هیڅ نشته دي. دوی له یو سترې نا هیلۍ سره مخ دي. اما دا ناهیلي تر ډېره بریده انفرادي ده خو عمومي ناهیلۍ ته لاره هواروي. ګمان نه کیده چې د ولسمشر غني د کمپاین هغه تعهدات چې افغانستان به له سیمې او نړۍ سره وصل کړي، په حقیقت بدل شي خو ولې نن دا هر څه د ولسمشر غني په وخت کې وشول. د دې تعهداتو د پلي کیدو له امله زموږ بهرنۍ تګلار هم اغیز موندلی بلکې زموږ د تیر سیاسي دریځ په نسبت اوسنی دریځ ډېر توپیر موندلی دی. نن د افغانستان په اړه زیاتره کلیدي پریکړې د سیمه يیزو هېوادونو او واشنګټن او باګرام هوايي میدان په نسبت په ارګ کې د ولسمشرغني تر مشرۍ لاندې نیول کیږي او دا یو ستر تغیر دی. نن افغانستان یو فرد پیدا کړ. هغه ورځ لېرې نده چې افغانستان به ملي اداره پیدا کړي. دا اداره له جدي اصلاحاتو سره مخ ده. د ولسمشر غني په پېر کې څه باندې ۴۰۰ قوانین نوي او توشیح شول. ملي ادارې ایجاد او هغه چې یې اړتیا نه لیدل کیده له نورو ادارو سره مدغم شولې. دا پړسوب را کمول اړین و او اداره سازۍ ته لار هوارول وو. وسلوال پوځ ځوانانو ته وسپارل شو. هغه ټول چې یې عمر زیات وو او مسلکي نه وو، پر ځای یې ځوانان راغلل. ناټو په نړیواله کچه دا وویل چې د افغانستان ځانګړي ځواکونه د سیمې یو معاصر او مؤثر ځواک دی. دا د افغانستان د راتلونکې لپاره یو ستر باور دی. هوايي ځواک ته مو په لومړي ځل د امریکا لخوا (Guided Missile) ویشتونکې جنګي الوتکې ورکړل شوې. افغانستان کې په لومړي ځل د ډرون الوتکو ټیکنالوژي وازمایل شوه او افغانانو ته د انتقال په حالت کې ده. وسلوال پوځ مو ورځ تر بلې په یو قوي ځواک بدلیدو دی او د نړیوالو متخصصینو تر روزنې لاندې قرار لري. د ښارسازۍ وزارت وکولای شول چې د افغانستان تقریبا ۴ ملیونه جریبه زمکې تصفیه کړي او له جنجال څخه یې را وباسي. دا زمکې کمیپوټري شوي او د زمکې یو ځانګړی بانک ورته جوړ شوی دی. د دې بانک په مرسته افغانستان کولای شي چې د ملي او نړیوال پانګوالو په مرسته میلیاردونه ډالره پانګونې ته په اسانه  زمینه مساعده کړي. د هېواد ولایتي صنعتي ښارګوټو ته واکونو په ورکول کیدو، نړیوالو صنعتي ښارګوټو ته زمینه سازي روانه ده.

د سیمې او نړۍ په کچه د یو باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره اړینه ده چې زموږ د متخصصینو ذهنیتونه له اوسنۍ نیمه کنګلتیا څخه را ووځي او د سیمې له هغو نهادونو سره چې د خپلو هېوادونو لپاره د سیمه يیز وضعیت له اټکل سره سم اوږدمهاله پلانونه جوړوي، ګډ کار وکړي. زموږ متخصصین باید پر ګډو کاري ډلو باور پیدا کړي اود سیمې هېوادونو ته باید دا فرصت په لاس ورنکړي چې دوی د خپلو هر ډول ګټو په رڼا کې زموږ په اړه تصمیم ونیسي. بلکې موږ ته پکار ده چې خپلې او د دوی ګټې سره یو کړو او د اسیا د راتلونکې په اړه په تفاهم سره په ګډه تصمیم ونیسو. سیمې ته باید باور ورکړای شي چې د افغانستان بې ثباتي د سیمې بې ثباتي ده. که چېرې دا نه کیږي نو باید د سیمې له هېوادونو سره د حقایقو او ارقامو په ژبه خبرې وکړو او هغه دا چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره یو کیدو کې د سیمې څه ګټه کیدای شي او سیمه باید پر دې پوه کړل شي، چې افغانستان یې د ولسونو د سعادت او هیوادونو د ښیرازۍ لپاره تر هر چا ښه همکار او شریک کیدای شي.  (پای)

http://news.insan.af

Comments
Loading...