د افغانستان د اوبو زېرمې او د هغوي مدیریت/سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 

دا لیکنه د افغانستان نن او سبا علمي سیمینار د پاره  چمتو شوي وه

اوبه اسماني سره زر د افغانانو د ملي عزت او حیثیت یوه ستره الهي شتمني.

اوبه د بشریت په وده کې یو خورا مهم ارزښتمن توکی دی. د نړۍ ستر تمدونونه اوبو ته نږدې وده کړي او د نړۍ سترې امپراتورۍ د اوبو پر غاړه په پښو دریدلي دي. اوبه یواځې د څښاک لپاره نه دي، بلکې د کرنې، سوداګرې، ترانسپورټ او په دفاعي چارو کې هم کاریدلي دي. پرته له اوبو کرنه، صنعت او ژوند ناشونې دی.

اوبه د څښتن تعالی یو ستر نعمت دی، چې خپلو بنده ګانو ته يې ډالۍ کړی دی. د ځمکي پر مخ په زرغونوزرغونو بڼونو کې د څښاک اوبه بهيدل د جنت باغونو سېمبولونه دي. انسان ته د اوبو قدر او ارزښت په تږه او دښته کې جوتيږې. اوبه د ژوند مهمه اړتیا ده.

سړی کولای شې ډير وخت بې له خوراکه ژوند وکړي، خو په لږو ورځو کې بې له څښاکه ژوند نشې کولای. له اوبو پرته پر ځمکه ژوند ناشوني دی. د اوبو ځای هيڅ شی نشې نيولی او د انسانانو، څارويو او نباتاتو د ژوندون يواځینۍ توکی دی. د بشريت په تاريخ کې یو ټکۍ خورا مهم ځليدلې دی، هغه يو نا ليکلې شوې حق دهر انسان د څښاک پر اوبو دی. د څښاک اوبو حق هر چيري شته. د اوبو حق يو له ډيرو زړو حقونو څخه ګڼل کیږي. د څښاک اوبه له پامه نه غورځېدونکې بشرې حق دی.

نړۍ کې اوبه له یوه پلوه ورکیږي، له بل پلوه هممهاله په ډیره بې رحمانه، ظالمانه او نا انډوله توګه وېشل کیږي. د اوبو کمښت اغېز په مستقیمه توګه پر بې وزلو خلکو پریوځې. د څښاک اوبو له کمښت سره د دریمې نړۍ هیوادونه مخامخ دي. پوښتنه دا ده، آیا په ریښتیا اوبه په خلاصیدو دي او همدارنګه په نړۍ کې د اوبو کمښت چیرته لیدل کیږي. په شمالي افریقا، منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او د استرالیا به ځینو برخو کې د اوبو په کیفیت او کمیت کې بدلون لیدل کیږي. په هسپانیه کې د اروپا لومړنۍ دښته رامنځته شوي ده. د دې سربیره ډیرې ډنډې اوسنیدونه وچ شوي دي، لکه په آسیا کې د اورال ډنډۍ اوبه یادولي شو.

د اقلیم کارپوهانو د اټکلونو پر بنسټ په نږدې راتلونکي کې به تر ۲۰۲۵ کلونو په افریقا، پاکستان او هند کې نږدې ۱،۸ میلیارده وګړې د اوبو له کمښت سره ژوند وکړي.

اوبه په طبیعت کې یو ډیر په زړه پورۍ عنصر دی. ځمکه ۷۱ سلنه پر اوبو پټه ده. اټکل ۹۷ سلنه د ځمکې اوبه مالګنې دي. ۳ سلنه اوبه د څښاک خوږې اوبه دي. اوبه په نړۍ کې یواځینۍ توکی دی، چې د ځمکې پرمخ د غازو، مایعایاتو او کنګل په څېر شتون لري.

په نړۍ کې ١،٢ ميليارده انسانان د څښاک پاکو اوبو ته هيڅ لاسرسي نه لري. ٢،٤ ميليارده انسانان چې د نړۍ٤٠ سلنه وګړي جوړه وي، دوی نه شي کولي خپلي کارول شوي اوبه په سمه توګه راغونډي او بیر ته تصفیه کړي. په دریمه نړۍ کې همدا ناولې او چټلې اوبه د کاناليزسيون نشتوالې له امله د ۸۰ سلني ناروغیو لامل ګرځي.

وسمهال د کیمیا او فزیک پوهان او د اوبو متخصصین او انجینران په نوي پر مختللي ټکنالوجۍ کار کوي او څېړنې ترسره کوی، څو په راتلونکي کې د اوبو د کړکیچونو مخه ونیول شي. په نړۍ کې نن هر دریم انسان د طبیعي ناورینونو له امله له تږې او وچکالۍ کړیږي.

په نړۍ کې دریمه برخه خلک د اوبو له کمښت څخه زیامن شوي دي. د نړیوالو څېړونو او پلټنو پر بنسټ د اوبو دغه اوسني کمښت یا لږدوالي باید شتون ونه لري، ځکه په نړۍ کې اوبه په کافي اندازه شتون لري اکثراًسیاسي کړکیچونه د اوبو د عادلانه ویش مخه نیسي

د اوبو کمښت لاملونه او اغېزې

د اوبو کمښت او اغېزې لاملونه اکثراً ځنځېري دي. د اقلیم بدلون،د وګړو وده یا چټکه ډیرېدنه، نړیواله اقلیمي تودوښه، په صنعتي فابریکو کې د ځښتو ډیر اوبو کارول او بې ځایه مصرفول او د اوبو ککړتیا وې دي. همدارنګه د اوبو کمښت سره ناروغۍ لوږه او قحطۍ رامنځته کیږي.د اوبو کمښت له امله خلک اجباري کډوالۍ ته مجبور کیږي او د اوبو پر سر شخړې، لانجې او جګړې رامنځته کیږي.

د اوبو د نړیوال کړکیچ د حل لارې چارې.

پر نړیوال کچ اړینه ده، یوه پراخ بنسټه، پايښت لرونکي ټولمنلي نړیوالي تګلارې غواروي وشي او د څښاک اوبو لپاره د نړیوالې ټولنې اوږد مهالې موخې او نوښتونه باید داسي پلې شي، چې ټول بشریت ته د څښاک اوبو د لاسرسۍ لارې چارې خلاصي شي او تخینکې اسانتیاوې ورته برابرې شي. نړیواله ټولنه باید هممهاله د اوبو دموثري زېرمې مدیریت پلانونه طرح او پلې کړي. په ټولو برخو کې مهمه د کرنېز سیاست برخه ده، د اوبو زیرمېاو سپما لپاره یوه نوې تګلاره رامنځته شي. څو پر نړیواله کچ د اوبو کمښت، لږدوالي او کړکیچونو مخینوي وشي.

موږ په خپله باید څه وکړو،موږ مجبور يو د خپل د ژوند ډول بدل کړو. په لومړي ګام کې بايد په ټوله نړۍ کې د کاربونډايوکسايډ کمښت رامنځته شې. د سکرو، تېلو او کمياوې توکو فابريکې باید ودرول شي، د ډيزلي موټرو چلول بايد کم او ورک شې، د ځنګلونو وهل بايد ودرول شې، د اوبو بې ځایه ضایعاتو ته د خلکو پام اړول، د لمر او بادي انرجۍڅخه کار اخېستل او داسي نورې لارې چاري شته.

د افغانستان د اوبو د منابعو مدیریت

افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ یو جیو ستراتیجیک هیواد دی. د آسیا پر کچ افغانستان د اوبو له کبله يو ډیر غني هيواد دی. د افغانستان د اوبو زیرمې د نړۍ په ډیرو هیوادو کې نشته .وسمهال افغان حکومت د اوبو او اوبو بندونو جوړولو پر سر له ډيرو سترو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی.

افغانستان د خپلو اوبو منابعو د نه مدیریت له امله د خپل ژوند خورا مهم اسماني ارزښت او شتمني بالقوه خپلو ګاوندیو هیوادونو ته ډالۍ کوي. د افغانستان نیمايي خاوره غرونه لري، غرونه ډیرې وخت په طبیعت کې د اوبو برجونه نومول شوي دي.د ډیرو غرونو له امله افغانستان په سیمه کې د اوبو ډیرې سترې زېرمې لري.

د افغانستان په نامه د څېړنو مرکز د شمېرو په بنسټ، هر کال ۱۹ میلیارده متر مکعبه اوبه پاکستان ته ورځي او ۳۴ میلیارده متر مکعبه اوبه ایران ته ځي. دغو هیوادونو د افغان اوبو ته په خپلو خاورو کې سترې سترې زیرمېجوړي کړي دي.

زموږ خاورینه کره ځمکه سخته تبه لر ي. افغانستان د اقلیم او هوا تودوښې له امله، د جګړیز ککړ چاپیریال له امله، د توفانو، سیلابونو له امله په شوک کې پروت دی. دې ناوړو حالاتو د افغانانو ژوند په جدې ټوګه له ګواښونو سره مخامخ کړي دی. که چیرې افغان دولت د اوبو مدیریت او وچکالۍ کړکیچ په برخه کې کوټلي ګامونه وانخلي او خپلې هڅې کړندې نه کړي او د ستونزو په وړاندې عملاً څه ونه کړي. افغانانو ته به له مصیبته ډکې نه رغیدونکي خورا سختې پایلې ولري. د وچکالۍ ناوړه حالاتو له امله به میلیونو نورو څارويو ژوند له ګواښ سره مخامخ شي. ورسره به د افغانستان اقتصاد، چاپیریال او ټولنیز ژوند د له منځه تللو سره مخامخ شي. زیانونه يي د څلویښت کلنې جګړې په پرتله زیات وي دا راروان اقلیمي بدلونونه به افغانستان ته ډیر ژر نوي ګواښونه او نورینونه له ځانه سره راوړې.

په يوويشتمه پيړې کې اوبه داسې دي لکه تيل په شلمه پيړې کې، راتلونکې جګړي به پر تيلو نه وي، بلکې پرخوږو اوبو پيلیږي. په منځني ختیځ او منځنۍ آسیا کې د اوبو بم په ټک ټکیدو او د چاویدو په حالت کې دی. د افغانستان ګاونډې هیوادونه د افغانانو له اوبو سره لوبي کوي، هغوي وسمهال افغانستان ته د جګړو ګواښونهکوي.

د پیړیو راهیسې د افغانانو د ژوندون درې واړه بنستیز رګونه د امو، هلمند او د کابل سيندونو اوبه د افغان لهخاوري بهر ته بهيږي. په افغانستان کې د سیاسي ارادې نه شتون له امله، د اوبو د منابعو د نه مدیریت له امله، د خپلو اوبو واک او اختیار نه درلودلو له امله، هیڅ یو افغان چارواکي دا ارزښتمني روانې خوږې اوبه نه وينې، چې چيري روانې دي؟.

افغان دولت باید د خپلو بنستیزو ملي پروژو طرح کولو او خپلو ملي قوانیونو تصویبولو کې باید د اوبو نلکۍ په خپلو لاسو نوکې واخلي او د اوبو سیاست کې ملي سترې پریکړه وکړي، ځکه اوبه د افغانستان لپاره یوه خورا مهمه دملي حیثیت حیاتي موضوع ده، څو ټول افغانان د څښاک پاکو اوبو ته په عادلانه ټوګه لاسرسي ومومي او د ځانګړو ادارو له لارې د اوبو ویش څارنه تر سره شي. افغانستان کې د برېښنا ظرفیت هم ډېر لوړ دی، ځکه د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په وينا، افغانستان وسمهال هر کال ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې یواځې ۶ سلنه یې په هېواد کې دننه تولیدېږي او همداراز نوره برېښنا له ګاونډيو هېوادونو تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران څخه واردېږي.

افغانستان کې د اوبو سطحې ټیټیدلو ستونزې او ننګونې

افغانستان کې د کالونو راهیسې د څښاک پاکې اوبو موندلو ستونزه شتون لري. په ټول افغانستان کې ۲۷ سلنه وګړې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري. د ټول هیواد په کچه ۱۹ سلنه افغانان د ککړو او ناپاکو اوبو له امله مري. او یا هم په بېلابېلو ناروغیو اخته کیږي. افغانستان د لویو ښارونو ښاري وګړې د څښاک اوبو له کمښت او د اوبو لږوالي له امله سر ټکوي د کابل اوبه نور د څښاک پاکي اوبه نه دي د پلازمېنې کابل ښار مېشته وګړې د دولتي شبکو له لارې تر دیرشو سلنې پورې د څښاک پاکې اوبو ته لاسرسی لري. همدارنګه ځینې شخصي شرکتونه د څښاک اوبو په رسولو کې هم فعالیت لري. افغانستان کې د وګړو شمېر ډیرېدنې له امله په ښارونو کې د اوبو کمښت رامنځته شوي دی.

د اوبو د کمښت لاملونه؛ افغان ښاري وګړو تر ډیره بریده په خپلو کورونو کې په غیر معیاري او غیر مسلکي ډول ژور کوهي یا څاوې کېندل دي. دویم لامل د څو کالونو راهسې په پرله پسې ټوګه ژمني موسمونو کې د واورې او بارانونو نه ورښت دی .دا دې لامل ګرځیدلي، څو د ځمکې لاندې د اوبو سطحه راټیټه شي. د کابل ښار ټولې شنې سیمې، باغونه او ونې له منځه تللي دي. کابل ښار کې تر مځکې لاندې اوبو سطحه تر دوولسو مترو پوري کښته شوي ده. تر ځمکې لاندې اوبو د کچې کښته کېدل یواځې کابل ښار کې نه، بلکې په ټول افغانستان کې کرنه، اقتصاد ټولنیز ژوند یې زیامن کړي دی. د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا لامل د کانالیزاسیون سیسټم نشتوندی. د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت ښاریانو ته د اوبو زېرمو جوړولو او د اوبو نوې پر مختللي سیسټمونو کارونې له لارې کولاي شي، د څښاک اوبو رسولو او اسانتیاوو کې موثر ګامونه واخلي.

افغانستان کې د اوبو ستونزه او د وچکالي ناورین خپل ټغر له پخوانه غوړلولي دی او ورسره د څلویښتو کلنوراهیسې د لوږې او خوار ځواکې یوه ډیره ناوړه څونامي راروانه ده. افغانستان د څښاک پاکې اوبو کمښت د ۹۰ سلنې څخه ډیر دی. د ډنډو اوبه ککړې دي. په ځانګړي ډول د بیوزلو کلیوالو وګړو د ناروغیو لامل ګرځي، همدارنګه افغان کوچیان په هیچ ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ نلري. د افغان اوږدې جګړې او غمیزو کې د خړوبولو یا اوبولو ټول دودیزه سیستمونه، ویالې، کارزونه، کوهې، ارډونه او کانالونه له منځه تللي دي او یا د اوبولو سیستمونه او کلیوالي چاپیریال ټول د روسي، امریکايي او د ګاونډیوهیوادونو شیمیایې وسلو او بمونو کارولو له وجهي زهرجن شوي او په راډیو اکټیفې وړانګو باندې ککړ شوي دي. د جګړو او ککړ چاپیریال له امله زموږ بې ګناه، بې وزلې خلک په ډیرو خطرناکو ناروغیو اخته شوي دي.

افغان حکومتونو خپلو روانو اوبو ته له اقتصادي، سیاسي پلوه او د چپریال ساتنې له اړخه سم پام نه دی کړي. د اوبو منابعو او د اوبو زېرمو ته نه پاملرنه یو نورمال حالت ګرځیدلي دی. له دې سره په هیواد کې د اوبو ستونزه او د وچکالې ناوریني حالت رامنځته شوي دی. خوار او نالوستي ولس ته دغه حالت یو نورمال حالت بریښې.

افغان دولت مجبور دی د خپلو نړیوالو ملګرو په مرسته او همکاري دې ملي بېړنې اړتیا ته جدي پاملرنه وکړي اوورته نړیوالي مرستي راټولې کړي او د اوبو زېرمې او لوی او واړو بندونو جوړلو پلانونه طرحو باندې کار پیل کړي. افغان حکومت باید سمندرونو ته لارې خلاصي کړي. د هيواد د بيا روغونې په لړ کې د لویو بريښنايې فابريکې په جوړولو لاس پوري کړي، څو افغانان د سیمي او نړیوالي سوداګرۍ په راکړه ورکړه کې ورګډ شي.

له اوبو پرته انسانانو ته روغتیا او سوکالې، افغانستان ته وده او پرمختګ د سبا سولیز پرمختللي ژوند ناشونېدی. افغانستان کې اوبه د کوکنارو په کمښت او د زیاتیدونکې کر په مخنیوي کې مهم اغېز درلودلي شي. له اوبو پرته د پراختیایي ملي پروژو جوړول ناشوني دي. د اوبه مدیریت د بزګرانو په ناوړه اقتصادي حالت او په ټیټه کچه ژوند کې خورا مهم اغېز لرلي شي.

په افغانستان کې د څو لسیزو راهیسې د اوبو کمښت، وچکالي، لوږي او خوارځواکې څونامې روانه ده. هرکال په افغانستان د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسۍاو د اوبو کمښت او ککړتیا له امله په زرګونه افغانان اوماشومان مري.

د واورو له ولې کيدو ورسته سيندونه په سمه کچه اوبه نه لري. کوهې په فنې ډول ژور نه دي کېندل شوي، د څښاک اوبه او استعمال شوي اوبه بیرته سره يو ځاي کېږي. په تيره بيا ډير وخت واړه ماشومان په سختو نس ناستې،او نورو ناپېژندل شویو ناروغیو اخته کیږي، لکه کولرا، موریقه، ملاریا، ژېړي او داسي نور. افغانستان کې د ماشومانو د مړینې احصائیه له همدې امله په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده. هر څلورم ماشوم مخکې له دې چې پېنځه کلن شي مري.

د یادو ستونزو لاملونه، ناامني، وچکالي، د نفوسو زیاتوالي، د اوبو معیاري بندونو نشتون او د څښاک اوبو د زېرمو نشوالي، د اوبو ناسمه کارونه او هیواد په کرنیز سیستم کې له اړتیا پورته د اوبو کارول دي.

که د اوبو کمښت په وړاندې سم تدابیر غوره نشي، د اوبو کمښت او د اوبو کړکیچ له یوې ورځې تر بلې زیاتیزي، د اوبو کموالي او ککړتیا له امله له سترو نه رغیدونکي ستونزو او بشري نورینونو سره سره مخامخ کیږو.

د افغانستان د اوبو منابعو مدیریت ته د ایران ولسمشر جدې ګواښونه

د افغانستان د اوبو زېرمې، د اوبو بندونه د افغانستان د اقتصادي او کرنېز ځواک لپاره لوی فکتورونه ديافغانستان د اوبو د لویو بندونو د نړیوال کمیسیون غړی هیواد دی..

افغان حکومت په ورستیو دوو کالونو کې خپلې ملي ګټو ته په کتو د اوبو سترې زېرمو ښه مدیریت او د بنسټیزو اقتصادي ملي پروژو پلې کولو سیاسي اراده او پیاوړي هوډ څرګند کړي دی. د اوبو ډیرو بندونو او بریښنایي پروژو جوړوني چارې بشپړي شوي دي. ورسره په افغان ولس کې نوې هیلې توکیدلي دي. وسمهال افغان حکومت د هیواد ملي ګټو په اډانه کې د اوبو نویو لویو او وړو بندونو جوړولو پروژې پلانونه طرحه کړي دي. هڅه کوي د افغانستان روانې اوبه د ښه مدیریت له لارې مهار کړي او افغان کروندګر خپلې اوبه پر خپلو ځمکو په ښه توګه ولګوي. د اوبو مدیریت له لارې افغانستان پرځان بسیا او په یو تولیدې هیواد بدلي شي. له یوه لوري به د اوبو نوي بندونه شاړې ځمکې خړوبه کړي او له بل لوري به په هیواد کې د بریښنا تولید پيل شي، ورسره به صنعت او کرنه وده وکړي، بي روزګارې به لږ شي او د هیواد په ملي امنیت کې به رغنده رول ولوبوي

داسي یو پیاوړي خپلواک په ځان بسیا افغانستان په تیر بیا ایران او پاکستان نشی زغملي. وسمهال د اوبو د مدیت له امله د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو لانجه مخ په زیاتیدو شوي ده. د ایران سیاسي مشران په ډیره سپین سترګې سره خلاف د ټولو منلي شویو ډیپلوماټیکو نورمونو رسماً خپل مخالفت ښکاره کوي او د جګړې ګواښونه کوي. ایراني مکار او شیطان صفته سیاستوال ګوتڅنډنې کوي او وايي، که چیرې د افغانستان له لارې د اړتیا اوبه ورنه کړل شي، دوی به په متقابل عمل لاس پوري کړي. او په ارامه کیناستي نشي

د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې ٬٬د ګرد او باد ننګونې او حل لار ې ٬٬یوه نړیوال کنفرانس کېویلي،٬٬ ایران به په افغانستان کې د کمال خان، کجکې او سلما بندونو جوړولو پر وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کیداي٬٬. همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریفي ایراني ولسي جرګې ته په یوه وینا کې جدي ګواښ کړي، که افغانستان د هلمند سیند اوبو کې د دوی حقابه د ۱۹۷۳ کال د تړون له مخې ورنه کړي، دوی به په ځوابي اقداماتو لاس پوري کړي. د ایرانیانو دا ګواښ له دې امله شوي، چې په تېرو څو میاشتو کې د هلمند اوبو کې د دوی د برخې لږ اوبه ور بهیدلي دي. دوی په دې تړاو افغان حکومت ته د اعتراض یادښتونه لیږلي دي. او افغان سفیر یې بهرنو چارو وزارت ته ورغوښتي دی. په افغانستان کې د بریښنا او اوبو بندونو له جوړولو سره رسماً خپل مخالفت ښکاره کړي دی. ایران په افغانستان کې په دومداره ډول یواځي د سلما بند نه بلکې د کجکي او کمال خان بندونو په ګډون ټولو ملي پروژو سره خپل مخالفت ښکاره کړي. له دې امله افغانستان د خپلو د اوبو د مدیریت له کبله د ګاونډیو هیوادنو د جګړو له ګواښونو سره مخامخ شوي دی.

د ایران دا څرګندونې د افغان چارواکو له سخت غبرګونونو سره مخامخ شوې دي. په افغانستان کې د ایران د ګواښونو، ګوتڅنډونو او ځوابي متقابل عمل په وړاندې لاریونه ترسره شول. لاریون کوونکو او مدني فعالانو د هلمند د سیند په اړه د افغان صدراعظم موسی شفق لاسلیک شوي تړون پلې کیدو غوښتنې کړي. د افغانستان په چارو کې د ایران دا څرګندونې ښکاره لاسوهنه یاده کړي ده. او له ایران سره د ۴۰ کلونو د اوبو حساب او کتاب غوښتنې کړې دي. مظاهره کوونکو د خپل ولسمشر د حکومت د بهرنۍ پالیسې ملاتړ اعلان کړي او د اوبو سیاست څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړي دی.

د ایران دولت سره د اوبو تړون ته یوه لنډه کتنه.

په ۱۹۷۳ کال کې افغانستان له ایران سره د هلمند پر اوبو یو تړون لاسلیک کړي دی. د تړون له مخې په نورمال کال کې په اوسط ډول په یوه ثانیه کې  ۲۲  مکعب متره اوبه او د اړتیا په مهال په یوه ثانیه کې ۴ متره مکعب اوبه افغانستان د ښه نیت پر بنسټ ایران ته ورکول کیږي. په تړون کې د اوبو نورمال کال هغه کال ښوول شوي، کله چې هیريرود کې د هلمند اوبه کچه اندازه شي او اوبه د افغانستان له اړتیا څخه زیاتي وي، ایران به په اوسط ډول ۲۶ متره مکعب اوبع ترلاسه کوي. د همدې تړون له مخې کله چې وچکالي او اقلیمې پیښو له امله تر نورمال کال د اوبو کمښت رامنځته شي. د ایران د اوبو حقابه هم کمیږي. د اوبو مدیریت متخصصین او څارونکې په دې اند دي، چې تر اوسه ایران تر خپل حقابه یا حقه زیات اوبه ترلاسه کړي دي. په داسي حال کې ایرانیان له افغانستانه د وربهیدونکي اوبو اندازه قصداً کمه ښيي.

په ایران کې د اوبو کړکیچ رامنځته شوي دی. د ایران د کرنې د وزیر سلا کار افغانستان په دې تورن وي او وايي، افغانستان د ایران په اوبو یرغل کړی دی. ایرانیان د خپلو غلطو تګلارو پړه پر افغانستان اچوي، د ایران د اوبو کړکیچ د دغي هیواد د خپل کورني سیاست محصول دی. د ایران اوبو کړکیچ له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.

په هغه معاهده یا تړون کې چې څلورلسیزو مخکې لاسلیک شوي دی، د ایران ځښت ډیر مراعت شوي دی. په تړون کې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د ایران د اوبو ونډه ځښته ډیره ښوول شوي ده. د تړون پېنځمه ماده په واضع ټوګه لیکې، ایران تر خپلې حقابې نور اوبه نه شي غوښتلي. د ایران حقابې پرته افغانستان د خپلې اوبو عام تان صلاحیت لري.او د خپلې خوښې سره سم اوبه کارولي شي. همدارنګه افغانستان کولاي شي د خپلې کرنې سیستم لپاره د هلمند پر سیند د اوبو زېرمې اوبو بندونه جوړې کړي. ایران د اعتراض حق نه لري. کله چې د هلمند د سیند د اوبو پر سر لانجه رامنځته کیږي. په دې اړه د یو پروټوکول په بنسټ یو شمېر نور مادې هم لیکي شوي دي. لانجه باید د ډیپلوماټیکو خبرو اترو له لارې هواره شي. د پروټوکول پر بنسټ د تړون عملی کیدو او څارنې لپاره د دواړو خواو څخه یو ګډ کمیسیون ټاکل کیږي. دوی به دا رامنځ ته شوي ستونزه حلوي. د ایران اخوندې شوونیستي رژیم د ټولو نړیوالو منلي شویو قوانیو او نورمونو خلاف د کمیسارانو ناستي ته غاړه نه ږدي او د ځوابي اقدامونو ګواښونه کوي.

په ۱۹۸۴ کال کې افغانستان د هلمند د اوبو په اړه د ایران تخلفاتو په اړه یو څېړنیز راپور خپور کړي دی. په دغه راپور کې په تېرو ۲۷ کلونو کې ایران ته د ورغلو اوبو دقیق ارقام ښوول شوي دي. په لنډه ټوګه د راپور له مخې ایران ته هر کال په اوسط ډول څو چنده زیاتي اوبه ورغلي دي. ایران په خپله خاوره کې د افغان پولي ته نږدې تر ۴۰ بندونه، کانالونه او ډنډونه جوړ کړی دي او ماشینونه او واټرپمپونه لګولي دي. افغانستان ته څاڅکی اوبه نه ور پریږدې. ایران خپلې اوبو تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي. د ایران د دې تاسیساتو جوړولو له امله د افغانستان د نیمروز ولایت خلک د څښاک اوبه نه لري. افغانستان ته يې د اوبو ورتګ بالکول بند کړی دی. خو افغانستان تر اوسه ایراني اخوندي رژیم نه دی ګواښلې او نه یې د ځوابي اقداماتو ګواښونه کړي دي. د افغان حکومتونو له لوري د ایران په وړاندې تر اوسه هیڅ اقدامات نه دي لیدلي شوي.

کلونه کلونه کیږي چې د افغانستان اوبه له اغیزناکې کارونې او کنټرول پرته ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته وربهیږي. وسمهال افغان حکومت د اوبو د مدیریت لپاره ستر ستر پلانونه لري او هوډ څرګند کړي، د خپل هیواد اوبه کنټرول کړي، څو ګاونډي هیوادونه ترې وړیا ګټه وانه خلي.

د افغانستان د اوبو سیاست او د اوبو منابعو د هر اړخیزه مدیریت کې یو لړ جدي ستونزې شته دي. په دې برخه کې ډیرو کارونو ته اړتیا لیدل کیږي .د هیواد د اوبو پراختیا اوښه مدیریت کې د سیمې هیوادو ګټې خوندي دياوګاونډي هیوادونه باید د افغانستان د اوبو د بندونو له جوړولو او شبکو څخه اندېښنه ونه کړي، بلکې ورسره همکاري او ملاتړ وکړي. د بېلګې په ډول د سلما بند ٬٬د افغان هند د دوستۍ بند٬٬ په نامه نومول شوي دی.دا بند د هند هیواد په مالي مرسته جوړ شوي دی. دا بند د افغانستان او هند د دوامداره اړیکو سېمبول ګرځیدلی دی.

وسمهال لکه چې یادونه وشوه، افغانستان په خپله د اوبو له کمښت سره مخامخ دی او ورسره د اوبو کاورلو کچه زیاته شوي ده. د افغانستان شمالي ولایتونه د اوبو کمښت له امله د وچکالۍ له ګواښونو سره مخامخ دي. په ټول افغانستان کې د واورې او ورښتونه کمښت لیدل کیږي. یاد لاملونو خپل اغېز د هلمندد سیند پر اوبو هم غورځوليدی.

د هلمند د سیند په اوږدو کې بزګران روانې اوبه وینې، روانې اوبو ته ورتللي شي، په اوبو کې لاسونه او پښېمنځلې شي، خو په ډیره خواشینۍ او مایوصۍ سره بیرته له اوښکو ډکو سترګو خپلو کورنو او خپلو شاړو ځمکو ته ستانه کیږي او خپلې روانې اوبه وینې چې ایران ته وربهیږي، خو د بې وسۍ او بیچاره ګۍ له مخې خپلې خوږې اوبه خپلو ځمکو ته نشي را اړولي. د افغانستان د سیندونو په اوږدو کې د سیند پر غاړه سپیره ډاګونه پراته دي.

وسمهال افغانانو دا وړتیا موندلي څو د خپلې اوبو زېرمې مدیریت کړي او وسره د اوبو بندونه د اوبو زېرمتونه او د بریښنا کوټونو پلانونه جوړوي. افغان حکومت د بریښنا بندونو جوړولو هڅې پيل کړي دي د هندوستان، چین، او ترکیې هیوادونو په ګډون تړونونه لاسلیک کړي دي. د هرات سلما بند د دوست هیواد هند په مرسته جوړ شوي. د کونړ پر سیند د اوبو بند جوړولو تړون د چین هیواد سره لاسلیک شوي.

د اوبو او بریښنا کمښت او د اوبو د نه مدیریت ستونزې له امله افغانستان دې ته اړ شوي، څو له ترکمنستان،تاجکستان او نورو هیوادنو څخه بریښنا وارده کړي.

افغانان پوهیږي دا یو طبیعي حالت دی، ایران او پاکستان به خامخا د اوبو مدیریت نارامه کوي، دوی دا بندونه د ځان په زیان ویني او دوی خپلې ګټې په افغانستان کې له لاسه ورکوي او د افغان اوبو د مدیریت له چارو سره به خپل سیاسي حساسیت او مخالفت ښکاره کوي. د جګړې ګواښونه به کوي. ایران د افغان حکومت وسله وال مخالفینوسره د وسلو او پیسو مرستې کوي او په وسلو يي سمبالوي. څو د اوبو د سر بندونو د رغولو او ودانولو چارو کې خنډونه جوړ کړې او د بریښنا ستر بندونه تخریب کړي.

لنډیز او وړاندیز :

افغانستان یو غرنۍ او په وچه کې راګير هیواد دی. دلته د نړۍ د هرې بلې سيمې په پرتله په نږدې راتلونکي کېد اوبو پر سر د شخړو او جګړو شونتياوې لیدل کېږي. افغانستان کې اوبه له ملي شتمنیو څخه ګڼل کیږي او عادلانه وېش يې په هیواد کې د ملي یووالي او ثبات لامل ګرځي.

د افغانستان د نن او سبا د اوبو د منابعو مدیریت د افغان ولس او افغان حکومت یو لومړیتوب دی. د شمېرو له مخې که په افغانستان کې د بریښنا بندونه جوړ شي، افغانستان به پر ګاونډیو هیوادونو خپله بریښنا وپلوري. افغانستان د خپلې برېښنا د توليدولو لپاره په ډېرو سيمو کې د برېښنا د بندونو جوړولو ته وړتيا او له خپلې اړتيا څخه د زياتې برېښنا د توليد ظرفيت لري، خو دا مهال يې زياتره اوبه ګاونډيو هېوادونو ته وربهېږي او د برېښنا ترڅنګ د کرنې په برخه کې هم کار نه شي ترې اخېستلي.

د کرني د پرمختګ په برخه کې اوبه او بریښنا مهم فکتورونه دي، د افغانستان د کرنې سیکوتور په وړاندېوچکالۍ او ناامنۍ ستر خنډونه دي.

افغانان مجبور دي د خپلو د اوبو بندونو مدیریت د خپلي خاوري ځمکنۍ بشپرتیا په څیر تیرینه ساتنه وکړي. د ایران او پاکستان حکومتونه باید په دې وپوهول شي، چې تر ټولو لومړۍ افغانستان او افغانان دي. دا روانې بهیدونکي اوبه د افغانانو خپل حق دی. که ایران تیل او د اوبو بندرونه لري. که پاکستان سمندري بندرونه او د تراتزیت لار لري. افغانستان هم د اوبو ډیرې سترې زېرمې او د مرکزي آسیا د ترانزیت لارې په اختیار کې لري.

افغان ولسمشر غني ویلي دي، حکومت يې د هیواد د اوبو مدیریت لپاره منظم پلانونه لري، په دې برخه کې د هیڅهیواد مداخله نه مني د نومړي په وینا، اوبه تر جغرافيایی موقعیت وروسته د افغانستان دویمه ستره شتمني ده او افغانستان غواړي له دې برخې په لوړه کچه عایدات ولري. د افغانستان ۸۰ سلنه وګړې په کرنه کې بوخت دي، خوبیا هم کرنیز محصولات له بهره واردوي. افغانستان د بندونو جوړولو سره به په خپله د کرنیزو محصولاتو په صادرونکي هیواد بدل شي.

زه خپله لیکنه د جرمن واچ په نامه یو څېړنیز مرکز په څېړنو رالنډه وم، جرمن واچ لیکي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له امله په ګواښمنو هیوادونو کې شمېرل کیږي. افغانستان په دې ورستیو کې پر امنیت سربیره له اقلیمي له اړخه هم له ګواښونو سره مخامخ ګڼل کیږي. جرمن واچ څېړنیز مرکز وایې، افغانستان د بیوزلۍ له وجې د هغو هیوادونو په لیست کې دی، چې د اقلیمي بدلون له امله له لوړو ګواښنو سره مخامخ دی.

له شکه پرته افغانستان په ورستیو څو کلونو کې د وچکالۍ، سیلابونو، د اورښتونو د کموالي او تودوښې درجي د لوړوالي له امله ډیر زیامن شوی دی.

له یوه لوري حکومت د عامه، دولت او شخصي ملکیتونو په ساتنه کې مکلف دی.له بل لوري حکومت کولاي شی د نړیوالې ټولنې ملاتړ او همکاري د اقلیمي بدلون زیانونو په مخنیوي کې راجلب کړي. او له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د وېش پر سر په تړونونو کې د دوی له حقبې اضافي اوبو پر دوی وپلوري. او د ګاونډیو هيوادونو سره د اوبه پر سر شته ستونزې په قانوني ټوګه حل کړي. افغان حکومت هوډ څرګند کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخي پر خپلو اوبو بریښنا بندونه جوړوي او ایران ته به د لاسلیک شوي تړون له مخې د اوبو حق ورکوي.

اوسنۍ جګړې په تورو زرو يعنې تيلو دي. د يوويشتمې پيړې جګړ به پر اسماني سرو زرو یا پر اوبو وي. څوک چې د موږ له اوبو سره لوبې کوي، هغه موږ ته د جګړې اعلان کړي دی.

د افغانستان د اوبو، د اوبو بندونو او ځنګلونو په اړه یو څو وړاندیزونه، تر ټولومړي دا دریواړه بادې شوې ارزښتونه د افغان دولت د لومړیتونو څخه باید وګڼل شي

۱. د ځنګلونو وهل ودرول شي او هممهاله د ځنګلونو ساتنه او پالنه د کرنې د نوي پرمختللي تخصصوصي پوهې پربنسټ تر سره شي.

الف، د چاپیریال ساتنې په اړه ولسي پوهاوي را منځ ته شي.

ب . د چاپیریال ساتنې شنې قطعي رامنځته کولو لارې چارې باید ولتول شي

ت . د لرګیو د قاچاق مخنیوي او د موجوده لرګیو څخه په فني او مسلکي توګه ګټه اخیستنه وشي.

ث . د چاپیریال ساتنې حرفوي مسلکي زده کړو ښوونځیو او مرکزونه رامنځته کړل شي.

ج . د وهل شویو ځنګلونو بیارغول د غملي پلانونه د طرحه شي.

۲ . د هوا او اوبو ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه اړینه ده،څو د ځمکې پر مخ د فضله موادو د بې ځایه غورځولو څخه ډډه وشي او په فني ټوګه بیا تیرنه کار واخیستل شي.

۳ . په سترو ښارونو کې د وانې جووړل د ماستر پلان له مخي تر سره شي.

۴. د لمریزي او بادي انرجۍ کارونه او تخنیکې اسانتیاوو برابرول.

۵. د ځمکې لاندې اوبو موثره استفاده او له ککړتیا څخه يې مخنیوي.

۶ . د معیاري او مسلکي څاګانو کیندل

۷. د اوبو مهارولو او زېرمولو لپاره د بندونو جوړول

۸ . په نړیوال سترندرد د اوبو څخه په اغېزمنه توګه ګټه اخیستنه او د هغوي مدیریت له پاره پلانونه طرحه شي .

۹. د افغانستان د اوبولو دودیزه سیستمونو لکه ویالې، کارریزنه، کانالونه اردونه او ډنډونه. بیا رغول.

۱۰. د زرغونوسیمو رغول باید پیل شي

۱۰ . د معیاري او خوندي اوبو بندونو جوړولو او د اوبو مدیریت طرخې را منځ ته شي.

۱۲ . حکومت باید د سیند اوبه ځمکو ته پورته کړي او د افغان کروندګرو کرنې ته پراختیا ورکړي.

۱۳ . د څړځایونو پالل او بیا رغول پلانونه طرحه شي.

پای

Categories: بېلابېلې مقالې,غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: ,

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.