د ارګ د سياسي مرګ مياشت پوره کېږي

مياشت به کېږي چې ارګ د بلخ د والي استعفا منلې، خو نوی والي يې نه دی معرفي کړی.
دا بېله خبره ده چې ولسمشر څنګه او څه وخت د بلخ له والي څخه استعفا تر لاسه کړه او څومره وخت وروسته يې ورباندې لاسليک وکړ، مهمه دا ده چې استعفا منل شوې؛ نو ولې نوی والي نه لېږل کېږي.
که د بلخ مخکېنی والي نظام ته ګواښ وي، بې‌کفايته وي، د مرکز خبره نه مني، سرزوري کوي يا بله ستونزه لري او په دې همدې له دندې ګوښه کړل شوی دی؛ نو ولې يوه مياشت وخت ورکړل شي چې لا هم پاتې شي او چارې نورې هم پسې خرابې کړي.

دا دی مياشت پوره کېږي چې د بلخ معزول والي له خولې لاس اخيستي دي، کله چا ته د غاښ ايستلو ګواښونه کوي، کله د غوږو په داړلو وياړي، کله ځان زمری بولي، کله وايي درست نظام د ده له زوره نه دی، کله پر پوځ وردانګي کله څه او کله څه وايي، خو ارګ قران کړی دی چې يا به ګام واخلي، يا به څه ووايي.

مياشت وشوه چې د ولسمشر وياندويان همدا يوه خبره کوي چې ژر به بلخ ته نوی والي ولېږي، خو نه وخت ټاکي، نه دغه ژر وخت چې دوی يې ښيي رارسېږي.
ولس په دوه کې حيران دی چې څنګه درست حکومت د يوه والي له زوره نه دی. کله چې د والي ګواښونو ته ګوري او هغه ګواښونه د ارګ له خاموشي سره پرتله کوي، له هر څه يې تمه خېژي او په دې باوري کېږي چې موږ هسې د يوه تش په نامه حکومت په ملاتړ دښمنۍ په سر اخيستې دي. يو حکومت چې د خپل والي د ګوښه کولو توان و نه لري، خلک به له داخلي او بهرنيو دښمنانو څه وساتلای شي؟
تر هغه لا بده دا چې يو حکومت په ځان کې زور نه ويني، خو تر ځان د زورور کس د ګوښه کولو نغاره ‌ډنګوي.

دا تېره ورځ د بلخ د ساداتو قوم کسان راټول شوي او سينه ډبوي چې دوی اماده دي چې د ارګ او عطا تر منځ خبرې او جوړجاړی وکړي.
جمعيت ها خوا ځان ته تر پخوا څو چنده لويه لوټه ايښې، څو ماده‌يي فرمايشونه کوي چې که عطا ايسته کېږي، ها و دا غوښتنې به يې منل کېږي.
خو په مقابل کې يې ارګ ګونګه روژه نيولې، د کوم اقدام خو فکر هم نه کېږي چې و دې شي.
دې حکومت ته لويه سوړه له همدې ځايه ورخلاصه ده چې همېشه يې پر مار وار کړی دی، لنډی کړی يې دی، خو وژلی يې نه دی.
سړی نه پوهېږي چې ولسمشر په لوی لاس داسې کوي، که ورباندې راټوله فاسده کړئ همداسې غواړي.

دوی فکر کوي چې حکومت د يوې بهرنۍ موسسې پروژه ده او ارګ د دوی کاري دفتر دی. تر دې هاخوا هيڅ نه‌شته.
ارګ د دې ولس د رهبري څلی دی. لنډه‌غر، جګړه‌مار، ترهګر او نور توپکيان چې يې امر نه مني يا توهين ورته کوي، دا پر ارګ د حاکمې کړۍ توهين نه، د درست وطن او ولس سپکاوی دی.
ولې لنډه‌غرو ته دومره چانس ورکړل شي چې هغه خپلې بابولالې ووايي او د درست ولس په ذهن کې د دوی د حکومت انځور ته تاوان ورسوي.
ولې په لوی لاس يو چا ته دومره چانس ورکول شي چې هغه درست نظام وننګوي.
ولې د داسې ډبرې پورته کولو ته اړم شي چې پورته کول يې د وس خبره نه وي، ولې حکومت د هغه ډنډ پاکولو ته پايڅې راټولې کړي چې پوهېږې جامې يې ورسره چټلېږي.

سبا به هر سيمه‌يز زورور، جنګسالار، توپکی، لنډه‌غر او بل بلابتر همداسې کوي، نظام به ننګوي، حکومت به ګواښي او د ځان به تر درست وطن زورور ورته ښکاري.

بله ورځ به يو بل والي هم دواړه پښې په يوه موزه کې ننه‌ايستې وي او فرمايشونه به کوي چې که ما له دندې لېرې کوئ، دا، دا او هاغه خواهشونه به مې پوره کوئ.
اوبه چې هم يوه مياشت پر ځای پاتې شي، بوی کوي، چټلېږي او په سيمه کې ناروغۍ خپروي. نور نو بايد حکومت د بلخ والي ته چانس ور نه کړي او نه هم پرېږدي چې هغه خلک په يوه او بل نامه را ټول کړي، د نظام دښمنۍ ته يې وهڅوي يا په خپلو بې‌ځايه او پوچو فرمايشونو د ولس وخت ضايع کړي.
استعفا ورکول شوې، منل شوې، بل والي ټاکل شوی او بايد چې هر څومره ژر کېږي، دندې ته ولېږل شي.

 

سرخط ورځپاڼه

Categories: غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي