دویم فقیر ایپي او د پنجابي سامراج

د میرزا علي خان په مېنه کې نږدې یوه پېړۍ وروسته داسې ځوانانو سرونه را پورته کړل، چې د خپلو پلرونو په څېر یې نړۍ ته د خپلې مبارزې تاریخ تازه کړ. ۸۸ کاله وروسته بیا د وزیرستان له شنو درو دا ځل د پنجابي سامراج پر وړاندې څو خړو پړو پښتنو ځوانانو مټې را بډ وهلې او د خپل ټبر د‌ ژغورنې د غږ تر شا یې خپل ولس ودراوه. علي وزیر او منظور پښتون له څو لسیزو وروسته شا و خوا ۵۰ میلیونه ویده پښتانه داسې را بیداره کړل چې په سیمه کې د ژورو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو بوی او زمزمې ترې پورته کېږي. تمه ده د پښتون ژغورنې دغه غورځنګ به بیا د خپلو نیکونو په څېر پر پښتون خاوره نوي انقلاب ته بستر برابر او سترو بدلونونو ته لاره هواره کړي.

غورځنګ پښتو ژبه او د پښتنو حقونه را ژوندي کړل او ولس ته یې سیاسي او قومي فکر ورکړ. په پیل کې پاکستان تصور نه کاوه چې له اویا کلنې ځپېدا وروسته دې په پښتنو کې د خپلو پلرونو وینه، فکر او جذبه پاتې وي، خو د پښتون پر خاوره د منظور غورځنګ وتوانېد چې پښتانه له خپلو کلیو او بانډو را بهر او د پاکستان د سیاست او اقتصاد په مرکزونو کې خپل زور او غږ نندارې ته وړاندې کړي. د پاکستان رسنۍ او حکومت مجبور شوي چې د پښتنو غوښتنو ته پوښښ او خوندیتوب ورکړي. د نوي پښتون نسل په فکر اوس د پاکستان په دولت، نظامیانو او رسنیو کې تاوده بحثونه را پورته شوي او پنجابیانو ته د دغه غورځنګ د غوښتنو د زیاتېدو اندېښنې ور زیاتې شوې دي.

د غورځنګ د پاشل کېدو او ځپل کېدو په اړه هغه وېره اوس په یوه تېر خوب بدله شوې چې د فبروري په میاشت کې له ځینو سره وه. اوس منظور پښتون په یوه پښتني فکر بدل شوی او د دغه فکر پر اساس په هره پښتنه کورنۍ کې یو منظور را پورته شوی او د خپلې کورنۍ وړو او لویانو ته د خپلې خاورې د حق غوښتل ور ښيي. له تېرو ۲ میاشتو راهیسې د کوزو پښتنو پر خاوره داسې سلګونه او زرګونه پښتانه ځوانان را میدان ته شول چې هر یو یې د دې لوی ملت بېړۍ تر ساحله رسولای شي. اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره پر سیاست او تاریخ خبر پښتانه ځوانان سرلاري رامخې ته کېږي او د یوه نوي سیاسي پلاټ‌فورم په جوړېدو خولې تویوي.

په تېرو ۲ میاشتو کې غورځنګ د ځوانانو د خورا ځیرک او منظم پلان پر اساس نور هم د فکر، پلان او راتلونکي څښتن شو او د منظور یارانو د دې غورځنګ ریښې هرې خوا خښې کړې. په لومړي سر کې د غورځنګ د مشرانو د ترور وېره ډېره وه، خو د هرې ورځې په تېرېدو پر دغه ننګونه پښتانه برلاسي کېږي او فکر نه کېږي چې د پا کستان ای‌اس‌ای به هم دومره ساده وي چې د دغسې لوی ولسي غورځنګ مشرانو ته دې اوس د خطر ګوتې ور تېرې کړي.

اوس نو د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې یوازېنۍ ستونزه د ولسي هیلو، غوښتنو او فکر تنظیم دی. کوزو او برو پښتنو په یوه غږ د منظور خان ملا ور وتړله او د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه ملاتړ نوی هراړخیز رنګ اخلي. د منظور د یارانو مسوولیت په پراخېدو او کار په سختېدو دی. غورځنګ له پېچليو ګړنګونو را تېر شوی او په یوه ملتپاله سیاسي خوځښت د بدلون لپاره یې فکر او سوچ په کار دی چې د ټوټه ټوټه شویو پښتنو راتلونکی خوندي شي.

اوس د دغه لوی غورځنګ پر تنظیم او راتلونکي باندې فکر کول په کار دي. تر وروستي دوه میاشتني پلان وروسته د غورځنګ راتلونکی نظم ډاډمن برېښي او داسې مالومېږي چې کوز پښتانه همدغه ډول غورځنګ ته په تمه وو. دا د پښتانه په ټول تاریخ کې د دغه قوم بې‌ساری سیاسي خوځښت او پاڅون دی چې په ۲۱مه پېړۍ کې یې نړیوالې نندارې ته وړاندې کړ. د غورځنګ دښمنان اوس په غیر مستقیم ډول د دغه پراخ ولسي غورځنګ د ریښو وچولو لپاره لاس و پښې وهي او وېره یې دا ده چې د انقلاب انقلاب دا ترانې د عربي نړۍ په څېر په ریښتیني انقلاب بدلې نه‌شي.

دا لومړی ځل دی چې پښتتنو ته له پنجابي سره د بېلتون او له برو پښتنو سره د یو ځای کېدو فکر ورکول کېږي او دا شعارونه زمزمه کېږي چې لر و بر یو افغان. په تېرو ۷۰ کلونو کې پنجاب له بېلابېلو لارو وتوانېد چې لر او بر پښتانه د یو و بل دښمن او د دوو هېوادونو جلا وګړي معرفي کړي، خو د منظور پښتون غورځنګ د پنجاب اویا کلنه پانګونه په یوه پاڅون سره تباه کړه او یو لوی ولسي فکري لښکر یې را په مخه کړی چې په پاکستان کې د سیاسي فکر ټاکونکي فکر کوي، د پښتنو کیسه هم د عربي پاڅون خوا ته روان دی. پاکستان په تېرو ۷ لسیزو کې د کوزو پښتنو ملتپاله مشران له خپل ولسه بېل کړي وو او د فکر په سړي یې د خاین او لادینه ټاپه لګوله او د پښتانه جومات یې د حجرې پر ضد وکاراوه. د غیر رسمي شمېرو پر اساس په تېره یوه نیمه لسیزه کې ای‌اس‌ای تر لس زره ډېر پښتانه مشران د کرښې په کوزه غاړه کې ووژل او همدومره نور ځوانان او مشران یې تر ننه لادرکه کړي دي.

د غورځنګ یوه غوښتنه پر پښتانه د پاکستاني پوځ د ظلم پای ته رسول، د لادرکه پښتنو راخوشې کول او پر خپله خاوره دوی ته د خپلو حقونو ورکول دي، خو د ځوانانو پښتنو نوي فکر ته په کتو دا کیسه ډېره پراخه او هر اړخیزه ښکاري او لېرې نه ده چې له پنجاب سره د پښتانه سره کرښه را تېره کړای شي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: پښتون خوځښت,غوره شوې لیکنې,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي