خوشحال سادات؛ نه ماتېدونکی جنرال

0 55

خوشحال سادات؛ نه ماتېدونکی جنرال

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات ماموریت ته کتنه کړې ده.

په ننګرهار کې د هغه قوماندان درنو وسلو ته اړتیا لري، خو هاخوا په پکتیکا کې بیا د هغه بل قوماندان لا زیاتو مخابرو ته اړتیا لري. ځوان جنرال مخامخ  د پاور پینټ په سلایډونو کې د هېواد د امنیتي وضعیت ارزونه کوي او هره شېبه د جګړې په ډګر کې له خپلو سرتېرو او قوماندانو سره په اړیکه کې دی.

د کورنیو چارو وزارت ۳۵ کلن امنیتي معین جنرال خوشال سادات  د ګوته په شمېر لوړپوړو امنیتي مسؤولینو له  ډلې دی، چې د جګړې په ډګر کې یې ځان ثابت کړی او د عامو افغانانو له لوري نه ماتېدونکی جنرال بلل کېږي.

جنرال خوشال سادات په ۲۰۰۳ کال کې له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شو او دا مهال د جګړې په سختو شرایطو کې په بریالي ډول د ځوان نسل د رهبرۍ استازولي کوي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال اسټین اس میلر په یوه اعلامیه کې ویلي: ((کله چې ستا سرتېري پوه شي، چې ته یې څارې او له حال احوال یې خبر یې، نو دوی په ډاډه زړه جګړه کوي.)) او خوشال سادات له خپلو سرتېرو سره دغه ډول اړیکه لري.

نیویارک ټایمز وایي، جنرال خوشال سادات د هغو لوړپوړو امنیتي مسؤولینو له ډلې دی چې پخپله د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې پاتې شوی او د خپلو سرتېرو د حال احوال اخیستو لپاره د جګړې تودو لیکو ته ورځي او دنده یوازې د دفتر د مېز له شا پرمخ نه وړي.

له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې جنرال خوشال سادات ویلي: موږ د رهبرۍ ډېر بد سیستم درلود، خو موږ وینه توئیدل درولي.

خوشال سادات په رهبرۍ کې د تغییراتو او د جګړې د نوعیت بدلون لپاره  د ۳۴ ولایتونو ۲۷ امنیه قوماندان بدل کړل او ډېری یې د ځانګړو ځواکونو له ډلې څخه ځوانان وټاکل.

د نیویارک ټایمز په وینا، وړاندې به دغه پروسه د زرګونه ډالرو په ورکړې پرمخ وړل کېده، خو سادات وایي، موږ اوس دغه سیستم مات کړی او په وړتیا هر څوک کولی شي رهبرۍ ته ورسېږي.

د نیویارک ټایمز په وینا، خوشال سادات د ځوانانو لپاره یوازینۍ هغه بېلګه ده، چې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره د کورنۍ له کوم تړون پرته ډېر ژر پخپلې وړتیا ډګر ته راووت او لا یې په بریالي ډول خپل مسلکي مزل  روان ساتلی دی.

خوشال سادات په ۲۰۰۷ کال کې په انګلستان کې له سنډهرسټ سلطنتي پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی او په افغانستان کې له مسلکي جنرالانو څخه ګڼل کېږي.

که څه هم په ۲۰۱۴ کال کې پخواني ولسمشر کرزي د ځانګړو ځواکونو د دوو نورو قوماندانانو په ګډون خوشال سادات له دندې لرې او محکمې ته معرفي کړ، خو ولسمشر غني او د هغه د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په مستقیمه لارښوونه هغه د کورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت ته وړاندیز شو، چې په افغانستان کې په ځوانانو د باور یوه بېلګه بلل کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني لندن ته د خپل وروستي سفر پر مهال د جنرال خوشحال سادات د غوره رهبرۍ او د جګړې د ښه مدیریت ستاینه وکړه.

ولسمشر لندن کې ویلي و چې سادات هغه کس دی چې زه یې پرې حسابوم.

خوشحال سادات د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیالۍ څوک ته تر رسېدو وروسته، د هېواد ۹۰ سلنه ولایتونو ته سفر کړی دی.

سادات هغو سیمو ته تللی چې آن یوه لسیزه هم کوم لوړ پوړی چارواکی هلته نه و تللی.

Comments
Loading...