بلخ کې ۸ زره نامسووله وسله وال فعالیت کوي

0 73

د بلخ ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې نږدې ۸ زره نامسووله وسله وال فعالیت کوي او ډېری یې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

د مالوماتو پر اساس، د نامسووله وسله والو ډېری کسان په شولګرې، کُشندې، خُلم، کلدار، مارمُل، دهدادي زارع، چارکنټ، چمتال ولسوالیو او خپله مزار شریف ښار کې فعاله دي.

بلخ کې د ډایاک پروسې سیمه ییزو سرچینو ویلي، دغو نامسووله وسله والو یوازې په نمایشي ډول ډېره کمه وسله دوی ته تسلیم کړې او پریمانه نوره وسله د بلخ امنیت ته لوی ګواښ دی.

محور په بلخ ولایت کې له سیمه ییزو سرچینو معلومات ترلاسه کړي چې په دې ولایت کې د فعالو شاوخوا ۸ زره غیر مسوولو وسله والو څخه ۵ زره یې یوازې د جمعیت ګوند اړوند دي، زر نور وسله وال د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند په چوکاټ او پاتې نور د محمد محقق په مشرۍ د وحدت ګوند، محاذ ګوند او ځایي کوچنیو ډلو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

د جمعیت ګوند د نامسووله وسله والو د ډېری برخې مشري حاجي قیوم “عرب” او قوماندان “مهدي” کوي.

بلخ کې موجود نامسووله وسله وال ټول په یوه وخت فعالیت نه کوي، سپکې او درنې وسلې ور وېشل شوي دي، په نوبتي ډول فعالیت ته راوځي.

سرچینې وايي: “دا کسان د بلخ په لیرې پرتو ولسوالیو کې د ګوندونو په ګټه د نا امنیو په پېښو، زورواکۍ او باج ګیرۍ کې ښکیل دي. له خلکو د بریښنا بیل ټولوي او له بزګرانو او سوداګرو عُشر او باج اخلي.”

د بلخ نامسووله وسله وال په ډېری قضیو کې له طالبانو سره یو لاس دي، طالبان د خپل نفوذ او نامسووله وسله وال د ځان ساتو لپاره د یو او بل په نومونو خپل فعالیتونه کوي. دوی په بلخ کې د ناامنیو لمن پراخه کړې او په دې ولایت کې یې د جنایي جرمونو کچه یې خورا زیاته لوړه کړې ده.

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید هم څه موده مخکې د بلخ په کچه د نامسووله وسله والو له فعالیت اندېښنه ښودلې وه.

هغه رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو”” نامسووله وسله وال د مزار شریف ښار ته لوی ګواښ دی، دا کسان خلک ځوروي او ځينو مواردو کې قتلونه هم کوي.””

د بلخ اوسېدونکي هم دغه ولایت کې د نامسووله والو له فعالیت تر پوزې راغلي دي.

د مزار شریف د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی خال محمد مومند محور ته وویل”” له غیر مسووله وسله والو څخه نه شپه لرو، نه ورځ. د پولیسو په څېر يې هر ځای پوستې جوړې کړي دي، خلک ځوروي، باج اخلي او تر څنګ یې له خلکو په زور څخه پیسې اخلي””

درې میاشتې مخکې د بلخ ولایت تاشقرغان ولسوالۍ کې هم د یوې کورنۍ دوه ځوانان په یو ځای د یو ځایي نامسووله وسله وال قوماندان لخوا ووژل شول.

د تاشقرغان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی جاوېد موسوي محور ته په ډاګه کړه”” دا نامسووله وسله والو له لوري دا قتلونه کلونه کېږي چې روان دي، خلک يې په تشویش کې اچولي دي، زه خپله د همدې تاشقرغان یم، د شپې لخوا ترې څوک نه شي ګرځېدای.””

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات هم په خپلو تازه خبرو کې خبرداری ورکړی دی چې نامسووله وسله وال به هېڅ ځای کې ترې په امن پاتې نه شي او پر ضد به یې اقدام کېږي.

کورنیو چارو وزارت تازه بلخ کې ۸۸۸ ځانګړې قطعه ایجاد کړې ده.

دا قطعه نږدې یو کال کېږي چې بلخ کې فعالیت کوي او لسګونه مجرمین او نامسووله وسله وال یې د قانون منګولو ته سپارلي دي او ځینې یې د مقاومت پر مهال وژلي هم دي.

د بلخ ولایت اوسېدونکي د دې قطعې له فعالیت خوښ  دي او ډاډ ورکوي چې په هر حالت کې به ورسره همکار پاتې کېږي او ملاتړ به یې کوي.

د دې قطعې مسوولینون ویلي، له تېرو ۵ میاشتو راهېسې يې بلخ کې نږدې دوه سوه میله سپکه او درنه وسله له نامسووله وسله والو راټوله کړې ده او هغو کسانو چې د مقاومت تکل درلود، یا ځای پر ځای وژل شوي دي، یا هم نیول شوي چې اوس بندیان دي.

Comments
Loading...