بغدادي پیر(ناول) / لیکوال: نصیر احمد احمدي

د ناول لیکوال ښاغلی نصیر احمد احمدي

لارا  اوتو کړې جامې په بکس کې کېښودې، ويې ويل:

_سوزان، څه فکر کوې؟! د پوهنتون اووه ورځې رخصتي دې په دومره ستړي سفر ارزي؟!

ځوانې نجلۍ ريموټ ور واخيست، تلويزيون يې مړ کړ، ويې ويل:

 _تر دې ډېره رخصتي نه لرو، ښه ده، څو ورځې به د لندن له شور ماشوره ليرې يو.

لارا  ناره کړه!

_ټامه!

غوږ يې ونيو، څه يې وانه ورېدل. لور  ته يې وکتل، ويې يل:

_ورور دې چېرته دی؟!

سوزان کړکۍ ته ودرېده، له پورته يې لاندې وکتل، پلار يې د واګون موټر پر سر د لرګې وړه کيشتۍ تړله.

 ويې ويل:

_مخکې يې موټر پاکاوه.

لارا د بکس ځنځير کش کړ.

سوزان پر زېنو کښته شوه، د باندې ووته، لمر پوست لګېده، نري باد د  ونې ببرې پاڼې خوځولې.

سوزان يودم چيغه کړه، منډه يې واخيسته، ليرې ودرېده. په خشکه يې وويل:

_پلاره ، تر اوسه لا يخني ده!

له عمره پوخ سړي د موټر مخکينۍ شيشې ته د اوبو پايپ نيولی و، خندل يې….

سوزان پر خپله غاړه لاس تېر کړ، ګوتې يې لندې شوې، ټتر ته يې وکتل،  لوند و. د ونې له سيورې لمر ته شوه.

 ويې ويل:

_پلاره! ټام دې نه ليد؟

سړي زېر زمينې ته اشاره وکړه.

سوزان  ورغله. ژېړ ګروپ بل و، د زېر زميني  په بل سر کې ټکا خته. تر  زړو کوچونو تېره شوه، پښه يې له بايسکل سره ولګېده، پر ولاړو کارتنونو يې لاس تکيه کړ، د وښو د رېبلو د ماشين له سره يې د  مخ  نقاب ور واخيست، نقاب اوږدې سرې داړې درلودې، سترګې يې تر غوږونو پرې وې.

نقاب يې خپل مخ ته ور واغوست. ارام ګامونه يې واخيستل، مخکې لاړه، ورور  يې د لرګي په يوه لوی صندوق کې څه لټول.

سوزان ملا کړوپه کړه، وغرېده.

ټام ور ونه کتل.

د سوزان د تندي نرۍ ګونځې سره ورغلې:

_ونه ډار شوې؟!

ټام وويل:

_د کرکټ په توپ پسې ګرځم. مياشت مخکې مې په همدې صندوق کې ليد.

سوزان وخندل:

_په دومره جنجال نه ارزي!

_ارزي، له کرکټه پرته مېله، نه مېله!

سوزان ډاروونکی نقاب ليرې کړ، پر يوه  کارټن  کېناسته.

ټام وويل:

_ايرلنډ مې نه خوښېږي، کاشکې مو يوه اوونۍ همدلته په لندن کې تېره کړې وای.

سوزان ودرېده، درب شو، سر ته يې لاس ونيو، له پورته د لرګي کوچينی صندوق راولوېد، پر ځمکه ولګېد، پورتنۍ تخته يې بېله شوه.

ټام چيغه کړه!

_پام !

سوزان کېناسته، له ځمکې يې کوم شی راپورته کړ، ګروپ ته يې ونيو، ويې ويل:

_مډال!

ټام په بېړه ور وکتل، مډال يې د خپلې خور له ګوتو وايست، ورو يې وويل:

_د ژېړو دی، ورته وګوره، څه پرې ليکل شوي! د انګلستان د ملکې مډال :  ١٩٣٥ م  کال.

سوزان وويل:

_اوس ٢٠١٦ کال دی، مانا يواتيا کاله يې وتلي دي!

ټام پړمخې پروت صندوق په بله خوا را واړاوه. يوه پنډه، زړه کتابچه ترې ولوېده. سوزان کتابچه ور واخيسته، ور پو يې کړل، ويې ټوخل. د کتابچې پر پوښ يې څنګله تېره کړه، شونډې يې وخوځېدې:

بغدادی پير

 ډېوېډ جونز.

سوزان د کتابچې ځای ځای پاڼې  واړولې، يو ځای ليکلي و:

…يوې مرغۍ ته مې وکتل، د ستونې سپينې پستې بڼکې به يې وپړسېدې،  اخيستې  هوا به يې په  خواږه غږ  بدله شوه.

بوډا په بېړه وويل:

_خوښه دې شوه، ارزانه ده؟!

ومې ويل:

_نه….

يودم يې بې غاښونو  خوله خلاصه شوه، په خوند يې وويل:

_ها! خو سم ووايه چې کوتر باز يې!

سوزان  يوه بله پاڼه واړوله:

…امان الله  خان  وويل:

_ناوخته ده،وار له واره به د مطلب خبره راواخلم، الن مايک پېژنئ؟!

ټوخي واخيستم، له خولې مې چايو داره وکړه. پياله مې پر مېز کېښوده. بخښنه مې وغوښته. ژر مې له جېبه سپين روميال را وايست، د خپلې  کورتۍ د ټټر پر لنده شوې برخه مې تېر کړ. سفير ته مې وکتل، په لاس کې نيولې پياله يې لړزېدله….

د کتابچې په بله پاڼه کې ليکلي ول:

…يودم مې ډډ خندی واورېد، يوه کوچياني غږ وويل:

_پير صېب خو له خپلې ک … خبر نه دی، پرتوګ يې په چپه خوا اغوستی، نو ورک سېرلی به څنګه په خپلو پښو راولي!….

سوزان بله پاڼه واړوله:

…زه به پر ځمکه ګرځېدم، خو خلکو به اسمان ته کتل. په هرې سپينې کوترې پسې به يې چيغې وهلې (( پير ګل ته وګورئ، له ځانه يې کوتره جوړه کړې، پر خپلو مريدانو راګرځي…)). چا چې به وليدم، پرځان يې د دوزخ  اور  حرام ګاڼه….

سوزان بېرته د کتابچې پاڼې سره وروستې.

*    *     *

موټر تېز  و، ونې، کورونه، شنې کروندې  په منډه شاته تلې….

سوزان وويل:

_پلاره! مېله نو داسې وي؟!

سړي وخندل، د موټر له اکسليټره يې پښه پورته کړه.

سوزان د مخې سيټ ته غړۍ ور اوږده کړه، د سرعت ستن پنځوسو ميلو ته راکښته شوه.

ويې ويل:

_ اوس نو په رښتيا مېله شوه، له لارې هم بايد خوند واخلو.

ټام چيغه کړه!

_هلته وګورئ!

سوزان مخ ور واړاوه. ليرې په شنو غونډيو کې دوو سيپنو آسانو منډې وهلې….

لارا وويل:

_لارې ته ګوره!

سړي لاس ور وغځاوه، د ښځې پر ورانه يې پسته چونډۍ ور ولګوله.

د لارا مخ سور شو، په بېړه يې شاته وکتل، اولادونو يې ورمېږونه کاږه کړي ول، د موټر د شا له شيشې يې آسونو ته کتل… د ونو غوټه راغله، آسونه ورک شول.

سوزان مخ واړاوه، د موټر د عقب نما په آيينه کې يې د خپل پلار وړو سترګو ته وکتل، ورو يې وويل:

_پلاره! نيکه دې څنګه سړی و؟!

سړي وخندل:

_څنګه دې يودم زما نيکه ذهن ته  درغی؟!

_هسې!

_زما نيکه ستا د مور د نيکه غوندې کشيش نه و چې ټول عمر په کليسا کې تېر کړي.

د لارا  ټنډه تروه شوه:

 _ته بايد زما نيکه ته احترام وکړې!

سړي وخندل:

_ما خو کومه بده خبره نه ده کړې!

غلی شو، په خوند يې وويل:

_اه! برېتانيې ته د ډېوېډ جونز خدمتونه نه شو هېرولئ! پوهېږئ! نيکه مې په برېتانوي هند کې ږېره سپينه کړه. پوره  څلوېښت کاله يې ملکې ته خدمت وکړ!

سوزان وويل:

_مډال مې يې وليد.

سړي په بېړه ور وکتل.

سوزان وويل:

_نن  سهار مې په زېر زميني کې  يو صندوق  وموند….

سړی په خبره کې  ور ولوېد:

_هلته يوه زړه کتابچه هم وه.

_هو! راسره را وامې خيسته.

سړي وخندل:

_ښه دې وکړل، خو پام ورسره کوه.

ټام وويل:

پلاره! تا لوستې ده؟!

_هو! خو کلونه مخکې، سم مې نه دی په ياد! تاسو  يې ولولئ! پر خپل غور نيکه به افتخار وکړئ!

*   *    *

د کشتۍ پر غولي ګڼ موټر ولاړ ول. سمندري مرغانو خپل اوږده، سپين وزرونه  باد  ته ور کړي  ول… هوار تلل.

سوزان د کشتۍ اوسپنيزې کټارې ته ودرېده، د سمندر اوبه ارامې وې، کله کله به د نجلۍ ژېړ، اوږده وېښته دهغې ښۍ سترګې ته راغلل،  ګوتې به يې ترې لاندې کړې، تر غوږ به يې واړول.

 کشتۍ ورو تله، شاته يې د سپينو ځګونو ليکه پاتې کېدله…. سوزان مخ واړاوه. پر مخامخ اوږده څوکۍ يوه جوړه ښکارېدله. ځوانې نجلۍ د هلک پر زنګون سر ايښی و، هلک د  نجلۍ په  ژېړو وېښتو کې ګوتې تېرولې.

د ټام غږ يې واورېد. دا يې د کشتۍ سالون ته د خوراک له پاره ور بلله. ورغله، د کاچوغو او پنجو ټکا خته…ګڼ کسان ناست ول، ډېرو يې تنګي سترګې او پيتې پوزې درلودې، د چين، جاپان او کوريا سيلانيان ول.

سوزان مېز ته نږدې څوکۍ وښويوله، کېناسته، سره کړې غوښه يې خوښه نه شوه، له ګارسونه يې د  ترکاري سوپ را وغوښت.  ډوډۍ يې وخوړه، کوټې ته لاړه. پر کټ پرېوته، د کمپيوټر له بکسه يې د خپل غور نيکه کتابچه را وايسته.

بغدادي پير

ډېوېډ جونز

د مطالعې ګروپ يې ولګاوه، ځای ځای پاڼې يې واړولې، مسلسل تاريخونه يې نه درلودل، کله کله به د يوه او بل ياداښت تر مينځ مياشتې او ان کلونه وتلي ول.

بېرته لومړۍ پاڼې ته راغله،  د سوزان  غور نيکه ( ډېوېډ جونز ) ليکلي ول:

برېتانياوي هند_ لاهور_  ١٩١٩ م کال _د فبروري اووه ويشتمه:

 _نا ارامه يم، کيسه مالومه ده، غرمه مې هندي شراب وڅښل، ښه نه ول، پر زړه مې ترخې اوبه را اوښتې…نيم سات مې په تشناب کې تېر کړ، بې ګټې و، اخير مې د مېلمستون زړې خدمتګارې ( راني ) ته ور غږ کړل، له جارو سره راغله، ګېډې ته مې غبرګ لاسونه نيولي ول، له درده تاوېدم، ډاکټر مې راوغوښت، راني د باندې ووته، شېبه وروسته يې يو کوچينی خيرن بوتل راته ونيو. ويې ويل چې يوناني دوا ده، د نس تاو به دې ښه کړي.

يو خرپټ شنه رنګه پوډر  مې له اوبو سره تېر کړل، د راني خبره سمه وه، سات وروسته مې د نس چونګاری ودرېد.

ماسپښين يو عسکر راغی، سلامي يې ووهله، يو کاغذ يې راته ونيو. حيران شوم، چانسلر  لاهور ته راغلی و، عاجل يې غوښتی وم. په بېړه مې پر ځان اوبه تيرې کړې، ژمی دی، خو اوبه تودې لګېدې، دريشي مې واغوسته، پر کوټ بند ايښې شپو خولۍ ته مې لاس ور وغځاوه، د باندې په څلورو آسانو پسې تړلې ګاډۍ ولاړه وه.

ور وختم، د لاهور بازار له ګڼې ګوڼې ډک وو، د هندې تېزو مصالو بوی ته. ګاډۍ يوې تنګې کوڅې ته ور ننوته، له آذانونو سره د پايزېبونو د شرنګا غږونه ګډ ول. څوک جوماتونو ته تلل، څوک درمسالونو ته روان ول، چا  د رقاصو ننداره کوله….

ګاډۍ يوې پخوانۍ کلا ته ننوته. دا  کلا په لاهور کې د انګرېزانو لوی مرکز و. اوږدې کوټې ته ورغلم، له پوځي منصبدارانو ډکه وه. د چانسلر ډبل، اوږده برېتونه ځړېدلي ول. خولۍ مې د سلام په دود له سره کښته کړه، پر اوږده مېز پورې جوخته څوکۍ مې راکش کړه، کېناستم. د څنګ ملګري البرټ ته مې کتل، اوږې يې پورته واچولې، لاهور ته د چانسلر د ناڅاپي راتګ په  علت نه پوهېده.

چانسلر  په برېټانوي هند کې د سر سړی و، ما ډېرې ناستې ورسره کړې وې، خو تر دې دمه مې دومره  نا آرامه  نه و ليدلی.

مايې لاسونو ته وکتل، پنډې، سرې ګوتې يې لړزېدلې…چانسلر ودرېد، غاړه يې صافه کړه، ويې ويل:

_د افغانستان له حالاتو خبر ياست؟!

ټول غلي ول، البرټ ودرېد:

_هو صېب! پاچا حبيب الله خان يې د لغمان په کله ګوش سيمه کې وواژه.

غلی شو.

چانسلر وويل:

_همدومره؟!

_نه! څه موده مخکې يې زوی امان الله  خان پاچاهي اعلان کړه.

_د امان الله خان په اړه څومره معلومات لرې؟!

البرټ بله خبره ونه کړه!

چانسلر د تنباکو له پاڼو جوړ، پنډ سګرټ ولګاوه، له خولې يې سپېره لوخړه راووته، يودم يې چيغه کړه!

_اېشورام چېرته دی؟!

دروازه خلاصه شوه، انګرېز پوځي سلامي ووهله، په زوټه  يې وويل:

_صېب! اېشورام همدا اوس را ورسېد، خو نېغ تشناب ته لاړ.

البرټ ته مې وکتل، لاندينۍ شونډه يې په غاښونو کې ټينګه نېولې وه، ګېډه يې پورته پورته غورځېده، په مخ کې يې راټولې شوې وينې وپوهولم چې  خندا يې په ډېره سخته کابو کړې ده.

نورو ته مې وکتل، ټولو جدي څېرې نيولې وې.

اېشورام راغی، خو  چانسلر  د دمې جوړولو وخت ورنه کړ، له هغه  يې وغوښتل چې خبرې وکړي.

 اېشو رام مې پېژانده،  هندو و، خو صافه پښتو يې ويله، ده په  کابل کې  د يوناني طب کاروبار کاوه، خو په اصل کې يې د برېتانوي هند تنخوا خوړله.

اېشورام وويل:

_زما دوکان د کابل مراد خانې ته نږدې دی، څو ورځې مخکې پر سپين آس يو سپور ځوان راغی، ځوان ښايسته ښکارېده، غټې سترګې، سپين مخ او نري برېتونه يې لرل، ورنږدې شوم، امان الله خان  له ګارډ  او عسکرو پرته يواځې راوتلی و، له تېکي راوتلې توره يې لمر ځلوله…. خلک خبر شول، دوکانونو ته قلفونه ور ولوېدل، ارته ميداني له سلګونو يا هم زر ګونو کسانو ډکه شوه.

ځوان پاچا ناره کړه، اولس يې د خپلواکۍ اخيستلو ته را وباله، ده يو سر لوړی، آزاد او پرمختللی افغانستان غوښت….په خبرو کې يې زور و، خلک يې د انګرېزانو پر ضد پاڅون ته رابلل….

اېشورام شل دقيقې خبرې وکړې، کېناست.

چانسلر له جېبه يو کاغذ را  وايست.  امان الله خان برېتانوي حکومت ته ليکلي وو چې افغانستان بايد د يوه خپلواک هېواد په توګه  په رسميت وپېژني.

وروسته يې د ناستو کسانو نظر وغوښت. ټول په يوه خوله ول، د امان الله خان ليک يې هسې باټې وګڼلې، ويې ويل چې يو کمزوری پاچا د برېتانيا د لويې امپراتورۍ پر وړاندې هېڅ هم نه دی، دا ماشوم بې  ارزښته  وګڼئ، همداسې يې پرېږدئ، د ليک ځواب مه ورکوئ، خو اېشورام قناعت نه کاوه، ويې ويل چې له امان الله خانه وېره په کار ده، ما تر دې پخوا په يوه افغان کې هم داسې د آزادۍ شور  او له  انګرېزانو دومره ډېره کرکه نه وه ليدلې.

سوزان کتابچه کېښوده، تشناب ته لاړه. مخ ته يې څو لپې اوبه ور واچولې، بېرته پرکټ اوږده وغځېده، پاڼه يې واړوله:

برېتانوي هند_ لاهور_ ١٩١٩ م کال_  د  اګست  لسمه:

_د شپې يوه بجه ده، ويښ يم، اعصابو مې کار پرېښی! يوه ځوان پاچا څنګه يوې لويې امپراتوري ته ماتې ورکړه! زړه ته مې نه لوېږې، خو واقعيت دی، موږ په څو جبهو کې مات شوو، تش لاس خلکو توپونو او طيارو ته  غېږې ورکړې، ترپ، پر ځمکه يې را وويشتل. سخته ده! لويه برېتانيه يې وشرموله.

برېتانياوي هند_ لاهور_ ١٩١٩ م کال_ د سپټمبر  دوه ويشتمه!

_سهار په خړه تليفون راغی، چانسلر ور وغوښتم. نيم ساعت وروسته يې راته وويل چې بار او بستره دې وتړه. له څو نورو کسانو سره به کابل  ته ځې!

دې ناڅاپي سفر ته نه وم تيار، خو د چانسلر تريو تندي وپوهلم چې اضافه خبره مې په ګټه نه ده. چانسلر  راته وويل چې په کابل کې  زموږ  د يو څو کسانو موجوديت ضرور دی.

  سل زړونه مې سره وتړل، ناروغي مې بانه کړه، ور ته ومې ويل، چې که امکان ولري، بل څوک ولېږه، خو قناعت يې ونه کړ، دی پوهېده چې دې  ماموريت ته تر ما بل غوره کس نه شي موندلای.

 زه د برېتانوي هند په ټولو سيمو کې ګرځېدلی وم، د خپل پنځه دېرش کلن ژوند څوارلس کاله مې د برېتانوي  هند په استخباراتو کې تېر کړي ول،  له بنګاله را نيولې، د ايران تر سرحده بلد وم، شپږ کاله مې له شاه حبيب الله خان سره په دربار کې د مشاور وظيفه درلوده، د افغانانو خوی، رواج، ښه او بده را مالومه وه، په پښتو مې صافې خبرې کولای شوای. له قوارې هم  انګرېزانو ته نه پاتې کېدم. مور مې ايټالياوۍ وه، د افغانانو غوندې رنګ يې درلود، تورې سترګې او تور وېښته مې له  موره وړي ول.

کابل_ ١٩١٩ م کال_  د اکتوبر څلورمه:

_پرون يې راته وويل چې  له غازي امان الله خان سره  به سبا په لسو بجو ګورئ، خو البرټ راياده کړه چې افغانان وخت ته ارزښت نه ورکوي، د سهار ناشتا مو په کراره وخورئ! .

البرټ تک سور، چاغ سړی دی، سره ډبل برېتونه لري، په خوراک  ډېر وخت  تېروي، ستمی يې خېژي.  له هرې ګولې خوند اخلي. خو زموږ د سفر بل ملګری څلور هډوکي خوار بوډا دی. که يې د بدن غوښه ترې وتراشې ، نو په تول  څلور  کېلو نه نه ترې جوړېږي، خو پزه يې تر اندازې زياته اوږده ده، ډېر نه خاندي، خو کله چې وخاندي، پورتنۍ شونډه يې په پزه کې ورکه شي.

يوولس  بجې ارګ ته ورسېدو، يو په ونه لوړ دريشي کړی ځوان راغی، موږ يې يوه لوی سالون ته رهنمايي کړو، بخښنه يې وغوښته، ويې ويل چې پاچا په لسو بجو ورغوښتي وئ، خو  تاسو ناوخته راغلئ، پاچا  له يوولسو  تر دولسو بجو پورې له ځينو قومي مشرانو سره ګوري.

ځوان غلی شو، ويې ويل:

_ پاچا د ماسپښين  له لمانځه وروسته بله غونډه لري. خو زه به احوال درته راوړم، شايد د ډوډۍ پر وخت  مو ور  وغواړي.

ځوان له سالونه ووت.

البرټ وويل:

_له ساده سړي سره نه يو مخامخ.

حيرانې سترګې مې ور  واړولې.

البرټ وويل:

_په اسيايي هېوادونو کې مې ډېر پاچاهان ليدلي دي، خو دا سړی

( امان الله خان ) لومړنی پاچا دی چې وخت ته ارزښت ورکوي.

يوه خدمتګار له شيدو ډک ګېلاسونه او کولچې راته راوړې. له کړکۍ مې د باندې وکتل، د ارګ لوړ، ډبرين دېوالونه پاک ول،  يوه بوډا له نري سړک څخه د ونو ژېړې پاڼې جارو کولې….

 ارګ مې پخوا هم ليدلی و، خو دومره پاک نه ښکارېده.

د باندې ووتم. سوړ باد لګېده، په چمن کې د ګچو سپينې ليکې تېرې وې. پورته مې وکتل، د شير دروازې د غره پر څوکو د واورې نری پېروی پروت و.

 سګرېټ مې ولګاوه. د جارو غږ نږدې و. يوه شېبه ودرېدم، د مني لمر ته مې په سختۍ هډونه تاوده شول، نيم سوخته سګريټ مې په چمن کې واچاوه، تر ډېره مړ لوګی ترې خوت.

بوډا راغی، نيم سوخته سګرټ يې ور پورته کړ، په جارو شويو پاڼو کې يې واچاوه.

بوډا ته مې وويل:

_په چمن کې يې دا سپينې ليکې  ولې جوړې کړې دي؟

بوډا را وکتل، څه يې ونه ويل، لاړ، د ګل  تر بوټي لاندې لوېدلی کاغذ يې ور واخيست، بېرته راغی، کاغذ يې په لاسي کراچۍ کې واچاوه، ويې ويل:

_پاچا امر کړی چې د نيالګيو د اېښودلو  له پاره  کتار  کندې وکيندئ.

ومې ويل:

_خو نيالګی د حوت په مياشت کې اېښودل کېږي!

بوډا وخندل:

_خو پاچا بل څه وايي. وايي چې يو خو به کار تيار وي، بل دا چې د ژمې واورې او يخونه به د کېندل شويو کندو خاوره نوره هم پسته کړي. پسته خاوره د نيالګيو ودې ته ښه ده.

_نو پاچا مو په باغوانۍ پوهېږي؟!

بوډا وخندل:

_پاچا په ډېرو شيانو پوهېږي، کم کتابونه خو نه لولي.

ومې ويل:

_ته له څه وخته راهيسي دلته په ارګ کې يې؟!

بوډا وويل:

_په ښار کې مې سوالګري کوله. پاچا موټر راته ودراوه، خواست يې نه و خوښ، ورته ومې ويل چې نو څه وکم! لس- يوولس  عياله راپسې دی، ډوډۍ غواړي. بس! دلته يې راوستم.، کار مې اسانه دی، د سړکونو په جارو کولو کې پياوړی يم. د مياشتې په اخير کې تنخوا راکوي، تر بسه هم پسې تېره ده.

بوډا  کراچۍ ټېله کړه، وچې پاڼې يې ورسره يو وړې.

بېرته سالون ته ورغلم. پنځه کمې دوولس بجې مې ځينې غږونه واورېدل، تر کړکۍ مې ور وکتل، له مخامخ  ودانۍ ګڼ کسان را ووتل، تورې او سپينې پګړۍ يې تړلې وې. يو تک سپن مخ مې وليد، ودرېدم،  امان الله خان مې په لومړي ځل ليد، ليرې و، خو غټي سترګې  او تور برېتونه يې واضح ښکارېدل.

پاچا  له ټولو څخه په غېږ خدای په اماني واخيسته، څو کسان يې پر لاسونو ور ټيټ شول، خو پاچا خپل لاسونه شاته ونيول، د لاسونو ښکلول يې نه خوښېدل.

ډله له ارګه ووته. ځوان راغی، موږ يې له امان الله خان سره ليدو ته و وبللو. ځای ځای پر نري، تازه جارو شوي سړک شنه لانده  نصوار پراته ول.

اوږد دهلېز ته ور ننوتو، له مخامخ کوټې يو غږ راغی:

 _دوی بايد خپل شخصيت ته درناوی ولري، زه عادي انسان يم، ضرور نه ده چې زما لاسونه ښکل کړي.

رهنما ځوان دروازه وټکوله. کوټه وړه وه، امان الله خان او يوه بل په عمر پوخ سړي لاسونه راکړل. پر څوکيو  کېناستو. البرټ د ناوخته را تلو په خاطر بخښنه وغوښته. پاچا په عمر پوخ سړی معرفي کړ، د پاچا خسر او د دفتر مشر   محمود طرزي و.

البرټ د چانسلر ليک ورته ونيو، په ليک کې له شاه امان الله خانه غوښتل شوي و چې د مناسباتو د ساتلو له پاره د دوی څو کسانو ته په کابل کې د اوسېدو اجازه ورکړي. پاچا ليک ولوست. وروسته يې اوږدې خبرې وکړې، ده د برېتانيې په شمول له ټولو هېوادونو سره متقابلې دوستانه اړيکې غوښتې… بيا يې د برېتانيې ملکه په دروند نوم ياده کړه، ويې ويل چې دواړه خپلواک هېوادونه د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې له يو بل سره ډېره همکاري کولای شي…خو  شرط يې دا دی چې برېتانيه بايد افغانستان د يوه خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژني.

پاچا نيم ساعت خبرې وکړې، په  خبرو کې يې د خپلواک افغانستان نوم ډېر ياداوه، خو د (خپلواک)  ټکي زما زړه خوړ.

دې سړي يواځې څو مياشتې مخکې د برېتانيې امپراتورې ته ماتې ورکړې وه، ډېر  انګرېزان يې تر تېغ تېر کړي ول، خپلواکي يې اخيستې وه… خو اوس يې په خبرو کې  کرکه نه ليدل کېده، خبرې يې تودې او له مينې ډکې وې.  دی د خپل هېواد د اقتصاد په فکر کې و.

شل کمې  يوه بجه  ډوډۍ راغله، د وريژو په مينځ کې  لږه  غوښه ايښې وه، خو ما د ده د پلار دسترخوان هم ليدلی و ، پر مېز به د لوښو ځای نه کېده.

امان الله خان دوه ځله دېوالي ساعت ته وکتل، خو البرټ لا خبرې کولې…پر پښه  مې يې د بوټ څوکه ور کېښوده، خوله يې بنده شوه.

د خدای په امانۍ پر وخت مو پاچا ته لاس ورکړ، لاس يې تود او له انرژۍ ډک راته واېسېد.

 په وره کې مې نوک ونيو، شاته مې وکتل، امان الله خان په يوه پنډه کتابچه کې څه ليکل.

پېښور ته د بېرته  تګ له پاره طياره دوې ورځې وروسته راتله. موږ يې بالاحصار ته بوتلو. يوه پاکه کوټه يې راکړه. له کړکۍ مې د باندې وکتل، تر بالاحصار لاندې ګڼ کورونه پراته ول، د پل خشتي د جومات ګمبدې  لمر ته ژېړه لمبه کوله. ليرې د ارګ هسک دېوالونه ښکارېدل، ور ها خوا پراخه ساحه شنو لوخو نيولې وه.

بېرته پر کټ کېناستم.

جورج وويل:

_له دې سړي ( پاچا ) وېره  په کار ده.

مخ مې ور واړاوه.

جورج وويل:

_له هوښيار دښمنه ووېرېږه! دا سړی په هند کې هم ستونزې راته جوړولای شي.

البرټ وخندل:

_دومره يې هم مه لويوه!

جورج وويل:

 _د پاچا په سترګو کې مې يوه ځلا ولېده، له خپلواکۍ د خوند اخيستلو ځلا! ښه به دا وي چې د برېتانيې حکومت يې په رسميت وپېژني، که نه نو فکر نه کوم چې په اوسني افغانستان دې قناعت وکړي، څه وخت وروسته به يې  خبره  تر اټکه وي.

ومې ويل!

_زړونه مو غټ ونيسئ! تر هغه وخته پورې به ونه رسېږي.

دواړو راته وکتل.

ومې ويل:

_د اوس له پاره تر دې ډېر څه مه رانه غواړئ!

البرټ وخندل:

_نو ته په خپلو ملګرو هم بې باوره يې؟!

جورج وويل:

 _البرټه! خپل وخت مه ضايع کوه! ډېوېډ جونز د استخباراتو مامور دی، تر اوسه به يې له چانسلر او ملکې پرته، خپلې مور ته هم رښتيا خبره نه وي کړې.

سوزان  بله پاڼه واړوله. ډېوېډ جونز  دوه کاله وروسته تاريخ ليکلی و.

برېتانوي هند_ کلکته_ ١٩٢٢ م کال_  د مارچ يوولسمه :

_نه وم،  دوه کاله مې په لندن کې تېر کړل، تېره اونۍ کلکتې ته راغلم، د ياداښت کتابچه مې همدلته پرېيښې وه.

ورک يې که! څه وليکم، ماغزه مې اېشي، هغه وطن  ( افغانستان ) مو په رسميت وپېژاند چې داخلي او خارجي سياست يې زموږ په واک کې و،  خو چاره نه وه. حالات تر دې نور هم سختېدل، په قبايلې سيمو کې خلک را پاڅېدل، لوی تاوانونه يې را ورسول، ملکه مجبوره شوه  چې  د هنري ډابس په مشری کابل ته يو لوړ رتبه  هيئت ور ولېږي. ډابس له شاه امان الله خان سره  رسمي تړون لاسليک کړ،  دافغانستان  خپلواکي او حاکميت په رسميت وپېژندل شو.

خو کاشکې يواځې افغانستان وای،  په راجستان، کشمير، کوټه… کې هم ځينې قبيلې را پورته شوې دي، دوی زړور نه ول،پوهېدل چې  پر برېتانيې وار د زمري زړه غواړي، خو له امان الله خانه يې زده کړل، اوس امان الله خان ته په ټول هند کې د آزادۍ  د سمبول په سترګه کتل کېږي، په جومات، مندر او کليسا کې د افغانستان د ازادۍ خبرې تودې دي. دې سړي ډارن خلک زړور کړل، اوس د ډېرو زړونو ته  لوېدلې چې له برېتانيې خپلواکي اخيستی شي.

اه! که دا سړی ( امان الله خان )  تر ستوني ونه نيسو، نو  هند مو  له لاسه  وتلی بوله.

کابل _١٩٢٣ کال_  د می اتمه.

_د تېرې يوې مياشتې ياداښتونه!

په رڼو اوبو کې مې ګوتې ننه ايستې، اوړی او دومره سړې اوبه؟! له پورته پاخه توتان راغلل، لپه مې ډکه کړه، اوبه مې  له توتانو سره  تېرې کړې، سړې اوبه او خواږه توتان! تر دې دمه مې داسې خوند نه و څکلی.

 سر مې هسک کړ، تر شنو ونو پورته د پغمان د غره څوکې لا سپينې وې.

هينګاری راغی، ور ومې کتل، موټر ته کتار خرې ولاړې وې. ورغلم، سړک تنګ و، موټر مې څو ځله شاته او مخته کړ، ايله د خرو د تېرېدولاره پيدا شوه. خو بيا هم د يوې خرې  ربړي ځولۍ د موټر  د څنګ  شيشه کږه کړه.

بېرته د رڼو اوبو پر ژۍ کېناستم، څړپ شو، د خرې اوربوز  په اوبو کې ننوت.

يو غږ مې واورېد:

_ټينک يو( مننه) .

شاته مې وکتل، يوه بوډا خړه خره له پړي نيولې وه،  راته موسک و.

بوډا وويل:

_پرنګی، پرنګی؟!!!!!

حيران شوم، د امان الله خان د پاچاهي په دې څلور کاله کې ډېر بدلون راغلی و، زما په څېر شپو خولۍ، نېکټايي او دريشي ډېرو دولتي مامورينو درلودې، څېره مې هم د دوی غوندې وه،  نو دې کليوال او  ساده سړي له کومه وپېژندلم؟!

ومې ويل:

_څنګه وپوهېدې چې زه انګرېز يم؟!

دا ځل د بوډا سترګې رډې راوختې، په خوند يې وويل:

_ته خو سمه پښتو وايې!

غلی شو، موټر ته يې اشاره وکړه،ويې ويل:

_د موټر پر دروازه دې  د پرنګيانو د شاهي حکومت  نښه ده.

_اه! دهقان سړی او دومره مالومات.

ومې ويل:

_له کومه پوه شوې.

سړي وخندل:

_د پاچا سيوری دې خدای  زموږ له سره نه ليرې کوي، ټولو کليو ته يې مالمين را لېږلي، وړو، زړو ته درس وايي، ايله د لمانځه په مانا وپوهېدو، ليکل  او لوستل مو زده کړل، ستاسو د بيرغ عکس او د حکومت نښه مې هم  په يوه کتاب کې ليدلې وه.

سړي د خرې له ځولۍ لنده ټوټه ليرې کړه،  ويې ويل:

_نازک بدنې مڼې دي، ښار ته يې د خرڅلاو له پاره وړم.

دوې مڼې يې راته ونيولې، د خرې پړی  يې کش کړ، بېرته سړک ته وخوت.

  يوه مڼه مې په اوبو کې ووهله، خرپ مې ترې وايست. موټر ته ور وختم، وېره نه وه، دې خلکو د پاچا په يوه امر تورې راپسې را واخيستې، خو په بل فرمان يې د خولې ګوله راسره جلا کوله!  سوله وه، په سوله کې خلک زموږ په وينو پسې نه ګرځېدل.

 مخکې لاړم، يو ځای پخه ودانۍ جوړېده. موټر مې همالته ودراوه. د لرګي وړه لوحه مې ولوسته، ليکلي و: (( طاق ظفر_ د استقلال څلی )).

ورغلم. ګڼو کاريګرو کار کاوه. يو دريشي کړی ځوان لاس راکړ، په بل لاس کې يې کاغذ و، له ليکو يې وپوهېدم چې د منار نخشه ده.

 يوه ماشوم د لرګي څوکۍ راته راوړه، کېناستم، ځوان هم د موټر له نښې پوهېدلی و چې د برېتانيې په سفارت کې کار کوم. نور يې هم خبر کړل.

د يوه ماشوم  تندی سره ورغی:

_اوف! پرنګی کافر.

خو يوه کاريګر سپک کړ، ويې ويل چې مېلمه دی.

د منار پوښتنه مې وکړه، دريشي کړي ځوان وويل، چې د پاچا په امر د آزادۍ څلی جوړوو.

دې ټکي يوه مانا لرله، له انګرېزانو آزادي، خو دا ځوان په نزاکت پوهېده، د انګرېز نوم يې زما د غرور د ماتېدو په خاطر وانه خيست.

ځوان ته مې وکتل:

_له پاچا ډېر خوشاله ياست!

ځوان وخندل:

_له داسې چا به ولې نه يو خوشاله چې ان زموږ د کور د مصارفو فکر هم  ورسره دی.

په حيرانۍ مې ورته وکتل.

ځوان وويل:

_ګوره! په لاس کې نيولې پياله دې يو ساده مثال دی!  په موږ کې مېلمه سپېرې شونډې نه پرېږدي، يو چا به پور کاوه، خو مېلمه ته به يې  شيدې، وچه يا تازه مېوه  يا کتغ تياراوه. افغانان نيستمن خلک دي، دې سړي فکر وکړ، تجاران يې تشويق کړل، په لومړي ځل يې دې وطن ته چای را ووړ. هم ارزانه دي، هم دود بايده پر ځای کېږي او هم د صحت له پاره ګټه لري. پخوا به خلکو د سيندونو او ويالو اوبه څښلې،  د ډېرو معدې به خرابې وې، خو اوس اوبه جوش کړه،لږ چای ور واچوه، هم خپله ستړيا پرې ليرې که، هم د مېلمه پرده وکه.

ډله ماشومان راغلل، له ټوټو جوړې ډکې کڅوړې پسې زنګېدلی. يو لس، يوولس کلن ماشوم نږدې راته کېناست، د کڅوړې پوښتنه مې ترې وکړه، لنډ يې راته وويل چې د مکتب کتابونه دي.

يو کتاب مې را واخيست، په لومړيو دوو مخونو کې يې حمد او نعت شريف ليکلي وو، درېيم او څلورم مخونه يې د آزادۍ په اړه ول…    نورې پاڼې مې واړولې، ساده ژبه يې درلوده، څو مخه د وطندوستۍ خبرو ډک کړي ول، بيا د افغانستان د دوو- دريو  ولاياتو په اړه لنډ مالومات وو. وروسته د يوالي او اتحاد په  باره کې يوه کيسه راغلې وه، بيا د پاکو اوبو د اهميت په اړه يو ساده شعر و….

دا کتاب يواځې يو کال مخکې چاپ شوی و.

کڅوړه مې وکته، دوهمه سيپاره، ديني ښوونه،  حساب… د خطاطۍ د مشق لرګينه دړه. نی، رنګ…پکې پراته ول.

په زړه کې را تېره شوه:

_ ډېوېډ جونزه بچو! څومره چې وخت تېرېږي، په هماغه اندازه به  د دې خلکو غلطېدل ګران کار وي.

ماښام سفارت ته راغلم. د سفير ټنډه تروه وه، ويې ويل چې په جلال آباد کې يې هغه په زرګونه اخبارونه سوځولي دي چې له برېتانوي هنده کابل ته راتلل.

علت مې وپوښت. سفير  په تليفون کې له محمود طرزي سره غږېدلی و، هغه ورته ويلي و چې په دې اخبارونو کې ډېر داسې مضامين راغلي دي چې زموږ په خلکو کې مذهبي نفاق خپروي او د افغانستان ملي حاکميت او آزادۍ ته  زيان لري.

سفير د محمود طرزي له خولې را ته وويل چې له دې وروسته به د ډيورنډ پر کرښه  هغه اخبارونه او مجلې چاڼ کېږي چې له برېتانوي هنده دې وطن ته راځي.

 کوټې ته لاړم. ستړی وم، خو ما بايد د ورځې را پور ليکلی وای. يواځې زه نه وم، په کابل ښار کې دوو سوو کسانو وظيفې درلودې چې د هرې طبقې نظريات مالوم او سفير خبر کړي. په دوی  کې انګرېزان کم ول، زه او څلور نور هغه کسان چې ژبه  يې زده وه او څېرې يې افغانانو ته پاتې کېدلې. نور هغه افغانان ، هندوان او سکان ول چې د مالوماتو په بدل کې يې له سفارته پيسې اخيستې.

ستړې ورځ، ارام خوب لري، تر سهاره ويده وم. جومه وه. ولمبېدم، افغاني جامې مې واغوستې، جګه شمله مې ودروله، د شور بازار تنګو کوڅو ته ورغلم. دوکانونه له مختلفو اجناسو ډک ول، د لوښو يوه لوی دوکان ته ودرېدم، د روسيې ساخت له پتنوسونو، چايجوشونو… چاينکو ډک وو. يوه ښکلې ميناتوري شوې پياله مې را واخيسته، روسۍ وه. دوکاندار ته مې وويل:

_لاهوري کاسې مې په کار دي.

دوکاندار وويل:

_ پخوا خو مو سترګې تړلې وې، فکر مو کاوه چې هر څه په لاهور او ډهلي کې دي،  خو پاچا دې خدای تر  ډېره راته ژوندی لري، په تجارت يې وپوهولو، له نورې دنيا سره يې بلد کړو، له سفيرانو سره يې کېنولو… زما په څېر ګڼ نور تجاران په کال کې دوه- درې ځله ايران، ترکيې او روسيې ته ځي، هلته خريداري کوي، تر لاهوره په کمه بيه، ښه جنس په لاس راځي.

پياله مې واخيسته، د غاليو خرڅولو کوڅې ته ور وګرځېدم، يو چاغ ترکمن په بيړه د لرګي چوکۍ راته سمه کړه. دوکان له رنګارنګ غاليو ډک و.  سړي څو غالۍ سره واړولې، يودم يې ناره کړه!

_اقچه يي، کندوزي، بشيري، مور، خرسک….کومه قالينه غواړئ؟

غلی وم.

سړي د قالينو د رنګ، جوړښت  او کيفيت په اړه  اوږدې خبرې وکړې….

ومې ويل:

_پر هاغه نورو قالينو مو ولې سپينه ټوټه هواره کړې ده؟!

سړي وخندل، چوخۍ سترګې يې  لا پسې تنګي شوې، په خوند يې وويل:

_هغه به دې نه شي خوښې، خارج ته ځي.

حيران شوم.

سړي سپينه توټه ليرې کړه. ويې ويل:

_موږ  ( افغانان ) سرې غالۍ خوښوو، خو په دې غاليو کې نور رنګونه هم راغلي دي، ګلان او نخشه يې هم فرق کوي.

 يوه وړه قالينچه مې راپورته کړه، د برېتانيې د ملکې عکس پکې اوبدل شوی  و.

سړي وويل:

_کال مخکې يې د غاليو ټول سوداګر وزارت ته ور وغوښتل، درې ورځې يې درس راکړ، پوه يې کړو چې اروپايان څه رنګ او کوم چاپ قالينې خوښوي. يوه جوپه غالۍ مو اروپا ته ولېږلې، ښې پيسې يې راته جوړې کړې، له موږ سره د غالۍ اوبدونکو ګېډې هم مړې شوې.  اوس  مو په مزار، کندوز ، اقچه،  بغلان …کې نوي فرمايشونه ور کړي دي.

ولاړ شوم، ومې ويل:

_وبخښه! زحمت دې وايست، خو څه مې وانه وخيستل.

سړي وخندل:

_که کوم دوکاندار خندا او حوصله ونه لري، دوکانداري دې نه کوي.

ومې ويل:

_دا خو چينايي متل دی.

_هو! موږ کله کله وزارت ته ور غواړي، د تجارتي اجناسو د راکړې ورکړې او اخلاقو په باره کې  راته غږېږي، دا خبره مې هم همالته زده کړې ده. که خدای کول، نو راتلونکی پسرلی ځينې تجاران ترکيې ته لېږي. وايي چې په تجارت کې به نوي څه زده کړی.

له سړي مې خدای پاماني واخيسته، لنډ را تاو شوم، تنګه کوڅه له قفسونو ډکه وه، د مختلفو مرغانو آوازونه تېره لګېدل. يوه دوکان ته ودرېدم، غولی له سويانو او کوترو ډک و، پورته د لرګي ګڼ قفسونه را ځړېدل. يوې مرغۍ ته مې وکتل،  د ستونې سپينې پستې  بڼکې به يې وپړسېدې،  اخيستې  هوا به يې په  خواږه غږ  بدله شوه.

بوډا په بيړه وويل:

_خوښه دې شوه، ارزانه ده؟!

ومې ويل:

_نه.

يودم يې بې غاښونو  خوله خلاصه شوه، په خوند يې وويل:

_ها! خو سم ووايه چې کوتر باز يې!

تر لاس يې ونيولم، تنګ دوکان ته ننوتم، کوترو ته يې اشاره وکړه ، ويې ويل:

_شيرازۍ، چپه پرې، ملاقي، بال سفېد، زردچه…کوم ډول کوترې غواړې؟!

زما ځواب ته ماتله نه شو، يوه سره کوتره يې ونيوله، ويې ويل:

_که د کوترو له ملاقه خوند اخلې، نو تر دې کوترې مه تېرېږه، په هوا کې په يوه سا اوه ځله را اوړي. هو! خو که د نورو د کوترو د نيولو شوقي يې بيا هاغه توره کوتره واخله، يو خو له سېله نه جلا کېږي، بل په هر ځل الوتو خامخا يوه بله کوتره درته راولي.

يوې وړې نجلۍ يو کوچينی پتنوس را ووړ . د بوډا ټنډه تروه شوه، په خشکه (غوسه )  يې وويل:

_ولې مکتب ته نه يې تللې؟!

د نجلۍ خړې شونډې وخوځېدې:

_ناروغه يم، تبه مې ده.

بوډا پتنوس ور واخيست، نجلۍ بېرته له دوکانه ووته.

ومې ويل:

_څه دې ده؟!

بوډا د لرګي په دړه د سنيو دسترخوان هوار کړ، د کاسې له سره يې برغولۍ وښوياوه، په کورتو کې لنده شوې ډوډۍ وه. څنګ ته ايښې بدنۍ يې کږه کړه، پر خړه خاوره خړې اوبه تويې شوې. ماته يې وکتل، د ټنډې ګونځې يې لا سره ننوتې وې. ويې ويل:

_ډوډۍ خورې؟!

_نه.

_نو رڼا را پرېږده.

د دوکان له دروازې څنګ ته شوم.

بوډا د پاستې ژی ور پرې کړه، په ډکه خوله يې وويل:

_وبخښه، دې لمسۍ مې ماغزه را  وخوړل، بانې کوي، پرون  هم مکتب ته نه وه تللې.

ومې ويل:

_خو نه دې ځي!

بوډا برګ راته وکتل:

_تا لکه چې د پاچا فرمان نه دی اورېدلی! مکتب يې پر نجونو او هلکانو جبري کړی.

ومې ويل:

_نو ته د پاچا له وېرې خپله لمسۍ مکتب ته لېږې.

بوډا خپلې خړې ګوتې وڅټلې، ويې ويل:

_د وېرې خبره نه ده، د پاچا نا فرماني ګناه لري.

ومې ويل:

_خو دا نجوني لويېږي، حساب، هندسه او نور کوپري کتابونه به ووايي، ټکری به ليرې کړي، په مکتب کې به نوې نخرې زده کړي….

د بوډا ټنډه تروه شوه:

_ته څنګه افغان يې چې په خپل پاچا باور نه لرې! هغه  چا چې موږ  ته عزت را وباښه، له کوپره يې خلاص کړو، وطن يې آزاد کړ، د هغه په اړه څنګه داسې چټياټ وايې ؟! وځه!

په بېړه له دوکانه  ووتم، د بوډا له غوسې ډک غږ  راپسې راغی:

_د پرنګي جاسوسه!

د سفارت  لاره مې ونيوله. د پل خشتې جومات ته ګڼ شمېر خلک ور  روان ول. د ملا تېره غږ راته، د جومې د لمانځه په خطبه کې يې امان الله خان،د خدای د رحمت سيوری ګاڼه.

درې ورځې له سفارته ونه وتم، ما بايد کلکتې ته مياشتنی راپور  تيار کړی وای، سخته وه، د خپلو جاسوسانو په واسطه ځينې را ټول شوي  مالومات مې  په شفر کې ليکل.

ماخستن مې ليکلی را پور له سره کوت چې د شعبې دروازه له دېوال سره ولګېده، سفير و،  وارخطا ښکارېده، ويل يې چې ارګ ته يې  ور غوښتي يو.

د سفير وارخطايۍ ته حيران شوم، ارګ ته د سفير تګ  کومه نوې خبره نه وه. سفيرانو به په مياشت  کې يو ځل له پاچا سره کتل او د متقابلو اړيکو د ټينګښت، تجارت، فرهنګ، اقتصاد…. په باره کې به يې خبرې ورسره کولې.

 خو د سفير بلې خبرې  چرتي کړم. دا ملاقات د تشويش وړ  راته ښکاره شو. پاچا همدا شپه او همدا ساعت ارګ ته ور غوښتي وو.

ځان مې تيار کړ، نيم ساعت وروسته، زه، سفير او د سفارت يو بل هندو کارکوونکی په ارګ کې وو. موږ يې يوې وړې کوټې ته بوتلو، يوه ځوان چای او څو رنګه وچه مېوه راته راوړه، بېرته د باندې ووت.

سفير وويل:

 _که خبره خرابه وای، دومره يې  نه نازولو.

سفير ته مې وکتل، شنې سترګې يې ځلېدلې.

ومې ويل:

_دومره مه خوشاله کېږه! افغانان په خپل کور کې دښمن ته په درنه سترګه ګوري.

سفير يودم ودرېد، وره ته مې وکتل، پاچا و. پاچا ټولو ته لاس ورکړ، مخامخ راته کېناست.

امان  الله خان مې له څو کلونو وروسته ليد، وزن يې يو څه ډېر شوی و، خو نور هماغسې تک سپين او ښکلی ښکارېده، يواځې غټې سترګې  يې له غوسې ډکې وې.

امان الله  خان  وويل:

_ناوخته دی،وار له واره به د مطلب خبره راواخلم،  الن مايک پېژنئ؟!

ټوخي واخيستم، له خولې مې چايو داره وکړه. پياله مې پر مېز کېښوده.  بخښنه مې وغوښته. ژر مې له جېبه سپين رومال را وايست، د خپلې  کورتۍ د ټټر  پر لنده شوې برخه مې تېر کړ. سفير ته مې وکتل، په لاس کې نيولې پياله يې لړزېدله….

سفير په وارخطايي وويل:

_نه!

_ابراهيم او عبدالله خان څنګه؟!

سفير غولي ته کتل.

پاچا له خپل جېبه يو پاکټ را وايست، خلاص کاغذ يې د سفير مخې ته پر مېز کېښود، ويې ويل:

_له خپلې امضاه خو به نه يې پښيمانه؟!

د سفير سترګې رډې راختلې وې.

پاچا وويل:

_دا درې کسان مو له اسنادو سره ونيول، ستا د سفارت کار کونکي دي، په کتغن کې يې ځينې کسان د نظام پر ضد بغاوت ته هڅول، منفي تبليغ يې کاوه، د عطاالله په نوم يوه خان ته يې دوه ويشت ټوپکه ورکړي ول….

پاچا ودرېد، سفير ته يې وکتل، ورو يې ويل:

_دوه اوياساعته! يواځې دوه اويا ساعته وخت لرې چې له افغانستانه ووځې!

بېرته سفارت ته راغلو، سفير په غوسه و، خو چاره يې نه ليده،  درېيمه غرمه يې تلګراف راته وکړ، ليکلي يې و چې پېښور ته په خير را ورسېدم.

يوه اونۍ وروسته د چانسلر  ليک راغی،  امان الله خان ته  يې ليکلي و چې الن مايک انګرېز دی، دی بايد د برېتانيې د قوانينو له مخې محاکمه شي.

په دوهمه ورځ سفارت ته  له ارګه ليک راغی، مجبور وم چې د ليک محتوا چانسلر ته تلګراف کړم. امان الله خان چانسلر په دروند نوم ياد کړی و، وروسته يې ليکلي و چې افغانستان يو خپلواک هېواد دی، خپل قوانين لري، ښاغلی الن مايک به د دې هېواد د قوانينو له مخې محاکمه شي… تاسو ته دپوره عدل او انصاف ډاډ درکوم.

يوه اوونۍ وروسته محکمه داېره شوه، الن مايک، ابراهيم او عبدالله خان يې په اعدام محکوم کړل. بل سهار  د سفارت په انګړ کې يو تور موټر ودرېد، څلورو افغان پو ځيانو يو تابوت را کښته کړ، ورغلم، د سفارت يوه کارکوونکي د تابوت تخته ليرې کړه، الن مايک د عيسويانو له دود او مذهب سره سم په يوه نوې توره دريشي کې پروت و، نېکټايې ور تړل شوې وه، د کورتۍ د ټتر له جېبه يې سور ګلاب را وتلی و.

دې سړي ته مې څو وارې ويلي وو چې په دې خلکو کې ورو_ ورو کار کوه، دومره تېز مه ځه،  نه يې منله.

ګرمې وه، تابوت مو په هماغه ورځ پېښور ته ولېږه.

مياشت وروسته بل سفير راغی، څلور هډوکي وچ کلک بوډا و، د موږک غوندې وړې سترګې يې درلودې. په  لومړۍ ورځ يې د ټولو شعبو کاغذونه ور وغوښتل، د خدمتګار له خولې خبر شوم چې په څلرويشتو ساعتونو کې يې يواځې درې ساعته خوب کړی.

سهار ته جلسه ونيول شوه، د احتياطي تدابيرو په اړه وغږېدو، موږ پوهېدو چې سفارت د پاچا د مخفي کسانو تر  څارنې لاندې دی.  نوي سفير امر وکړ چې سفارت ته تر يو څه وخته  زموږ هيڅ افغان جاسوس نه شي راتلای.

مياشت ووته، د سفارت  دروازې ته مخامخ په دواړو پښو ګوډ پروت سوالګر، سبزي پلورونکی او په خاورو کې ناست سيک تاويذ ليکونکی ورک شول.

د سفارت کارکوونکي خوشاله وو، ويل يې چې د پاچا شک وخوت، خپل جاسوسان يې ور ټول کړل، تر دې وروسته به سفارت تر څارنې لاندې نه وي، خو د سفير وړې سترګې ونه ځلېدې، ويې ويل چې د  امان الله خان  په اړه يې ډېره مطالعه کړې ده، پام کوئ! پاچا ساده سړی نه دی!

د سفير خبره سمه وه، يوه اوونۍ لا نه وه وتلې چې له ارګه رسمي مکتوب راغی، ليکلي يې و چې د سفارت کارکوونکي حق لري چې په آزاده توګه په ښار کې وګرځي، خو د نجونو د زده کړې په برخه کې د افغانانو د ذهنيت خرابول، زموږ په  داخلي چارو کې ستاسو لاسوهنه ده….

سفير په غوسه و. په هماغه ساعت جلسه ونيول شوه، د سفارت يوه صوفي کارکوونکي  په ماته ګوډه ژبه وويل چې دوې ورځې مخکې يوه سماوار ته ورغلم، ساده کليوال ول، زما هرې خبرې ته يې سرونه خوځول….وخت مې غنيمت وګاڼه، د نجونو مکتب مې را واخيست،  په کوپر او  فحشا مې ختم کړ….

سفير مېز  په سوک وواهه، په غوسه يې  وويل چې د ده له اجازې پرته هېڅوک له سفارته نه شي وتلای!

خو د سفير په دې امر کې زه نه راتلم، زما مستقيم امر چانسلر و، له کلکتې به راته ويل کېدل چې څه کوه او څه مه کوه!

وخت ووت، خو احتياط به مو تر کومه کاوه؟! کلکتې کلنی راپور غوښت، دا راپور په انګلستان کې ملکې ته هم رسېده. چاره نه وه، موږ بايد له ځينو ولايتونو خپل افغان  جاسوسان راغوښتې وای. سفير نه قانع کېده، ويل يې چې سفارت ته د جاسوسانو راتګ، د توپ خولې  ته د هغوی تړل دي….فکر مو وکړ، لاره مو ومونده، د عکسونو  يوه لوی نندارتون له شکه ايستلو.

د افغانستان له خارجه وزارت سره وغږېدو، ويې منله، ويې ويل چې د نورې دنيا له پرمختګ  سره د افغانانو بلدېدل  زموږ په ګټه دي.

وخت ووت، له پېښوره  په سلګونه نوي او زاړه عکسونه را ورسېدل، ټول عکسونه د اروپا له پرمختګه غږېدل.

د سفارت د انګړ دېوالونه مو له مختلفو عکسونو ډک کړل. ارګ او ځينو دولتي ادارو ته مو بلنليکونه ور ولېږل، پر دوکانونو،  نانوايانو، حمامونو… مو واړه، واړه کاغذونه ولګول، په دې کاغذونو کې ليکل شويو لنډو جملو عام افغانان، د عکسونو  درې ورځني نندارتون ته را بلل.

په لومړۍ ورځ ګڼه ګوڼه کمه وه، يواځې له ځينو وزارتونو  يو شمېر دولتي مامورين راغلي ول، خو د دې خلکو په جلبولو کې مو ډېره ګټه ليده، له هر يوه سره به مو خندل…

 پوښتنو يې ستړي کړو، د سفارت کارکوونکو بايد د عکسونو په اړه مالومات ورکړي وای. يواځې د زراعت له يوه مامور سره  مې يو ساعت خبرې وکړې، ده به هر  عکس ته درولم، د تراکټورونو، ترېشرونو، پر ونو ، بوټو د دوا پاشی د ماشينونو… زراعتي کود…په باره کې به يې پوښتنې کولې (( بيه يې څو ده، څه کار کوي! زموږ  دهقان او زراعت ته به څومره ګټور وي؟!  څنګه يې دې وطن ته راوړای شو؟!…)).

د تشناب په پلمه مې ځان ترې خلاص کړ، خو بل ځوان  راته ودرېد، ده يوه عکس ته اشاره وکړه، ويې ويل چې ايا د چرګوړو د ايستلو داسې کوم ماشين به نه وي چې  له برق  پرته کار وکړي؟!

د سفارت نورو کارمندانو ته مې وکتل، تر هر يوه به ډله را  ټوله وه،  د سفارت کارکوونکو  به  د عکسونو له مخې په نړۍ کې د نوي صنعت په اړه خبرې کولې….

حيران شوم، دلته لا څو کاله مخکې دا خبرې نه وې، د پخواني پاچا مامورينو به يواځې د ښه آس، ښه باغ، جنګي زرک، دوهم يا درېيم  واده…په اړه خبرې کولې،  خپل جېبونه به يې ډکول، خو اوس دې خلکوته  نوي  ځوان پاچا د وطن او  پرمختګ مينه ور ښودلې وه.

په دوهمه ورځ د سفارت انګړ له عامو خلکو ډک شو، دوی يواځې عکسونو ته کتل… يو هم نه ور وتو، نه ارزېدل، له دوی سره  وخت تېرولو  ګټه  نه راته کوله.

له پلان سره سم زموږ جاسوسان په درېيمه ورځ راغلل، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چا شک نه اخيست، مخکې بلد ول،  يو- يو د سفارت تر تعمير لاندې  زېر زميني ته کښته شول.

اوږده مېز ته  اتلس کسه کېناستو، څلور موږ او پاتې افغانان ول. سفير په پښتو او دري نه پوهېده، ترجمان يې درلود، خو پاتې دوو انګرېزانو مفهوم ورنه اخيست. سفير لنډې خبرې وکړې، له مېلمنو يې مننه وکړه چې خطر يې ومانه او سفارت ته راغلل. وروسته يې له راغلو کسانو ګزارش وغوښت.

لومړۍ يوه هراتي ملا غاړه صافه کړه، خبرې يې په بسم الله پيل کړې، ويې ويل چې افغانانو ته د ملا هره خبره د منلو وړ ده، ( نه ) نه پکې وايي، خو د امان الله خان په باره کې اور نه اخلي، هېڅ هم نه مني، وايي چې ديوه داسې غازي پر وړاندې به څنګه راپورته کېږي چې انګرېزان يې له وطنه وشړل….

بيا له کندهاره راغلي يوه له رنګه تور خان  خبرې وکړې، ويې ويل چې له ډېرو خانانو او ملکانو سره يې ناستې درلودې، دا يې ورته ويلي چې تېر پاچا به خانانو او ملکانو ته تنخوا او ځينې نور امتيازات ورکول، خو امان الله خان هر څه بند کړل…خانانو ته يې په سپکه وکتل، يو څه ژوندي شئ…خو ګټه يې ونه کړه، يواځې دوه خانان يې يو څه بد بينه کړي دي، نورو ته تر خپلو شخصي ګټو د پاچا ګرانښت او  وطن مهم دی.

وروسته له غزني راغلی يو په ونه لوړ افغان پوځي ودرېد، ويې ويل چې  په يوه کال کې يې  ان  د يوه عسکر نظر هم بدل نه شو کړای، پوځ پاچا ته وفاداره دی، امان الله خان يې تنخوا ور ډېره کړه، په نس يې ماړه ساتي، هېڅ صاحب منصب حق نه لري چې پر خپلو عسکرو  دکور بېګار وکړي….

قاضي پورته شو، په ادارو کې يې د رشوت د مخنيوي په اړه خبرې وکړې، ويې ويل چې مجازات ډېر شوې دي، په تېره يوه مياشت کې يې يواځې په بدخشان کې څلور رشوت خواره قاضيان بنديان کړل…. خلک خوشاله دي، د پاچا پر ضد يوه وړه خبره نه مني….

بيا يوه پکتياوال يوه کيسه را واخيسته، ويې ويل چې پاچا خلکو ته د قناعت ورکولو اجبه ژبه لري. څه موده مخکې له امان الله خان سره يو ځای ته روان وو،  مخکينی  موټر خراب شو، نور موټرونه  و درېدل. دښته وه، لمر تود لګېده. له نږدې کېږديو سپين ږيرې راغلل، کوچيان ول، پاچا ته يې کلکې غېږې ورکړې،  امان الله خان همالته په خاورو کې ورسره کېناست. کوچيانو ته يې وويل چې د مالونو د دواوو په اړه يې له جرمنيانو سره خبرې کړې دي، په لنډ وخت کې به دې وطن ته را ورسېږي، د مېږو، غواوو او پسونو  تلفات به کم شي….خو کوچيانو د پاچا له خبرو سره دلچسپي ونه ښوده…

يوه بوډا په خواره خوله وويل:

_صېب! اورېدلې مو دې چې کوچيانو ته مالمين را لېږئ! که دا نجوني له سبقه ماف کی نو دين او دنيا به دې سمه وي.

پاچا يوې کوچۍ نجلۍ ته اشاره وکړه، نهه، لس کلنه وه، ببر وېښته يې نېغ ولاړ ول، کله چې به پر ځمکه پرتو خوشايو ته ټيټه شوه، د  اوږده خيرن کوچياني کميس لمن  به يې  پورته ودرېده، د پښو لوڅې پونډۍ به يې ښکاره شوې. پرتوګ يې نه و.

پاچا وويل:

_هاغه نجلۍ څوک ده؟

يوه ډنګر کوچي وويل:

_صېب! زما لورکۍ ده!

_څه کوي؟!

_پچې او خوشايي ټولوي.

_مانا ګټه درته کوي؟!

_هو صېب! که زموږ نجوني پچې جارو نه کړي، نو دېګدان سوړ بوله.

پاچا وويل:

_زه له شريعته وتلی کار نه کوم، همدې نجونو ته ټکری ور پر سروم، پرتوګ ور اغوندم، اودس او لمونځ ور زده کوم،  نظافت ور ښيم،  درس ورباندې وايم،  په ژوند يې پوهوم… اوس يې هم ګټې ته ناست ياست، خو غواړم چې ابرومندانه ګټه درته راوړي. په مکتب کې څه بدي ده؟! هه!  اوس به ټوله ورځ د ېوه دېګدان پچي او خوشايي درته را ټول کړي، خو که دا نجلۍ درس ووايي، ډاکتره يا معلمه  شي، وطن به جوړ کړي، د خوشايو پر ځای به تنخوا درته راوړي….

د پکتياوال کيسه لا نه وه خلاصه چې  د سفارت يو کارمند راغی، په وارخطايي يې وويل چې له انګړه ټولو خلکو منډه واخيسته.

 زه او سفير د باندې ووتو، ميدان تش و، يواځې عکسونه باد رپول. عمومي دروازې ته ورغلو، ډله خلک پر يو چا راټول ول. د سفارت د ساتونکې پر څوکۍ ودرېدم. پاچا هسکه شمله درولې وه، په سپينه کندهارۍ غاړه او توره سدرۍ کې ښکلی ښکارېده.

سفير ته مې ځای ورکړ، غړۍ يې اوږده کړه، ويې ويل:

_دا سړی لېونی دی.

د خبرې په هدف يې پوه شوم، ومې ويل:

_نه، لېونی نه دی، پر خپلو خلکو باور لري.

د سفير شونډې وخوځېدې:

_ان د برېتانيې غوندې په امن ملک کې لا  زموږ ملکه هم  له ګارډ او امنيتي چارو پرته د باندې نه شي را وتی، خو

په خبره کې يې ور ولوېدم:

_خو دلته، همدا ملت، د خپل پاچا ساتونکی دی.

سفير په حيرانۍ پاچا ته کتل…

ومې ويل:

_دا يې لومړی ځل نه دی، پاچا کله کله ښار ته راوځي، جوماتونو ته ورځي، له خلکو سره ګوري، په عادي سماوارونو کې چای څښي….

يوه شېبه ودرېدو، بېرته زېر زميني ته کښته شوو. د پاتې جاسوسانو په خبرو کې  هم امېد نه و.

مازديګر مې د طلوع افغان له اخباره مهم ټکي را وايستل، سفير ته مې ور وړل. ده د امان الله خان د نظامنامې انګرېزې ژباړه لوسته. دې نظامنامې دوه اويا مادې درلودې، دا مادې د جلال آباد د لويې جرګې ټولو اته سوه دوه اويا برخه والو منلې وې.

سفير  اشاره راته وکړه، کېناستم، عينکې يې ليرې کړې، ويې ويل:

_امان الله خان د افغانستان په څو زره کلن تاريخ کې په لومړي ځل اساسي قانون ( نظام نامه ) جوړ کړ، ما د ډېرو اروپايي هېوادونو اساسي قوانين لوستي دي، خو دې سړي چې خپلو خلکو ته څومره انساني او بشري حق ور کړی دی، په ډېرو قوانينو کې مې نه دي ليدلي.

سفير غلی شو، عينکې يې بېرته پر سترګو کړې، نظامنامې ته يې وکتل، ويې ويل:

_په دې نظامنامه کې راغلي چې  ټول افغانان برابر حقوق لري، مريتوب منع دی، مطبوعات آزاد دي، هر چا ته بايد د کار او کسب د زده کړې زمينه برابره شي، بېګار ختم دی….

 ما نظام نامه لوستې وه، د سفير خبرې اوږدې، تکراري او ستړې کوونکې وې، خو د نزاکت له مخې مې څه نه ويل.

سفير اوږدې خبرې وکړې، بيا يې ماته وکتل، ويې ويل:

_دا سړی له خپلو خلکو سره څومره په اخلاص چلېږي، ته راته ووايه! کوم پاچا به په خپله، له کوم زوره پرته خپل واک محدود کړي؟! خو امان الله خان دا کار وکړ، ډېر واک يې خپلې کابينې او نورو مامورينو ته ورکړ….

نيم ساعت وروسته خپلې کوټې ته لاړم، د پاچا وروستي فرمانونه مې را واخيستل، تر دې دمه به هندوانو پر خپلو پګړيو  ژېړه پټه تړله چې په اسانۍ وپېژندل شي، خو د پاچا په فرمان کې دا کار اقليتونو ته سپکاوی ياد شوی و، ويلي يې و چې هندوان او سيکان هم  افغانان دي او له دې وروسته له هغو ټولو حقوقو برخمن دي چې نور افغانان يې لري.

په دې فرمان کې دا هم راغلي وو چې له دې وروسته د هندوانو او سيکانو اولادونه په عمومي مکتبونو کې درس ويلی شي….
په دوهم فرمان کې ټولو اقليتونو ته د مذهبي ازادۍ د ورکړې يادونه شوې وه، ليکلي و  چې هر څوک خپل مذهبي مراسم په ازاده توګه تر سره کولای شي….

نور فرمانونه مې ولوستل، د فردي ازادي، تعليم، نظم، پرمختګ او  نورو اصلاحاتو په اړه ول….دا وطن يې له خوارې ورځې ايست.

اوږد وغزېدم، ډېر فکر مې وواهه، د پاچا او  د دې وطن د تخريب لاره مې ونه مونده.

سوزان تر دې ځايه د خپل غور نيکه يادښتونه ولوستل، ګړۍ ته يې وکتل، د شپې لس بجې وې، خو ورور، پلار او مور يې لا د کشتۍ په لوی سالون کې موزيک ته ناست ول، د ګروپ سويچ ته يې لاس ور وغځاوه، تياره شوه، سترګې يې پټې کړې.

*   *    *

سوزان خپل ورور ته وکتل، ټام د وحشي هوسۍ بچي ته نږدې ولاړ و. ورغله، د هوسۍ بچی وترهېد، منډه يې واخيسته، د ټام تندی تريو شو. په خشکه يې وويل:

_ودې وېراوه.

سوزان وويل:

_وبخښه، خو  هوسۍ بېسکيټ نه پېژني.

ټام په ورغوي کې نيولی بيسکيټ بېرته په پاکټ کې واچاوه.

سوزان خپل پلار ته وکتل، په يوه نيکر کې پروت و، ځانته يې لمر ورکاوه.

سوزان بېرته خيمې ته ننوته، د خپلې مور له سره يې بړستن ليرې کړه، ويې ويل:

_خوب خو په کور کې هم کېده.

لارا کېناسته، سترګې يې وموښلې.

سوزان د خپل غور نيکه کتابچه ور واخيسته، د باندې ووته. د اوبو پر ژۍ پر يوه هواره ډبره کېناسته، پورته يې وکتل، په غرونو کې سپېره ځای نه ښکارېده، ټول له ونو ډک ول. اوبو ته يې وکتل، په وړه کيشتۍ کې سپور بوډا له چنګکه ماهی خلاصاوه.

سوزان کتابچه ور واخيسته،  باد نرم و، لمر پوست لګېده. سوزان په کتابچه کې په نښه شوې پاڼه پرانيسته. ډېويډ جونز  ليکلي و:

_ ١٩٢٤ م کال، د اپرېل دوهمه_ برېتانوي هند_ پېښور.

تېرې څو مياشتې مې په مدراس، لاهور او  پېښور کې تېرې کړې، ستړې ورځې وې، حالات له کنټروله وتلي ښکارېدل، د برېتانوي هند په ډېرو برخو کې د انګرېزانو پر ضد خلک را پورته شول، دوی له امان الله خانه د آزادۍ الهام اخيستی و، زرګونه هندوان، سيکان او مسلمانان مو ووژل، خو نه کرارېدل. حملې يې لا تودې وې. اړ شوو، له چانسلر سره مو په ورځو ورځو خبرې وکړې، هره ممکنه لاره مو وسنجوله، خو د افغانستان د خپلواکۍ او چټک پرمختګ څېره مو نه شوای تته کولای.

اخير له برېتانيې څو کسه راغلل، ويل يې چې په برېتانوي هند کې د ځينو مسلمانانو ژوند نور هم پسې تريخ کړئ. دا خبره حيرانوکې وه، خو د راغليو کسانو خبرو له خطر سره سره قناعت راکړ.

 د دې نخشې عملي کولو احتياط غوښت، موږ بايدحالات دومره هم نه وای خراب کړي چې برېتانوي هند ته يې تر ګټې تاوان ډېر وای.

 له پلان سره سم مو په ځينو مسلمان مېشتو سيمو کې کليساوې جوړې کړې، په ځايي اوسېدونکو بده ولګېده، ويل يې چې دلته خو عيسويان نه اوسي…نو…. مظاهرې را ووتې، جوړو شويو کليساووته يې اور ور واچاوه.

دا خبرې مو د برېتانياوي هند په اخبارونو کې لا وپړسولې. د هجرت له پاره تبليغ ته زمينه برابره شوه. زموږ صوفيانو جاسوسانو په هر جومات کې تقريرونه شروع کړل، ويل به يې انګرېز عيسويت خپروي، ښه لاره يې هجرت ده…خو د جهاد نوم به يې نه اخيست.

په دې مو بسنه ونه کړه، په هندوانو او سيکانو کې مو خاص کسان وګومارل، دوی پر هغو مسلمانانو ژوند تريخ کړ چې  په سيمه کې اقليت ول.

هجرت! خو کوم ځای ته هجرت؟! مالومه وه، خلک د ايران په شيعه حکومت بې باوره ول.  لنډ او د ډاډ وړ ځای افغانستان و.

تبليغ دومره تود و چې هره ورځ به په زرګونه کسان د ډيورنډ تر کرښې اوښتل. په دې کې زموږ خپل خلک هم وو، دوی ته وظيفه ور سپارل شوې وه چې تر خپله وسه افغانستان ته د نويو ورغليو مهاجرينو اوځايي اوسيدونکو تر منځ اختلافات را وپاروي.

په دوو مياشتو کې زرګونه کورنۍ افغانستان ته لاړې، د مهاجرينو ډېر فشار پر کابل او نورو لويو ښارونو راته، دې کسانو خواړه، جامې او سرپناه غوښته… زموږ د پلان له مخې بايد دا مهاجرين بېرته برېتانياوي هند ته راغلي وای، دلته يې په افغانستان کې د سخت ژوند او له  زرګونو ورغليو مسلمانو مهاجرو کورنيو سره د حکومت  د نه همکاري کيسې کړې وای، په برېتانوي هند کې يې د امان الله خان پر ځلانده تصوير خاورې ور پاشلې وای…او د آزادی  احساس مړ شوای وای،   خونتيجه  يې زموږ د تمې خلاف وخته، د امان الله خان د فرمان له مخې نويو ورغليو مهاجرينو ته د کورونو د جوړولو له پاره ځمکې ورکړل شوې او  ځايي اوسېدونکو خپله ګوله  ورسره شريکه کړه.

برېتانياوي هند ته بېرته يواځې هغه کورنۍ راغلې چې د ستوري  لېږل شوې وې. دا کورنۍ مو د ټول هند په مسلمان مېشتو سيمو کې ووېشلې، دوی به د امان الله خان پر ضد تبليغ کاوه، ويل به يې چې امان الله خان عياش پاچا دی، جوماتونو ته يې قلفونه ور اچولي دي، د کوپر قانون چلوي…ده خپل خلک په ګېډو نه وو ماړه کړې، نو موږ ته به يې څه خير را رسېده….

خو دې تبليغ تر ډېره کار ونه کړ، له افغانستانه نوې خبرې راتلې، له مهاجرينو سره د پاچا او رايت د نېک سلوک خبرې زموږ له کنټروله ووتې. چانسلر امر وکړ چې افغانستان ته تلونکې کورنۍ را وګرځوي. وېره يې پر ځای وه، له ورغلو مهاجرينو سره د پاچا اوافغانانو نېک سلوک  موږ ته تاوان رارساوه.

پلان ناکام شو، زه بېرته کابل ته لاړم. په لنډه موده کې نور تغيرات هم  راغلي ول. لويې ليسې او مسلکي مکتبونه جوړ شوي وو، ترکي، هندي او جرمني استادانو به زده کړې ور کولې.  تر دې دمه په ټول افغانستان کې درې سوه دوه ويشت مکتبونه جوړ شوي وو.

بازار له افغاني توليداتو ډک و. افغانستان په خپله د  غوړيو، صابون، قندو، بورې، عطرو، سيمنټو، ټوپکو، باروتو جوړولو… او د اوسپنې ويلي کولو کارخانې درلودې.

د معدنونو پر استخراج  او په ښارونو کې د اوبو رسولو پر عصري سيستم چټک کار روان و…

 اخبارونه مې ولوستل، افغانستان خپله راډيو درلوده،  په کندهار او جلال اباد کې د برېښنا د توليد لويې او وړې خونې پرانيستل شوې وې. فرانسوي  او جرمني شرکتونو  د دې هېواد له شماله تر جنوبه پورې د رېل د پټلۍ  د ليکې د جوړېدو پر پلان کار کاوه، ولايتونه له مرکز سره د تلګراف او تليفون په واسطه تړل شوي وو، په کابل کې جوړ شوي مرکزي بانک لومړني بانک نوټونه را وايستل. د دې هېواد په لويو ښارونو کې د ملکي هوايي ډګرونو د جوړېدو کار په چټکی روان و….

تر دې  دمه افغانستان دوولس ملکي  طيارې درلودې چې پېلوټان  يې جرمنيان ول، خو پاچا پنځه ويشت کسان د پيلوټۍ د زده کړې له پاره مسکو ته لېږلي وو.

هر  زون  خپل اخبارونه  درلودل، دا اخبارونه د وطن دوستۍ، اتحاد، او د نويو پرمختګونو له خبرو ډک ول… د پاچا په امر په لويو ښارونو کې لويې کتابخانې جوړې شوې وې، خلکو به د مطالعې له پاره کتابونه امانت  ترې وړل…

د مالياتو قانون جوړ شو، دمالياتو ټکټونه چاپ شول، چا چې به ماليات ورکول، په مقابل کې به يې د مالياتو له ماموره ټکټ اخيست، په دې توګه تر ډېره د رشوت مخه نيول  کېده.

پاچا د خپل هېواد له آبادۍ سره لېونۍ مينه درلوده. له کاره يې خوند اخيست. ده د خپلوکارونو د تنظيم له پاره منظم پلان درلود.

شنبې يې د تجارت، ماليې او معارف کارونو ته ځانګړې کړې وه. يکشنبه يې له تجارانو، سفيرانو، او بهرنيو ديپلوماتانو سره کتل.  دوشنبه يې د وزيرانو  په مجلس کې برخه اخيسته، سې شنبې يې له وزارتونو  را غوښتل شوي راپورونه لوستل. چهار شنبه يې له خلکو سره کتل او پنجشبه يې هم د کرنې، عدليې، امنيت …ستونزې څېړلې.

دې بوخت سړي به ان د جومې په ورځ هم د ملاامامانو، قومي مشرانو او سپين ږيرو مشکلات اورېدل….

فکر په مخه کړم، سپېرې شونډې  او تش ماغزه  ژر غلامي ته ټټر وهي، خو دې سړي چټک کار کاوه،. خپل خلک يې له خوارې او بې تعليمې ورځې را ايستل.

په دې تشو ماغزو کې د الفبا د يوه ټکي اضافه  کېدل هم برېتانيې ته خطرناک و.

په کابل کې مې د اوسېدو مياشت  نه وه پوره چې تلګراف راغی، چانسلر په بېړه  پېښور ته ور غوښتی وم. دوهمه ورځ مې پېښور ته ورسوله. چانسلر مې وليد، حيران شوم، له سلام او کلام  پرته يې په خوند وويل:

_ډېوېډ جونزه!  له دې وروسته به ږېرې ته چاړه نه ور وړې!

سوزان يودم چيغه کړه. په بېړه ودرېده، په ګريوان  کې يې ګوتې ننه ايستې، پر وښو وړه څرمښکۍ ولوېده. ټام ته يې وکتل، خندل يې… سوزان منډه پسې واخيسته، خو ټام ګړندی و، سوزان ودرېده. په ستړې ساه يې وويل:

_احمقه! دا نو ټوکه وه!

بېرته خپل ځای ته راغله. سپين تندي يې نرۍ ګونځې پيدا کړې:

_اه! نه!

ټيټه شوه، کتابچه يې داوبو له ژۍ ور پورته کړه،د سر څو  لندې پاڼې  يې سره سريښ وې. کتابچه يې لمر ته کېښوده، خپل پلار ته يې وکتل، پر سيخونو پېيلوغوښو ته يې پکی واهه. کشتۍ ته ورغله، ټېله يې کړه، د جهيل د اوبو سړه څپه يې زنګنو ته ور پورته شوه.

د مور غږ يې واورېد:

_پام کوه!

سوزان په کشتۍ کې کېناسته، د دواړو غاړو پاروګان يې ووهل، خو لنډه را وګرځېده، کتابچه يې ور واخيسته، بېرته کيشتۍ ته ورغله، شېبه وروسته د جهيل په څنډه کې ولاړ کب نيونکي کوچيني ښکارېدل.

سوزان پاروګان پرېښودل، کيشتۍ تر يوه ځايه کراره تله، وروسته ودرېده. سوزان ستوني ستغ پرېوته، کتابچه يې مخ ته ونيوله، پرسترګو  يې سيوری راغی. سرې شونډې يې وخوځېدې:

١٩٢٥ م کال_ د اپرېل ديارلسمه_ د لويې پکتيا غرونه:

_اه! د ږېرې له خارښته ستړی يم، ډېره اوږده شوې ده، يوه لوېشت، يا تر دې ډېره، نه پوهېږم! خو کله چې کښته ګورم، د ږېرې وېښته مې سترګو ته درېږي. خرېيلې ږېره نه ښکارېده، خواوس سپين ډکې له ورايه پکې وينم.

لمر دی، غرونه شنه لمبه کوي، تر سره په شنو ونو کې پټ دي. دلته دوې ورځې مخکې را ورسېدو، ابادي نه شته، تر اوسه مو يواځې د مرغانو آوازونه اورېدلې دي. دا ځای قدم شاه خوښ کړ، خوښ نه، له پخوا يې دلته راتګ په نېت کې و. يوې لويې او ارتې سمڅې ته يې راوستم، پای يې نه مالومېږي، سوړ بوی پکې پروت دی.

قدم شاه سهار اته بجې له دوو کچرو سره ووت، دوه ساعته تېر شول، تر  اوسه يې درک  نه شته.

ما په دې دوو ساعتونو کې غزول شوی سيم له سره وکوت. مازې يو ځای ښکارېده، سل متره سيم په خاورو او ډبرو کې پټ و. بيا مې چلتار پر سر کړ، په آينه کې مې وکتل، سوچه عرب وم.

اه! په پېښور کې دتېرو څو مياشتومهم  ټکي هم په ليکلو ارزي.

اتيا کسان وو، دوې مياشتې مو په زېر زمينيو کې تېرې کړې، هر څه همالته ول.  په دهلېز، اشپز خانه،  کوټو، تشنابونو … کې ژېړ ګروپان  بل ول. دوې مياشتې، پوره  دوې مياشتې مو يواځې خبرې واورېدې. خو ستړې خبرې نه وې، په دې موده کې مې ډېر څه زده کړل.

موږ ته به انګرېز، عرب،  هندي او افغان استادان راتلل. د افغانستان د مختلفو قومونو، دود، کولتور او  عقيدو  په باره کې به راته  غږېدل، د جاسوسۍ نوي، عصري وسايل به يې راته راوړل… د هرې وسيلې تشريح او اهميت ډېرې خبرې غوښتې.

دوې مياشتې وروسته يې نومونه راباندې کېښودل، مختلف نومونه. مارګير اغا، غيبګو، پير کرم شاه، د مدينې خواجه…د هر يوه په نوم کې  د پير، اغا، خواجه، خليفه، حضرت،… ټکي مهم ول. ماته يې د بغدادي پير نوم انتخاب کړ.

يوه ژبه حتمي وه، دا اتيا کسان بايد په پښتو يا فارسي، يوې ژبې  پوهېدئ، بس! له دوو کسانو پرته يوه هم د ژبې ستونزه نه درلوده. لومړی يو په ونه لوړ تک سپين انګرېز و، هغه ته يې د پير ګونګه لقب وټاکه، بله چاره نه وه، ژبه يې نه وه زده، ګونګی يې کړ، ده بايد يواځې لاسونه خوځولای، نور کار يې افغان ملګري ته پرېښود، هغه به د پير ګونګه  له حرکاتو اخيستې مانا خلکو ته ويله.

دوهم يو هندو صوفي و چې له هندي  پرته په بله ژبه نه پوهېده. ده ته يې د ديو بندي پير لقب ورکړ.

بيا يې اتيا کسان سره ووېشلو، څلوېښت دوه نفري ګروپونه يې جوړ کړل، له اته دېرشو انګرېزانو، عربو او هنديانو سره يې يو _يو داسې کس ملګری کړ چې په سيمه کې بلد ول.

وروسته د څېرو له مخې تقسيمات شروع شول. ډېر انګرېزان د افغانستان هغو سيمو ته وټاکل شول چې اوسيدونکې يې له رنګه سره ول. خو هندوانو او عربو دا مشکل نه درلود، دوی  هرې سيمې ته جوړېدل.

ما هم کومه ستونزه نه درلوده، انګرېز وم، خو رنګ مې کوم مشکل نه جوړاوه. ما او  لارنس ته، چې اوس يې پير کرم شاه باله وويل شول چې تاسو به ډيورنډ کرښې ته نږدې په دوو مختلفو سيمو کې فعاليت کوئ.

قدم شاه يې ملګری راته وټاکه. قدم شاه له ونې ټيټ دی، تر لويشتې اوږده ږېره لري، په چالاکۍ کې يې وړې ده.

په دې څلوېښتو ګروپونو کې لومړۍ د افغانستان شمالي برخو ته انتخاب شوې کسان ولېږل شول. نورو کومه ستونزه نه درلوده، يواځې تر کرښې په غرنيو پټو لارو واوښتل، وروسته يې له عامو موټرونو او سړکونو استفاده کولای شوای. خو د افغانستان شمال  ته د انګرېزانو تګ يو څه سخت و.

دوی لومړۍ د چترال له لارې بدخشان ته لاړل، بيا يې له هغه ځايه نورو سيمو ته مخه کړه.  خو ما او زما ملګري کومه ستونزه نه درلوده، دوې کچرې مو واخيستې، لومړۍ مو  لويو  خلطو ته د جاسوسۍ وسايل، توپانچه،. دوربين، مختلفې دواوې… او خوراکي مواد  ور واچول، بيامو دينې کتابونه ور باندې کېښودل، سپينو پګړيو، اوږدو ږيرو، چونډارو ګردو لمنو او د کچرو پر سر ښکاره اېښودل شوو ديني کتابونو  له شکه ايستلو.

ان د وزيرو په يوه جومات کې مې لا د پټې خولې جمه هم ورکړه.

کرار تلو، دوی شپې مو ستورو ته تېرې کړې، درېيم ماښام مو يوه کلي ته ور ووړ، ضرورت نه و چې ځانونه معرفي کړو، خلکو په خپله عالمان بللو، ويل يې چې د هندوستان دينې مدرسوته  تللي عالمان بېرته خپلو کورونو ته روان دي.

ماخستن يې غوړه ښوروا راته راوړه، سهار مو د شيدو له چايو سره تازه کوچ وخوړل.

ټوله ورځ  مو مزل وکړ، پاتې شپه مو په غره کې تېره کړه، بل ماښام  همدې غار ته را ورسېدو.

بل ځای نه شوای تلای، قدم شاه دا غار پخوا هم ليدلی و، د دوو مياشتو  زده کړې په وخت کې يې انګرېز استادانو ته قناعت ور کړی و چې دا ځای د فعاليت د پيل له پاره  ښه دی.

ستړي وو، شپه مو په خوب تېره کړه، خو سهار مو لومړی خوراکي مواد، دوا…  او د جاسوسۍ وسايل د غار تيارې برخې ته يووړل، بيامو سل متره سيم تر خاورو لاندې کړ، د سيم په دواړو خواوو پورې يوه يوه کوچينۍ دستګاه تړل شوې وه. يوه دستګاه مو په غار کې د اېښودل شويو  کتابونو شاته پرېښوده، بله مو لاندې چينې ته نږدې د لويو ډبرو په مينځ کې پټه کړه.

اه! قدم شاه را راوان دی، بايد ورشم چې څه يې کړي دي.

سوزان بله پاڼه واوړوله.

بل يادښت دوې اونۍ وروسته ليکل شوی و:

_قدم شاه خوشاله و، ويل يې چې په غره کې يې د لېوانو انګولا اورېدلې وه، ليرې خوشې کړې کچرې به بيا ونه وينې.

په لومړی ورځ مو څوک ونه ليدل، خو دوهم سهار مو د زنګولې آواز واورېد، قدم شاه په منډه دباندې ووت،  له سيرلي سره راغی، دتک تور سيرلي سپينه ټنډه ښکلې ښکارېدله. قدم شاه د سيرلي کباب ته خوشاله و، خو ما ورته وويل چې  حوصله وکه، دا کوچينی سېرلی به لوی پسونه درته راولي.

زنګوله مې ترې خلاصه کړه، تار  مې ور پورې وتاړه، د سمڅې په تياره برخه کې مې پورته را وځړوله. د تار بله  څوکه مې تر کتابونو  راوړه. دې تار دخاورو رنګ درلود، تر وېښته نری و، له ځمکې سره نه ښکارېده.

قدم شاه ته مې وکتل، سترګې يې رډې راختلې وې…ومې ويل:

_د سيرلي خوله ور وتړه، ليرې يې پټ که.

 سيرلي نارې کړې، قدم شاه  خولې ته جورابه ور واغوسته. تر ښکرو يې ونيو، د باندې ووت.

ښه شېبه تېره شوه، بېرته راغی، خو کېناستلو ته مې پرې نه ښود، ورته ومې ويل چې له چينې سره کېنه.

شنې غټې پېيلې مرۍ مې غاړې ته واچولې، دستګاه مې روښانه کړه، پوره يو پاو وخت مې غوږونه څک نيولي وو، خو د مرغانو له نريو نارو پرته مې بل څه وانه ورېدل. يودم د دستګاه له واړه لاوډسپېکره د ډبرو د رغړېدو غږ را ووت. بيا مې يو نری وار خطا  آواز واورېد:

_ته څوک يې؟! دلته څه کوې؟!

د دستګاه غږ مې تر پايه پورې تېز کړ.

د قدم شاه ناره مې واورېده:

_د خدای بنده.

بيا  له لاوډ سپيکره د قدم شاه يوه لېونۍ، بې مانا  چيغه را ووته.

_لو لو لو لو لو لا….

لاوډ سپيکر ته مې غوږ ور نږدې کړ. نري وارخطا غږ وويل:

_سيرلی مې ورک دی. تا نه دی ليدلی؟!

قدم شاه د اوښ غوندې وغړمبېد، بيا يې وويل:

_پورته ور وخېژه! بغدادي پير ته پټې مالومې دي.

چوپه چوپتيا شوه، له لاوډ سپېکره يواځې د مرغانو غږ را ووت. دستګاه مې بنده کړه. دغار خولې ته مې وکتل، لومړی  يوه خړه خيرنه خولۍ را پورته شوه، بيا مې د يوه نهه_لس کلن ماشوم چاودی سپېره مخ وليد.

 ماشوم د غار په خوله کې ودرېد، وارخطا ښکارېده.

مخې ته د پرانيستې کتاب پاڼې مې سره وروستې. ومې خندل:

_راځه، راځه! دنيايې کارونو ته زړه مه خوره! تور سېرلی به خدای پيدا کړې!

د ماشوم سترګې رډې راوختې. په خواره خوله يې وويل:

_ته له کومه پوه شوې چې زما سيرلی ورک دی، هغه هم تور سېرلی؟!

ومې خندل:

_که بغدادی پير په غيبو نه پوهېدای، نو نوم به يې بغدادي پير نه و.

ماشوم را نږدې شو، خو چاودې لاسونه يې لا لړزېدل.

ومې ويل:

_راځه بچيه! دلته نږدې راته کېنه.

ماشوم په خاورو  کې پلتۍ ووهله.

سترګې مې پټې کړې، هېڅ مې هم نه ويل، خو شونډې مې خوځولې…بيا مې هماغسې په پټو سترګو څو ځله يوه خبره تکرار کړه:

_تور سيرلی، سپين يې تندی، تور سېرلی سپين يې تندی، تور….

يودم مې ماشوم ته وکتل، سترګې يې رډې راختلې وې. د کتاب د اېښودلو په پلمه مې  دستګاه روښانه کړه، بېرته مې سترګې پټې کړې، ومې ويل

_تور سېرليه وينم دي، وينم دي! بېځايه زورونه مه وهه. له دې دوو تېږو دې يواځې بغدادي پير را ايستلی شي.

غلۍ شوم، بيا مې څو نامفهومه تورې تر خولې را ووتل، وروسته مې په ټيټ غږ وويل:

_راشه! راشه، بغدادي پير دې غواړي. افرين، افرين…

يودم مې تندی تريو کړ:

_نه! لاره مه کږوه!

ومې خندل:

_افرين، همدا نرۍ لاره را واخله.

ماشوم ته مې وکتل، سترګې يې له حيرانۍ ډکې وې، ومې خندل:

_مخ دې سم ونيسه، سيرلی پيدا شو، بس، د چينې چپ لاس ته، دوه ، درې سوه ګامه ليرې په دوو تيږوکې بند و.

ماشوم په بېړه ودرېد. تر لمنې مې ونيو،ومې خندل:

_کېنه! زحمت مه باسه! تېږې مې ليرې کړې،  بغدادي پير دومره کرامات لري چې سېرلی په خپلو پښو دلته  راولي.

وخت ووت، چيغه مې کړه!

_راشه نو، مه ناوخته کوه!

ماشوم ته مې وکتل، وېرې اخيستی و. ورته ومې ويل چې  سترګې پټې که.

غړۍ مې اوږده کړه، قدم شاه په احتياط پورته را وخوت، سيرلی يې د غار په  خوله کې پرېښود. خپله بېرته لاندې کښته شو. سيرلی ماشوم ته ورغی، د هغه پر غوږ يې خپلې تودې شونډې ولګولې. ماشوم په بېړه  ور وکتل، چيغه يې کړه،  يوې خوا ته ړنګ شو.

 ورغلم، بېسده ماشوم مې له خاورو را پورته کړ، دستګاه ته مې خوله ور ټيټه کړه، له قدم شاه مې دچينې سړې اوبه را وغوښتې. د ماشوم غاړې ته مې لاس ور ووړ، غاړه يې توده وه، نرۍ رګ پورته پورته غورځېده….

د قدم شاه غږ مې واورېد:

_دومره کراماتو ته هم ضرورت نه و چې سيرلی په خپلو پښو راولې.

قدم شاه مې بېرته لاندې وليږه. دماشوم پر مخ مې سړې اوبه واچولې. سترګې يې رڼې کړې. د سيرلي په ليدو يې رنګ بېرته ځای ته راغی. ولاړ شو، سيرلی يې تر  ښکر ونيو، تر يو څه ځايه زانګې وانګې ته،  وروسته يې پښې پر ځمکه سمې لګېدې.

قدم شا راغی، ومې ويل:

_څه فکر کوې! کوچيان به راشي؟!

په خندا يې راته وويل چې دومره کرامات بې څه نه دي، راځي! راځي، ضرور راځي.

خبره يې سمه وه، ماسپښين مې مخ ته  د چينې سړې اوبه ور اچولې چې په ونو کې مې درې کسان وليدل. په بېړه پورته وختم، قدم شاه د چايو پياله خولې ته نيولې وه. ورته ومې ويل چې کوچيان دي، ژر يې مه را پرېږده، دستګاه ته نږدې يې په خبرو راوله.

پيالې او غرمني پاتې لوښې مې را واخيستل،د غار تيارې برخې ته لاړم. پاکې، سپينې جامې مې واغوستې. بېرته خپل ځای ته راغلم، چلتار مې پر سر کړ، دستګاه مې روښانه کړه.

له لاوډ سپېکره د کوچيانو له  غوسې ډکې نارې راتلې. ويل يې چې ټګان ياست، پر ماشوم مو څه کړي؟! زبون يې وهل شوی و….بيا مې د ماشوم نرۍ غږ واورېد، قسمونه يې خوړل… ويل يې بابکه! په کوران که دورواغ درته وايم! سيرلی په خپلو پښو راغی.

خبره نوره هم جنجالي شوه، کوچيان پورته راختل، خو قدم شاه زاری ورته کولې… ويل يې چې لنډ وخت صبر وکړی، بغدادي پير لمونځ کوي.

په بېړه مې د پوزيو جاينماز هوار کړ.

له لاوډسپېکره  ډډ کوچيانی غږ را ووت:

_اې ټګانو، له کومه راغلي ياست؟!

قدم شاه په خواره خوله وويل:

_د خدای روی ومنئ! ما په هر نوم ياد کړئ، خو قربان يې شم! بغدادي  پير  ته څه مه واياست، لوګی به مو کړي.

له لاوډ سپېکره د شارټي غوندې غږ را وووت، د کوچيانو خندا وه.

قدم شاه وويل:

_که زما منئ، د چينې په دې  پاکو اوبو اودسونه وکئ، خدای ياد کئ، تر هغو به پېر صاحب هم خپل عبادت خلاص کړي.

يو ډډ کوچيانی غږ راغی:

_حاجي ناټکه! دې ټګ خدايکه بده خبره کړې وي. راځئ! له دې ټګانو سره به وروسته جوړېږو.

تر ډېره مې يواځې د اوبو چړپا اورېده. بيا هغه هم غلې شوه، ښه سات ووت. وروسته د يوه کوچي غږ راغی:

_ميرګليه! لږ در وڅکېږه.

دوهم کوچي وويل:

_خپل څادر ولې نه  هواروې!

_ساده کېږه مه! دا نوی څادر به څنګه سپېرو خاورو ته ورکوم!

تر ډېره چوپه چوپتيا وه. بيا مې يو غږ واورېد:

_ياره حاجي ناټکه!  لانت په شيطان!  لمانځه ته يې پرې نه ښودم، په لسو رکاتونو کې مې خپله ناروغه اوښه سترګو ته ولاړه وه.

حاجي ناټک په خوابدي غږ وويل:

_ته د اوښې غم نيولای يې! خو زه خپلې شامتورې  لورکۍ  ته پکر وړی يم، غونډل چيچلې!

قدم شاه په خبره کې ور ولوېد:

_بغدادي پير ته وواياست، د مارانو اوغونډلانو دم پرې وچ دی.

د ميرګل له غوسې ډک غږ مې واورېد:

_حاجي ناټکه، درځه چې دا ټګ ووينو.

دپوزيو جاينماز مې سم کړ، قبلې ته ودرېدم. شېبه وروسته تياره راباندې راغله. وپوهېدم چې درې تنه د سمڅې خولې ته را ورسېدل.

يودم مې ډډ خندی واورېد، يوه کوچياني غږ وويل:

_پير صېب خو له خپلې ک … خبر نه دی، پرتوګ يې په چپه خوا اغوستی، نو ورک سېرلی به څنګه په خپلو پښو راولي!

زړه مې خولې ته راغی، رکوه ته ټيټ شوم. پايڅو ته مې وکتل،  له نريو ، ببرو تارونو ډک درزونه نېغ ولاړ ول.

شېبه وروسته مې سلام وګرځاوه، پرته له دې چې راغلو کسانو ته وګورم، په موسکاه مې وويل:

_څوک به د خدای په عبادت کې دومره غرق وي چې خپلو جامو ته به يې پام نه وي، خو ميرګل به بيا په لمانځه کې د خپلې ناروغې اوښې فکرونه  وهي.

کوچيانو ته مې وکتل، سترګې يې رډې راختلې وې. بله خبره مې وکړه:

_پر چا باندې به بيا تر لمانځه،  خپل نوی څادر ګران وي.

ماشوم په خوند وويل:

_بابکه! زما خبره مو نه منله. وګوره! پيرګل ستاسو په نومونو پوهېږي. پټې ور مالومې دي.

ومې ويل:

 _راځئ. نږدې راشئ.

درې واړه مخامخ غلي راته کېناستل.

ومې ويل:

_حاجي ناټکه! خوا مه بدوه، شامتوره لورکۍ به دې خدای  جوړه کي.

دواړو يو بل ته وکتل، بېرته يې سرونه وځړېدل. يواځې ماشوم  له ځلا ډګې نيغې سترګې راته نيولې وې.

ومې خندل:

_سيرلی دې څنګه دی؟

ماشوم په خوند وويل:

_ښه دی، د پخوا غوندې ټوپونه وهي.

سترګې مې پټې کړې، يودم موسک شوم، ماشوم ته مې وکتل، ومې ويل:

_خو ستا سيرلي يوه زنګوله هم لرله.

د ماشوم د سترګو ځلا لا پسې ډېره شوه:

_هو، هغه زنګوله مې بابک له بازاره راته راوړې وه، له سيرلي سره يې اجب خوند کاوه. خو اوس ورکه ده.

ومې ويل:

_ورکه؟!

يودم مې وخندل:

_بغدادي پير ته د ورکې خبره مه کوه!

سترګې مې پټې کړې، څو ځله په يوه او بله خوا وزنګېدم، ورو مې  وويل:

_ړانده! ړانده، چېرې يې؟

غلی شوم، څېره مې داسې ونيوله لکه د کوم چا ځواب ته چې ماتله يم. يودم مې  خپل تندی ګونځې کړ، ومې ويل:

_وه ړندکيه! دا وخت نو د غزني د زيارتونو دی، هله! د تور سېرلي زنګوله د سترګو په رپ کې  را ورسوه!

کوچيانو ته مې وکتل، د ټولو سترګې رډې راختلې وې.

ماشوم په وېرېدلي غږ وويل:

_له چا سره دې خبرې کولې؟

ومې خندل:

_ړوند پيری و،  د زيارتونو ډېر شوقي دی، ويل يې چې په غزني کې يم.

ټولو يو بل ته وکتل. تار مې کش کړ،  کړنګ شو، د غار په تياره برخه کې زنګوله را لوېدلې وه.

ومې خندل:

_اوس يې هم ناوخته کړ، خير، د ړندکي  يوه سترګه کار نه کوي، په دې غره او دومره ډبرو کې د وړې زنګولې پيدا کول سخته خبره ده.

 د غار تيارې برخې ته ورغلم. لومړی مې خپل پرتوګ سم کړ، بيا مې زنګوله راپورته کړه، بېرته راغلم، د کوچيانو په مخونو کې ټکی وينه نه وه پاتې.

زنګوله مې وګړنجوله، ماشوم په بيړه راته وکتل، سترګې يې وځلېدې، زنګوله يې  زما له ګوتو وايسته. په خوند يې وويل:

_دا يې چېرې پيدا کړه!

ومې خندل:

_په هماغو تيږو کې چې سېرلی  بند و.

ميرګل يودم چيغه کړه. وغړمبېد، له خولې يې لاړې باد شوې، ځان يې له ځمکې وويشت. حاجي ناټک يې پر پښو ور پرېووت، ما يې  لاسونه کلک ونيول.

حاجي ناټک وويل:

_پېريان لري، يو ځل يې د ملا په وعظ کې را پرې ايست، بيا په اتڼ کې مستي واخيست،  رمباړې يې کړې.

ميرګل يوه شېبه پورته پورته  غورځېده، بيا کرار پرېووت.

بېرته خپل ځای ته راغلم. ور ومې کتل، حاجي ناټک په خپل نوي څادر د ميرګل له خولې را وتلي ځګونه پاکول.

وخت ووت، ميرګل کېناست، خو لا يې هم خړو خاورو ته وچې سترګې نيولې وې. يودم را وښويېد، زما پر پښو يې خپلې تودې شونډې کېښودې. د زړه له اخلاصه يې وژړل.

حاجي ناټک تر مټ ونيو، خو ما اشاره ورته وکړه چې په خپل حال يې پرېږده. مېرګل ژړل…پښې مې د هغه په اوښکواو لاړو لندې شوې. وروسته يې په ژړا کې وويل:

_اه بغدادي پيره! قربان دې شم!  خاوري ميرګل وبخښه.

ومې خندل، په وليو کې مې څو ځله وټپاوه. ومې ويل:

_بخښلی مې يې.

خو ميرګل زما له پښو نه پورته کېده.

ومې ويل:

_پورته شه، ومې بخښلی.

ميرګل لا هماغسې زماپر پښو خپل مخ ايښی و. وخت ووت، ژړا يې په سلګيو بدله شوه. بيا يې په غريو کې وويل:

_خدای دې مې ګونګی کړي، ستا مبارکه مې په بد نوم ياده کړه.

تر وليو مې ونيو، په زور مې کېناوه. ومې ويل:

_ته نه يې ملامت، حالات خراب دي، اوس هر څوک د بزرګي داوا کوي.
حاجي ناټک ته مې وويل چې په غاړه کې پروت ول ول پټکی يې ور وتړي. دوی يوه شېبه ناست ول، بيا يې اجازه وغوښته، د غار تر خولې پورې  يې مخونه، نه را نه اړول. پر شا تلل.

په ميرګل پسې مې ناره ونيوله:

_اوښه به دې خدای جوړه کړي.

يوه شېبه کېناستم، بيا لاندې کښته شوم، قدم شاه خندل.

 په رڼواوبو کې مې پښې ننه ايستې، لاس مې پرې تېر کړ، د ميرګل وچې شوې لاړې سرېښناکې وې.

 د قدم شاه له جذبې ډک غږ مې واورېد:

_اوس دې نو  بازار تود بوله.

ور ومې کتل، وړې سترګې يې ځلېدلې.

تر څنګ مې کېناست، ناڅاپه يې اوبو ته خپلې غبرګې پښې ور واچولې،  اوبه د چينې ژۍ ته  را وختې. په بېړه ودرېدم.

قدم شاه  وخندل:

_مبارکه خو دې  لنده نه شوه؟!

يودم يې په غږ کې بدلون راغی:

_خو وروستۍ خبره دې اټکلي وه. اوښه به څنګه جوړه شي؟!

ومې خندل:

_کله کله اټکلي خبره هم سمه راوځې.

سم مې ويل، بل سهار وخته يوه ډډ  غږ له خوبه را وېښ کړم. ور مېږ مې کوږ کړ، د قدم شاه تشه بړستنه پرته وه. د باندې ووتم، ميرګل او يو چاغ سپين پسه له چينې سره ولاړ ول. ورغلم، کوچی مې پر لاسونو  را پرېووت. بيا يې سر پورته کړ، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، په خوند يې وويل:

_يا بغدادي پيره! دوا ( دعا ) دې کار وکه، اوښې له څلورو ورځو وروسته ځوځ  وخوړل.

د قدم شاه غږ مې واورېد:

_د بغدادي پير دعا  بېرته نه  راګرځي!

شاته مې وکتل، د قدم شاه غېږ له وچو لرګيو ډکه وه.

کوچي يودم چيغه کړه!

_خاورې ميرګله، خدای دي مرګ در کي، چې ته يې، پير صايبان  به څنګه  لرګي راوړي.

ورغی، له قدم شاه يې په زوره لرګي ور واخيستل، پورته وخوت، خو په بېړه يې مخې ته ودرېدم. پوهېدم چې دا کوچی زما توشکې ته نږدې  له پرتې خلاصې کتابچې او انګرېزي يادښتونو څه نه شي بود کولای، خو په خپله د قلم او کتابچې ليدل، د بغدادي پير رنګ بدولای شوای.

قدم شاه ته مې اشاره وکړه، خو کوچي قسمونه خوړل، ويل يې چې لرګي به د غار خولې ته رسوي.

اخير مې مجبوره کړ، دواړه بېرته چينې ته را وګرځېدو. پسه ته مې وکتل، ډېر وخت مو داسې چاغ ورنونه نه وو خوړلې.

د ميرګل غږ مې واورېد:

_پسه چېرته ودروم؟

ومې ويل:

_لږ هاخوا يې حلال که.

ټيټې غونډۍ ته وختم، هوا ښکلې وه، نري باد د ونو پر پاڼو لاس تېراوه. کله کله به د يوه مرغه ناره راغله.

بېرته لاندې کښته شوم، پسه له پوسته شوی و،  پر ګېډې يې د وازګو نرۍ پرده پرته وه.

دوه ورنونه بس ول، خو ميرګل نه منله، ويل يې چې سلامت پسه يې نذر منلی و. په سخته مې قانع کړ، ور ياده مې کړه  چې موږ دوه نفرو يو، ګرمې ده، نوره غوښه خرابېږي.

کوچي زړه نازړه پاتې غوښه په څادر کې وتړله. دتګ په وخت يې وويل چې سات وروسته به  حاجي ناټک، د هغه لور او څو نور سپين ږيرې  راورسېږي.

پورته وختم، د غره د خزندو په اړه مو لا په پېښور کې فکر کړی و. د دواوو له کڅوړې مې يو بوتل را وايست. کوچينی جام مې له اوبو ډک کړ، درې سرپوښه دوا مې پکې واچوله.

د باندې ووتم، قدم شاه د پسه سلامت ورون اور ته نيولی و.

سات وروسته ډله کوچيان راغلل، يوه ځوان يوه وړه نجلۍ په شاه کړې وه، د نجلۍ له درده ډکو چيغو د دستګا کراماتو ته پرې نه ښودم.

ټول پورته را وختل. وار نه کېده، ښی لاس مې د مچولو له پاره تر ډېره پورته نيولی و.

بيا مې نجلۍ ته وکتل، په څپولې وېښتو کې يې وچ واښه بند ول.  غټې تورې سترګې يې له اوښکو ډکې وې. کله کله به يې له درده چيغه کړه.

حاجي ناټک وويل:

_قربان دې شم، زامت مو نه درکاوه، خو شامتوره….

په خبره کې يې ور ولوېدم. په خندا  مې وويل:

_غم مه کوه! خدای ته يې وسپاره،  بغدادي پير ته يې وسپاره.

حاجي ناټک د نجلۍ خيرن لستوڼۍ ور پورته کړ. د  شامتورې مټ تک شين و. د نجلۍ پر تندي مې لاس کېښود، سره  تبه يې وه. جام مې را واخيست. ومې ويل:

_ميرګل خبر کړم چې شامتوره دلته راولئ، سخته وه، وخت لنډ و، خو بيا مې هم ړندکی پېری کوه قاف ته ولېږه. ايله يې لږ مخکې د شفا دا  اوبه را ورسولې.

جام  مې د نجلۍ وچو شونډو ته ور نږدې کړ، يو غوړپ  اوبه يې تېرې کړې. کوچيانو ته مې وکتل، ټولو وچې سترګې راته نيولې وې.

نجلۍ مې پر پوزۍ پرې ايسته، دا دوا له برېتانيې راغلې وه، اصله وه، پوهېدم چې تاثير کوي، خو وخت يې غوښت.

ټول غلي ول، يواځې نجلۍ له درده ډکې نارې وهلې….

حاجي ناټک را وښويېد. مخې ته يې يوه غوټه راته کېښوده، په خواره خوله يې وويل:

_قربان دې شم، پوهېږم چې ته د هېڅ شي کمی نه لرې، څه چې وغواړې، د سترګو په رپ کې درته  را رسېږي. خو لږ ګوستاخي مې وکړه. خالي لاس راتګ ښه نه راته ښکارېده.  جنغوزې مې درته راوړې.

حاجي ناټک بېرته دوه ګامه شاته  وښوييد.

يوه کوچي ته مې پام شو، پر خړو خاورو هوار پوزي ته يې  کتل.

ومې ويل:

_حاجي ناټکه! کور دې ودان چې د خدای دوستانو ته په درنه سترګه ګورې. ته سم وايې! ماته هېڅ هم کم نه دي، دا تېر ماخستن لا کړپا له خوبه را ويښ کړم، ړندکی و، په سمڅه کې يې غالی هواروله. ور هاخوا د سرو زرو په لوښو کې رنګارنګ تازه مېوې ايښې وې.

ړندکي راته وويل چې قربان دې شم، د دنيا ټول خوندونه دې په واک کې دي، خو ته وچې شونډې په خړو خاورو کې پروت يې، نه مې لورېږې! خير دی، دا غالۍ او لږه مېوه ومنه!

خو ما سپک کړ، ورته ومې ويل چې نه ، نه ، نه! زه خو دې نن نه يم پېژندلای، کلونه کلونه مې مريد يې. په دې نه پوهېږې چې بغدادي پير په  دنيايي لهو لهب  پسې نه ګرځي! هله! دا دنيايي مرداريانې دې در ټولې که!

غلی شوم. کوچيانو وچې سترګې راته نيولې وې.

سر مې څو ځله وخوځاوه، ومې ويل:

_هی هی! ځواني وه، نه پوهېدم، په بغداد کې مې د سرو زرو کور درلود. په حساب سل مزدوران راته ګرځېدل. باغ، څلوېښت ښکلې مينځي، تر حده وتلې ځمکې، سره او سپين…د هيڅ شي کمی نه و ، ټوله ورځ به مې په ښکار او مزو تېروله، خو يوه شپه مې خپل نيکه شېخ نوراني اغا په خوب وليد. د سمندر د اوبو پر سر ولاړ و،  تکه سپينه رڼا ترې بادېدله، ډله سمندري ښاپېرۍ يې د حجاب په ثوابونو پوهولې.
ورغلم، خو نيکه مخ رانه واړاوه. هماغه خواته يې ودرېدم، بيا يې هم راته ونه کتل. ورته ومې ويل چې زه يم، ستا لمسی. خو نيکه په خپلو مبارکو لاسونو پورې  وهلم. تر لمنې مې ونيو، لاس مې اور واخيست.

ومې ژړل… نيکه په خشکه راته وويل چې د پيرانو رنګ دې بد کړ،  د

   دنيا لهو و لهب د خدای له عبادته ايستلی يې….

 را ويښ شوم، لستوڼۍ مې سوځېدلی و. بس! په هماغه سهار مې خپل د سرو زرو کور، باغ، ځمکې… هر څه پر غريبانو ووېشل….
غلی شوم، کوچيان سونګېدل، پزې يې پورته کشولې….

ومې ويل:

 د دنيا لهو و لهب مې  پرېښودل. اوس دنيا ( ثروت ) د مردارو اوبو غوندې راته اېسي.  پايڅې ترې ټولوم. که نه د قارون د ورکې شوې خزانې ځای هم را مالوم دی، خو نه ارزي!  کوم خوند چې په عبادت کې دی، بل څه يې نه لري….

غلی شوم، کوچيانو اوښکې تويولې.

ښه شېبه ووته، د حاجي ناټک غريو نيولی  غږ مې واورېد:

_بازه! د بغدادي پير مبارکې خبرې دې واورېدې؟! تاته وايي!

يو  له عمره پوخ سړی وسونګېد. په ژړا کې يې وويل:

_توبه مې ده.

ومې ويل:

_باز څه کړي؟!

حاجي ناټګ پر خپله پزه د څادر پيڅکه تېره کړه!

_پيرګله! قربان دې شم. باز  جايي (کليوال) دی، څو ورځې مخکې  يې د تناره د جوړولو له پاره  پخه خاوره  وړه، د سرې غونډۍ خاوره کلکه ده، له کولنګ سره يوه ژېړه روپۍ را تڼېدلې وه. باز وايي چې د زرو ده. نن هماغه ځای ته بيا ور روان و. خو کولنګ مې په کېږدۍ کې ترې کېښود، ورته ومې ويل چې راځه! نوی پير پيدا شوی، پټې ور مالومې دې.

حاجي ناټک غلی شو، باز ته يې وکتل، ويې ويل:

_هله! پيرګل ته هغه روپۍ ورښکاره که.

باز د خپلې زړې، خيرنې، شکېدلې سدرۍ په جېب کې ګوتې ننه ايستې، يوه ځلانده ژېړه سيکه يې راته ونيوله.

په زړه کې مې خوشالي منډه واخيسته، خو ځان مې کابو کړ، د سرو زرو سيکې ته مې په ځير ځير وکتل، يودم مې  ټنډه تروه کړه، ومې ويل:

_خپل لمونځونه مه خرابوی، ورته وګورئ! د  مسو په دې روپۍ د لوڅ لپړ سړی شکل کېندل شوی دی. بوت دی. ګناه لري.

سيکه مې د غار خولې ته ور وغورځوله. زړه مې ولړزېد، سيکه هماغسې په رغړېدو_ رغړېدو له غاره ووته.

سترګې مې پټې کړې، ومې ويل:

_بازه! ځان مه ستړی کوه! همدا ګړۍ په هغه ځای کې ولاړ يم  چې تا دا روپۍ  پيدا کړې وه، اه! کاشکې د بغدادي پيرکرامات در مالوم وای، تر ځمکې يو ګز لاندې خاورې هم وينم. له غټ،  تور مار پرته هېڅ هم نه شته.

د باز غږ مې واورېد:

_قربان دې شم! خو دا لومړۍ ځل نه دی. يو ځل پخوا مې هم….

غلی شو، خبره يې بشپړه نه کړه.

ومې خندل:

_پوهېږم چې څه دې پيدا کړي ول، خو زه درته ووايم که نه، ته يې په خپله وايې؟!

باز په خواره خوله وويل:

_د ډبرې کوچيني بوتان! يو نه و، دوه نه ول. سمه لويه سمڅه ترې ډکه وه. له ماتېدو وتلي ول، د سمڅې خوله مې بېرته پټه کړه.

ومې ويل:

_پوهېدم چې څه وايې، خو د شيطان له ځالو ليرې ګرځئ! پوهېږې! په هماغه ځای کې يو وخت پېريانو ژوند کاوه. کاپر ول، بتانو ته به يې سجدې لګولې.! کاپر پېريان له زړونو ډېر سخت دي، ځان او  اولادونه دې ترې ساته.

باز په وارخطايي وويل:

_توبه مې ده! خو هغه ژېړه روپۍ به څنګه شي. هغه خو مې هم له.

په خبره کې ور ولوېدم:

_غم مه کوه، ړندکي پيري  ته به ووايم، روپۍ به بېرته په هماغه ځای کې کېږدي چې تا ترې را اخيستې وه.

د باز رنګ بېرته  خپل ځای ته راغی.

ناڅاپه له لاوډ سپېکره  د قدم شاه ټوخی را ووت. لينګې مې ولړزېدل.  اه! نو دومره لويه غلطي. د دستګاه سويچ مې څنګه هېرېده!

يودم مې تندی تريو کړ، په زوره مې وويل:

_مه کوئ! دا ځای د ساعتيري نه دی، له کتابونو ليرې ګرځی!

لاس مې ور وغځاوه، د کتابونو د ټولولو پر وخت مې د دستګاه سويچ وواهه. کوچيانو ته مې وکتل، رډې سترګې يې راته نيولې وې…ومې خندل:

_ها! د کوچنيانو له شوخۍ  مو دې خدای وساتي،. نه کرارېږي.

کوچيانو يو بل ته وکتل. حاجي ناټک وويل:

_قربان دې شم، دلته خو يواځې شامتوره پرته ده، هغه هم….

په خبره کې يې ورو لوېدم:

_مه پسې ګرځئ! پټې بلاوې دې خدای پټې لري.

د کوچيانو سترګې رډې راختلې وې.

ومې خندل:

_بغدادي پير خو يواځې په انسانانو کې مريدان نه لري، ګڼ پيرېان هم پرې را ټول دي،  همدا اوس د لته دوه کوچيني پېريان  له خپلې ناروغې انا سره راغلي.  ښه ده چې نه يې وينئ!

خړو  خاورو ته مې وکتل، ومې ويل:

_ادې! ما خو درته وېل چې د بغدادي پير دم بې تاثيره نه دی. اوس دې رنګ تازه راته ښکاري.

د سترګو له کونجه مې کوچيانو ته وکتل، وار خطا ول.

ومې ويل:

_همدلته يوه ناروغه زړه پيرۍ پرته ده.

ګرررر شو، له حاجي ناټکه پرته ټولو کوچيانو د سمڅې خولې ته منډه واخيسته.

ومې خندل:

_راځئ! راځئ! زړونه مو غټ ونيسئ! مه وېرېږئ! پېريان کار نه درباندې لري.

يو، يو بېرته راغلل، خو دا ځل  ليرې کېناستل. ټولو هغو خړو خاورو ته کتل، چې خيالي پېرۍ ورباندې پرته وه.

د حاجي ناټک غږ مې واورېد:

_قربان دې شم. ګوستاخي کېږي! خو ټوخی د غټ سړي و.

ومې خندل:

_پېريان ډډ غږ لري، دا خو يې لا يو ماشوم وټوخېد، که غټ پيری ټوخېدلی وای، زړه دې له بېخه را ووت.

غلی شوم، ومې ويل:

_دا ناروغه، زړه پيرۍ درته راوغږوم؟!

له حاجي ناټکه پرته ټولو چيغې کړې!

_نه! خدای ته وګوره! زړونه به مو وچوي.

د ښي لاس خلاصې ګوتې مې تر خاورو يوه لوېشت پورته ونيولې. يوه شېبه غلی وم، بيا مې يودم وخندل:

_ادې! اوس ښه يې! تندی دې سوړ دی. تبه دې پرې شوې ده.

يوه شېبه غلی وم. بيا مې وويل:

_هو ادې! سم وايې! ورځئ! خو هېر دې نه شي، تاويذ ته به اوه سپينې جامې ور اغوندې.

د غار خولې ته مې وکتل، ناره مې کړه!

_وه ماشومانو، راشئ! انا مو تر لاس ونيسئ چې ونه لوېږې.

په لاره کې ناست کوچيان د غار دېوال ته ور وښويېدل.

شامتورې ته مې وکتل، دوا کار کړی و، سترګې يې پټې وې، سو که سوکه، منظمه ساه يې اخيسته.

د حاجي ناټک را پام شو، نجلۍ ته يې وکتل، خړې شونډې يې خندنۍ شوې. په خوند يې وويل:

_قربان دې شم! پوهېدم چې دم او دوا ( دعا) دې بې څه نه ده.

نورو کوچيانو ته مې وکتل، لا هم د غار له دېوال سره  ناست ول.

ومې ويل:

_مه وېرېږئ! پېريان ووتل.

ټول تر شامتورې را وګرځېدل. يوه شېبه يې  پرتې نجلۍ ته وکتل، بيا يودم زما پر لاسونو را پرېوتل، وار نه کېده، هر يوه هڅه کوله چې زما تر  لاسونو خپلې شونډې را ورسوي.

د حاجي ناټک وارخطا غږ مې واورېد:

_شامتوره مو ژوبله کړه.

ور ومې کتل، زما پر لاسونو د يوه پراته  بوډا لوڅه سپېره  پښه د نجلۍ پر ټټر پرته وه. ټول مې شاته کړل. شامتورې ته مې وکتل، په رڼو سترګو کې يې وېره پرته وه. نجلۍ مې ورو را پورته کړه. ومې ويل:

_څنګه يې لورې!

نجلۍ په حيرانۍ راته کتل.

حاجي ناټک په خوند وويل:

_ښه ده، ورته وګورئ! دردونه يې غلي شوي دي، چيغې نه وهي.

کوچيان بيا زما د لاسونو د ښکلولو له پاره را مخکې شول، خو زما تريو تندي بېرته پر خپلو ځايونو کېنول.

نجلۍ په مړاوي غږ وويل:

_بابکه! وږې يم، کورتو ته مې زړه کېږي.

حاجي ناټک خپله لور په غېږ کې ونيوله. په خوند يې وويل:

_چې ته خدای را ښه کړې، د کورتو غم مه کوه، پيرګل ته کورت څه دي!

ماته يې وکتل، په سترګو کې يې خوشالي پرته وه. په خواره خوله يې وويل:

_قربان دې شم. شامتورې دا دوې ورځې خدايکه په  هېڅ شي څکه کړې وي. اوس يې کورتو ته زړه شوی، ړندکي پيري ته به نه کې ور نارې؟!

اه! کورت! همدا ګړۍ مې يو کورت په زر روپۍ هم اخيست، خو دا سپېره غر او کورت! ډېر سره ليرې ول.

د شامتورې پر سر مې لاس تېر کړ، ومې ويل:

_لورې! ته ناروغه يې، کورت  تاوان درته لري. اوس به غوښه درته را وغواړم، زما خدمتګار سلامت ورون پوخ کړی دی.

د نجلۍ  تندي نرۍ ګونځې پيدا کړې:

_نه، غوښه مې بده ايسي.

حاجي ناټک په غوسه وويل:

_ګوستاخي مه کوه، همدې پيرګل له مرګه راوګرځولې… هله! ژر يې لاس ور مچو که.

ومې خندل:

_خير دی! ماشومان دي. تر اوسه لا په مقدساتو نه پوهېږي.

کوچيانو ته مې وکتل، پوهېدم چې د ( مقدساتو ) له ټکي يې مانا نه  ده اخيستې، خو يو يو لغات ښه و،  پوه مالومېدم.

د اوبو پتک مې وغوښت، يوه کوچي له ملا را خلاص کړ، د جام پاتې اوبه مې پکې واچولې، حاجي ناټک ته مې وويل:

_دا شفا بخشه اوبه اسانه نه دي پيدا شوې، له کوه قافه راغلې، نجلۍ ته يې درې وخته ورکوه، سهار، غرمه، بېګا.

د حاجي ناټک سترګې له اوښکو ډکې شوې، دواړه لاسونه يې راوغځول، پتک يې څو ځله ښکل کړ، په ډېر احتياط يې په څادر کې وتاړه.

يوه ځوان وويل:

_يا پيره! تر تا لوګی شم، مورکۍ مې څه نه ويني! را يې ولم؟!

نور کوچيان هم په خبرو راغلل، د يوه مېږو شيدې نه کولې، د بل پرله پسې لوڼې زېږېدلې، د بل اولاد نه کېده، د يوه پر رمه لېوه اموخته و….بس! ټولو مرسته غوښته.

سر مې  ورته وخوځاوه، ټول خوشاله د باندې ووتل.

د سمڅې په خوله کې ودرېدم، کوچيان تر چينې تېر ول، شامتوره په خپلو پښو تله….

ځمکې ته مې وکتل، زړه مې خولې ته راغی، د زرو سيکه  نه وه. قدم شاه مې را وغوښت، تيږې مو واړولې، سيکه پيدا نه شوه.

قدم شاه مې لاندې ولېږه، ښه شېبه وروسته بېرته راغی، په لاس کې نيولې ژيړې سيکې ته يې کتل.

ويې ويل:

_سوچه سره زر دي.

سيکه مې راواخيسته، بلې خواته يې د پخواني يونان په سبک جوړه شوې ودانۍ کېندل شوې وه.

ومې ويل:

_مجبور يو. باز به يو ځل بيا را غواړو!

قدم شاه په حيرانۍ راته کتل…

ومې ويل:

_باز ويل چې له بوتانو ډکه سمڅه يې موندلې ده. پوهېږې! پلار مې د لندن په ملي موزيم کې کار کاوه، هغه وخت ماشوم وم، کله کله به يې موزيم ته ورسره بيولم، د نايابه  او تاريخي اثارو په اړه به يې اوږدې خبرې راته کولې…په مکتب او پوهنتون کې مې هم تر ټولو ډېرې نومرې په تاريخ  کې وړې. دا ډول ځايونه بې څه نه دي.

قدم شاه وټوخل.

يودم مې وويل:

_وه احمقه! له لاوډ سپېکره ليرې کېنه، يوه ټوخې دې نږدې غرق کړی وم.

غرمه مو په دوو نفرو د پسه سلامت ورون وخوړ. ماسپښين د نږدې غره سر ته وختو. شاوخوا مې وکتل، په شنو ونو کې سره غونډۍ  نه ښکارېده.

پر يوې ړنګې شوې وچې ونې کېناستو، قدم شا ته مې وکتل، ومې ويل:

_سبا ته به ډېر مېلمانه ولرو.

قدم شاه په حيرانۍ راته کتل.

ومې خندل:

_کوچيان دي، د چا مور په سترګو سم نه ويني، د بل مېږې شيدې نه کوي، د يوه په رمه لېوه اموخته دی….

قدم شاه وويل:

_نو څه ځواب ورته لرې؟!

ومې ويل:

_اسانه ده، بس! د خپلو خبرو په پای کې به يو  د (  خو ) ټکی ور اضافه کم.

سهار د کوچيانو سلامت کاروان راغی، چينې ته نږدې درې اوښې، څلور آسان، اته خرې او دوه کچرې ودرېدې، د لاوډ سپېکر کراماتو ته ضرورت نه و. پوهېدم چې نارينه وو  به په کيږديو کې د بغدادي پير کرامات ياد کړي وي.

واړه، زاړه، ښځې او نارينه له قدم شاه سره پورته را وختل. تر نيم ساعت ډېر وخت يواځې زما د لاسونو په ښکلولو تېر شو.

ټول کېناستل، خړې، پړې له چاودو  ډکې څېرې يې درلودې، د هر يوه د جامو اصلي رنګونه ډېر وخت او ډېرو اوبو وړې ول. په څېرو کې يې وېره ښکارېدله.

د خپلو کراماتو په اړه مې اوږدې خبرې وکړې، ومې ويل چې په حبشه کې مې د مور زادې ړوند سترګې بېنا کړې، په بخارا کې مې يو ګونګی په خبرو را ووست. په کوه قاف کې مې په پښو شل پيری په پښو ودراوه….

کوچيانو توبې ايستې….

اوږدې خبرې مې وکړې، يواځې له خپلو کراماتو غږېدم، خو د خبرو په پای کې مې د (خو) ټکی را وايست. ومې ويل چې زما دم او تاويذ په هغو کسانو تاثير نه کوي چې بې ايمانه وي….

لومړۍ مې يوه زړه ښځه را وغوښته، ښځې په خواره خوله وويل چې سترګې يې سم کار نه کوي، هر څه تک تور ورته ښکاري.

 د هغې پر سترګو مې ګوتې کېښودې. شونډې مې وخوځېدې، چوف مې کړل.

ښځې سترګې خلاصه کړې، د غار خولې ته يې وکتل، يودم يې په خوشالۍ وويل:

_سترګې مې سمې شوې، باور وکئ! د غار په خوله کې مې يو کربوړی وليد، منډه يې واخيسته.

په زړه کې را تېره شوه:

_هوښياره يې، په دې خلکو کې به يوه بې ايمانه ښځه څنګه ژوند کوي!

ښځې يوه ماشوم ته لاس ورکړ،  په شکرونو _شکرونو له غاره ووته.

بيا يې يو اويا- اتيا کلن  مور زاده  شل  بوډا په څادر کې را ته راووړ. له دم نه وروسته يې ناره کړه، ويې ويل چې پښې يې ژوندۍ شوې.

بوډا د ولاړېدو هڅه وکړه، خو  بېرته ولوېد، رنګ يې د بې ايمانۍ د ټاپې له وېرې تک سپين واوښت.

ومې خندل:

_دومره ژر هم نه، بس، يو څو څاښتونه درته ليکم، شپږ مياشتې وروسته به په خپلو پښو ګرځې.

خو پوهېدم چې تر شپږو مياشتو ډېر  ژوند  نه شي کولای. بوډا يې بېرته په څادر کې لاندې چينې ته يووړ.

د عادي ناروغيو علاج اسانه و. سردردي، تبې، جلدي ناروغيو… ته مې مختلفې دواوې درلودې…

شېبه وروسته  يواځې هغه نارينه  پاتې ول چې خپل مشکلات يې د نورو تر مخې نه شوای ويلی. ټول مې د باندې وايستل، بيا مې يو- يو را وغوښت. لومړي کوچي اولاد غوښت. اول مې په خبرو را ووست، بيا مې دم پرې چوف کړ، ورته ومې ويل چې  په غېږ کې دي يو ګلالی ماشوم وينم، تورې  غټې سترګې لري، له خندا شين دی….

د کوچي رنګ تازه شو، خو دوهمې خبرې مې د هغه په خړو شونډو غزېدلې موسکا بېرته سره ور ټوله کړه. ( خو ) مې پکې را وايسته، ومې ويل:

_خو يو شرط لري،  په رڼا ورځ به په کېږدۍ کې له خپلې ښځې سره پرېوځې.

کوچۍ ولاړ شو، ټنډه يې تروه وه، پوهېدم چې له ذهني کشمکش سره مخامخ دی، له يواځينۍ يوې کېږدۍ څخه د پلار، مور، وروڼو، خويندو، ورېرو… ايستل او بيا په رڼا ورځ له خپلې ښځې سره پرېوتل  ؟!  بنده يې بوله.

بيا د اتو لوڼو پلار راته کېناست. يودم يې وژړل، بس! له بغدادي پېره يې يو زوی غوښت. لنډه مې ور ياده کړه چې يو  نه، غبرګ زامن يې په نصيب کې دي، خو دوه کاله وروسته.

چا سپينوله؟! ما په دې غره کې دومره ډېر وخت نه تېراوه.

کوچي شکرونه ايستل….

بل کوچي ته وار ورغی، په رمه يې لېوه اموخته و. لنډ مې وپوهاوه چې ړندکی پيری به لېوه پوه کړي، خو دی دې هم يو غټ، خډر سپی وساتي.

بل کوچي ته خوب نه ورته، له چوف وروسته مې ورته وويل چې پوره درې شواروزه  به خپلې سترګې له تړلو پرته پټې نيسې.

بيا يو هډور خيرن ځوان راته کېناست، تر ډېره يې خبرې نه کولې، يواځې ځمکې ته يې کتل. مجبور مې کړ، نوم يې عطا ګل و،  په شرمېدلي غږ يې راته وويل چې پر يوې جايي ( کليوالي) نجلۍ مين دی.

په خندا مې ورته وويل چې ياري په پټه نه کېږي! د بغدادي پير کرامات به هله در ورسېږي چې نجلۍ ته سپينه خبره وکړې، بس! نجلۍ به له تا پرته بل نارينه ورور وګڼي.

نور کسان راغلل، هر يوه ته به مې سل په سلو کې ډاډ ور کاوه، خو يو داسې شرط به مې هم ورسره تاړه چې پوره کول يې له وسه وتلې خبره وه.

خو په دې کې مې ځينې ساده شرطونه هم ياد کړل. د کلي له ګودره د اوبو څښل، په کليوال ملا پسې درې ورځې  پنځه وخته  لمونځ، د کلي د خان يا ملک له  کوره د تود پاستي راوړل….

په هر شرط کې مې ځکه کلی ياداوه چې دا کوچيان به کليو ته تلل او هلته به يې ضرور د  بغدادي پير کرامات يادول.

دمونه او کرامات تر مازديګره تاوده ول. کله چې کوچيان لاړل، نو د چينې تر څنګ د شکرانې درې سېرلي، اته تکې تورې چرګې، په دسمال کې تړلې هګۍ او يو پسه  پاتې شول.

بس! قدم شاه ته خدای ورکړه، بېګاه ته يې دوې چاغې چرګې اور ته ونيولې، سهار يې په يواځې ځان پنځه هګۍ وخوړې.

اته بجې د باندې ووتم، د پسه يواځې يوه پښه پرته وه. سيرلي نه ښکارېدل.

قدم شاه ته مې ور غږ کړ، دواړه په بېړه لاندې کښته شوو، د وينو تر څنګ مو د  لېوانو پلونه وليدل. شاوخوا مې وکتل، هېڅوک نه و.

لومړی مو ورون ليرې يووړ، بيا په ورکو سيرليو پسې وګرځېدو، يو سېرلی مو له ټيټې ونې را کوز کړ، د پاتې دوو درک نه مالومېده.

درې ورځې تېرې شوې، نه مو ځايي ( کليوال ) وليد او نه هم کوچی. په درېيمه ورځ يو له عمره پوخ کوچی  له ګوډ اوښ سره راغی، له تاويذ او د اوښ د پښې له تړلو وروسته مې ورته وويل چې په درېيو ورځو کې مې يو کوچی هم ونه ليد.

_کوچي لنډه را ياده کړه چې د عطاګل په پاتيا ( فاتحې ) ناست وو.

ومې ويل:

 _ولې، هغه خو روغ جوړ  تکړه ځوان و؟!

کوچي سوړ اسويلی وايست:

_نه پوهېږم! عطا ګل شرمناک او په سد سړی و، خو خلک وايي چې په ګودر کې يې يوې ځايي نجلۍ ته  وار له واره د مينې خبره کړې وه، بس! نجلۍ کور ته منډه اخيستې وه، وروڼه يې خبر کړي ول. عطا ګل يې په بېلچو مړ کړ.

د کوچي له تګ وروسته قدم شاه پر اوږه لاس را کېښود، په ملنډو يې وويل:

_دې ته وايي د بغدادي پير کرامات!

سوزان د تليفون پر زنګ جټکه وخوړه، کېناسته، مور يې په وچه کې ولاړه وه. له ليرې يې لاسونه ورته خوځول. سوزان پاروګان ووهل، شېبه وروسته ساحل ته ورسېده. د پلار  خوشاله غږ يې واورېد:

 _د نيکه يادښتونو ډېره مصروفه کړې يې، ويې ولوله، خوند ترې واخله ، باوري يم،  پر غور نيکه به دې افتخار وکړې، افتخار.

ټوله کورنۍ پر هوار شوي فرش کېناسته. کباب خوندور و. پاتې ورځ په چکر تېره شوه. مازديګر يې سره راټوله خيمه، کيشتۍ، فرش… د موټر  پر سر وتړل، شپه يې د يوه شنه غره په لمنه کې يوه لوی مېلمستون  ته وروړه.

مېلمستون له توريستانو ډک وو، چا سندرې ويلې، چا نڅا کوله، ځينو ژېړو قوي ګروپانو ته واليبال کاوه….

سوزان کانتين ته ودرېده، برګر، انرژي او يو بوتل اوبه يې واخيستل، ليرې لاړه، په ګوښه ځای کې پر اوږده څوکۍ کېناسته، کتابچه يې را واخيسته، په پورته ولاړ ګروپ کې دومره زور و چې د خپل غور نيکه خط په اسانۍ ولولي.

ډېوېډ جونز څو مياشتې وروسته تاريخ ليکلی و:

_خبره د ملک ځونډي د مېلمنو تر کوټې را ورسېده. په ټول کلي کې تر دې بله ښکلې او سوتره کوټه نه شته. دا اوږده  کوټه  د چهار تراشو له لرګي جوړې وړې کړکۍ لري، پر توشکو پاسته ليمڅي پراته دي. غولی ليکي ليکي ګېلمانو نيولی دی…خو دې کوټې ته راتګ خپله کيسه لري.

غره ته د کوچيانو نور قومونه هم را مات شول، بس! خوله به مې له ډېرو چوف کولو ستړې شوه، خو تر دې دمه مې لا د امان الله خان پر پاچاهي کار نه درلود. ماته په ځايي خلکو کې د مريدانو پيدا کول هم مهم ول.

کله کله به يو کليوال هم راغی، له دوی سره مې ډېره خواري ايسته، د کراماتو وار نه کېده، خو دا عادي کليوال وو، خبرو يې پر نورو دومره تاثير نه درلود. فکر مې وکړ، که مې د خان، ملک او قومي مشر باور  خپل کړی وای، نو اولس خپله را نږدې کېده.

ځينې کليوال مې راوغږول، څلورو کسانو پر پراخه سيمه باداري چلوله. خو دا مغروره او بانفوذه کسان بايد تر بغدادي پيره په خپلو پښو راغلي وای.

لومړی مې د حاجي پاينده خان په باره کې ځينې کسان وغږول، پاينده خان زړور سړی و، دوه ويشت لوی او واړه کلي يې تر امر لاندې ول. له ځنغوزيو ډک غرونه يې درلودل….

 د  کليوالو په خبرو کې مې د دې سړي کمزوری ټکی ونه موند،  خو اخير د يوه لېونحاله کليوال له خولې روغه  خبره را ووته. اويا کلن  پاينده خان يواځې يوه مياشت مخکې څلورمه ښځه کړې وه، خو اوس په مهمانخانه کې وېدېده.

 اويا  کلن بوډا، څلور ښځې!

کورته به نو ولې ورته!

له کليواله مې وپوښتل:

_دا سړی خط لوستی شي؟!

ويې ويل:

_نه پوهېږم، خو يو ځل يې په يوه ختم کې سيپاره مخ ته نيولې وه.

کوچينی کاغذ مې را واخيست، يواځې يوه جمله مې وليکله:

_يو ځل بغدادي پير ته راشه، پاتې  عمر د کور په کوټو کې تېر که.

کليوال ته مې دوې خبرې وکړې:

لومړۍ ! دا کاغذ به سيده تر حاجي پاينده خانه ور رسوې.

دوهم! کومې خبرې چې دې  د پاينده خان په اړه ماته وکړې، پاينده خان به بوی هم نه ترې وړي، که نه ړنده کی پيری در لېږم، له اولادونو سره به دې  شنه لمبه کړي.

د غار تيارې برخې ته لاړم، د جنسي قوې د ډېرېدو دوې غټې ګولۍ مې وټکولې. سپين پوډر ترې جوړ شول.

په دوهمه ورځ له چينې سره درې آسونه ودرېدل. دوه  ټوپکوال  لاندې پر تيږو کېناستل، درېيم، پورته را وخوت.

د ډنګر بوډا خرېيلې ږيره رسېدلې وه،  تک سپين،  خيرن،  ډبل برېتونه يې پر شونډو پراته ول. يوه لويشت کم سوری ټټر يې د توپانچې د مرميو په پلن کاش کې پټ و.

ومې خندل:

_حاجي پاينده خانه! ايله په ايله چې د غريبانو پوښتنې ته راغلې.

سړي په حيرانۍ وويل:

_له کومه پوه شوې چې زه حاجي پاينده خان يم؟!

راغی، زما پرلاسونو يې شونډې کېښودې!

ومې خندل:

_د چا چې پېريان تابع وې، په دې هم پوهيږي چې د څلورو ښځو خاوند ولې په مهمانخانه کې شپې تيروي!

د بوډا خړ غومبرې سره شول.

تر لاس مې ونيو، تر څنګ مې کېناوه. خو لا يې هم ځمکې ته کتل.

ومې ويل:

_د کور والو دې ډېر درته وويل چې اويا کلن سړی يې، له څلورمې ښځې تېر شه، خو تا نه منله!

يودم يې راته وکتل، خوله يې جينګه کړه!

_اې په خدای! تاته خو په رښتياهم پټې مالومې دي.

په زړه کې را تېره شوه:

_اې ساده ګله! پټې نه دي، حتما به يو چا درته ويلي وي چې وروره،  پلاره، يا نيکه! اويا کلن سړی يې، په ځان کې دې يو پاو غوړ نه دي پاتې، څلورمه ښځه څه کوې!

يودم مې وخندل:

_خو زړه دې ځوان دی!

ويې خندل، په خوله کې يې يواځې دوه، درې، چينجن غاښونه پاتې ول.  بېرته  يې کڅوړني سترګې له اوښکو ډکې شوې،  سر يې وځړېد.

ومې ويل:

_غم مه کوه! بغدادي پير به دې د کور کوټو ته بوځي.

 نېغ يې راته وکتل، په سترګو کې يې ځلا پرته وه.

له جېبه مې يو کوچنی کاغذي پاکټ را وايست. ومې ويل:

_په دې کې د کوه قاف د سپينو ګلانو شيره را ټوله شوې ده. يو نصوار نن شپه وخوره، بل هم بلې شپې ته وساته!

بوډا په شرميدلي غږ وويل:

_کار به ورکي؟!

ومې خندل:

_بغداي پير خامه خبره نه کوي!

بوډا په خوشالۍ د باندې ووت. ما يې تر درېيو ورځو د بيا راتګ تمه نه درلوده، خو بوډا  په دوهمه ورځ  بېرته راغی، دا ځل يواځې و، ږېره يې پاکه خريېلې وه، ډبلو  برېتونو ته يې تک تور رنګ ور کړی و.  وار له واره مې پر لاسونو را پرېووت، په سخته مې خپل لاسونه ترې ټول کړل. بوډا يوه خبره کوله:

_يا پيره! د خدای روی ومنه، په مريدی مې ونيسه….

ما به نو څه پکې ويل؟! مريد مې کړ.

سترګې يې وځلېدې، بيا يې زما ښی لاس د مچولو له پاره ور کش کړ. مخامخ راته کېناست، په شرمېدلي غږ يې وويل:

_سپينې شيرې کار وکه.

ومې خندل.

د بوډا سر وځړېد، په  غږ کې يې له شرم سره  لړزه پرته وه:

_يا پيرګله! له تا به څه پټوم، سپينه مامد دينه به درته وکم، په يوه شپه له خپلې نوې کډې سره دوه وارې پرېوتم.

ومې ويل:

_له ما څه پټولای نه شې.

غلی شوم، يودم يې راته وکتل، د خواست په ژبه يې وويل:

_خير دی! قربان دې شم، د سپينو ګلانو يو څه نوره شيره به نه کې راته پيدا؟!

ومې ويل:

_اوس څه نه شم درته ويلای!

د تندي ګونځې يې  لا پسې ژورې شوې:

_مه مې نا امېده کوه! تاته څه سخته ده؟!

ومې ويل:

_خطر لري!

يودم په احساساتو راغی!

_څه خطر؟! لس، شل، دېرش! هر څومره ځوانان چې غواړې له ټوپکو سره يې درته راولم. يا  ماته د کوه کاپ ( قاف ) لاره را وښيه!

ومې خندل:

_د ټوپکو خبره نه ده. پوهېږې! د دې ګلانو پر سيمه کاپر پيريان پاچاهي کوي. وړه خبره نه ده، کاپر پيريان!!! خدايکه مو وينه ځمکې ته هم پرېږدي.

بوډا چورت يووړ.

ومې ويل:

_بله خبره! له زرو سپينو ګلانو ايله يوه چونډۍ شيره را ټولېدای شي.

بوډا په خواره خوله وويل:

_مه مې نا امېده کوه!

ومې ويل:

_خاطر دې ډېر راباندې ګران دی، ړندکي ته به ووايم، کېدای شي چې په کوم چل يوه، دوه چونډۍ سپينه شيره درته راوړي، خو پنځلس ورځې وخت  غواړي.

بوډا يودم  وخندل:

_قبوله مې ده، قبوله مې ده.

غلی شو، ويې ويل:

_خو خير دی، تر پنځلس ورځې  به يې ډېر نه ځنډوې.

اجازه يې وغوښته، د  غار تر خولې پورې د شا په خوا ته.  ودرېد، ويې ويل:

_قربان دې شم! هر څه چې غواړې راته ويې وايه! تر بېګا پورې به يې درته را ورسوم!

ومې خندل:

_بغدادي پير انسانانو ته  ضرورت نه لري. څلوېښت زره پېريان يې تابع دي، څه چې غواړي، په خپله ورته راځي.

سړی تابع شو، په يوه چونډۍ سپينې شيرې يې مړي هم راته کول.

وار کريم داد ته را ورسېد، دې هډور ځوان په يوه بسته قوم واک درلود، خبره يې، خبره وه، په خپل قوم کې هېچا هم دومره زړه نه درلود چې خان ته نېغ  وګوري، خو دې پياوړي خان هم کمزوری ټکی درلود. کال مخکې يې له يوه کوچي سره خوړلي و، کوچي د قوم لوی خان پوري وهلی و، يوه خان به د يوه سپېره کوچي دومره لويه سپکه څنګه تېروله! په هماغه سات يې د خپلې توپانچې ډز پرې کړی و.

جرګې کېناستلې وې، خو د مړه کوچي ورور  په بدي کې له  کريم داده اووه ښځې غوښتې.

ساه زورور او کمزوری نه غواړي، پر هر چا ګرانه ده،  د لوی  خان ژوند تريخ و، آزاد نه شوای ګرځېدای، نه و ملامت، پوله، ونه، تېږه…له  هر ځايه د ټوپک خوله ور اوښتی شوای.

فکر مې وکړ، له دومره کراماتو وروسته به مې بيا هم په کوچيانو کې خبره نه چلېده؟! زړه مې نه منله.

حاجي ناټک مې را وغوښت، د بدي د سړېدو خبره مې ورته وکړه، خو د حاجي ناټک په خبرو کې نا امېدي ګډه وه، ويې ويل چې د وژل شوي کوچي ورور لېونی غلام دستګير  نومېږي، لېوني قسم کړی چې خپل غچ به اخلي. يو سهار  د کريم داد د کلا تر مخ په اخور کې ورته پټ و. خان له جوماته خپل کور ته تلو  چې کوچي د ټوپک ډز پرې کړی و، خو د  خدای ساتنه بېله خبره ده، ګولۍ ونه خوړ. کريم داد هم  په منډه کې د يو ډزې توپانچې وارخطا وار پرې کړی و، خو توپانچه د کلا په لويه دروازه کې ترې پاتې وه…غلام دستګير اوس هماغه توپانچه تړي….

حاجي ناټک ته مې وويل چې غلام دستګير له ما او زما له کراماتو خبر که، ورته ووايه چې که سوله ونه کړې، نو  بغدادي پير خفه کېږي، خو حاجي ناټک راياده کړه چې لېونی غلام دستګير  خدای نه مني، نو پير به څنګه ومني، ده تر اوسه اووه مړي کړي، په دې اوو مړو کې دوه پيران ول.

لينګي مې ولړزېدل. د شپې تر ناوخته مې د حاجي ناټک خبرې په ذهن کې سره اړولې، خو د کار ټکی ترې ونه ووت.

سهار مې قدم شاه ته د حاجي ناټک خبرې وکړې، له فکر پرته يې راته وويل چې اې ساده، له خانه د وسلې وړل، داسې ده لکه ښځه چې يې ترې بېولې وې، که غواړې چې کريم داد په خپلو پښو درته راشي، توپانچه يې پيدا که.

حاجي ناټک مې را وغوښت، د توپانچې خبره مې نه شوای ورته کولای، خو دومره مې ورته وويل چې لېونی غلام دستګير راته پيدا که.

حاجي ناټک راياده کړه چې ليرې ترې ګرځه، څه يې کوې، لېونی غلام دستګير له پيرانو ښه زړه نه لري، په کوچينوالي کې يې مور  د دم ، دوا (دعا) له پاره د  پير په نوم کوم ټګ ته ورغلې وه، ټګ د ښځې ټټر ته لاس ور وړی و.  ښځې ناره کړې وه، هغه وخت لېونۍ غلام دستګير ايله د څوارلسو کالو و، تر څو چې کلی خبرېده، د پير غاړه يې پرې کړې وه. د لېوني غلام دستګير له هماغې ورځې له پيرانو سره لوېدلې ده، خوند نه ورکوي. هسې به دې خوابدی کړي….

خو ما ټينګار کاوه، د دې لېوني ليدل  ضرور و.

حاجي ناټک راته وويل چې سمه ده، خو لېونی غلام دستګير په پاړه چنار کې اوسي، دلته کله کله راځي، زما خبره پر ځمکه نه اچوي، که  دلته د کوچيانو په هر ټبر  کې و، پيدا به يې کم او تر دې ځايه به يې خپله درته راولم.

دوې ورځې ووتې، د حاجي ناټک او لېوني غلام دستګير درک مالوم نه شو، بل سهار مې چينې ته نږدې يوه وچه ونه وهله چې دوه سپاره راته ودرېدل.

د قدم شاه ټيټ غږ مې واورېد:

_بچو! اوس به څه کوې؟! د کراماتو له ځايه هم ليرې يې.

غلی شو، ويې ويل:

_ماته کوچيان ښکاري، په دوی کې خو به کوم يو لېونی غلام دستګير نه وي؟!

مازې شونډې مې وخوځېدې:

_نه! لېونی له حاجي ناټک سره راځي.

راغلو کسانو خپل آسونه پر ونو پورې  وتړل. دواړو  له رنګه تورې لمر سوځولې څېرې درلودې، يوه ټوپک او توپانچه، دواړه تړلي وو، له بل سره يواځې توپانچه وه. .

مخکې راغلل، ټوپک تړلي، سور سترګي له ونې لوړ، هډور سړي  په ډډ غږ وويل:

_کوم يو پير ګل ياست؟!

يو ګام ور مخته شوم.

سور سترګې وويل:

_ښه نو، دا ټګ ته يې چې خلک دې له غريبۍ ايستلي دي؟

په زړه کې مې خوشالۍ منډه واخيسته، دې سړي پير ته عقيده نه درلوده، نو له لېوني غلام دستګيره پرته بل څوک نه و. لږ تر لږه د ده د نوم په اخيستلو خو مې يو څه کرامات ښکاره کولای شوای.

سور سترګي ته مې وکتل، ومې خندل:

_غلام دستګيره! ډېر په غوسه يې!

سور سترګی له خندا شين شو، خو د ده تر څنګ له بدنه د کمزوری سړی ټنډه تروه وه.

سور سترګي په خندا کې وويل:

_څه دې وويل! غلام دستګير!!!

بېرته يې خپلو تشو ته لاسونه ونيول، دا ځل يې خندا  تېرې نارې ته  ورته وه. ښه شېبه يې وخندل، بيا يې هماغسې په خندا کې وويل:

_د دې خو پېريان هم تابع دي.

بيا يې خندا ته خوله  وازه کړه، خو دا ځل يې خندا لنډه وه.

_ښه نو، زما نوم خو دې واخيست، نو دا زما ملګری څه نومېږي.

غلی وم.

سړي مخامخ وکتل، ويې ويل:

_هاغه ونه راته راوله!

بله خبره يې وکړه!

_ووايه! نن سهار مې څه وخوړل، هه؟! څو اوښې لرم؟! پلار، تره، نيکه مې څه نومېږي؟ !! ماته وګوره! د يوه نوم راته واخله.

غلی وم.

سړي زما تر اوږدې ږيرې خپلې ګوتې لاندې کړې، د زنې پر لاندينۍ برخې مې يې زور راووست. په غوسه يې وويل:

_څه عورته ( ښځه ) خو نه يې! ماته وګوره!

د قدم شاه وېرېدلی غږ مې واورېد:

_پير صېب مه په عذابوه! که نه نو ښه ورځ به ونه وينې!

سور سترګی ور وګرځېد، قدم شاه منډه واخيسته، څو ګامه ليري ودرېد.

سور سترګې په ملنډو وويل:

_ښه ورځ؟!

مخامخ راته ودرېد، ويې ويل:

_زه هسې هم ښه ورځ نه لرم، تر اوسه مې څلور مړي کړي، د خپلې کډې (ښځې) او کوچنيانو رنګونه رانه هېر دي. نن دا غر، سبا ها غر، يوه شېبه هم خپل ژوند ته تمه نه لرم.

غلی شو، په ملنډو يې وويل:

 _خو ته اوس ړندکی پيری را وغواړه، خير دی!  يا چوف راباندې وکه، اور را واچوه.

غلی شو، مخ يې را نږدې کړ، په ساه کې يې د نصوارو بوی  ګډ و.

 ورو يې وويل:

_پوهېږې! زه تورباز خان يم، غلام دستګير مې تر څنګ ولاړ دی.

لينګي مې ولړزېدل، پر نيمه وهل شوې ونې پورې مې لاس ونيو. لېوني غلام دستګير ته مې وکتل، معصومې وړې، تکې تورې سترګې يې درلودې، داسې نه ښکارېده چې تر دې دمه دې د کومې چرګې غاړه هم  پرې کړې وي.

په  لومړي ځل مې د لېوني غلام دستګير غږ واورېد:

_له ما سره دې څه کار و؟

اه! تر اوسه له داسې ورو او ارام  غږه نه وم وېرېدلی.

غلی وم.

غلام دستګير وويل:

_پاړه چنار ته تلم، خو حاجي ناټک مې نه شو خپه کولای، لاره مې کږه کړه، د شپو او ورځو مزل راته پاتې دی، خبره لنډوه.

ومې ويل:

_يواځې درسره غږېدای شم؟!

د سور سترګي غوسه ناک غږ مې واورېد:

_ملنډې مه وهه! زما او د غلام دستګير تر مينځ هېڅ هم پټ نه دي، خبره وکه!

خو غلام دستګير ګامونه واخيستل، ورپسې ورغلم، د يوې څېړۍ سيورې ته ودرېد. پوهېدم چې د سولې خبرو ګټه نه کوله! سل زړونه مې سره وتړل، ومې ويل:

_ستا توپانچه غواړم!

د سړي په تور مخ کې شينوالی راغی، مخکې تر دې چې څه ووايي، ما وار ړومبی کړ:

_ستا تړلې توپانچه يو ډز کوي، خو ته بدي دار يې! پوهېږم! هوښيار سړی يې! په داسې توپانچه کې به څه ونه وايې چې اووه ګولۍ خوري، بس! يواځې ماشې ته ګوته ور وړه. که دې دښمن اووه ساوې درلودې، نو هغه بېله خبره ده، که نه، په روغو پښو نه شي درنه تلای.

کوچي وچې سترګې راته نيولې وې.

ومې ويل:

_يو دوربين هم درکوم، له دې ځايه يې د هاغه غره پر سر ګوښې ولاړې ونې ته ور واچوه، پاڼې به يې وشمېرې. پيسو ته هم تيار يم، بس! غږ کوه!

کوچي وويل:

_دا توپانچه ولې دومره درباندې ګرانه ده؟!

ومې ويل:

په بيه کې يې زه څه نه وايم، علت يې ته مه غواړه!

يوه شېبه غلی و، بيا يې سر پورته کړ:

_ته څوک يې؟!

ومې ويل:

_پيري مې ته نه منې، نو اوس داسې فکر وکه چې له يوه عادي سړي سره سودا کوې.

ويې ويل:

_دا سودا مې خوښه شوه.

دواړه مخکې لاړو، لېونی غلام دستګير له چينې سره راته ودرېد، ګريس بنده انګرېزي توپانچه، دوربين او څه پيسې مې ورته راوړې.

شېبه وروسته مې په دوو کوچيانو پسې تر هغو کتل چې په ګڼو ونو کې ننوتل.

بېرته پورته وختم، توپانچه مې په څو ټوټو کې وپېچله. بله ورځ مې د کريم داد يوه کليوال ته وويل چې دا امانت به همدا نن  تر خانه ور رسوې.

له ځان سره مې حساب وکړ، د کريم داد  کلي يوه ورځ د آس مزل غوښت، نو دا کليوال به نن شپه ناوخته، کلي ته رسېږي، خان به سبا  ورځ د راتګ تياری نيسې، که بل سهار لمانځه مهال حرکت را وکړي، نو مازديګر يې دلته بوله.

د شپې مې تبه شوه، تر ډېره خوب نه راته، يو وخت مې اوږې وخوځېدې، قدم شاه و، ويل يې چې کريم داد له چينې سره ولاړ دی.

 د غار خولې ته مې وکتل، د لمر ژېړه رڼا پر تيږو پرته وه.

قدم شاه وويل:

ماسپښين دي!

حيران شوم، د کريم داد دومره ژر او ناڅاپي راتګ ته مې تياری نه درلود.

بدنۍ مې را واخيسته، مخ ته مې څو لپې اوبه ور واچولې. د غار خولې ته ورغلم، يو له عمره پوخ ځوان پورته را خوت، له چينې سره څو وسلوال کليوال ولاړ ول.

بېرته پر خپل ځای کېناستم.

کريم داد راغی، زما پر ښي لاس يې مازې شونډې ولګولې. مخامخ راته کېناست.

د هغه پړسېدلو سترګو يوه خبره کوله، ټوله شپه يې مزل را کړی و.

کريم داد وار له واره توپانچه راته کېښوده، ورو يې وويل:

_پير صېب! خپه نه شې، دا توپانچه دې له کومه کړه؟!

کله مې په دومره اسانۍ ځواب ورکاوه. ومې ويل:

_مه پسې ګرځه!

د سړي په ټنډه کې ګونځې پيدا شوې، په نا ارامه غږ يې وويل:

_ته پوهېږې! دا توپانچه.

په خبره کې ور ولوېدم:

_ولې نه پوهېږم! دا توپانچه ستا ده، ته بدي دار يې، دښمن لرې، خوب يې در باندې حرام کړی  دی، له ونې، بوټي، ډبرې… هر څه وېرېږي….

غلی شوم، داسې مې وښوده چې (د ته پوهېږې) خبرې خوند نه دی راکړی.

کريم داد وخندل، خو پوه شوم چې دا خندا يې مصنوعي ده، په پوست غږ يې وويل:

_قربان دې شم، ته په هر څه خبر يې! خو خير دی، دې بې خبره بنيادم ته ووايه چې دا توپانچه دې له څه وه؟!

ومې ويل:

_که درته ووايم چا راته راوړه، نه يې منې؟!

يودم را مخته شو، ويې ويل:

_قربان دې شم، موږ له پلاره، نيکه د تونسې د پيرانو مريدان يو. کافر مه رانه جوړوه، چې ستا خبره مې زړه ته ونه لوېږي، نو د چا خبره به منم!

ومې ويل:

_ړندکي پيري راته راوړه.

_ولې؟!

_ويل يې چې يوه ورځ د يوه کلي پر سر تېرېدم، يو خان مې وليد، د عزت او ابرو سړی و، خو د يوه خيرن کوچي له وېرې د باندې نه شوای را وتی. ان جومات ته هم نه ته. دې خان ته په کلي او اولس کې يو لوی پېغور ور پاتې و، توپانچه يې کوچي ورنه وړې وه.

د سترګو له کونجه مې کريم داد ته وکتل، سر يې وځړېد.

ومې ويل:

_دا دوې ورځې مخکې بيا ړندکی راغی، دا توپانچه ورسره وه، ويل يې چې لېونی غلام دستګير ويده و، توپانچه مې ترې را واخيسته، اوس غواړم چې دا توپانچه بېرته کريم داد ته ور وړم، خو ما منع کړ، ورته ومې ويل چې دا خلک له جنياتو سره نه دي بلد، که دې کريم داد دا اوږدې داړې او پر اوږدو وېښتو پټ ځان وويني، نو داسې يې بوله لکه لېونی غلام دستګير چې ورته ولاړ وي، زړه به يې ټک وچوي.  توپانچه به زه د کوم بنيادم په لاس ور ولېږم….

کريم داد تر ډېره غلی و، بيا يې راته وکتل، په جينګه خوله يې وويل:

_يو کار به نه راته وکې؟!

ومې ويل:

_اول يې راته ووايه!

سر يې وځړېد، غريو واخيست:

_له دې لېوني سوډره به مې نه کې بېغمه!

پوهېدم چې دې خبرې ته به اخير راځي، خو دومره ژر مې يې د اورېدو تمه نه درلوده.

ومې ويل:

_خو زه له ليوني غلام دستګير سره کومه ستونزه نه لرم!

کريم داد تر ډېره ځمکې ته کتل، بيا پرته له دې چې راته وګوري، په غريو کې يې وويل:

_زه غلی سړی يم، خدايکه مې تر اوسه پر ميږي هم پل ايښی وي، خو خدای په لېونو واړولم، کال مخکې د لېوني غلام دستګير کشر ورور زما فصله ته خپله رمه ور پرېښې وه، سم په انسانيت ورسره غږېدم، بس! د څو کليوالو تر مخ يې پورې وهلم، انسان دی، ماغزو مې کار پرېښود، همالته مې وويشت. مرکې کېناستې، هرې پرېکړې ته تيار يم، شل ټوپکه او ډېرې پيسې مې ورته ومنلې، خو لېونی غلام ستګير اووه ښځې غواړي.

غلی شو، پر څادر يې سترګې پاکې کړې، په غريو کې يې وويل:

_پر ما مې درې خويندې او  دوې لوڼې تر ځان هم ګرانې دي. څنګه به يې  اور  ته  اچوم!

غلۍ شو. يودم يې راته وکتل، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، ويې ويل:

_ته ووايه! دا غوښتنه په کوم کتاب کې روا ده؟! لېونی غلام دستګير نه پير مني، نه فقير، تر اوسه يې اووه مړي کړي،  قربان يې شم، دوه يې ستا غوندې ګلالي پيران ول. تخته کېدا  يې بې ثوابه نه ده.

تندی مې تريو کړ:

_څه! پيران!! پيران يې وژلي؟!!

د کريم داد غږ يو ناڅاپه ژوندی شو، غبرګ لاسونه يې پر ځمکه ولګول، يو ګام را وښويېد:

_هو صېب! که يې نه منې له خلکو پوښتنه وکه.

ځان مې خواشينی ونيو:

_نو داسړی خو په رښتيا هم ډېر مضر دی!

په خوند يې وويل:

_بالکل! پر لړم او غونډل بايد پښه کېږدو. بس! قربان دې شم، تاته څه سخته ده،  ړندکي ته ووايه، چاره به يې وکي.

ومې ويل:

_اتمه  ورځ احوال واخله!

د سړي سترګې وځلېدې:

_مانا، تخته کوې يې؟!

ومې ويل:

_اوس څه نه شم درته ويلی، فکر به وکم، خو پام! له دې خبرې بايد بل څوک بوی هم يونه سي.

کريم داد مې پر لاسونو را پرېووت، دا ځل يې مچې ډېرې تودې وې.

 په خوند يې وويل:

_که دې دا کار وکړ، نو وبه مې ګنډې، ټول عمر به دې غلام يم.

ومې ويل:

_خو لېونی غلام دستګير له بوټي نه دی پيدا، له تربرونو سره به يې څه کوې؟!

په خبره کې را ولوېد:

_له تربرونو سره يې لوېدلې ده، په کم شي غاړه راسره وړي، بس! ته د دې سوډر چاره وکه، له نورو سره  سوله اسانه ده.

د باندې ووت، شېبه وروسته مې قدم شاه را وغوښت، نېغ مې ورته وويل چې د لېوني غلام دستګير سر غواړم!

د قدم شاه سترګې رډې را وختې…

پوه مې کړ چې ځينې هدفونه په اسانه نه تر لاسه کېږي.

په سهار مې له حاجي ناټکه د چکر په پلمه  يو يرغه ( تېز ) آس را وغوښت. کوچينی کاغذ مې وليکه،  قدم شاه ته مې وويل چې تر خپله وسه به چټک ځې!

موږ ته د انګرېزانو تر ټولې نږدې قرارګاه، د آس درې ورځې مزل غوښت. دا لويه  قرارګاه د ډيورنډ د کرښې پر هاغه غاړه پرته وه، چانسلر د قرار ګاه مشر نيلسون ته امر کړی و چې زموږ هره غوښتنه به په پټو سترګو مني.

ډاډه وم، ليوني غلام دستګير په اسانه موندل کېدای شوای، ده  په ټول پاړاچنار  کې نوم درلود.

يواځې شوم، خو وخت مې بېکاره نه تېراوه، په خلکو کې  درېيم با رسوخه کس د شيخ جيلاني په نوم يو لوی مولوي و، دې بوډا يوه لويه  مدرسه درلوده، ګڼ طالبان يې روزل، خو دې طالبانو مصرف غوښت، ځينو شتمنو مرسته ور سره کوله، خو د شېخ طالبان  ډېر ول، کله کله به  ان په وچه ډوډۍ کې هم باقي شو.

په لومړۍ ورځ مې له شکرانې پاتې يو په غوښه پټ پسه ور ولېږه، دوهمه ورځ مې دوه کړل، خو د شېخ درک ونه لګېد.

يو کليوال مې وغږاوه، ويې ويل چې شېخ به ډېرې پيسې له دم او تاويذه پيدا کولې، د کور او مدرسې ګوزاره يې ښه روانه وه، خو تا يې بازار ور سوړ که، ښه يې نه ايسې.

درېيم سهار  مې بل پسه ور ولېږه، خو لا يې بد اېسېدم، خو هماغه غرمه مې يو اوږد ليک ورته وليکه، ومې ليکل چې څلوېښت زره پېريان مې په واک کې دي، هر څه را رسېږي،  نه د شکرانې په پيسو پسې ګرځم او نه هم  پسونه، سيرلي ، چرګې، هګۍ… اهميت راته لري. که تشريف راوړې، نو  بغدادي پير دې له خوارې ورځې ايستلی شي….

خط کار وکړ، شېخ پر خره سپور راغی. ستړې مشې يې توده وه. کېناست، يو ساعت يې د علماوو د اهميت په اړه خبرې وکړې، ويې ويل چې که زما او ستا غوندې علما نه وي، نو عاميان به کوپر او اسلام سره ګډ کړي…هم به له دې دنيا ووځي او هم به يې اخيرت خراب وي…نه به په نکاح پوهېږي او نه به هم د جنازې لمونځ ور مالوم وي، ان داسې څوک به ونه مومي چې د ماشوم په غوږ کې آذان ور وکړي….

بوډا اوږدې خبرې وکړې، په هره خبره کې به يې لومړی ځان او  بيا ماته ګوته نيوله، ويل به يې چې دا موږ علما….

بوډا ته مې وويل چې هر سهار يو طالب را لېږه، دی به ټوله ورځ د شکرانې پسونه، سېرلي… پيسې ټولوي، مازديګر به له څارويو  او ډک جېب سره در روان وي.

بوډا د تګ په وخت کې دعاوې راته کولې، ويل يې چې ستا غوندې علما دې خدای له اور او اوبو وساتي….

بل سهار کوچينی طالب راته ودرېد، تر مازديګره يې يو پسه، درې سيرلي، څو چرګي… ټولې کړې.

خلک ورو ورو ډېرېدل، د بغدادي پير د کراماتو آوازه تر ليرو ځايونو رسېدلې وه، ان ځينې خلک له وردګو او غزني هم راغلل.

قدم شاه نه و، خو د لاوډ سپېکر کرامات ونه درېدل، راغلي کسان به مې ژر نه را پرېښودل، دوی مجبور ول چې له چينې سره يو څه وخت تېر کړي، ناليدلو کسانو به د يو بل نومونه اخيستل، دردونه به يې سره ويل…د کلي او کور په اړه به سره غږېدل….له لاوډسپېکره به دومره څه راوتل  چې بغدادي پير خپل کرامات وښيي.

کله چې به د يوه کس چوف کول خلاص شول، نو ورته و به مې ويل چې اوس فلانی را ولېږه. وړه خبره نه وه، که بغدادي پير کرامات نه درلودای، نود ناليدلو خلکو نومونه  او نورې پټې به څنګه ور مالومې وې!

راغلی کس به مې پښو ته را ولوېد.

يو ماخستن مې جامې بدلولې چې په جېب کې مې د زرو سيکه له واړه چاقو سره ولګېده. سهار مې باز را وغوښت. په خبرو مې را ووست، سره غونډۍ نږدې وه. باز وويل چې سيکه او بوتان يې د دې وړې غونډۍ د لمر لوېدو  خوا په څنډه کې موندلي وو.

ماخستن مې لاسي بتۍ را واخيسته، ډاډه وم، په دې  شپه کې که مې چاته د زمري زړه هم ور کړی وای، نو د ړندکي پيري له ډاره سمڅې ته نه شوای را تلای.

سپوږمۍ وه، سره غونډۍ مې په اسانۍ ومونده، لمر لويدو خواته يې ورغلم، تنورونو ته د وړل شوې خاورې کيندل شوي ځايونه مې پيدا کړل. په پسته خاوره پسې وګرځېدم. ځای مې وموند، خاوره مې په دواړو لاسونو ليرې کړه، وړې سمڅې ته مې لاسي بتۍ ونيوله، لاندې ډبرينې زينې کښته شوې وې.

په احتياط لاندې لاړم، اوږدې سمڅې ته د ډبرو پايې ولاړې وې، دېوالونه د مختلفو حيواناتو له رنګه نقاشيو ډک ول.

د يو څه د ماتيدو غږ مې واورېد، لاسي بتۍ مې ځمکې ته ونيوله، پښه مې د انسان د اسکليټ  د ورانه پر هډوکي ايښې وه.  مخکې لاړم، دېوال ته له ډبرې جوړ لوی بت ولاړ و، څو  واړه بتان ، دوه، درې کوزړۍ، د انسانانو هډوکي…پر ځمکه پراته ول…بتۍ مې را وګرځوله،  په رڼا کې يې دومره زور نه و چې د سمڅې تر پايه ورسېږي.

فشس مې واورېد، په بېړه را تاو شوم، زړه مې له وېرې خولې ته راغی، په خاورو کې تور، غټ مار پروت و. په منډه د باندې ووتم، د سمڅې خولې ته مې يوه غټه ډبره ور ورغړوله. پر ځمکه پرتې مړې خاورې مې ور ټولې کړې.

پوهېدم چې دا سمڅه بې څه نه ده، خو اوس يې وخت نه و.

سهار لس بجې له خوبه را پورته شوم، چينه په خلکو، آسانو،  خرو، اوښانو او  کچرو  کې نه مالومېده.

غرمې ته حاجي پاينده خان راغی، زارۍ يې کولې، د سپينو ګلانو شيره يې غوښته، خو دا شيره مې کله بې ارزښته کوله!

حاجي پاينده مې همداسې په احتياجۍ کې پرېښود، ورته ومې ويل چې د سپينو ګلانو پر سيمه د کاپرو پېريانو ګزمې سختې شوې دي، ړندکی موقع  ته ګوري، بس! څو ورځې نور هم صبر وکه.

د سړي زړه نه ته، خو چاره  نه وه، له وچو ميوو ډکه لويه غوټه يې راته پرېښوده.

سهار وختې مې يوه ناره واورېده، د باندې ور ووتم، درې کسان لاندې ولاړ ول. اشاره مې ورته وکړه، يو يې پورته را وخوت، په خواره خوله يې چينې ته نږدې د يوه دوکان او سماوار د جوړېدو اجازه غوښته.

تاوان مې نه پکې ليد، ډېر خلک له ليرو سيمو راتلل، دوکان او د شپې د تېرېدو  ځای راته ښه و.

ځای مې ور وښود، ځوانانو هماغه ساعت ملاوې وتړلې، تر مازديګره يې هوارې ډبرې راوړلې….

ماښام چرتي شوم، اووه ورځې تېرې وې، خو د قدم شاه درک نه و، د هغه د نيولو کومه وېره نه را لوېده، قدم شاه په سيمه کې بلد و، د ډيورنډ پر ليکه د افغان پوځيانو قرار ګاوې هم له يو بل نه ليرې پرتې وې، بلد کس په اسانۍ تر کرښې اوښت.

په زړه کې مې يوه خبره را ګرځېده:

 _درې ورځې تګ، درې ورځې راتګ. نو ولې وځنډېد! قدم شاه مې د شپې تر ناوخته له ذهنه نه ووت.

سهار چينې ته ورکښته شوم، له درېيو پرونيو ځوانانو سره، څلورو نورو کسانو هم خټې کولې. کار تېز و، بس! پلنې ډبرې به يې په خټو کې نيولې…غرمې ته د واړه دوکان دېوالونه ودرېدل.

ماسپښن ته کريم داد له خپلو ملګرو سره راغی، زېری يې غوښت، خو ما ورياده کړه چې ړندکی پيری ډېر مصروفه دی، زه په خپله احوال در لېږم.

کله چې بېرته  ته، يو تک سپين، ښکلی آس يې راته پرېښود.

مازديګر د دوکان پر سر لرګي او خاوره ولوېدل، لمر لوېدو ته کاګل ورباندې تېر شو. آس مې د لېوانو له ډاره همالته وتاړه.

خواشينی وم، قدم شاه مې سترګو،  سترګو ته کېده.

وختې پرېوتم، يو وخت مې کړنګ واورېد، سترګې مې رڼې کړې، څراغ  بل و، قدم شاه تش دېګ ته کتل.

 کېناستم، په خوند مې وويل:

_څه وخت راغلې؟!

پرته له دې چې راته وګوري ويې ويل:

_فکر کوم چې له ډېرې لټۍ دا څو ورځې وږی ګرځېدې!

ومې ويل:

_راځه! وچه مېوه شته.

راغی، لاس يې را وغځاوه، خو ما راکش کړ، په غېږ  کې مې ونيو.

ويې ويل:

_پخوا خو دومره مينه ناک نه وې!

له مختلفو مېوو ډکه کڅوړه مې ورته کېښوده. په بېړه مې وويل:

څه دې وکړل؟

ويې ويل چې له نيلسون سره وغږېدم، د لېوني غلام دستګير په باره کې مې مالومات ور کړل، ورته ومې ويل چې د دې سړي  پيدا کېدا اسانه ده، ټول خلک يې پېژني….

نيلسون پاړا چنار ته تلګراف وکړ، ځواب راغی، په پاړا چنار کې انګريزې قرار ګاه ورته ليکلي و چې سخته نه ده، د لېوني سر به له همدې ځايه ډېوېډ جونز ته ور ولېږو، خو وخت غواړي، موږ بايد  لېوني غلام دستګير ته داسې موقع وګورو چې راګرم شي….

له قدم شاه سره تر ناوخته ناست وم، د شېخ  جيلاني او د سرې غونډۍ  کيسې مې ورته وکړې….بيا مې وويل چې د لېوني غلام دستګير سر شايد ډېر وخت ونيسي، تر هغو به  د ملک ځونډي په باره کې فکر وکړو.

په زورور ملک ځونډي پسې لوی قوم ولاړ و. دې شتمن شپېته کلن سړي پر پراخه سيمه واک درلود،غريبانو ته يې لاس  نيو، د لارې مساپر به يې له ډوډۍ پرته نه پرېښودل. ان کله کله به سلامت تجارتي کاروان د ده  مهمانخانې ته شپه ور وړه.

دې سړي خپله ځواني د هند په اسام کې تېره کړې وه، هلته يې د سود لويې معاملې درلودې، اوس يې هم کار جوړ و، دوو وروڼو او مشر زوی يې له اسامه په خرپ پيسې ورته را لېږلې.

د ملک ځونډي يوه کليوال راته ويلي و چې دا سړی هېڅوخت له مېلمه پرته ډوډۍ نه خوري، که مساپر ونه مومي، د کلي ملا او څو نور  کليوال ورسره کېنوي.

دې سړي ژوندی زړه درلود، ځان يې غم ته نه ورکاوه، د ښو آسونو، اتڼ  او تېزو ښکاري تازيانو شوقي و، کله کله به يې شاعري هم کوله،  له  خپلې يوې ښځې او شپږو اولادونو سره يې خوشاله ژوند درلود.

له قدم شاه سره مې د ملک ځونډي د ژوند هره خوا وسنجوله، دواړو فکر وکړ، خو د دې سړي په  ژوند کې مو داسې څه ونه موندل چې  د بغدادي پير کراماتو ته احتياج وي.

يوه اوونۍ ووته، په دې ورځو کې مو د حاجي ځونډي ډېر کليوال وغږول، پاتې تمه مو هم وخته!

 دوکان او لويه کوټه جوړ شول، همدې يوه دوکان او سماوار ته يې د( پير بازار ) نوم ورکړ. خو دومرو خلکو ته يواځي يو دوکان او يو سماوار کافي نه ول، نورو کسانو ته مې هم د دوکانونو د جوړولو اجازه ورکړه، دا اجازه په لومړي دوکاندار ښه نه وه لګېدلې، خو بغدادي پير ته يې ان د يوې وړې ګيلې زړه هم نه درلود.

خلک ډېر ول، ستړی شوم، دمونو ته مې يواځې د ماسپښين تر لمانځه پورې وخت ورکړ. ناوخته راغلي کسان به يا بېرته تلل، يا به يې په سماوارونو  کې د بل سهار په تمه شپه تېروله.

وروسته مو بله لاره ومونده، کاغذونه مو وسکڼل، سلګونه څلور کونجه وړې ټوټې مو ترې جوړې کړې، په هره ټوټه کې مو چوکاټونه او د چوکاټونو په مينځ کې مختلف  عددونه وليکل. قدم شاه به له چينې سره ولاړ و، خلکو ته به يې په نوبت کاغذونه ورکول، ويل به يې چې دا تاويذونه د بغدادي پير په مبارکو لاسونو ليکل شوي دي، په اوو  سرو جامو کې يې ونغاړئ،  د هر مرض دوا ده….

خلکو به څه ويل! هېڅ! کاغذونه به يې سترګو او شونډو ته ور وړل  او بېرته به خپلو کورونو ته روان شول.  قدم شاه به يواځې  هغو کسانو ته له پير سره د ليدو اجازه ورکوله چې  يا به له ډېرو ليرو ځايونو راغلی ول او يا به يې څېرې تازه او جامې نوې وې.

کله کله به له پير سيد کرم شاه  ( لارنس ) نه  هم خبرېدم، دی له ما  سل_ يو نيم سل کېلومتره ليرې و، خو په کراماتو کې يې تر ما وړې وه، له هماغه سيمې يوه راغلي سړي قسمونه خوړل چې پير سيد کرم  له  ځانه مرغۍ جوړه کړه، والوت….

 ټوله ورځ به مې ماغزه وخوړل شول، قدم شاه هم ستړی و، هره شپه به يې کاغذونه سکڼل….

بل فکر مې وکړ، بغدادي پير تر دې دمه لنګر نه درلود!  هسې هم د شکرانې پسونه ډېر ول، له شېخ جيلاني سره سره، دم، دعا ته د راتلونکو  خلکو ګذاره هم پرې کېدله، د هوټلونو خاوندانو ته مې تنخوا وټاکله، دوی به هره ورځ   دوو، دوه نيمو سوو کسانو ته د پسونو پخې غوښې ورکولې.

خلکو په خپلو سترګو ليدل چې د خلکو له خوا راوستي  پسونه ، بېرته همدې خلکو ته پخېدل،  خو بيا به هم حيران ول …ويل به يې چې د دومره بنيادمانو مړول کرامات غواړي، وړه خبره نه ده! د پيرګل لنګر پټې بلاوې چلوي….

يو ماسپښين مې پر آس چکر واهه چې د قدم شاه ستړې چيغه مې واورېده، ورغلم، ويل يې چې يو څوک تاويذ غواړي. ورياده مې کړه چې ته خو په هر څه پوه يې، سهار ته يې ماتله که، خو قدم شاه راته وويل چې دا سړی په ليدو ارزي.

له يوه خوار، هډور سړي سره پورته وختم، دی غلام رسول نومېده، د ملک ځونډي دهقان و، خو اوس يې داسې تاويذ غوښت چې غوا يې د لوشلو په وخت کې لغتې ونه وهي.

تاويذ مې ورته وليکه، ومې ويل چې په اوو سرو جامو کې يې وګنډه،  غوا به کراره ولاړه وي. بيا مې د ملک ځونډي خبرې را واخيستې، ومې ويل چې دا خوشاله انسان په ژوند کې هېڅ غم نه لري، خو غلام رسول را ياده کړه چې په دې ورځو  کې يې چورت خټه دی.

را ومې غږاوه، د دهقان له خولې د ملک ځونډي ژوندی زړه مړ و، خندا ترې هېره وه، ډوډۍ يې نه خوړه، په وړه خبره غوسه کېده…نازولې تازيان به يې په ډېرانو ګرځېدل… ان جومات يې هم پريښی و.

نورې خبرې مې ترې را وايستې. دهقان يوه کيسه راته تېره کړه، ويې ويل چې څو ورځې مخکې مې رشقه رېبله، د ژړا غږ مې واورېد. ورغلم، د جوارو په بوټو کې مې چوله جوړه کړه، حاجي ځونډۍ د لښتي پر ژۍ ناست و، رڼې اوښکې ترې تويېدې، له ځان سره يې خبرې کولې، بيا يې يو ناڅاپه آسمان ته وکتل،  له خولې يې زوروره چيغه را ووته!

_اه ! توتکۍ!

پورته مې وکتل، توتکۍ نه وه.

غلام رسول غلی شو، ماته يې وکتل، ويې ويل:

_قربان دې شم، ملک ځونډی سم نه شو راته ښکاره، د لېونتوب علامې لرې.

د دهقان له تګه وروسته مې له قدم شاه سره خبرې وکړې، دواړه يوې نتيجې ته ورسېدو، دا د مينې نښې وې.  بوډا ميين و.

سهار ناوخته مې چيغې واورېدې، غلام رسول په بېړه پورته را وخوت، لمن يې په وينو سره وه. خدای او کوران يې يادول، د خپلې ښځې د پزې د وينې درېدو ته يې تاويذ غوښت.

علت مې وپوښت، لنډ يې راته وويل چې ستا راکړی تاويذ مو د غوا پر تندي را وځړاوه، خو سهار يې زما کډې ته غبرګې لغتې سيخې کړې، د مخ پاړسوب او مات غاښ يې پروا نه کوي، خو اوس يې د پزې وينه نه درېږي،خوارکۍ هسې هم  کم جانه ده،  که يې دا حال وي، مړه يې بوله.

د غار تيارې برخې ته لاړم، شېبه وروسته مې سړي ته د وينې د درېدو تر ټولو قوي دوا ورکړه.  په غوسه مې ورته وويل چې وه ساده! ولې په خبره ځان نه پوهوئ!  درته ويلي مې و چې تاويذ ته اوه  سرې جامې ور واغونده!

دهقان په خواره خوله وويل چې زه ورته ناست وم، کډې مې تاويذ په اوو سرو جامو کې وګانډه….

 خو ما نه منله، ومې ويل چې که د تاويذ يوه جامه کمه، يا زياته وي، نو برعکس تاثير لري، غوا نوره هم په غوسه کېږي….

خو غلام رسول قسمونه خوړل چې د تاويذ جامې پوره وې.

ومې ويل:

_د تاويذ خلاصول دې کور بې برکته کوي، که نه اجازه مې درکوله چې تاويذ خلاص کړې، په خپله به پوه شوی وې چې جامې کمې، يا زياتې دي….

غلی شو، دهقان به نو ولې خپل کور په لوی لاس بې برکته کاوه!

دهقان په بيړه د باندې ووت.

قدم شاه سړه ساه واېسته:

 _اوف، بېچاره ښځه؟!

غلی شو، ويې ويل:

_د دوا د بوتل کاغذ  خو به دې ترې شکاوه.

ومې خندل:

_دا خلک په خپله ژبه نه پوهېږي، نو انګليسي خط به څنګه لولې؟!

_خو احتياط ښه دی!

ومې ويل:

_څوک يې سپينوي! که پوه هم شي، لويه خبره نه ده، په څلوېښتو زرو  پېريانو کې به داسې پيری هم وي چې بغدادي پير ته له لندنه دوا راوړي.

ماخستن ناوخته  مو ډوډۍ خوړه چې يو دم ګوله رانه ولوېده، يو چا  په لوړ غږ  زما نوم اخيست:

_ډېوېډ جونزه!

منډه مې واخيسته، سپوږمۍ وه، چينې ته نږدې دوه کسان ولاړ ول،  ورغلم،  يودم مې وويل:

_اه! احمقه! دا ځای نو  زما د نوم د اخيستلو دی؟!

سړي کلکه غېږ راکړه، خو ما د سماوار وړې کړکۍ ته کتل، شکر مې وايست، څراغ بل نه شو….

قدم شاه راغی، آسونه يې همالته په ونه پورې وتړل. يوه سپکه او بله درنه کڅوړه مو پورته وخېژوله. کېناستم، خو لا مې زړه نه وو سره راټول.

مايکل توره لونګۍ ليرې کړه، بخښنه يې وغوښته، دی په دې نه پوهېده چې سماوار له خلکو ډک دی.

مايکل خپل ملګری را معرفي کړ، نوم يې چوهدري حسن و، د پاړا چنار په قرارګاه کې يې وظيفه درلوده.

مايکل مې په پېښور کې ليدلی و، ده به په هفته کې  يو ځل د جاسوسۍ د وسايلو کرامات  راښودل.

ما څو مياشتې په غره کې تېرې کړې وې، د معلوماتو تږی وم،  په دې نه پوهېدم چې له دې غرونو ور هاخوا څه خبرې دي. مايکل مې وغږاوه، د پاچا ( امان الله خان ) قرار دادونه ډېر شوي ول، پر معدنونو کار روان و، صنعت وده کړې وه، په کابل ښار کې روان رېل ليدل شوی و، سلګونه ځوانان ترکيې، جرمني، فرانسې…. ته په زده کړو پسې تللي ول….

وروسته د جاسوسانو په باره کې وغږېد، په ټولو کې د بريتانيې لخوا جوړو شويو  روحاني څېرو ( پير، فقير،اغا،  ملنګ…) کاميابه نتيجه ورکړې وه. ان ځينو يې په دربار کې هم مريدان پيدا کړي ول….

د ليوني غلام دستګير کيسه مې ترې وپوښته، لنډ يې وويل چې سر يې په راوړې بوجۍ کې دی.

 مايکل  وويل چې په دې ورځو کې د برېتانيې په پوځ کې يو سيک عسکر ووژل شو، قاتل يې  نه و مالوم، خو موږ  ورته مالوم کړ،  لنډ ليوني غلام دستګير ته ورغلو، د ليوني تر مخ مو د مقتول وړې توپانچه په کېږدۍ کې تر ليمڅي لاندې کړه، غلام دستګير جنجال وکړ، لاس يې را واچاوه، کوچيان راغلل، خپله توپانچه مو بېرته را وايسته، سړی را ګرم شو، قرار ګاه ته مو را ووست، جلاد غاړه ور  پرې کړه. بس! يو- دوه ورځې د کوچيانو مشران راتلل، ويل يې چې ليونی له سره پرته څنګه خاورو ته وسپارو، خو ګرمي وه، چاره يې نه ليده.

مايکل لويه خلطه خلاصه کړه، اول يې خوراکي مواد را واېستل، بيا يې اخبارونه او د جاسوسۍ نوي، پرمختللي وسايل پر ځمکه کېښودل.

مايکل او ملګری يې تر سپېده چاود مخکې بېرته  پاړاچنار ته روان شول.

په هماغه ورځ مې کريم داد ته احوال ور ولېږه، بله ورځ راغی، په بوجۍ کې د ليوني غلام دستګير تړلی سر مې ورکړ،  پښو ته را ولوېد.

ماخستن مې نوي راغلي وسايل کتل، تېز ګروپ  مې ولګاوه، د سمڅې له خولې اووه رنګه رڼا ووته. قدم شاه د سماوار تر مخ وارخطا خلکو ته ويل چې دا له کوه قافه د راغليو ښاپېريو د اغوستو حجابونو رڼا ده… د خلکو د توبو غږونه تر سمڅې پورې را رسېدل….

بله ورځ مې ملک ځونډې  ته يوه جمله وليکله:

_بغارې دې دومره ليرې غره ته را ورسېدې، خو نږدې توتکۍ وانه ورېدې.

په سبا يو له ونې ټيټ سړی راغی، غټه لونګۍ يې تړلې وه، ږيره يې په نکريزو سره وه. وار له واره مې پښو ته را ولوېد، د خواست په ژبه يې وويل:

_يا پيرګله! دومره کرامات لرې چې زما چيغې ان په غره کې اورې، نو هر څه دې په وس پوره دي، خدای به کوي، ته به کوې! داسې تاويذ راته وليکه چې له توتکۍ بې غمه شم.

ومې خندل:

_پير بغدادي ته بې غمه کېدا او يو ځای کېدا، دواړه يوه خبره ده.

په حيرانۍ يې راته وکتل، ويې ويل:

_قربان دې شم، د آب او عزت سړی يم، کور او اولس به څه وايي، بې غمه کېدا راته ښه ده.

سړی مې خپل ټټر ته را نږدې کړ، ومې ويل:

_په شرعه کې شرم نه شته، ان څلور ودونه هم کولای شې.

يودم غريو واخيست:

_خونه يې مني، خانګل ته مې وويل چې غريب سړی يې، توتکۍ لور دې راکه، په سرو، سپينو کې به دې پټ کم، خو سړي نه وړه، نه يې را وړه، نېغ يې راته وويل چې وشرمېږه!  لمسيان لرې، خپله  څوارلس کلنه لور څنګه اورته واچوم…که دې بيا را ياده کړه، پر تندي به دې ولم.

ملک يودم وژړل… ويې ويل چې دې نجلۍ خوب راباندې حرام کړی دی.

 بيا مې د خانګل په باره کې را وغږاوه، دې ناروغ سړي د کلي ګورواني (پاده واني )کوله. دوه ځله بې سده شوی و،  له پزي او غوږونو به  يې وينه تله،  زوی يې نه درلود، په کور کې يې اووه سرې لوڼې ګرځېدې، په وچه ډوډۍ پسې حيران و، تربرونه يې مرګ ته ماتله ول. سر له اوسه  لا د خانګل د ښځې او لوڼو په وېش نه سره جوړېدل.

ملک ځونډي ته مې ډاډ ورکړ  چې ځان دې غم ته مه ورکوه، خانګل به په دې دوستۍ کې څه  ونه وايي.

خانګل مې را وغوښت، څېره يې اشنا وه، فکر مې وکړ، دا سړی دوه ځله پخوا هم راغلی و، زوی يې غوښت.

خانګل مې پر لاسونو را پرېووت، په خوشالي يې وويل چې ښځه يې امېدواره ده. ډاډ مې ورکړ چې د بغدادي پير تاويذ بې څه نه دی، په نصيب کې دې يو ګلالۍ هلک وينم.

بيا د اصلي موضوع په څنډو کې را وګرځېدم، د خانګل غربت او بې کسي مې ياده کړه، د هغه ناروغي او اووه لوڼې مې مينځ ته را واچولې، ومې ويل چې ړندکی پيری کله کله احوال راته راوړي، تربرونه دې ښه نېت نه درته لري….

د سړي سترګې له اوښکو ډکې شوې، ويې ويل چې بې کسي دي ورکه شي، دی هم  پوه دی چې تربرونه يې مرګ ته ناست دي….

خانګل ته مې وويل چې له ملک ځونډي سره دوستي دې په خير ده، لور به دې له دې شتمن او زورور سړي سره خوشاله وي، تربرونه به دې سترګه ترې کوي، که مړ هم شې، داسې څوک به وي چې پرده دې خوندي  او لوڼې دې په عزت واده کړي….

خانګل تر ډېره فکرونه وهل، بيا يې سر پورته کړ، په غريو کې يې وويل:

_قربان دې شم، پوهېږم! ته مې بدي نه غواړې،  غيب درمالوم دي،  چې ته وايي، نو دا دوستي مې قبوله ده.

په هماغه ورځ مې ملک ځونډي ته احوال ور ولېږه چې خبره خلاصه ده، بس! مرکه ور ولېږه!

اه! باور! باور مې غوښت، تر لاسه مې کړ. پر ټوله سيمه مې واک  پروت و. ان د بغدادي پير له خوښې پرته مرغۍ هم نه شوای چوڼېدای. په کورونو، ګودرونو، جوماتونو، ولسونو کې يواځې د بغدادي پير کرامات يادېدل. زه به پر ځمکه ګرځېدم، خو خلکو به اسمان ته کتل. په هرې سپينې کوترې پسې به يې چيغې وهلې (( پير ګل ته وګورئ، له ځانه يې کوتره جوړه کړې، پر خپلو مريدانو راګرځي…)). چا چې به وليدم، پرځان يې د دوزخ  اور  حرام ګاڼه.

  دا ټولې، سختې، خيرنې ورځې، لوږه، تنده…خطر…د خلکو په باور ارزېده. اوس نو د اصلي هدف د ترلاسه کولو وخت و . د دې خلکو زړونه د پاچا له مينې ډک ول، خو اوس  بايد دا ځای کرکې نيولی وای. په لومړي ځل مې په خپلو خبرو کې د امان الله خان نوم را ګډ کړ، خو احتياط مې نه هېراوه، د دې خلکو په زړونو کې له خدای  او پيغمبر را وروسته،  امان الله خان پروت و.

په پيل کې به مې عمومي خبرې را واخيستې، بيا به پاچاهي ته ورغلم، د غازي ښيګڼې، له وطن،  آزادي او  تعليم سره د پاچا مينه، د هغه  دينداري…به مې ياد کړل، په اخير کې به مې د  ( خو ) ټکی را وايست، وبه مې ويل چې غازي امان الله خان ښه سړی دی، خو کاشکې يې ږيره نه خرېيلی.

همدې يوې خبرې به د خلکو له ذهنه د پاچا افغانيت، زړورتوب، د وطن ابادي، دينداري، له وطن او خلکو سره  مينه… ټول پاک کړل. پر ځای به يې يوه خبره کېده، پاچا ږيره نه لري، مانا سنت ته ارزښت نه ورکوي….

خو مابه وخندل، وبه مې ويل چې خير دی، ځواني ده، په خپله به پوه شي….

هره ناسته به مې د امان الله خان پر صفتونو پيلوله، خوله به مې ستړې شوه، خو اخېر په يوې وړې (خو)، د پاچا پر ټولو ښېګڼو خړې  اوبه وروستې.

وروسته لږ مخکې لاړم، ټولو ته مې همدا يوه خيالي کيسه تېروله، لومړۍ به مې د امان الله خان صفت وکړ، بيا به مې ځان خواشينی ونيو، وبه مې ويل چې څه وخت مخکې ځوان پاچا  له خپلو وزيرانو سره جلسه درلوده، يو وزير په خرپ نشه و، خو پاچا يواځې سپک کړ.

غلی به شوم، ناستو کسانو ته به مې وکتل، وبه مې ويل:

_پاچا زړه سواند انسان دی، خو شريعت شراب خور ته خپله سزا لري، پاچا بايد د زړه سواندي پر ځای حد جاري کړی وای.

وار له واره مې دا ډول کيسې په خپله په پاچا پورې نه شوای تړلی، دې خلکو د بغدادي پير الوتل منل، خو پاچا او شراب ډېر سره ليرې ول، خو لږ تر لږه به دې کيسو په دې ساده ککريو کې دومره ور ګرځول چې که پاچا خپله شراب نه خوري، نو شراب خور يې هم دومره بد نه ايسي….

وروسته يو څه تېز تلم، د هلکانو مکتب مې ښه ياداوه، خو د نجونو له زده کړې سره مې ضرور د (خو) ټکی تاړه.

بيا مې تر کيې ته د افغانو نجونو د لېږلو خبرې را واخيستې، ومې ويل چې درس ښه دی، خو دومره هم نه چې ځوانې، جانې، سپينې پښتنې پردو  ملکونو ته پسې ولېږو….

تر دې دمه به ټولو سرونه راته خوځول، خو يوه ورځ مې په خپلو خبرو کې ملکه ثريا ياده کړه، ومې ويل چې لوڅ مخ ګرځي….

په لومړی ځل يو چا دومره زړه وکړ چې د بغدادي پير په خبره کې ور ولوېږې، له کټوازه راغلي يوه زيږه ځوان په غوسه وويل:

_پيرګله، دم، تاويذ او کراماتو ته دې مات يم، مور مې ياده که، خو د پاچا په ناموس به کار نه لرې.

ومې خندل، ملکه ثريا مې د دنيا تر ټولو ښځو پاکه او پرهېزګاره وګڼله، تر هغو مې د ملکې صفت وکړ چې د ځوان د تندي ګونځې هوارې شوې….

يو څه وخت مې احتياط  کاوه، د امان الله خان نوم مې نه اخيست، خو د واليانو، حاکمانو او نورو غټو خلکو د خيالي ګناوو بيانول په دې  نه ارزېدل  چې څوک بغدادي پير خفه کړي.

وروسته مې د مايکل راوړي اخبارونه وکتل، يوه انګرېزي مجله مې ومونده، په برېتانيې کې د ښځو د پرمختګونو په اړه وه.

ګڼ کسان به مې را ټول کړل، مجله به مې وغوړوله، د انګرېزي متن او عکسونو له مخې به مې تشريحات ورکول.

 په انګرېزې ژبه پوهېدا پوښتنه نه پيدا کوله، له بغداده راغلي پير صافه پښتو ويله، نو ده ته انګريزې هم سخته نه وه.

د مجلې په لومړي مخ کې لوی عنوان ليکلی و: ((د بريتانيې ملکې د اکسفورډ پوهنتون له تکړه محصلينو سره وکتل)). لاندې لوی عکس و، ملکه د پوهنتون  له ممتازو انګرېزو نجونو سره ولاړه وه.

وبه مې ويل:

_دلته يې ليکلي چې د بريتانيې ملکې له هغو افغانو نجونو سره وکتل چې برېتانيې ته په زده کړو پسې راغلې دې.

د دې عکس په ليدو به خامخا يو_ دوو کسانو ويل:

_څه فايده، بېرته مو هماغه پرنګيانو ته خپل ناموس ور ولېږه چې  د ناموس د ساتلو له پاره مو تورې پسې را واخيستې….

په دوهمه پاڼه کې له يوه مضمون  سره يو عکس ښکارېده، کشيش او ګڼې انګرېزې نجوني په کليسا کې لوی صليب ته ولاړې وې. ليکلي وو چې په غربي هېوادونو کې له عيسويت سره د ځوانانو مينه کمه شوې ده، اوس کشيشان هڅه کوي چې دا ځوانه طبقه بېرته پر مسيحت باوري کړي…خو ما به دا جملې داسې ورته ژباړلې:

دلته ليکل شوي چې د يهودو او نصاراوو  ملکونو ته ورغلې  افغانې نجوني مسيحت ته تشويق کېږي، خو دا سپينې پښتنې په خپل دين کلکې ولاړې دي، د پرنګيانو له دومره تبليغ سره سره، تر اوسه ايله دوو نجونو خپل دين پرېيښی دی….

په خلکو کې به ګونګوسې شوې:

_که دا حال و، د دين پرېښودل څه! خپل پرتګونه به هم ليرې کړي….

خو په بل مخ کې يې پرتګونه ليرې کړي ول. يو ورزشي مطلب و، انګرېزو نجونو په يوه نيکر کې  واليبال کاوه.

اسانه وه، دا عکس به مې په پښتو نجونو پورې وتاړه، خلکو به توبې ايستې.

خو يوه هم نه ويل چې اې احمقه! د پښتنو  رنګ مالوم دی، دا ډول شنې سترګې نه لري!

يواځې يوه ورځ يوه ځوان راته وويل:

_قربان دې شم، تاته خو پټې مالومې دې، په پرنګ کې دا د پښتنو نجونو تور وېښتان ولې ژېړېږي؟

يوې خبرې مې غلی کړ، ومې ويل چې اسانه ده، دې نجونو ته د خنځير غوښه ورکوي، څوک چې  څلوېښت ورځې د خنځير غوښه وخوري، وېښتان يې خپله ژېړېږي.

هر عکس ته به ناستو کسانو توبې ايستلې، خو وروستي عکس به خامخا ژړول. يوه جينايي قضيه وه، په عکس کې يوه نيمه بربنډه مړه نجلۍ ښکارېدله چې غاړې ته يې پړی ور لوېدلی و. ليکلي و چې دې نجلۍ د کورني خشونت له لاسه ځان وژلای…خو ما به دا خبرې بل رنګه ترجمه کولې، ويل به مې چې که د پرنګيانو ملک ته تللې کومه پښتنه له خپل دينه وانه وړي، شراب ونه څښي، زنا ونه کړي…نو اته سره  پرنګيان يې لومړۍ په ګډه بې عزته کوي، بيا يې وژني….

خلکو به ژړل، چيغې به يې وهلې چې د ډانکټري او ماليمې په پلمه يې سپينې پښتنې  يهودو او نصاراوو ته ور ولېږلې، بې پردې يې کړې.

ما به د عکسونو په تشريح کې د پاچا نوم نه اخيست، ضرورت مې نه ليد، خلکو په خپله پاچا مسوول ګاڼه، همدا خيالې نجونې پاچا لېږلې وې.

دا کيسې په همدې سمڅه کې نه پاتې کېدې، کورونو او جوماتونو ته تلې، اولس ترې خبرېده او بغدادي پير دروغ هم نه ويل.

په وړکتوب کې مې د افريقا د يوه مار په اړه يو مضمون لوستی و، ليکلي و چې که دا مار کومه هوسۍ وچيچي، نو هوسۍ وار له واره نه مري، زهر يې ورو ورو  تاثير کوي او چيچل شوې هوسۍ په اوو ورځو کې  له پښو غورزوي.

زما زهر هم همداسې ول، کار يې ورو و، خو تاثير يې درلود.

يو سهار له قدم شاه سره يوه کم عمره نجلۍ راغله! اه! غټې تورې سترګې، اوږده باڼه ، ګلابي مخ… تر دې دمه مې دا ډول ښايست نه په شرق کې ليدلی و نه په غرب کې. نجلۍ مخامخ راته ودرېده، يودم يې پر ډکو ګلابي غومبرو رڼې اوښکې را ماتې شوې، سلګيو واخيسته، درب شو، زنګنونه يې پر خړه ځمکه ولګېدل.

 په ژړا کې يې وويل:

_ولې! ولې! ولې دې ژوند را تباه کړ.

قدم شاه ته مې وکتل. ويې ويل چې توتکۍ ده.

نجلی ته مې له حاجي ځونډي سره د خوشاله ژوند تضمين ورکړ… خو نجلۍ ژړل… کله چې د باندې وته، په سلګيو کې يې وويل:

_خدايکه مې هغه خوړين بوډا روزي کي، ژېړ کمر خو شته.

شېبه وروسته د سمڅې خولې ته ورغلم، توتکۍ له يوه کوچيني سره روانه وه.

 زړه مې نا ارامه و، دا ښکلې، تنکۍ نجلی مې پر شپېته کلن بوډا ونه لورېده.

وخت تېرېده، ساده خلک په اسانۍ غلطېدل….

هوا سړه شوه، ځان مې ټينګ کړ، د پير به نو څنګه يخ کېده! په دوو بړستونو کې به بيا هم غونج پروت وم.  چاره نه وه، قدم شاه مې بانه کړ، له سماواره  به صاف شوي، سره سکاره سمڅې ته راوړل کېدل.

يوه ورځ يوه ډله راغله، يو ږېره خرېيلی ځوان هم پکې و، دا ځوان تر نورو پاک او تازه ښکارېده، نوې خبره نه وه، د خانانو، ملکانو او په ګېډه د مړو خلکو اولادونه به له څېرو يو څه غوړ ول.

 د مجلې له مخې مې تشريحات ورکړل، ټولو اوښکې تويولې، خو د ږيرې خرېيلي ځوان په سترګو کې کرکه پرته وه. د خدای په امانۍ پر وخت يې د پير صاحب لاسونه ښکل نه کړل.

دا کار په يوه بوډا بد ولګېده، بايد بد ورباندې لګېدلی وای، بغدادي پير ته بې احترامي د منلو وړ نه وه. ځوان يې سپک کړ، په غوسه  يې ورته وويل چې ورشه، بخښنه وغواړه او د پير مبارک لاسونه ښکل که. خو ځوان نه راته.

د بوډا سترګې رډې را وختې، ځوان يې تر مټ ونيو، زما خواته يې را کش کړ، خو ځوان چيغه کړه!

_دا دا! ولې دومره ساده ياست! دا سړی دروغ وايي!

اه! پير او دروغ!

کړس شو، د بوډا په څپېړه کې دومره زور و چې د ځوان مخ يوې خواته کوږ کړي. د نورو کسانو سترګې هم رډې را وختې، ټولو ځوان ته وچې سترګې نيولې وې، خو ځوان نه اور واخيست، نه يې داړې راشنې شوې، او نه يې هم د شغال غوندې و انګولل….

ځوان يودم مخکې راغی، مجله يې ور واخيسته، لومړۍ پاڼه يې واړوله، چيغه يې کړه!

_دلته يې په انګريزي ژبه ليکلي چې د برېتانيې ملکې د خپل  يوه پوهنتون له تکړه محصلينو سره وکتل…

بله پاڼه يې واړوله:

 _دا نجوني انګرېزې دي، د دوی کشيشان غواړي چې دا پېغلې بېرته له خپل دين سره زړونه وتړي… په دې بل عکس کې هم پرنګۍ نجوني واليبال کوي… ولې دومره ساده ياست! په دې کې يوه هم پښتنه نه ده….دا پير نه دی، جاسوس دی، خلک د پاچا پر ضد راپاروي…

د بوډا له خولې لاړې باد شوې:

_بس که د سپي زويه! کوپر مه وايه، ته خو  ښويېدلی يې، کور  به درسره ايره کې.

دبوډا ځان په لړزېدو راغی، يو ناڅاپه يې وژړل، زانګې وانګې د باندې ووت. ځوان هم پسې ورغی.

حيرانو خلکو ته مې وکتل، څېرې يې له وېرې ډکې وې. په خندا  مې وويل:

_کينئ! زړونه مه خورئ!  دنيا له هر رنګه خلکو ډکه ده.

غلی کېناستل، يوه هم څه نه ويل، څېرې يې لا له وېرې ډکې وې.

وچه مېوه مې ورته کېښوده، را ومې غږول، ږيره خرېيلی ځوان عبدالله نومېده، په ترکيه کې يې درس وايه، له يو کال وروسته کلي ته په رخصتي راغلی و. بوډا يې نيکه و، په کلي او اولس کې يې دروند نوم  درلود….

 ټنډه مې تروه کړه، ومې ويل:

_ښه شو، د مکتب نتيجه مو په خپله وليده، څوک چې معلم ته کېناست، له اسلاميته ووت…ماته هره ورځ سلګونه اخلاصمند مريدان راځي… يو هم داسې کوپر نه وايي، ټول صادق مسلمانان دي….په علت يې پوه ياست!  مکتب يې نه دی ويلی!

يودم مې وژړل….

اه! د پير ژړا! دا نو  ډېره سخته وه.

ناستو کسانو  خواست کاوه، د پير اوښکې يې نه شوای ليدای.

هماغسې مې په ژړا کې وويل:

_سر مې چوي، د ونو، بوټو او ډبرو تېرو کوکو مې غوږونه را کاڼه کړل، ښه دی چې تاسو يې نه يې اورئ! خو په ټولو کې د چنغوزيو ونې ډېرې ژاړې، وايي چې بغدادي پير ته سپکاوی به دا غرونه بې برکته کړي، موږ نور جنغوزي نه کوو….

ناست کسان مې پښو ته را ولوېدل، ژړل يې، په ځنګلونو کې يې د برکت پاتې کېدا غوښته… پوهيدم چې د دې خلکو لويه سرمايه همدا ځنګلونه دي،  اطمينان مې ورکړ، ورته ومې ويل چې ونو خو څه مکتب نه دی ويلی چې  پير ته عقيده ونه لري، زه به خبرې ورسره وکړم.

ټوله ورځ مې د خولې خوند بد و، قدم شاه ته مې وويل چې په دې خلکو کې يو مکتبي پيدا شو، نه غلطېده، زموږ چټياټ يې رسوا کړل، دا ځوان خطرناکه دی… خو قدم شاه ډاډ راکړ چې د نيکه  او اولس له ويرې به يې بيا ونه وينې.

نيمه شپه مې سترګې رڼې کړې، په  کتابونو  کې کړپا وه، قدم شاه مې وښوراوه، وړه بتۍ مې بله کړه، سيم کش شو، يو پر بل ايښې کتابونه ولوېدل، په کش شوي سيم پسې لاوډ سپېکر را ووت.

په منډه له سمڅې ووتم، له ملنډو ډک غږ مې واورېد:

_بغداي پير خو په رښتيا هم کرامات لرل. اوس پوه شوم چې د سل، يو نيم سل متره ليرو خلکو نومونه او نورې پټې څنګه ور مالومېدې!

زړه مې خولې ته راغلی، بتۍ مې ور واچوله، د غرمني ږېرې خرېيلی ځوان لاسونه له پېچلي سيمه ډک ول، دا سيم يې له چينې څخه تر دې ځايه را ټول کړی و.

قدم شاه د خواست په ژبه وويل:

_خير دی، رسوايي مه جوړوه!

ځوان وخندل:

رسوايي؟!

قدم شاه تر مټ ونيو، درېواړه سمڅې ته راغلو.

قدم شاه کتابونه ليرې کړل، کوچينی کارتن يې را وايست، خلاص يې کړ، بتۍ ته يې ونيو، تر خولې له پيسو ډک و. په خواره خوله يې وويل:

_دا واخله، په ټول ژوند کې به د بل له احتياجۍ خلاص يې، خو خوله به پټه نيسې.

ځوان ورو وويل:

_زه دومره پست درته ښکاره شوم چې خپل وطن او پاچا ته به خيانت کوم؟!  له اوله پوهېدم چې تاسو په پوست پاک خلک نه ياست، له ساده خلکو استفاده کوئ، زموږ له دينه ناجايزه ګته اخلی، انګريزانو دا رنګه لوبې په ډېرو هغو هېوادونو کې کړې دي چې واکمنانو يې د دوی اطاعت نه کاوه، دوی پوهېږې چې څنګه جعلي پير او فقير جوړ او دا ساده خلک غلط کړي….

غلی شو. ويې ويل:

_دې خلکو ته که هر څومره ووايم چې او ساده ګانو! بغدادي پير د انګرېز جاسوس دی، انګرېزان به هغه څوک څنګه خوښوي چې د انګرېز دښمن وي، له انګرېز سره جنګېدلی وي،ماته يې ورکړې وې…نه يې مني!  بس، سبا له همدې لاوډسپېکر سره کابل ته ځم، لمنې به مو پر سر در واړوم.

قدم شاه وويل:

_دې ته دې نو زه نه پرېږدم.

يودم يې د ځوان ژامې ته سوک ورکړ، ځوان پر کتابونو ولوېد، ما يې تر غبرګو ورنونو لاسونه تاو کړل، قدم شاه يې پر ټتر کېناست، د ځوان تر ستوني يې د دواړو لاسونو ګوتې تاو کړې، ځوان زور وواهه، خو له دوو کسانو سره يې نه کېده، بېرته مو پرې ايست. تر يوڅه وخته  پورته، پورته غورزېده، خرهاری يې خوت، خړه ځمکه يې پر خپلو نوکانو اړوله…خو وروسته يې سېکه وخته، بس! دوه، يا درې دقيقې يې ټوپونه ووهل، بيا ارام  پرېووت.

دواړه غلي دېوال ته کېناستو، د خپل زړه دربا مې غوږونو ته راتله. بيا ولاړ شوو، د ځوان جسد مو له پښو او لاسونو ونيو، څومره چې مو وس کېده، په سمڅه کې مو مخکې يووړ. بېرته راغلو، د لاوډ سپېکر سيم مې ټول کړ، تر سهاره لړزې نيولی وم.

قدم شاه تر غرمې دوه ځله پورته را وخوت، ويې ويل چې ځينې قومي مشران دې ليدو ته راغلي، خو زما  په زړه کې د خبرو زور  نه و پاتې.

ماسپښين مې سترګې سره ورغلې، تر ماخستنه ويده وم، شپه مې په رڼو سترګو تېره کړه. اخير مې د چانسلر خبرې  ذهن سره را ټول  کړ،  يو وخت يې راته ويلي و چې زموږ په کار کې، وېره، رحم او شفقت نه شته، که دې کومه ورځ زړه نری شو، نو پوه شه چې  بريتانيې ته خدمت نه شې کولای.

سهار مې ګېډه ډکه کړه، د باندې ووتم، هوا سړه لګېده، د ځينو ونو پاڼې ژېړې وې. کله چې بېرته سمڅې ته ورغلم، لينګي مې ولړزېدل، د ږېرې خرېلي ځوان نيکه او يو بل له عمره پوخ سړی ناست و.

بوډا مې پښو ته را ولوېد، يودم يې وژړل، خپل ورک لمسی يې غوښت…خو ما ورته وويل چې دلته نه دی راغلی.

له عمره پوخ سړي مې لاسونه ښکل کړل، په غريو کې يې وويل چې زه د عبدالله پلار يم، عبدالله مسلمان هلک دی، پنځه وخته  لمونځ کوي، بس! بېګا نه، ها بل بيګاه مو يو څه سپک کړ، ورته ومو ويل چې د خدای دوستان مه خپه کوه…بس! سهار ته بړستن وه، دی نه و، تېره ورځ مو د ټولو خپلوانو کورونه پسې وکتل، خو ځمکه وچاودېده، عبدالله پکې ننوت.

د سپين ږيرې غږ مې واورېد:

_يا پيرګله! د خدای  روی ومنه، لمسي مې خوابدی کړې، نادان دی، ويې بخښه!

بوډا ته مې وکتل، رڼې اوښکې يې د ږيرې سپينو ډکو ته ور روانې وې.

ومې ويل:

_اکا، زه په زړه کې  کومه عقده نه ساتم، ډېر خلک به  پير او فقير نه مني،  خو….

د بوډا ژړا زور ونيو:

_پوهېږم چې ته له زړه صاف سړی يې، حوصله لرې، خو قربان دې شم، ستا سپکاوي به دې کوم مريد پيري ته خوند نه يې ورکړی، عبدالله جان به يې.

زورورې ژړا پاتې خبرو ته پرې نه ښود.

د بوډا پر ډنګرو  اوږو مې خپل لاسونه کېښودل، ومې ويل:

_زړه دې غټ ونيسه! پېريان زما له اجازې پرته هېڅ هم نه کوي. د عبدالله غوندې ځوانان ژر احساساتي کېږي، د تاسو سپکې به يو څه خوابدی کړی وي، په خپله به پيدا شي.

د عبدالله  پلار په خواره خوله وويل:

_قربان دې شم، موږ خو خپله وسه وکړه، د عبدالله درک ونه لګېد، خير دی، تاته څه سخته ده، ړندکي ته ووايه، پيدا به  يې کړي.

ورته ومې ويل چې سمه ده، درېيمه ورځ احوال واخلئ.

يوه شېبه کېناستم، فکر مې وکړ، لاسي بتۍ مې را واخيسته، په سمڅه کې مخکې لاړم، د عبدالله جېبونه مې ولټول، کارت، څو پيسې، او يو سپين خامک شوی رومال مې ترې را وايستل. بېرته د سمڅې خولې ته راغلم، کارت ته مې وکتل، عبدالله په ترکيه کې د انقرې د پوهنتون د دوهم کال محصل و. ده انجنيري ويله.

درېيم  سهار بوډا او د عبدالله پلار بيا راغلل، د يوه دينې کتاب د اېښودلو پر پلمه  مې تار را کش کړ، له پورته سپين رومال را ولوېد. له عمره پاخه سړي په بېړه رومال ور واخيست، خو بوډا د هغه له ګوتو وايست، رومال يې څو ځله ښکل کړ، په غريو کې يې وويل:

_دا خو د عبدالله جان رومال دی، څو ورځې مخکې يې خور ورته جوړ کو.

ومې خندل:

_بس! ړندکي پيري را ووړ، ويل يې چې عبدالله مې په کابل کې وليد،  ترکيې ته يې د تګ تياری نيوه. ړندکي  دا رومال د دې له پاره ترې را پټ کړ چې ستاسو زړه ته ولوېږي.

له عمره پوخ سړي مې لاسونه ښکل کړل، خو بوډا رومال ته کتل…په لندو سترګو کې يې  ځلا پرته وه.

ځان مې خواشينی ونيو:

_خو هلک مو ډېر خوابدی کړی، فکر نه کوم چې تر کال دې شپو دې کوم خط يا احوال درته را ولېږي.

له عمره پوخ سړي په خوشالۍ وويل:

_بس! دی دې خدای ژوندی راته لري، له خط او احواله يې تېر.

دواړه روان شول، بوډا د خپل لمسي رومال په خپلو ګوتو کې  ټينګ نيولی و.

په درېيم سهار قدم شاه چينې ته کښته شو،  تندی يې تريو ونيو، ګڼو خلکو ته يې وويل چې سمڅه له پېريانو ډکه ده، زه يې غږونه نه اورم، خو قربان يې شم، پيرګل ټوله شپه د پېريانو د ماشومانو د  چيغو او شوخۍ له لاسه  رڼه تېره کړي….

تر دې بل لوی ثواب! بس! نر هغه و چې ډېرې ډبرې راوړي، په هماغه ورځ سمڅه لنډه شوه، د عبدالله مړی، زاړه اخبارونه  او څه نور بېکاره شيان تر دېوال ور هاخوا پاتې شول.

بله ورځ مو د سمڅې خولې ته ليمڅي ونيول، خو يخني له ګذارې وتلې وه.

 قدم شاه اوازه واچوله چې بغدادي پير په دې سمڅه کې ستړی شوی دی، بغداد ته ځي.

ګڼ خانان او  ملکان راغلل، دوی  دا د  بخت غمی  ( بغدادي پير) کله بل ځای لورېده . هر يوه به د پير د پاتې کېدو خواستونه کول، يوه به ويل چې نوې کوټه ورته جوړوم، بل به کلا ورکوله، بل به …

پير مغروره څېره نيولې وه، غلی ناست و، زورورو خلکو به د پير پر سر له يو بل سره دعوې  کولې، وړه خبره نه وه، پير کور او کلي ته برکت ور ووړ، دا برکت هر يوه غوښت ….خبرې اوږدې شوې، نه سره جوړېدل، اخير يې زما نظر وغوښت. ماته تر ټولو د ملک ځونډي د مېلمنو کوټه ښه وه، دا سړی په يوه لوی کلي کې پروت و،  ژمی هم نه بېکاره  کېدم، له ډېرو ککريو مې د امان الله خان مينه ايستلی شوای.

په سبا  پنځه کسان له څو کچرو سره راغلل، خو د پير يوې وړې خلطي او څو کتابونو دومره زحمت نه غوښت، پر خپل آس کېناستم، غرمه يوې درې  ته ورسېدو، په لويو ډبرو کې د روانو  نريو اوبو دواړو غاړو ته د غره لمنې سلګونو خړو کورونو نيولې وې. ځای ځای به يوه برجوره کلا هم ښکارېدله، برجونه يې د مورچو په بڼه جوړ ول.

 سلګونه واړه او زاړه مخې ته راغلل، له آسه کښته شوم، ښی لاس مې تر ډېرو پورته نيولی و، د ښکلولو وار نه کېده، وروسته ستړی شوم، هر يوه به په خپله  زما ځړېدلی لاس  تر خپلو شونډو  ور ووړ.

بامونه له سرو- زرغونو ټکريو ډک ول، ښځې وې، د ځار او قربان غږونه راتلل…د ملک ځونډی تر کلا اووه پسونه په لاره کې حلال شول، د ملک اوږده مهمانخانه د کلا پر دېوال پورې نښتې وه، له خټو جوړې زينې يې درلودې، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې  په سخته پورته وختم….  ملک ځونډي له ډېرې خوشالي وازه خوله نيولې وه، په سترګو کې يې غرورو ښکارېده. هسکه غاړه ته، دا سړی ګرم نه و، بغدادي پير په دومره خانانو او ملکانو کې د ده کوټه خوښه کړې وه.

تر يو څه وخته له ملايانو او سپين ږيرو سره کېناستم، ځان مې نه بې ارښته کاوه، قدم شاه غږېده.

ډوډۍ مو وخوړه، ټول لمانځه ته لاړل، خو پير پښې وغځولې، چا دومره زړه نه درلود چې بغدادي پير ته لمونځ او جومات ور ياد کړي!

ملک ځونډي ته مې وويل چې ستړی يم، څوک مه را پرېږده.

ملک په منډه له کوټې ووت.

قدم شاه دروازه ځنځير کړه، مخامخ بل ووړ ور ښکارېده، پورې مې واهه، کوچينۍ کوټه د مکتب له کتابونو ډکه وه. فکر مې وکړ، دا کتابونه مې بايد په  بل، تر دې ښه وخت کې ياد کړي وای.

 غږونه راغلل، د لويې کوټې وړې کړکۍ ته ودرېدم، د باندې ګڼ کسان ولاړ ول، له عمره پخې او زړې ښځې هم پکې ښکارېدلې، نه تکيه کېدل، همدا ګړۍ يې د بغدادي پير ليدل غوښتل، خو ملک ځونډي ورته ويل چې مبارک ستړی دی،سبا  راشئ، اوس ساسموي….

تر ماښامه چا دومره زړه نه درلود چې دروازه خلاصه کړي، ماښام په خپله د باندې ووتم، وار له واره د تودې ډوډۍ بوی راغی. لاندې مې وکتل، پر ډېران سرې چرګې ګرځېدې، يوه ځوان اخورونو ته ولاړې کتار غواوې خلاصولې…ور هاخوا د ګڼو کورونو له موريو ( دودکشونو ) تور  لوګي پورته کېدل.

د يوه ماشوم ناره مې واورېده:

_هلې! پيرګل راوتلی.

په منډه کوټې ته ننوتم.

ماخستن مې له ملک ځونډي، د  کلي له ملا او څو نورو سپين ږيرو سره ډوډۍ وخوړه، يوه ماشوم لاسونه را پري مينځل، کله چې د باندې لاړ، ملک ځونډی اوچت پسې ولاړ شو، غږ يې راته، ماشوم ته يې په زينو کې وويل چې د پير صېب د لاسونو مبارکې اوبه غواوو ته کېږده، د سلو مرضونو دوا ده.

شپه مې توده تېره کړه، تاوخانه ښه لګېده.

درې ورځې مې تاويذونه ورکول، خو د کلي ناروغان او د دعاوو غوښتونکي نه خلاصېدل. وروسته د نورو کليو خلک را مات شول، د ملک د کوټې تر مخ به درجنونه خرې ولاړې وې، پر ملاو به يې سرې، شنې  بړستنې او توشکونه پراته ول، زړې او له پښو لوېدلې ښځې به پر خرو  راوړل کېدې.

ستړی وم، چاره نه وه، خو د هوا په سړېدو سره د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوه، له غرمې وروسته به مې په ارام زړه خوب کاوه.

دې لوی کلي دوولس جوماته لرل، خو تر ټولو لوی جومات د ملک ځونډي و. کله کله به ملا صېب په خواره خوله جومات ته د ورتلو بلنه راکوله، خو ما به خلک بانه کړل، خو اوس  ګڼه ګوڼه کمه شوې وه، دا خبره نه چلېده.

يو مازديګر په نه زړه جومات ته ورغلم، د ملا صېب په ټينګار کتارونه  راپسې ودرېدل، د پټې خولې لمونځ و، ستونزه مې نه درلوده، خو د ماښام آذان مې زړه وخوړ، ملا صېب ته مې وويل چې ستا په څېر لوی او سپين ږيری عالم به څنګه راپسې درېږي.

يو ټيټ غږ راغی:

_قربان يې شم! دې ته وايي د پيرګل خاکساري.

ملا صېب کليوالو ته وکتل، په سترګو کې يې غرور پروت و . نه و ملامت، د بغدادي پير غوندې لوی عالم پسې درېده. مخکې شو، خو د ملک ځونډي او ځينو نورو کليوالو ټنډې تروې شوې، د پيرګل په امامت کې يې ډېر ثوابونه ليدل. بوډا ملا نا امېده ودرېد، د ملک ځونډي  غوږ ته مې خوله ور ټيټه کړه، ومې ويل چې سپين ږيری دی،  زړه يې مه ور ماتوه.

وروسته مېلمستياوو زور ونيو، هر  يوه غوښتل چې د کور دسترخوان يې برکتي شي، خو ما به يواځې د هغو  کسانو غوښتنې منلې چې خبرو يې پر نورو تاثير درلود.

يوه ورځ ملک ځونډی راته کېناست، واده يې غوښت، خو د توتکۍ پلار ورته ويلي و چې د هوا تر تودېدو پورې به نه سره په عذابوو. خانګل مې را وغوښت، په سخته مې قناعت ورکړ.

يوه اوونۍ وروسته واده تيار شو، ورځ په ډولونو تېره شوه، مازديګر يې ناوې راوړه، د نکاح په وخت کې د ملک ځونډي نوې سرې کړې ږيرې د څراغ ژېړې رڼا ته سره لمبه کوله.

کلا له ښځو ډکه وه، تر ډېره د چمبې  غږ راته، ملک ځونډی له موږ سره پرېووت. يو وخت چيغې شوې، قدم شاه څراغ ولګاوه، حاجي ځونډی پر خپل ځای ناست و، پکه ککرۍ يې ځلېدله. يودم د کوټې دروازه له دېوال سره ولګېده، دوې زړې ښځې راغلی، ژړل يې…خبره مالومه شوه، توتکۍ په نيمه شپه کې تښتېدلې وه.

ملک په بېړه د باندې ووت، کړکۍ ته ودرېدم، د ناوې تېښته د پټېدو نه وه، په کلي کې بل څراغونه ګرځېدل….

سر مې ولګاوه، لس بجې له خوبه را پورته شوم. ملک راغی، ژړل يې…ويې ويل چې په توتکۍ پسې يې ټول کلی ولټاوه، پيدا يې نه کړه… ژړ ايې  زور ونيو، د بوډا زړه ته لوېدلې وه چې توتکۍ له کوم چا سره تښتېدلې ده، ملک خپل عزت په خاورو  کې ليد، دا لويه رسوايي  يې نه شوای زغملای، همدا ګړۍ يې له خدايه خپل مرګ غوښت.

يودم د توتکۍ وروستۍ خبره په ذهن کې را تېره شوه (( ژېړ کمر خو شته )).

زړه مې ولړزېد، ومې ويل:

_ژېړ کمر چېرې دی؟!

ملک په لندو سترګو راته وکتل.

همدا خبره مې بيا تکرار کړه، ملک په غريو کې وويل:

_د هديرې پر سر.

د باندې ووتو، تر کورونو تېر شوو، ور هاخوا لويه هديره پرته وه، پر شناختو ټومبلې رنګارنګ ټوټې باد وهلې…مخکې لاړو،  د غره په ډډه کې تېره هسکه ژېړه پرښه ولاړه وه.

لاندې مې وکتل، ليرې پر يوې غټې ډبرې سور ټکری پروت و. منډه مې ور واخيسته، د واده په جامو کې ځوانه نجلۍ په خپلو وينو کې پرته وه.

ملک ځونډۍ را ورسېد، ساه يې لنډه لنډه کېده، شکرونه يې ايستل، عزت يې پر ځای پاتې و.

د توتکۍ جنازه وړه وه، ان ملا هم نه ورته، ويل يې چې نجلۍ ځان  وژلی، نه بخښونکې ګناه يې کړې، جنازې ته به څنګه ورځم! خو ما مجبور کړ، په نه زړه ورغی.

ناروغه شوم،  سرې تبې مې کېدلې، د نجلۍ په وينو سور تندی مې له ذهنه نه ووت.

د توتکۍ د مرګ په اتمه ورځ د ملک ځونډي اتيا کلنه مور مړه شوه. ملک له خيرات پرته د مور خاورو ته سپارل لويه  بې غيرتي ګڼله، جنازه يې سبا ته پرېښوده.

جنازې ته دوه، دوه نيم زره کسان راغلل، ملايان وغږېدل، يو کال مخکې به لا  ملايانو د خبرو په پيل او پای کې امان الله خان ته دعاوې کولې، دا عادل پاچا يې پر ځمکه د خدای  د عدالت  سيوری ګاڼه… خو پير بغدادي خپل کار کړی و، اوس ملايان پر پاچا تېز ور تلل، له نوم سره يې د ( غازي ) ټکی نه ياداوه. يوه  خو ان پاچا د کوپر پر څنډه ولاړ  ليد…

له مانه د خبرو د کولو هيله وشوه، ضرورت مې نه ليد، کومې خبرې چې به ما کولې، نورو وکړې. خو بيا مې هم يوه خيالي کيسه ورته تېره کړه، ومې ويل چې څو ورځې مخکې د شور بازار حضرت صېب مبارک نور المشايخ،  امان الله خان ته ورغلی و، ورته ويلي يې وو چې په کابل کې عياشي ډېره شوې ده، چاره يې وکه، خو دا خبره پر پاچا بده لګېدلې وه، مبارک يې درې شواروزه په تشناب کې بندي کړی و…

د شور بازار حضرتان مشهوره ول، خلکو ناليدلي پېژندل. ټولو ژړل…

خبرې مې را لنډې کړې، ومې ويل چې نور وخت مه تېروئ، جنازه هدېرې ته يوسئ!  تر دې زيات د مړي ساتل حرام دي.

غرمې ته کتار ولاړو خلکو د لندې ډوډۍ سلګونه کاسې يو بل ته ورکولې، دا کاسې د جومات تر مخ لويې فرش شوې ميداني ته تلې، له  کاسو مړه تاوونه پورته کېدل….

ورځ مې ستړې تېره کړه، خو د ملک ځونډي يې کور ودان، په غم کې يې هم د پير هوساينه په ياد وه، شپې ته پاتې شوي له  ليرو ځايونو راغلي خانان او ملکان يې د خوب له پاره په کورونو تقسيم کړل.

د مکتب د کتابونو د يادولو له پاره مې تر دې ښه  وخت نه شو موندلی.

سهار وختي مې د دروازې پر سر له ايښې  قران شريفه اووه جامې ( ټوټې ) خلاصې کړې،  بيا مې د جاسوسي د وسايلو له خلطې يوه سپرې را واخيسته، دا سپرې د اوښکو د بهېدو له پاره وه، يو پاو به له سرو سترګو رڼې اوبه  تلې.

له لمر ختو سره د پښو دربی شو، مېلمانه د چايو له پاره کوټې ته راتلل. سپرې مې سترګو ته ونيوله، له فشس سره مې سترګې وسوځېدې، څادر مې پر سر راکش کړ، غلی کېناستم.

دروازه خلاصه شوه، د سلام اوازونه راغلل، خو زه سونګېدم… د ملک ځونډي حيرانه غږ مې واورېد، له قدم شاه يې د خيريت پوښتنه کوله، خو قدم شاه ورته وويل چې پيرګل له نيمې شپې راهيسې همداسې ژاړي.

پر ځنګنو مې لاسونه ولګېدل، د ملک ځونډي غږ مې واورېد:

_قربان دې شم، څه خبره ده؟

څادر مې ليرې کړ، د ملک ځونډي سترګې رډې را وختې، ورو يې وويل:

_ولې ژاړې؟!

يودم په احساساتو راغی:

_چا خو به نه يې خوابدی کړی، را ته ووايه! ښځه راباندې طلاقه، که د ژوند څکه رانه وکي.

ناستو کسانو ته مې وکتل، له وېرې ډکې، حيرانې سترګې يې راته نيولې وې.

په غريو کې مې وويل:

_مه پسې ګرځه! کومه خبره نه ده.

خو ملک ځونډي کله پرېښودم، د پيرګل ژړا وړه خبره نه وه.

په خواره خوله يې وويل:

_قربان دې شم، زړه مې چوي، راته ووايه، د ا سرې سترګې خو دې بې څه نه دي.

ومې ويل:

_په دې وړه کوټه کې دا کتابونه  څه کوي؟!

ټولو يو بل ته وکتل. ملک ځونډي په خواره خوله وويل:

_تر تا مې ځار کې، دا خو يې دا څو مياشتې مخکې له کابله راوړل، ويل يې چې د څړمني ( پسرلي ) په اوله مياشت کې به په کلي کې مکتب جوړېږي. يواځې موږ نه، ټولو کليو ته يې د اول او دوهم  صنف کتابونه راوړي دي.

ټنډه مې تروه کړه:

_تاسو قران شريفونه غواړئ، که د مکتب کتابونه؟!

ټولو يو بل ته وکتل….
يودم مې وژړل، ژړا مې تېزه کړه، په کوکو کې مې وويل:

_بيګا مې قرآن شريفونه په خوب ليدل، د کلي له کورونو يې منډې وهلې، مخې ته يې ودرېدم، ورته ومې ويل چې څه خبره ده! ولې کلی پرېږدئ؟! دوی په دې وړه کوټه کې ايښي د مکتب دا کتابونه يادول، ويل يې چې زموږ او د کوپري کتابونو نه سره کېږي… خواست مې ورته وکړ، ومې ويل چې دا خلک تک، سپين مسلمانان دي، پيران مني، خير دی، زه به يې پوه کم، که يې خبره نه منله، لاره خو مو چا نه ده نيولې. بس! په سخته مې را وګرځول.

ملک ځونډي د وره سر ته وکتل، سترګې يې رډې را وختې، پوهېدم چې په ذهن کې يې څه ور ګرځي! پورته ايښي قران شريف به خامخا د تېښتې پر وخت خپلې جامې ليرې کړې وې.

د پزو سونګا راغله، ناستو کسانو ژړل….

ملک ځونډی په بېړه ولاړ شو، قرآن شريف يې تر ډېرو په خپل ټټر پورې ټينګ نيولی و، توبې يې ايستې،  ژړل يې….وروسته يې يودم چيغه کړه!

_بارانه!

يو خيرن ځوان راغی، له جامو يې د خوشايو بوی ته!

ملک ځونډي وويل:

_هله، دوه، درې  نور مزدوران هم درسره که، همدا اوس به له وړې کوټې ټول کتابونه باسې.

خيرن ځوان په خواره خوله وويل:

_د کور کوټو ته يې يوسو؟!

ملک چيغه کړه!

_وه کم عقله، کور ولې بې برکته کوي، چېرته يې  وغورځوه.

په ناستو کسانو کې يوه چاغ سړي وويل:

_ملک صېب! دا کتابونه ما ليدلي، بسم الله پکې ليکلې، د خدای  او رسول له نومونو ډک دي، ګناه لري، که زما منې، په اوبو کې دې يې واچوي.

د ملک ځونډي ټنډه لا پسې تروه شوه!

_همدا څو ټکي يې ام د اعتبار له پاره پکې راوستي دي، هر چېرته چې يې وړې، مخصد ( مقصد) له کلي يې ورک کئ!

يو بل ډنګر سړي وويل:

_ښه خبره ده، دا کتابونه يې  موږ ته هم را لېږلي دي، ورک به يې کو، خوله حکومت سره به څه کوو؟!

ملک ځونډي څو ځله خپل سر وخوځاوه، ټنډه يې تروه شوه، ورو يې وويل:

_هی هی! له ايمانونو خلاص ياست، له خدايه نه وېرېږې، له حکومته مو زړونه چوي، ښځې خو نه ياست، لونګۍ مو تړلې، تر دې به بله کومه سخته ورځ درباندې راځي چې قران شريفونه مو له کورونو تښتي!  وايم که يې څه ويل، وچ يې پر دا تندي ولئ، مردار يې کئ، تر دې بله  لويه غزا به چېرې پيدا کئ….

وړه کوټه په هماغه ورځ له کتابونو تشه شوه.

لومړۍ واورې، غرونه سپين کړل، دوهم ځل اوارۍ ته راغله، درېيمې

ورېدا، د کليو لارې وتړلې.

ژمی په مزو روان و، ګرمه بخارۍ، د لاندې او چرګانو غوښې، مېلمستياوي او خوبونه! بس! څو ځله د سويانو ښکار ته هم لاړو، په واوره کې به د سوی  پلونه  اسانه موندل کېدل، په پلونو پسې به مو ګامونه واخيستل، سوی به منډه کړه، خو ملک ځونډي کليوالو ته ويلي و چې پام!  تازيان به نه ور پرېږدئ! د پير صېب بايد پام غلط شي، کوم سوی چې به د پېر د ټوپک له ګولۍ روغ ووت، بيا به تازيانو منډې پسې وهلې….د ښکار سويان به ډېر ول، خو د پير صېب ويشتلي سويان به همالته ټوک ټوک شول، يوه يوه ټوټه غوښه به يې د تبروک له پاره کورونو  ته وړل کېدله.

د ژمي د وروستۍ مياشتې په پای کې واوره ټوله شوه، خلک بيا را مات شول، ان د کرښې د ها غاړې قبايل به هم دم او دعا ته راتلل….

يو مازديګر په جومات کې ناست وم چې راجندر راغی، راجندر عيسوي و، په ملتان کې يې د بريتانيې په پوځ کې  لويه وظيفه درلوده.

د وارخطايۍ خبره نه وه، بغدادي پېر ته ډېر کسان راتلل، يو يې هم راجندر.

لاس مې د ښکلولو له پاره ور وغځاوه، راجندر ټيټ شو، ناڅاپه مې ټول ځان ورېږدېد، د راجندر له غاړې  په ژېړ ځنځير پورې پېيلی غټ صليب را وځړېد.

په سترګو مې اشاره ورته وکړه، خو ساده راجندر زما پر لاس را پرېووت.

صليب نو د پټېدو شی نه و، هر څوک چې د ډيورنډ تر کرښي اوښتي ول، کليساوې به يې خامخا ليدلې وې.

لومړۍ مې يو ټيټ غږ واورېد:

_نصارا دی!

بيا ګونګوسې شوې… وروسته يوه ناره کړه!

_کاپر جومات ته راغلی.

چېغې شوې، په سلګونو سترګې رډې راوختې.

 ملا صېب نه وړه، نه يې راوړه، وار له واره يې د راجندر د وژلو فتوا ورکړه! ملامت نه و، کاپر، جومات او دا ځای! چې دا سړی يې نه وای مړ  کړی، نو څوک به يې واژه!

لينګي مې ولړزېدل، له پښو مې د ولاړېدو سېکه ختلې وه… راجندر ته لاسونه ور ولوېدل، د سترګو په رپ کې وارخطا راجندر هوا ته  پورته شو.

چيغه مې کړه!

_ودرېږئ!

د راجندر پښې پر ځمکه ولګېدې،  په مخ کې يې ټکی وينه نه وه پاتې.

يودم موسک شوم، ومې ويل:

_تاسو خو يو ځل په خبره ځانونه پوه کړئ!

يوه په غوسه وويل:

_قربان دې شم، پوه يو، د خدای دښمن  مو د خدای په کور کې ونيو.

ومې خندل:

_چا ويل چې پوه ياست! په هېڅ هم نه پوهېږئ!  دا سړی د خدای دښمن نه، د خدای دوست دی.

حيرانې سترګې را واوښتې.

ولاړ شوم، راجندر ته مې کلکه غېږ ورکړه، ټنډه مې يې ښکل کړه، تر څنګ مې کېناوه. ورته ومې کتل، موسک شوم، ومې ويل:

_مبارک، مبارک، مبا….

د ټولو خولې وازې پاتې وې….

ومې ويل:

_د چا اول سمه وي، د چا اخېره، خو د دې سړي زړه په اخيره کې له نوره ډک شو، بېګا ړندکي راته وويل چې قربان دې شم، ستا يو ليکلی کتاب په ملتان کې د يوه کاپر په کور کې رانه لوېدلی و، کاپر ولوست، اوس را روان دی، د لارې سختو ته يې ځان ور کړی، غواړي چې ستا تر مخ  ايمان راوړي.

خلکو په حيرانۍ راته کتل.

راجندر په پښتو نه پوهېده، په انګليسي مې ورته وويل:

_احمقه! نو دومره  اشتباه!

غلی شوم، ملا  ته مې وکتل، ومې خندل.

_بس! مولوي صېب! سړی تيار دی، کليمه ور ښيه!

د ټولو سترګې و ځلېدې.

د وارخطا راجندر غوږ ته مې خوله ور نږدې کړه:

_که غواړې چې ژوندی پاتې شې، نو يوه خبره واوره، څه چې دا سپين ږيری وايي، پسې تکراروه يې.

کليمه وويل شوه، جومات د الله اکبر چيغو پر سر واخيست. له هرې خوا مبارکۍ راغلې…

بيا د نوم وار شو، راجندر ته يې عبدالرحمن نوم وټاکه!

خلک خوشاله ول، نوي عبدالرحمن ته يې مبارکيانې ورکولې.

راجندر ته مې وويل:

_تر اوسه مې لا زړه ځای ته نه دی راغلی، يوه سزا بايد ووينې.

يودم مې ناره کړه!

_د عبدالرحمن جامې مو څنګه هېرې دي!

د خلکو تبروک ته ور پام شول، لاسونه ور ولوېدل، راجندر چيغې کړې،  څررر شو، دوې دقيقې وروسته لوڅ لپړ و. ان يوه عمر خوړلي بوډا يې نېکر هم کشاوه، خو ما منع کړل.

 وارخطا راجندر مې په خپل څادر کې پټ کړ. خو ډېر ژر  نوې لونګۍ، له سنيو اوبدلی کوټ ، پټو او  جامې ورته راغلې.

ماخستن مې کوټې ته بوت، راجندر د خپل  بوټ له تلي يو کوچينی کاغذ را وايست، چانسلر ليکلي و چې په کابل او غزني کې يې زموږ دوه جاسوسان اعدام کړل، خبرې دې يو څه پستې که، خو که بيا هم کوم خطر وينئ، ځانونه را وباسئ!

له قدم شاه سره مې مشوره وکړه، ويې ويل چې ستړی يم، ماشومان مې يادېږي، خو يو- دوه مياشتې نوره پاتې کېدا مو په ګټه ده،  يو ځل بايد تر سرې غونډۍ هم ورشو.

د ويدېدو پر وخت مې راجندر ته وويل چې بچو! ودرې!  سهار به د کلي نايي را غواړم! د سنتېدا  کار  دې  لا پاتې دی.

 وارخطا سړی مې پښو ته را ولوېد، تر ډېرو يې زارۍ کولې….

سوزان د خپل غور نيکه د کتابچې پاڼې سره ور وستې، کوټې ته لاړه، پلار، مور او ورور  يې تلويزيون ته ناست ول، تر ويدېدو مخکې يې بيا کتابچه خلاصه کړه، ډېويډ جونز ليکلي ول:

_د هوا په ګرمېدو سره بېرته سمڅې ته لاړو، د دم، دعا  بازار له سره تود شو، د بغدادي پير د کراماتو اوازه تر کلاته هم رسېدلې وه، خلکو په په شپو ورځو مزل کاوه، ستړې به يې ګاللې، ځانونه به يې تر پيره را رسول.

يوه ورځ په لومړي ځل څلور افغان پوځيان راغلل، مشر يې تک سپين مخ او  اوږده توره ږېره درلوده،  سمڅې ته د راختو په وخت يې د ټوپک کنداغ له راوتلې تيږې سره ولګېد، تر ډېرو يې د ټوپک کنداغ ته کتل، بيا يې سپينه ټوټه پرې تېره کړه.

پورته راغی، ستړې مشې يې توده وه، ويې ويل چې ژمی يې د کرښې په يوه قرارګاه کې تېر کړ،  ګردېز ته ته، زما د ليدو  په خاطر يې لاره راکږه کړه.

مشر اوږدې خبرې وکړې، د شوربازار د حضراتو په صفت نه مړېده. وروسته يې د امان الله خان خبرې را واخيستې، ښه زړه يې نه ترې درلود، ترکيې ته د زده کړې له پاره د افغانو نجونو په لېږلو خواشينی و، خو ما امان الله خان، پوه او مدبر انسان ياد کړ، د پاچا په دينداري او هېواد پالنه کې مې شک نه درلود.

د پوځيانو له تلو وروسته قدم شاه را په غوږ شو، ويې ويل چې دې سړي هسې هم په پير او فقير باور درلود، له امان الله خانه د دې سړي د زړه د تورېدو له پاره ښه موقع وه، خو تابرعکس، د پاچا صفت ورته وکړ.

قدم شاه ته مې وويل چې دومره مه ساده کېږه، له دې سړي ويره په کار ده.

قدم شاه په حيرانۍ راته وکتل.

ومې ويل:

_په کرښه کې پرتې افغان پوځي قرارګاوې دومره امکانات  نه لري چې د ژمي په څله کې دې دا سړی داسې پاک او  تک سپين ترې را ووځي. بله دا چې د دې مشر د ټوپک پر کنداغ خوا بده شوه، مانا بيت المال ته صادق دی او پر وطن يې زړه خوږېږي، نو وطندوسته انسان، يواځې وطندوسته  امان الله خان غواړي.

غلی شوم، ومې ويل:

_دا سړی دستوري را لېږل شوی و، نور مو دلته پاتې کېدا خطرناکه ده.

خو د قدم شاه زړه ته نه لوېده، ويې ويل چې زموږ په کار کې ډار نه شته.

يوه اونۍ وروسته له پېښوره يو کوچينی کارټن راغی، خلاص مو کړ، حيران شوو، د امان الله خان او ملکې ثريا له لوڅو عکسونو ډک و.

د کارټن را وړونکې راته وويل چې دا عکسونه له لندنه راغلي دي، د پاچا او ملکې څېرې يې را اخيستې، د نورو کسانو پر لوڅو بدنونو يې ايښې، بيا له همدې عکسه نور  عکسونه  اخيستل شوي دي.

داعکسونه په دومره مهارت جوړ شوي وو چې جعلکاري يې په اسانه  نه ښکارېده.

په لومړي ځل مو دا عکسونه يواځې شناخته وو ته ورکول، بيا مو تر وردګو، غزني او زابله پورې ولېږل.

خلکو به توبې ايستې، اوس پاچا او ملکه د کوپر پر ژۍ نه، کوپر ته ور  لوېدلي ول.

يو سهار يوه بل  جاسوس د چانسلر خط را ووړ، سترګې مې رډې را واختې، چانسلر ليکلي و چې ځانونه راباسئ،  لارنس ( پير کرم شاه ) يې له اسنادو او شواهدو سره ونيو، اعدام يې کړ.

په هماغه ساعت مو د جاسوسي وسايل او پاتې دوا په خلطه کې واچول، قدم شاه ته مې وويل چې په تياره کې به له دې ځايه ځو، خو قدم شاه يواځې يوه بله شپه غوښته، ويل يې چې نن بېګا به د سرې غونډۍ خزانې ته ورشو، سبا ماخستن به له دې ځايه پښې سپکې کړو. خو ما ونه منله، نور نو په افغانستان کې يوې ورځې  پاتې کېدا هم خطر درلود!

په تياره کې د باندې را ووتو، سپوږمۍ وه، په احتياط لاندې لاړو، له سماوراونو خرهاری، د ناروغانو ځګيروي او د يوه ماشوم ژړا راتله.

آسونه مو تر قيضو ونيول،  پلې ورسره تلو… پر ډبرو د آسونو د نالونو د لګېدا غږونه  مې تر زړه تېرېدل….

يودم له ونو ګڼ کسان را ووتل، په غره کې زوروره چيغه را وګرځېده.

_شور ونه خورئ!

زړه مې پښو ته ولوېد، لسو،دولسو پوځيانو منډه را واخيسته، څو چې مو ځانونه خوځول،  تر لاسونو مو پړي تاو شول.

لاس تړلي يې چينې ته را وستو، خلک له بلو څراغونو سره را ووتل. خوبولې سترګې له حيرانۍ ډکې وې.

سمڅې ته يې بوتلو، يوه پوځي څراغ ولګاوه، بل د بوجۍ خوله ځمکې ته کړه، له کړنګ سره لاوډسپېکرونه، سيمان، سپيرې، تارونه، دوا، رنګارنګ ګروپونه…ولوېدل.

يوه له ونې لوړ پوځي ورو وويل:

_ډېوېډ جونزه، درې شپې مو په ونو کې درته تېرې کړې، د نورو جاسوسانو راتګ ته ماتله وو، خو تا د تېښتې له پاره ډېره بيړه وکړه.

غلی شو،  دېوال ته ور وګرځېد، لاس يې پرې تېر کړ، ويې ويل:

_ډېر وخت نه دی پرې وتلی، ړنګ يې کړئ!

يوه پوځي د دېوال د سر تيږې ته برچه ونيوله، تيږه په سخته را جلا شوه، خو نورو تيږو دومره زحمت نه غوښت، په اسانۍ لاندې را لوېدې….

سمڅې ته ګڼ خلک راغلل، د ټولو سترګې رډې را ختلې وې.

يو رېږدېدلی زوړ غږ راغی:

_څه خبره ده؟!

له ونې لوړ پوځي وويل:

_دا سړی، پير نه، انګرېز دی، ګردېز ته يې بيايو.

خلکو يو بل ته وکتل، بوډا چيغه کړه!

_سپينې پښتنې خو مو پرنګيانو ته ور ولېږلې،  شرم نه لرئ!  اوس مو د خدای په دوستانو پسې ام را اخيستې ده.

پوځي ټيټ شو، لاوډ سپېکر يې را پورته کړ، ويې ويل:

_دې سړي دوکه درکړې، هېڅ کرامات نه لري، دې ته لاوډ سپيکر وايي، لاندې به يې ستاسو خبرې اورېدې، دلته به يې ستاسو نوم اخيست…سوچ انګرېز دی، د پاچا د بدنامولو له پاره کار کوي.

يو ډډ غوسه ناک غږ راغی:

_کوپر مه وايه، په پاچا کې نو څه پاتې دي، له خپلې ښځې سره يې لوڅ لپړ عکسونه اخيستي دي.

بل سړي وويل:

_پاچا خو نه خدای مني، نه پيغمبر! اوس پيران ام نه دې ترې پاتې.

پوځي خوله خبرو ته جوړوله چې بوډا وويل:

_نور خانه! د پير ګل لاسونه ور خلاص که! که نه نو دا سمڅه به راباندې  را پرېوځي.

يو قوي ځوان مخکې راغی، خو پوځي يې پر ټټر لاس ور کېښود.

بوډا چيغه کړه!

_عطاګله، بړېڅه، خداينوره…تاسو هم ځانونو ته نارينه واياست!  د پيرګل تړلي لاسونه مو څنګه لورېږي!

څو کسان را مخکې شول، خو پوځيانو ټوپکې ورته ونيولې، ځای پر ځای ودرېدل.

په ونه لوړ پوځي چيغه کړه!

_وځئ!

خلک شاته شول، د سمڅې په خوله کې ودرېدل. دېوال ړنګ شو، ګڼ پوځيان مخکې لاړل، تر يوه ځايه د څراغ رڼا ښکارېدله، بيا ورکه شوه، خو شېبه وروسته بېرته د سمڅې دېوالونه ژېړې رڼا ونيول، دقيقه وروسته يې د عبدالله وچ  شوی جسد، اخبارونه، مجلې… پر غولي کېښودل.

په ونه لوړ پوځي  مې تر مخ ودرېد، ورو يې وويل:

_دا ځوان څوک و؟

غلی وم.

_يودم يې پر ژامه سوک راکړ، ولوېدم، له خولې مې وينو داره وکړه.

چيغې شوې، خلکو ډبرې  ور واخيستې، يوه پوځي (اخ) کړل، ولويد، نورو هوايي ډزې وکړې، خلک ودرېدل،  سمڅه د سوځېدلو باروتو بوی ونيوله.

په ونه لوړ پوځي چيغه کړه!

_که څوک يو ګام را مخکې شو، خون يې پر خپله غاړه!

غلی شو، ويې ويل:

_او ساده ګانو! له پيرګله پوښتنه وکئ چې دا مړی دلته څه کوي.

بوډا په غوسه وويل:

_کوپر مه وايه! له پير ګله به څنګه پوښتنه کوو، پيريانو به راوړی وي.

 د پوځي ټنډه لا پسې تروه شوه:

_له دې ځايه ورک شئ!

بوډا وويل:

_پيرګله! دا خلک په سمه نه پوهېږي، ولې ماتله يې؟! ړندکی را وغواړه!  دا د کوپر زامن به شنه لمبه کړي.

پوځي توپانچه را وايسته، ډز شو، د بوډا پښو ته نږدې نرۍ دوړه پورته شوه.

شېبه وروسته يې لاس تړلي پر آسانو کېنولو، خو تر موږ مخکې څو کليوالو د خپلو آسانو تشو  ته پوندې ورکړې، په تياره کې ورک شول.

ټوله شپه مو  مزل وکړ، سپېده چاود  يوې تنګې درې ته ورسېدو، چوپه چوپتيا وه، يواځې د آسونو د پښو ټکا اورېدل کېدله…کله کله به يوه مرغۍ هم وچوڼېده.

يودم سغ شو، له ټک سره د مخې پوځې ولوېد. ډزې شوې، له ډبرو سره سوکي بادېدل. پوځيانو مورچې ونيولې، آسونه وشڼېدل، د ټوپکو له خولو سرې غوړنجې را وتلې….

د آس تشو ته مې د بوټونو غبرګ تلي سيخ کړل، آس منډه واخيسته، شاته مې وکتل، قدم شا را پسې و. يودم مې په ښی اوږه کې نرۍ څړيکه تېره شوه، آس ولوېد، پر لويو ډبرو ورغلم، سر مې پر تېږه ولګېد، پر ځان ونه پوهېدم.

يو وخت مې سترګې رڼې کړې، په کنډواله کې وم. اوږې ته مې وکتل، تړل شوې وه.

د قدم شاه غږ راغی:

_زړه دې مه خوره!  ګولۍ وتلې ده.

شاوخوا مې وکتل، د کنډوالې پر ړنګو دېوالونو ګڼ مول وهلي کسان ناست ول.

حاجي پاينده خان راغی، خوشاله و، له پير سره د مرستې او پنځو افغان پوځيانو د وژلو په خاطر يې ځان په جنت کې ليد.

له پاينده خانه مې د نورو پوځيانو پوښتنه وکړه، ټنډه يې تروه شوه، د نورو پوځيانو تيښتې له اضافه ثوابه ايستلی و… بيا يې په خواره خوله د سپينو ګلانو شيره وغوښته، خو ما ورته وويل چې د ړندکي پيري راوړې شېره مو له لاسه ووته، شيره په کڅوړه  کې وه.

د پاينده خان تندی وغوړېد، په لوړ غږ يې د خلطې د راوړلو امر وکړ. يوه له ونې ټيټ سړي خلطه راوړه، خلاصه  مې کړه، د جنسي قوې د ډېرېدو د ګوليو سلامت پاکټ مې ورته ونيو. پاينده خان په حيرانۍ راته وکتل، خو نور د دې خلکو غلطېدا په دې نه ارزېده چې خپل ماغزه وخورم، لنډ مې ورته وويل چې ړندکي پيري ترقي کړې، اوس له سپينې شيرې ګولۍ جوړوي.

دوې شپې مې د حاجي پاينده خان د کور په کوټه کې تېرې کړې، هېڅوک نه و خبر، يواځي پاينده خان مې ليد، سهار وختي به يې له لندو وېښتو او تورې کړې ږيرې راڼه څاڅکې څڅېدل.

په درېيم ماخستن يې دوه کسان را سره کړل، دې خلکو ته پټې لارې مالومې وې، له درې شواروزه مزل وروسته د ډيورنډ تر کرښې واوښتو.

غرمه مو د انګريزانو يوې قرارګاه ته ورسوله، ډاکتر مې د اوږې ټپ وکوت، د خلطې دواوو ميکروبي کېدو ته نه و پرېښی.

يوه اوونۍ وروسته په پېښور کې د انګرېزانو په نظامي روغتون کې وم، چانسلر له لاهوره زما پوښتنې ته راغی، کلکه غېږ يې راکړه، پر ټپ مې فشار راغی، خو چانسلر تر ډېرو ټينګ نيولی وم.

وروسته افغانستان ته د لېږلو جاسوسانو په باره کې راته وغږېد، ويې ويل چې برېتانيې افغانستان ته څلور زره کسان لېږلي دي، دا جاسوسان دې هېواد  ته په مختلفو څېرو کې تللي ول، څوک موچي و، څوک نجار، څوک معلم، څوک تجار، څوک هم نظامي مشاور…خو تر ټولو په روحاني جامو کې لېږلو کسانو ښه نتيجه ورکړې وه.

 چانسلر وويل چې ان د وزيرانو په سويه  زړونه يې هم  له امان الله خانه خوا توري کړي دي. بس! خبره خلاصه ده، د امان الله خان پر پاچاهي مو تېل وپاشل، اوس يواځې د اورلګيت خلی غواړي.

په مياشت کې  مې د اوږې ټپ سره ورغی، بيا له ډېره وخته وروسته حمام ته ننوتم.

يوه لوېشت ږېره مې نوره څه کوله! چاړه مې پرې تېره کړه. بيا تودو اوبو ته ودرېدم، د صابون سپين ځګ تورو خيرو ونيو.

چانسلر يو کال  رخصتي راکړه، لندن ته لاړم، له ډېر وخت وروسته مې د هوساينې ساه واخيسته، خو رخصتي مې لا نه  وه پوره چې بېرته يې لاهور ته ور وغوښتم.

وار له واره مې قدم شاه وليد، دی د چانسلر د دفتر  په دهلېز کې راته  ماتله و.

قدم شاه کلکه غېږ راکړه، يوه شېبه کېناستو، د سرې غونډۍ خزانه يې لا نه وه هېره.

وروسته مو چانسلر وليد، ټنډه يې هواره وه.

چانسلر يو عکس راته ونيو، په عکس کې يو خيرن، له وني ټيټ، خو قوي ځوان ولاړ و، توره  ږيره يې درلوده، ګرد پټکی يې تړلی و.

چانسلر ته مې په حيرانۍ وکتل.

د چانسلر سترګې وځلېدې، په خوند يې وويل:

_دا سړی به زموږ پاشلو تېلو ته د اورلګيت خلی وهي.

خبره واضح نه وه، چانسلر بايد نور مالومات هم راکړې وای. چانسلر وويل:

_دا سړی حبيب الله نومېږي، خو د سقاو په زوی مشهور دی، څو کاله مخکې په پېښور کې د يوه زرګر د پيسو سيف غلا شو، د سقاو زوی زرګرۍ ته نږدې چای خرڅاوه، د خلکو پر ده شک راغی، ځکه دا دروند سيف له دې سړي پرته بل چا نه شوای پورته کولای، خو د سقاو  زوی وتښتيد، دوه کاله وروسته په پاړا چنار کې د غلا په تور ونيول شو، هغه وخت  د پاړا چنار د قرارګاه مشر راته وويل چې دا ساده سړی د امان الله خان ډېر ضد دی، ګڼ غله پرې راټول دي، له دې سړي ډېر کار اخيستی شو.

 دا خبره مې خوښه شوه، د بند يوولسمه مياشت يې لا نه وه تېره چې خوشی مو کړ.

يو څه مو نور هم وپړساوه، په لار کې د انګرېز له خوا يوه جوړ شوي ملنګ ورته وويل چې دی به يو وخت د افغانستان پاچا شي.

د سقاو زوی د کابل کلکان ته لاړ، غلاوې يې شرع کړې، کله کله به يې پر حکومتي کاروانونو هم بريد کاوه.

دې سړي په کم وخت کې ډېر ملګري پيدا کړل، خبره تر امان الله خانه ورسېده، د سقاو زوی يې په پوځ کې شامل کړ، خو دې سړي په هماغه لومړيو کې  يو پوځي افسر وويشت. بېرته غره ته وتښتېد. پاچا يې پر سر انعام وټاکه، خو د سقاو د زوی سر دومره اسانه کار نه دی، په دې سړي پسې د شوربازار حضرتان ولاړ دي، اوس يې ګڼ خلک طرفداري کوي….

چانسلر غلی شو، ماته يې وکتل، په سترګو کې يې ځلا پرته وه.

ومې ويل:

_ښه نو، زما رخصتي لا نه وه پوره، لاهور ته دې د څه له پاره  را وغوښتم!

چانسلر  را نږدې شو،  ورو يې وويل:

_يو ځل بيا ږېره پرېږده!

دا خبره ښه نه شوه راباندې تمامه، ومې ويل:

_د برېتانيې په استخباراتو کې يواځې ډېوېډ جونز نه دی، نور هم بايد خطر ومني، بل يوه ته ووايه!

چانسلر يو ګام شاته شو، سترګې يې رډې را وختې، چيغه يې کړه:

_نو ته د ملکې امر نه منې!

غلی وم.

چانسلر پر څوکۍ کېناست، ورو يې وويل:

_له تا مې دا تمه نه درلوده. سم وايې،  په استخباراتو کې ډېر خلک کار کوي، خو ډېوېډ جونز ( يو ) دی. که مو بل ډېوېډ جونز  لرلای،  نو ته مو په رخصتۍ کې تر دې ځايه نه راغوښتې.

پورته کوټې ته وختم، پر مېز نوي او زاړه اخبارونه پراته ول. يو اخبار مې را پورته کړ، امان الله خان  د اروپا  له سفره بېرته راغلی و، ده له څو اسيايي او اروپايي هېوادونو سره ګڼ نظامي، اقتصادي، تجارتي… فرهنګي تړونونه لاسليک کړي ول. وروسته د اخيستل شويو وسلو او نورو قراردادونو ليست راغلی و. امان الله خان په دې سفر کې له اروپايي هېوادونو شپېته زره نوي ټوپکونه، يوسلو شپږ توپونه، اته جنګي الوتکې، پنځه زغروال موټر، په زرګونو نظامي خولی، پتکونه، درې زره دوربينونه…اخيستې ول.

له اروپايي هېوادونو سره يې په افغانستان کې د قند، کاغذ، تار، ټوکر، جاکټ، جورابو، درملو، برقي او زراعتي وسايلو…د جوړولو  د فابريکو قراردادونه امضا کړي ول….

فکر مې خټه شو، خو بل اخبار مې تندی ورين کړ، امان الله خان له اروپايي سفره له راتګ وروسته لويه جرګه را غوښتې وه،  د جرګې غړو ته يې خپل تصميمونه ويلي ول، د دې تصميمونو  مهم ټکي ليکل شوي وو:

د مريدي له مينځه وړل، د ښځو د چادرۍ ليرې کول، د برېتانوي هند د ديوبند په مدرسه کې د افغانانو په زده کړه بنديز، له ملايانو له سره امتحان اخيستل، د تذکرو وېش، د عسکري جبري کېدل، بهر ته د زده کړې له پاره د ځوانانو لېږل، د وړو نجونو  نکاح منع کول…

دا هغه څه وو چې ملايانو نه غوښتل، تر ټولو ډېر مخالفت يې د شوربازار د حضرتانو مشر نور المشايخ فضل عمر مجددي کړی و.

 انګريزي اخبار مې را واخيست، سلامت مخ يې د شينوارو پاڅون ته ځانګړی کړی و، تبيلغات تاوده ول، د امان الله خان پاچاهي يې نسکوره ګڼله….

يوه مياشت له چانسلر او ځينو نورو انګرېزانو سره پر پلانونو وغږېدم، د سفر له پاره هر څه تيار ول، بس! يواځې ږېرې ته ماتله وم. اه! ږېره! که ږېره په پيسو اوږدېدای، نو چانسلر  زما د ږېرې د واږدېدو له پاره تر ميليونونو روپيو تېر و.

پاتې سلامت مياشت ونه لمبېدم، خيرن ځان، اوږدو له خيرو ډکو نوکانو او څپولو وېښتو مې پيري نوره هم تقويه کوله.

وخت را ورسېد، شنې مرۍ مې غاړې ته واچولې او يو ځل بيا له قدم شاه سره سمڅې ته ورغلم.

د يو کال ورکېدو بانه جوړه وه، بغدادي پير خو يواځې د ملک ځونډي له پاره نه و پيدا، په ټوله دنيا کې يې مريدان لرل.

په يوه مياشت کې څو ځله له خانانو او ملکانو سره وغږېدم، ناليدلي خوبونه به مې ورته تېرول، د سقاو زوی مې د دې ټولو مشکلاتو حل ګاڼه، ويل به مې چې په همدې سړي پسې ودرېږئ، خوب مې ليدلی، همدا مسلمان ځوان به مو له کوپره  راباسي.

 پاچا ته د خلکو زړونه هسې هم  ډک ول، خو زما خبرو نور هم وپړسول.  د پاچا پر ضد سلامت لښکر تيار و، خوما د اوس له پاره درې سوه تکړه ځوانان ترې را بېل کړل او د کابل شمال ته مې مخه کړه.

يوه اوونۍ وروسته مې د سقاو زوی په يوه زړه کلا کې وليد، ساده سړی و، پيرانو او حضرتانو ته يې له حده تېر احترام درلود.

له دې سړي سره د شپې تر ناوخته ناست وم، غيبي مرستې يې يادولې، ويل يې چې په فلاني ځای کې مې يو پير وليد، راياده يې کړه چې خوب مې ليد، پر سپين آس سپور يې،  توره دې په لاس کې وي، کاپر امان الله منډې درنه وهي…لاړ شه، فلانی ځای وکينده، غيبي مرسته درته پرته ده. ځای مې وکېنده، نوې ټوپکې او ډېرې پيسې ترې را ووتې….

د سقاو  د زوی ټولې کيسې د پيرانو او غيبي مرستو په اړه وې، ځان يې سر له اوسه د افغانستان پاچا ليد.

ګرم نه و، پيرانو، ملنګانو، ملايانو، حضرتانو، په غلا تورنو حاکمانو، له وظيفو شړل شويو وزيرانو…ټولو د امان الله خان ورکېدا غوښته.

 پټې او ښکاره جلسې  نيول کېدې، د سقاو د زوی خبرې چلېدې، ان په پوځ کې يې هم ډېر هغه کسان خپل کړي وو چې پاچا به غلاوو او فساد ته نه پرېښودل.

چا چې به په کوهدامن کې د امان الله خان له نوم سره د (غازي) ټکی وتاړه، سر يې قلم کېده، کور ته يې اور ور لوېده، ښځه او لوڼې يې د مينځو په نوم پر خپلو قوماندانانو وېشلې….

د سقاو زوی ته ځينو شېخانو د خادم دين رسول الله لقب ور کړی و، خلکو به د دې سړي غلاوې او ظلمونه په خپلو سترګو ليدل، خو سوڼ يې هم نه شو کولای، د دې سړي پر وړاندې ان  له تريو تندي هم د کوپر مانا اخيستل کېدله. تريو تندی يانې مرګ. .

د اورلګيت وار را ورسېد، د سقاو د زوې په مشری  زرګونه کسان د کابل پر ښار ورغلل، دوې ورځې وروسته احوال را ورسېد چې امان الله خان د غزني خوا ته مخه کړې.

د هوساينې سا مې وايسته، د انګرېز پاشلو تيلو اور اخيستی و.

يوه اوونۍ وروسته کابل ښار ته ورغلم، اه! له ښاره سا ختلې وه، تورې ورېځې د اسمايي تر غره را ټيتې وې، دوکانونه ته کولپونه ور لوېدلي ول، په کوڅو کې مې يو- يو بنيادم ليد، په خټو کې ټيټ سرونه روان ول…ځای ځای به د دار په پايو پسې ځړيدلې کسان زنګېدل.

يو ځای مې چيغې واورېدې، څو وسلوال په يوه سړي کې ختل، ويل يې چې دا کاپر دی، د امان الله خان په وخت کې يې خپله لور کوپر ته د درس له پاره ور لېږلې وه، سړی يې همالته وويشت.

ارګ ته ورغلم، چمن له لندو دوسيو او کاغذونو ډک و. کړکۍ ماتې وې، په  ونو کې قفسونه را ځړېدل، بندي زرکان غلي پراته ول.

د ارګ پر دفترونو را وګرځېدم،  مېزونه، څوکۍ، المارۍ، غالۍ…هېڅ هم نه وو پاتې.

پر دېوال غټې رسامي شوې نقاشي ته ودرېدم، د سپينو بتو سرونه په برچو يا کوم بل تېره شي، خراب شوي ول، خو شنې اوبه، غرونه او د غرونو  په لمنو کې شنې ونې پر خپل ځای پاتې وې.

د امان الله خان دفتر ته ورغلم، دېوالونه يې تک تور ول، د سوځېدلو کوچونو يواځې فلزي سپرنګونه پاتې ول.

بېرته چمن ته ورغلم، يوه دوسيه مې را پورته کړه، د تجارت د وزارت د کلني راپور له پاڼو ډکه وه. بل کاغذ مې را واخيست، په کابل کې د يوه لوی پوهنتون د جوړېدو د قرار داد کاپي وه.

دوې، درې، نورې په خټو لړلې دوسيې مې وکتې، د افغانستان په څو لويو ښارونو کې د لويو ښارګوټو د جوړېدو له نخشو او اسنادو ډکې وې….

په رڼا ورځ د برېتاينې سفارت ته ورغلم، وېره مې نه درلوده، بې سرپوښه وطن و، چا به پوښتنه کوله چې بغدادي پير د انګرېزانو په سفارت کې څه کوي!

سفير مې وليد، خوشاله و.

سفير وويل چې د  سقاو د زوی په امر د برېتانيې له سفارته پرته، نور ټول سفارتونه تړل شوي دي.

د سفارت ځينو مامورينو کيسې راته وکړې، د خلکو کورونه چور شوي وو، نجونو او ځوانو ښځوته لاس ور لوېدلی و، په سپينو هلکانو پسې کورونو ته ور اوښتي ول.

بانکونه، دولتي شتمنۍ، دوکانونه، فابرېکې…هېڅ هم نه و پاتې….

څو ورځې وروسته احوال راغی چې خادم دين رسول الله خلکو ته خپل اصلاحي پروګرامونه تشريح کوي.

ورغلم، په يوه لويه ميدانۍ کې ګڼ خلک را ټول ول. مخکې لاړم، له علماوو سره کېناستم.

شېبه وروسته يو تور موټر او پر آسانو سپاره ګڼ کسان راغلل. حبيب الله ( د سقاو زوی ) د موټر له مخکيني سېټه را کښته شو، ږېره يې لنډه کړې وه، د اغوستې تورې دريشي پايڅې يې ور پورته کړې وې.

له علماوو سره يې ستړې مشې  توده وه.

لومړۍ د شور بازار حضرت وغږېد، د حبيب الله کارنامې يې يادې کړې، ويې ويل چې دا وطن همدې خادم دين رسول الله له کوپره وژغوره…په پای کې يې نوي پاچا ته اوږده دعا وکړه.

حبيب الله ودرېد، خپلې پخوانۍ کارنامې يې را واخيستې، ويې ويل چې د امان الله خان بت پرستي او کوپر د دې سبب شو چې د هغه پر ضد را پورته شي…ياده يې کړه چې په لومړيو کې څوارلس زره نغدې روپۍ او نولس ځوانان را سره ول، ورور ورو ډېر شول، بيا ملايکې مرستې ته راغلې…دا وطن مو له کوپره وژغوره.

نور به د بيت المال پيسې پر خپلو عسکرو او ملايانو لګوم چې عبادت وکړي…د نجونو مکتبونه بند دي، هلکانو ته هم د مکتب کوپري کتابونه فزيک، رياضي، کيميا …ښه نه دي، له دينه يې باسي، دوی بايد مدرسو ته لاړ شي.

له دې وروسته د عدليې، تعليم او تربيې، حفظ الصحې…وزارتونو ته ضرورت نه شته، عدل د ملايانو کار دی، ناروغۍ په دم تايذ ښه کېږي، د تعليم او زده کړې له پاره مدرسې لرو…

ماليات نه اخيستل کېږي…په دې وطن کې يواځې انګرېزان سفارت درلودای شي، ځکه دوی له موږ سره په ګډه کاپر پاچا را وپرزاوه، نور کوپري هېوادونه د سفارت حق نه لري…ورځئ! خپل ساعت تېر کړئ، چرګان او مړزان وجنګوئ….

په پای کې يې ځان د افغانستان امير اعلان کړ.

څو ورځې وروسته بيا ارګ ته ورغلم، د سقاو زوی په جګو پښو پر څوکۍ ناست و، مخې ته يې جنګي چرګان تړلي ول. دی په ټکي  نه پوهېده، د خلکو عريضې به يې شفاهي اورېدې.

بيا د هغو بنديانو وار شو چې د امان الله خان په  دوره کې يې لوړې څوکۍ درلودې.

لومړۍ يې يو ډنګر سړی را ووست، دا سړی په تېر حکومت کې د موزيم ريس و. د سقاو  زوی د موزيم په مانا نه پوهېده، يوه بل ورته وويل چې دې سړي زاړه بوتان ساتل…

د سقاو زوی سترګې پټې کړې، چيغه يې کړه چې د بت پرستانو ديد ناروا دی، مه يې ځنډوئ، همدا نن يې سر په لاهوري دروازه کې راو ځړوئ.

بل لاس تړلی بندي يې را ووست.  دا سړی د امان الله خان د ماليې وزير مير هاشم خان و.

د سقاو زوی وويل:

_دا کاپر مو ولې تر اوسه  ژوندی پرېښئ!

هاشم خان وويل:

_سم مسلمان يم!

د سقاو زوی چيغه کړه!

_دې وطن ته دې کوپر را ووست، بودېجه تا جوړه کړې وه!

وزير وويل:

_هو، خو بوديجه د حساب دارۍ يو پخوانی سيستم دی، په کورونو، دوکانونو کې هم بوديجې لرو، بوديجه يواځې يو نوم دی….

د سقاو زوی چيغه کړه:

چېلم راوړئ!

وزير ته يې وکتل، ويې ويل:

_ورک شه!

په دوو ساعتونو کې اتيا کسان محاکمه شول. ځينې يې زندان ته ولېږل، نورو ته يې د مرګ حکم واوراوه….د کابل پر څلورو دروازو بايد سرونه را ځړېدلې وای، دا سرونه د نورو له پاره عبرت ول.

نور مې په کابل کې پاتې کېدا ګټه نه درلوده، څه چې برېتانيې غوښتل، تر لاسه يې کړل.

پېښور ته له تګه يوه ورځ مخکې يو ځل بيا ارګ ته ورغلم. زينتې بوټي، ګلان، چمن… له بېخه ايستل کېدل…د سقاو زوی امر کړی و چې دا بې ګټې شيان له ريشو را  وباسئ، پر ځای يې  ترکاري وکرئ!

بيا په ښار کې وګرځېدم، د پخوا غوندې نظافت نه و، ډېر کسان به په لارو کوڅو کې رفع حاجت ته کېناستل… ډېرو دوکانونو ته کولپونه ور لوېدلې وو. لارې، کوڅې له شنو چادريو ډکې وې، ښځو، ماشومانو  او ځوانو نجونو سوال کاوه.

مخکې لاړم، د حبيبې د ليسې ټولې شيشې ماتې وې، په لويه ميداني کې يې غواوې ګرځېدې…

سوزان کتابچه کېښوده، ګروپ يې مړ کړ.

*    *    *

ټک شو، توپ له بېټ سره ولګېد، سوزان منډه واخيسته، توپ په چمن کې رغړېده….

ټام چيغه کړه!

_څلورېزه!

سوزان توپ را واخيست، بېرته راغله، خپل ورور ته يې وکتل، په ستړې ساه يې وويل:

_بس ده! نوره مې پرېږده!

د ټام تندی تريو شو:

_نه، اوس به زما  وار را تېروې.

سوزان وويل:

_ما دېرش منډې کړې، ته لا په شپاړسو کې يې، پاتې منډې مې در وبخښلې، تا وګټله.

ټام چيغه کړه!

_له اوله به دې کرکټ نه کاوه، نه به راتلې، اوس بايد زما پنځه اووره را پوره کړې.

سوزان توپ پر ځمکه واچاوه:

_بد مې وکړل، بخښنه غواړم
د لارا غږ راغی:

_څه خبره ده، ولې سره خورئ!

سوزان ور وکتل، مور يې په چمن کې ناسته وه، پر مخ يې د لمر ضد کريم وهل….

سوزان وويل:

_مورې! که وخت لرې، نو زما پر ځای د ټام درې پاتې اوورونه ور پوره که.

سوزان لاړه، کتابچه يې ور واخيسته، ډېوېډ جونز يودېرش کاله وروسته تاريخ ليکلی و.

١٩٦٠ م کال_د اپرېل شپږ ويشتمه_لندن

_تېر مازديګر تلويزيون ته ناست وم، درې اويا کلن يم، غوږونه مې درانه دي، له غوږۍ پرته، غږ سم  نه اورم. يودم پر تلويزيون يو تور او سپين عکس راغی، دا څېره شناخته راته واېسېده، پر ذهن مې فشار را ووست. د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان د ځوانۍ عکس و.

په بېړه ودرېدم، د تلوېزيون غږ مې لوړ کړ، امان الله خان د سويس په يوه روغتون کې له وطنه ليرې، په بې کسي کې  سا ور کړې وه.

بېرته پر څوکۍ کېناستم، پر اوږه مې څه ولګېدل، د اووه کلن لمسي کوچينی لاس و. ماشوم په حيرانۍ راته وويل:

_نيکه! ته ژاړې!

ځان ته مې پام شو، ما په رښتيا ژړل، خو ولې؟! نه پوهېدم!

کوټې ته لاړم، کتابونه مې ولټول، له کلونو وروسته مې د يادښت کتابچه را واخيسته. ومې کته، وروستی يادښت مې يودېرش کاله مخکې ليکلی و.

په دې کلونو کې مې امان الله خان يواځې يو ځل وليد، په ١٩٥٥ م کال کې مې مور مړه شوه، نوي کلنه وه، وصيت يې کړی و چې جنازه به مې خپل پلرني وطن، ايټاليا ته وړئ!

مور مې په روم کې خاورو ته وسپارله. منی و، د ايټاليې هوا تر لندنه توده  لګېده، فکر مې وکړ، توده  هوا مې هډوکو ته ښه وه. څو ورځې  په ايټاليې کې پاتې شوم، يوه ورځ مې امان الله خان په ذهن کې را وګرځېد، پوهېدم چې په روم کې اوسي، خو دقيق ادرس يې نه و رامالوم.

د افغانستان سفارت ته ورغلم، بانې يې کولې، نه پوهېږم چې ولې يې له پخواني پاچا سره زما ليدل نه خوښېدل. په سخته مې قانع کړل، ادرس يې راته وليکه.

کاغذ ته مې وکتل، پخوانی پاچا د ښار په تر ټولو غريبه برخه کې اوسېده.

يو سهار مې ټکسي ته لاس ورکړ، شل دقيقې وروسته د يوه پارک پر غاړه کښته شوم.

يوې ځوانې نجلۍ ته مې کاغذ ونيو، شمال لور ته يې ګوته ونيوله، مجبور وم، بايد په پارک کې تېر شوای وای.

 پر ژېړ چمن ژېړې پاڼې پرتې وې. څو ماشومانو فوټبال کاوه، زاړه کسان پر اوږدو څوکيو لمر ته ناست ول. مخکې لاړم، سرې او ژېړې پاڼې مې د بوټو تر تليو لاندې کېدلې…يو ځای ودرېدم، بېرته مې شاته وکتل، يو څوک پر اوږده څوکۍ ناست و، اخبار يې وايه.

نږدې ورغلم، دا غټې سترګې شناخته راته واېسېدې. مخامخ ورته کېناستم. حساب مې وکړ، دوه شپېته کاله! نه وم غلط،  امان الله خان به  په دوه شپېته کلنۍ کې خامخا همداسې څېره درلوده. ور نيږدې شوم، پر سړي مې سيوری ورغی، شپو خولۍ يې له څوکۍ ور پورته کړه، کېناستم، په انګليسي مې وويل:

_هوا ښکلې ده!

غټې کڅوړنې سترګې يې را واړولې، موسک شو، لنډ ځواب يې راکړ!

_ډېره!

بېرته يې اخبار سترګو ته ونيو.

ور ومې کتل، د زاړه، خو پاک بالاپوښ ګروې ( تڼۍ ) يې تر غاړې پورې تړلې وې، له ليرې يې د مخ ګونځې دومره ژورې نه ښکارېدې.

ټپ شو، توپ پر اخبار او بيا د سړي پر اوږه ولګېد، يو ماشوم راغی، بخښنه يې وغوښته، سړي توپ  ور  واخيست، د ماشوم پر سر يې لاس تېر کړ، توپ يې ورته ونيو. ماشوم موسک شو، مننه يې وکړه.

سړي بېرته اخبار ته وکتل.

په انګليسي مې وويل:

_په ماشومتوب کې دې کومه لوبه خوښېدله؟!

سړي را وکتل، ويې خندل:

_د آس سورلۍ.

بېرته يې سر وځړېد.

يوه شېبه ناست و، بيا ورو ولاړ شو. ګام يې واخيست، په پښتو مې وويل:

_مېلمه يواځې پرېږدې!

نېغ يې راته وکتل، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:

_افغان يې؟!

راغی، تر لاس يې کش کړم، ودرېدم، تر ډېرو يې په غېږ  کې نيولی وم. نه يې پرېښودم.

ومې ويل:

_نه! پرنګی!

ويې ويل:

_ټوکې مه کوه! پرنګيان او داسې صافه پښتو! ډېر سره ليرې دي.

ومې ويل:

_ډېوېډ جونز يم، په ١٩١٩ کال کې ارګ ته درغلی وم، درې کسه وو، د چانسلر لېک مو درووړ، په کابل کې مو د خپلو څو نمايندګانو پاتې کېدا غوښته.

د سړي لاسونه مړه شول. تر څنګ مې کېناست، سر يې څو ځله يوې، بلې خواته وخوځاوه، يودم يې وخندل:

_اه! پرنګيانو! دلته هم نه يم درنه خلاص!

ومې ويل:

_خو اوس مې تقاعد اخيستی، له سياست سره کار نه لرم، ايټاليا ته مې د خپلې مور جنازه راوړه، ته مې په ذهن کې را وګرځېدې، ليدو ته دې راغلم.

امان الله خان ودرېد، تر لاس يې ونيولم، په موسکا کې يې وويل:

_راځه! کورته ځو، بيا ونه وايې چې يوه افغان بوډا په پردي وطن کې خپله مېلمه پالنه هېره کړې وه.

تر پارک ووتو، تنګه کوڅه راغله، امان الله خان په يوه زاړه کور کې اوسېده. پورته وختو، وړه کوټه وه، پر زړه، رنګ خوړل شوې غالۍ يو کټ، کوچينی مېز، دوې څوکۍ…ښکارېدلې. کېناستم، شاوخوا مې وکتل، وړه المارۍ له کتابونو ډکه وه، پورته د لرګي په چوکاټ کې کليمه نيول شوې وه، کټ ته نږدې، په تاقچه کې د جاينماز پر سر کوچينی قرآن شريف ايښی و.

امان الله خان د باندې ووت. زاړه وره چولې درلودې، غږ يې راته، يو چا ته يې وويل:

_څه مو پاخه دي؟!

ښځينه غږ راغی!

_لوبيا!

امان الله خان وويل:

_مېلمه لرم، قابلي پلو پوخ کړئ!

ښځينه غږ وويل:

_غوښه نه شته!

_يو څوک پسې ولېږئ!

دروازه خلاصه شوه، امان الله خان بېرته راغی، ويې ويل:

_کړکۍ ته کېنه، کوټه سړه ده.

څوکۍ مې وکښوله، د لمر وړانګې مې اوږو ته سيخې شوې. امان الله خان پر کټ کېناست، ويې خندل:

_اوس مې نو سم زړه ته ولوېده چې ډېوېډ جونز يې، فکر کوم چې يو ځل مو بيا هم سره ليدلي و.

ومې خندل:

_هو، زه او سفير دې په نيمه شپه کې در وغوښتو، ويل دې چې انګرېزان د افغانستان په شمال کې مداخله کوي، خلک يې مسلح کړي دي، سفير ته دې د هغه له خوا امضا کړی سند ورکړ، ورته ودې ويل چې په دوه اوياوو ساعتونو کې به  له افغانستانه وځې. يوه اوونۍ وروسته دې  زموږ انګرېز جاسوس اعدام کړ.

امان الله خان سړه ساه وايسته:

_اې پرنګيانو، حق مو و، وطن مو را غرق کړ.

ومې خندل:

_ته هم ګرم وې، ډېر تېز تلې.

راته ويې وکتل، څه يې ونه ويل:

_د  کوټې دروازه وټکېده، امان الله خان ولاړ شو، بېرته له پتنوس سره راغی. دوه ګيلاسه يې له شنو چايو ډک کړل.

 کړکۍ ته ودرېد، ويې ويل:

_هاغه ماشومان وينې؟!

ودرېدم. لاندې پاک، سوتره او صحتمند ماشومان روان ول، خندل يې، په ملاوو پسې يې د مکتب بکسې تړلې وې.

امان الله خان وويل:

_دا ماشومان پچې نه جارو کوي، په دوو اوزو پسې هم ټوله ورځ نه دي روان، لوږه نه پېژني، مکتب ته ځي، خاندي، تفريح لري، تلويزيون ته ګوري، غم نه ويني، د ټوپک ټک يې نه دی اورېدلی، روغ دي، له ژونده خوند اخلي….

غلی شو، ويې ويل:

_د هاغه دوکان تر مخ ناست بوډا زموږ ګاونډی دی، پنځه څلوېښت کاله يې په يوه فابريکه کې کار وکړ، اوس کرار ناست دی، د تقاعد پيسې ورته راځي…نه زوی ته احتياج دی، نه لمسو ته، تر مرګه به په ګېډه موړ او پر تن پټ وي.

هاغه بله ځوانه ښځه ډاکټره ده، اته ساعته کار کوي، خو څوارلس ساعته هوسا ژوند لري، کونډه ده، خو دومره پيسې پيدا کولای شي چې د خپلو اولادونو، درس، روغتيا، خوراک، تفريح… ته ورسېږي.

دا  د روم تر ټولو غريبه سيمه ده، خو کورونه يې څلرويشت ساعته برق، ګاز او اوبه لري…کوڅې يې پخې دې، مکتب او روغتون نږدې دی، په دې ټوله غريبه سيمه کې به يو سوالګر هم ونه وينې.

غلی شو، بېرته پر خپل ځای کېناست، پياله يې ور پورته کړه، ويې ويل:

_سم وايې! زه تېز تلم، ځکه وخت کم و،  ما وېل چې په خپل ژوند کې يو پرمختللی افغانستان ووينم. داسې وطن چې اوسېدونکې يې د دې خلکو په څېر ارام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعليم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ور مالوم وي، په کورونو کې د مورچو د جوړولو پر ځای، د کتابونو ځای جوړ کړي…نور يې په يوه او بل نوم غلط نه کړي ….

غلی شو، له پيالې يې سور وکړ، سوړ اسويلی يې وايست:

_ايټالياوان له دوهمې نړيوالی جګړې را ووتل، ټوله ايټاليا خاورې شوه، خو خلک يې پوه  او تعليم يافته ول، په لسو کلونو کې يې بېرته ايټاليا، ايټاليا کړه، اوس موټرې او طيارې جوړوي، خو زما خلک بې سواده ول، ماغزه به مې ورسره وخوړل، په عادي خبره کې به يې قناعت نه کاوه.

غلی شو، يودم يې ترخه وخندل:

_يو وخت څو سپين ږيرې راغلل، دوی په کابل کې روان رېل ليدلی و، غوسه يې نه کنټرولېده، ويل يې چې ښار ته دې د اوسپنې  ښامار راوستی، خوراک يې اور دی، شيطان يې چلوي.

ورسره ووتم، په رېل کې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوه مې کړل چې ريل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال له پاره تر ټولو ارزانه او ګټوره لاره ده…ورته ومې ويل چې دا رېل له اوسپني او لرګيو جوړ دی، د ډبرو په سکرو کار کوي، بنيادم يې  چلوي…هر څه يې په خپلو سترګو وليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته يې هماغه پخوانی خبره را واخيسته، تور شيطان او د اوسپنې  ښامار يې نه غوښت.

راډيو يې نه منله، ويل يې چې په مينځ کې يې واړه واړه شيطانان ناست دي…خلک له دينه باسي…تليفون کوپر ورته ښکارېده، ويل يې چې له دينه اوښتی يې، له شيطان سره غږېږې.

دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم  شيطان ليد…پوهېږې چې ولې؟! علت يې بېسوادي وه.

 ما بايد دا ستونزه حل کړې وای، مکتبونه مې جوړ کړل، غوښتل مې چې دا خلک له تيارې را وباسم، په هرڅه يې پوه کړم…خو دوی مکتبونه  هم نه غوښتل، د کوپر ځالې يې بللې….

ومې ويل:

_نو فکر نه کوې چې په داسې يوه ساده او بې سواده ټولنه کې ترکيې ته د نجونو لېږل ښه نه و؟!

امان الله خان پياله ور ډکه کړه، سړه ساه يې وايسته:

_په ټول وطن کې ښځينه ډاکټره نه وه، ښځې به په ډېرو عادي ناروغيو مړې کېدلې، فکر مې وکړ، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ترکيه ښه راته وايسېده، تر عربو مخکې وه، ما بايد په خپل وطن کې ښځينه ډاکټرانې درلودای، سلامت پوهنتون، استادان، لابراتوارونه، کتابخانې… خو مې غريب افغانستان ته نه شوای راوړلی، چاره نه وه، نجوني او هلکان مې ترکيې ته ولېږل…د شرعې خلاف کار مې نه ګاڼه،  ترکيه اسلامي هېواد دی، د نجونو ليليه، خوراک، څښاک، هر څه بېل ول.

ومې ويل:

_د چادري په اړه څه وايې؟! تا په کابل کې چادري منع کړه!

امان الله خان سر وخوځاوه:

_زه ديني عالم نه يم، خو اسلامي نړۍ مې ليدلې ده،  مطالعه لرم،  ما په يوه اسلامي هېواد کې هم دا ډول شنې رنګه چادريانې ونه ليدلې…زموږ د خلکو لوی مشکل دا دی چې دين او رواجونه يې سره ګډ کړي دي…

 زه به د بند، فابريکې، برق، سړک، پل، پلچک، مکتب، پوهنتون… د جوړېدو په باره کې ورته غږېدم، ګټې به مې يې بيانولې، د دې شيانو په جوړولو کې به مې د خلکو همکاري غوښته….خو دوی به په هر څه کې ښځې را ګډولې…پوخ سړک او په موټر کې هوسا تګ ته يې پام نه و، ويل به يې چې نه، بيا به له روان موټره زموږ کورونه او د کورونو په مينځ کې زموږ ښځې ښکارېږې.

د مکتب او پوهنتون په ګټو به مې خوله ستړی شوه، خو په په اخير کې به يې راته وويل چې نجوني مو کوپر او فحشی ته مه باسه….

د روغتون فايدې به مې ور يادې کړې، ويل به يې چې ته عياشي غواړې، تورسرې به مو څنګه له کوره  د باندې وځي؟!

خوارځواکه ماشومانو او ښځوته مې د تقويې دواوې ور ولېږلي، خو خلکو اور ور واچاوه، ويل يې چې پاچا د اسلامي امت د ډېرېدو مخالف دی، دا دوا زموږ  ښځي را وچوي، اولاد نه شي پيدا کولای.

ما به د وطن د پرمختګ خبرې ورته کولې، خو دوی به خامخا پل، پلچک، دېوال، پوخ لښتی…د ښځو له نوم سره تاړه…وی، په دې کې خو زموږ ښځې راځي، خلک به يې مخ وويني، بې بندوباره به شي….دوی هر څه ته بد بينه ول، هر پرمختګ يې خامخا د ښځو د مخونو له لوڅوالي او عياشي سره تاړه….

امان اله خان اوږدې خبرې وکړې، سترګې يې لندې وې….

د ډېوېډ جونز يادښتونه همدومره ول.

سوزان خپل تليفون را واخيست، په انټرنټ کې يې د امان الله خان نوم وليکه، ګڼې انټرنيټي پاڼې راغلې. يوه يې خلاصه کړه، اروپا او ځينو اسيايي هېوادونو ته د غازي امان الله خان سفر پکې راغلی و.

په مصر کې يې د مصر پاچا شاه فواد، صدراعظم او د کابينې غړې مخې ته را وتلي ول. په عکس کې د امان الله خان استقبال ته  په زرګونو کسان د ګلانو له ګېډيو سره ولاړ ول….ګڼ ليکل شوي شعارونه ښکارېدل، امان الله خان يې په اسلامي نړۍ کې خپلواکۍ اخيستونکی اتل ياد کړی و.

د مصر مشهورې ورځپاڼې الاهرام ليکلي ول (( اې هغو کسانو چې استقلال غواړئ او له آزادی سره مينه لرئ…نو له امان الله خانه يې زده کړئ….)).

دوهم سفر يې ايټاليا ته  و، په روم کې د ايټاليا پاچا، ملکه، د دربار غړي، صدراعظم موسيوليني…مخې ته ورته راغلي ول. ..بيا فرانسې، سويس، المان،، پولنډ،  انګلستان، شوروي … ته تللی و، هلته يې هم تود هرکلی شوی و، پاچا د افغانستان د پرمختګ له پاره ګڼ قرار دادونه امضا کړي ول…

سوزان بله انټرنټي پاڼه راوسته، په دې پاڼه کې يې د امان الله خان په اړه د نړۍ د سياستوالو، پوهانو، ليکوالو… خبرې را اخيستې وې.

په کابل کې د انګلستان د هغه وخت سفير ليکلي ول:

(( امان الله خان په مېړانې، زړروتوب، دوستي او ښه مشرتوب کې جوړه نه درلوده. دا سړی د پرمختګ لېونی و، غوښتل يې چې خپل هېواد په لنډ وخت کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودروي….

د هند لومړي وزير جواهر لعل نهرو ليکلي ول:

(( امان الله خان فصيح، روانه  او قناعت ورکوونکې ژبه درلوده، په خپل سفر کې يې ډېر اروپايي هېوادونه قانع کړل چې په افغانستان کې سرمايه ګذاري وکړي، فابريکې جوړې کړي… دې سړي خپل هېواد نړۍ ته ور وپېژاند، د افغانستان حيثيت او اعتبار يې ډېر کړ…)).

فرانسوي سفير موريس فوشي ليکلي ول: ((  ځوان پاچا په سياست کې حيرانوونکې پوهه درلوده، وېره يې نه پېژندله…ما په لومړي ځل د جنرالي په د ريشي کې وليد، ښکلی  ښکارېده، سترګې يې اغېزناکې وې، مقابل لوری يې تر تاثير لاندې راووست، په خبرو کې به يې موسکا ګډه وه، په ډېرو سختو حالاتو کې هم نه عصبي کېده، دې سړي خپل هېواد په لنډ وخت کې نړۍ ته ور وپېژاند…)).

امريکايي ليکوال پولاده د امان الله خان د ملګرو له قوله ليکلي ول:

(( د دارلامان ماڼۍ د يوې غونډۍ پر سر جوړېده، امان الله خان راغی، د ماڼۍ جوړېدو ته خوشاله و، ويل يې چې د ماڼۍ کارونه بايد له نږدې ووينو، خو موږ ورته وويل چې غونډۍ يخ وهلې، ځانونه مو وازمايل، پورته ختل ناممکنه ده، ښويېږو… خو پاچا وخندل، منډه يې واخيسته، په يوه ساه د غونډۍ سر ته وخوت. له هماغه ځايه يې په خندا را غږ کړل:

(( ډېره ډوډۍ مه خورئ، زما غوندي ورزش وکړئ…)).

( په افغانستان کې  اور ) د کتاب ليکوالي ميرمن رياټالي سټيوارټ ليکلي ول: (( د افغانستان پخواني اميران مغروره او متکبره کسان ول، په سخته به يې چاته اجازه ورکوله چې ورسره وويني، خو امان الله خان بې کبره انسان و، له ګارډ او محافظ پرته به په ښار او کوڅو کې  ګرځېده، له غريبو خلکو سره به يې ناستې درلودې، د هغوی مشکلات به يې ليکل…دی ريښتونی او صادق انسان و، کله چې له کابله ووت، نو په غزني او کندهار کې په زرګونو خلک ورباندې را ټول شول، ټول د پاچا امر ته ماتله ول، ويل يې چې د سقاو پر زوی حمله ور وړو، خو امان الله خان منع کړل، ويې ويل چې زما پاچاهي د افغانانو په خپل منځي جګړې نه ارزي.)).

يوه بل ليکوال ليکلي ول:

(( په ايټاليا کې د پاچا ژوند سخت و، په ناز او نعمت کې را لوی شوي دې سړي نجاري کوله، ده هېڅوخت د ايټاليې د حکومت مرستې ونه منلې، ويل به يې چې لاس او پښې لرم، خيرات  ته ولې کينم… يو وخت يې لاس ډېر تنګ شو، د افغانستان پاچا نادر خان ته يې ليک ور ولېږه، له هغه يې غوښتي ول چې په کابل کې زما يوه ټوټه ځمکه خرڅه او پيسې يې را ولېږه، خو نادر خان دا کار ونه کړ…امان الله خان بيا د مرګ تر ساته له هېچا، هېڅ  ونه غوښتل…)).
افغان ديپلومات ډاکټر شاهي بای مستمندي ليکلي ول:

_(( په ايټاليې کې د امان الله خان کور ته ورغلم، پاچا غريبانه ژوند درلود، ملکې ثريا د پاچا د کټ روجايي ليرې کړه، يو بالښت يې را وايست، راته ويې ويل چې دا بالښت د افغانستان له خاورې ډک دی،  پاچا دا خاوره هغه وخت ورسره را وړه چې له افغانستانه را ووت.

پاچا پر همدې خاوره سر لګوي، وايې چې بوی يې ښه راباندې لګېږي، کله چې ناروغه شي، نو همدې خاورې ته پزه ور نږدې کړي، خپل سږي وپړسوي، وايي چې درملو ته ضرورت  نه شته….پاچا وصيت کړی چې که مړ شوم او وطن ته مې د تابوت د وړلو امکانات  نه ول، نو په قبر کې به همدا خاوره راسره ږدئ…)).

يوه بل اروپايي ليکوال ليکلي ول:

_(( دې خلکو ( افغانانو) کبر وکړ، د عزت، ترقي او پرمختګ چانس يې په لغته وواهه…دوی يو داسې پوه، مدبر، زړه سواند، زړور او پر  وطن ميين پا چا پسې واخيست، چې په افغانستان کې به بيا تکرار نه شي…)).

سوزان د دوه زره شپاړسم افغانستان عکسونه را وستل. خوار او په نس وږي، خړ پړ خلک، سوالګر، له خټو جوړ کورونه، وژنې، چاودنې، بمبارد، پرې کړې اندامونه… يې سترګوته ودرېدل.

د سوزان سترګې ډکې شوې، ګامونه يې واخيستل، د ډېوېډ جونز کتابچه يې د جهيل اوبو ته واچوله.

د خيمې خواته ورغله، د پلار خوشاله ږغ يې واورېد:

_څنګه! ډاډه يم، پر غور نيکه به دې افتخار کړی وي.

سوزان ور وکتل.

پلار يې په حيرانۍ وويل:

_ته ژاړې!

نجلۍ خيمې ته ننوته.

( پای )

Categories: د مسئول مدیر په خوښه,غوره شوې لیکنې,فرهنګ، کلتور، ادب,ناول

Pin It on Pinterest