ایران ته روان ډالر راوګرځول شول؟

0 548

په وروستیو دریو میاشتو کې ډالر د افغانۍ په وړاندې ټیټې کچې ته رسېدلی او هر ډالر په شاوخوا ۷۴ افغانۍ کښته پورته کېږي. دوه میاشتې وړاندې چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت را وغورځېد او تر ۷۸ لوړ شو په افغانستان کې ډېرو سر ناخلاصو چې تازه د فېسبوک نړۍ ته را دننه شوي او دوه درې ټکي سم او ناسم لیکل ورته په سیاست او اقتصاد کې د دوکتورا معادل زده کړې برېښي پر ولسمشر غني خوله ور خلاصه کړه چې ډالر یې ګواکې د ناسم سیاست له برکته لوړ شو.
دغه بې‌ چاره‌ګان دومره کم لوستي او نالوستي وو چې په څنګ کې پاکستان، ایران او ترکیې ته یې هم نه وو پام چې د افغانۍ لس برابره یې کرنسي د ډالر په مقابل کې ولوېده او تر اوسه چې افغانۍ بېرته په ښه کېدو ده د هغوی اسعار په هماغه ټال زنګېږي او هر ډالر ۱۴۰ کالدارې پلورل کېږي.
دغو نالوستو په اقتصادي برخه کې ښاغلي غني ته لارښوونې کولې او د بهرنیو اسعارو په مقابل کې یې د افغانۍ په برخلیک خېټالوژي بادولو ته مخه کړه، خو اوس چې د افغانۍ ارزښت د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې ښه شوی، د تېلو په ګډون د ډېرو عمده کارېدونکيو توکو بیې ټيټي شوې، هیڅوک ولسمشر غني ته شاباسی نه وايي. په دې مانا که د افغانۍ د ارزښت ټیټوالی او د تېلو د بیو د پورته تلو مسوول ولسمشر غني بلل کېده؛ نو اوس د بېرته ښه کېدو کرېډیټ یې هم باید ورکړل شي.
که دا هر څه د نړیوال مارکېټ موضوع او په نړیوال مارکیټ کې د ډالر د بیې پورته تلل وي؛ نو بیا ولې پرون په لوی لاس داسې هڅه کېده چې مخامخ د دولت مشر په دغه مساله کې پړ کېده.
تر دې مهمه او جدي مسله چې باید پام ورته زیات او د حکومت په ګډون خلک هم ورته ځیر شي هغه دا ده چې دوې میاشتې وړاندې د افغانۍ په وړاندې د ډالر پورته کېدو تر ټولو مهم عامل ایران ته د ډالرو پیل شوی قاچاق بلل کېده. د کابل څو لویو صرافانو وویل چې د ورځې تر ۳ میلیونو پورې نغد ډالر ایران ته قاچاق کېږي او پر حکومت تر ټولو ډېرې نیوکې د همدغو صرافانو له‌خوا کېدې چې د کابل د اسعارو مارکېټ یې یرغمل کړی او په لوی لاس یې د خلکو ذهنونه په دغه برخه کې له اصلي موضوع چې د دوی له‌خوا د ډالرو احتکار او په لوی لاس د بیو پورته کول بل خوا اړول. که ستونزه په رښتیا ایران ته د نغدو ډالرو د قاچاق وه؛ نو ایا اوس دا قاچاق بند شوی او یا سرچپه شوی؟ ایا ایران پرون ډالرو ته اړتیا درلوده نن یې نه لري؟ ایا پر ایران امریکايي اقتصادي بندیزونه پای ته ورسېدل او که لاهم دوام لري؟ دا ډول په لسګونو نورې پوښتنې شته چې فکر کېږي په افغانستان کې د اسعارو کاروباریانو د ډالرو په برخه کې داسې تور مارکېټ را منځ ته کړی وو چې له دوی پرته د ډېرو ور پام نه وو او هڅه وشوه چې د حکومت او خلکو پام پر داسې لوري واړوي چې د دوی ناروا کړنو او د پیسو ناسم تجارت ته د ولس مخ او خوله نه وي ور اوښتي.
اصلي مسله د شهزاده مارکېټ په ګډون د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې په بازارونو کې د څو لویو کاروباریانو تر منځ په لوی لاس د ډالر د پورته کېدو او کښته کېدو داسې ناروا احتکاري پلانونه تنظیم او عملي کول دي چې له کبله یې د میلیونونو افغانانو ژوند او کارو بار ته زیان اوړي.
د حکومت دننه یو شمېر پټې کړۍ د دغو اسعاري تجارانو کږې شوې وینا او پلانونو ته د رښتینې ستونزې په انداز کې سر ښوروي او د میلیونونو خلکو له جېبونو په جعل سره افغانۍ او ډالر غلا کوي.
په داسې حال کې چې په واقعيت کې د ډالرو د قاچاق په څېر ستونزه له سره موجوده نه وه او نه ده. په حکومت کې هم ځینې کړۍ په ډېرو برخو کې له دغو لویو اسعاري کاروباریانو سره لاسونه پټوي او خبره پر افغانۍ د بې باوري تر داسې کچې رسوي چې په چلند او ساتنې یې د افغانانو باور کمېږي او له برکته یې د بهرنیو اسعارو لکه کالدارې او تومنو کارېدل زور اخلي.
د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې په برخه کې ډېر بوخت کاروباریان هڅه کوي چې په لوی لاس د اسعارو د بدلون نرخونه په داسې شکل ډیزاین کړي چې کښته او پورته کول یې د دوی په جېب پورې تړلي وي او د بهرنیو مشخصو اسعارو نرخونه د دوی له پلان سره سم عملي شي.
دغه کړنې نه یوازې په لنډ مهال کې خلکو او حکومت ته مالي زیان رسوي، بلکې په اوږد مهال کې د افغانۍ د داسې پړسوب سبب کېږي چې کنټرول یې ډېرو ته ستونزمن ګڼل کېږي.
په داسې حال کې چې پاکستانۍ روپۍ د ډالر په وړاندې شاوخوا ۳۰ په سلو کې ارزښت له لاسه ورکړی، خو بیا یې هم تر افغانۍ باور اوچت ښکاري او ان د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې یې خلک د افغانۍ پر ځای کاروي او د حکومت له زور کارېدنې سره سره هم د ختیځ په څېر ولایتونو کې خلک له قاید اعظم سره خپله مینه نه‌شې پټولای.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...