افغانان ولی باید مؤقت حکومت و نه مني؟

0 128

 داکتر تاج الدین ملت مل ـ

مؤقت حکومت یا انتقالې اداره دوه مترادف کلمات دي.  مؤقت حکومت هغه ساختار دی چې په یوه ملک کی د یوی مشخصی لنډی مودی لپاره د یو لړ مشخصو اهدافو د لاس ته راوړلو په غرض منځ ته راځی.  دا چې اوس په افغانستان کی د مؤقت حکومت  ډنډوره ګرمه ده، او یو شمیر افغانان یی پدی اړه د راز راز سوالونو سره مخ کړی دي، نو د دی لپاره چې مو د هیوادوالو سره پدی اړه مرسته کړی وی، ښه به دا وی چې دا موضوع د سیاسی اړخ پر ځای په علمی توګه وڅیړو، تر څو بیطرفی وساتلی شو، او ولس ته اړونده مالوماتونه بی پری وړاندی کړو.  نو زه پدی غرض خپل بحث په لاندی برخو کی تنظیموم:

۱-   د مؤقت حکومت اهداف څه وی؟

۲ –  په نړی کی څو ډوله مؤقت حکومتونه وجود لری؟

۳ –  د مؤقت حکومت ضرورت څه او کله منځ ته راځی؟

۴-  تر اوسه په نړۍ کی د مؤقت حکومتونو نتایج څه دی؟

۵ –  په افغانستان کی د تیر مؤقت حکومت تجربه او نتایج څنګه وه؟

۶ –  په افغانستان کی اوس د مؤقت حکومت مؤجه دلیل شته؟

۷-  اوس په افغانستان کی د مؤقت غوښتونکي څوک او څومره د مؤقت حکومت اهدافو ته ژمن دي؟

۸ –  د موقتو حکومتونو د ناکامیو عوامل څه وي؟

۹-  اوس به په افغانستان کی د مؤقت حکومت نتیجه څه وي؟

۱۰-  افغانانو ته څه کول پکار دي؟

 

۱–   د مؤقت حکومت اهداف څه وی؟

د مؤقت حکومتونو اساسی هدف د انتقالی عدالت تامین وی، تر څو په هیواد کی د دایمی عدالت  لپاره مناسب نظام را منځ ته کړی. چې دا عدالت عبارت دی د بشر د حقوقو تامین، د جرایمو، جنایاتو او مجریمینو مخنیوی، د حقیقتونو روښانه کول، د جنګ جګړی ختمول، د خشونتونو پر ځای اجتماعی ژوند (سولۍ، ثبات او امن ) ته تګ، په نظام کی د بی عدالتی پر ځای د عدالت د سیستم تآمین او واکمن کول، د مملکت اداری سستم سمول، او په ټوله کی په ملک کی د یوی ولسواک نظام منځ ته راوړل شامل دی.

۲ –  په نړی کی څو ډوله مؤقت حکومتونه وجود لری؟

مؤقت حکومتونه په څلور ډوله دي:

۱–  انقلابی انتقالی اداره:  هغه حکومتونه دی چې اکثرا د کودتاو یا انقلاب په نتیجه کی منځ ته راځې او د یو وخت لپاره واک په غیر دیموکراتیکه توګه په لاس کی اخلی، لکه د سردار محمد داود خان، او یا هم د خلق د دیموکراتیک حکومتونو اولی دوری.

۲-  د قدرت شریکولو مؤقته اداره: دا هغه اداره وی چې زوړ حکومت د خپلو مخالفینو سره په ګډه یوه اداره منځ ته راوړی. لکه په یو څه غلطیا سره د ښاغلی حامد کرزی مؤقته اداره ( نیمګړتیا او یا غلطی یی دا وه چې طالبان یی په واک کی شامل نه کړل)

۳- د نسبی شراکت حکومت:  دا هغه سستم دی چې په واک کی اداره د مخالفینو سره قدرت د خپلو شرایطو لاندی شریکوی.  (لکه په اوسنی وخت کی د ښاغلی داکتر اشرف غنی وړاندیز مخالفینو ته )

۴- نړیوال مؤقته اداره:  دا هغه اداره ده چې تر ډیره حده د نړیوال تفاهم په ناتیجه کی منځ ته راځی او اختیارات یی هم د نړیوالو سره وی. ( چې تر یوه حده د کرزی انتقالی دوره د دی یو نمونه هم وه).

۳-  د مؤقت حکومت ضرورت څه او کله منځ ته راځی؟

مؤقت حکومتونه هغه وخت ضرورت پیښیږی چې د یوه هیواد خلک (چارواکی او مخالفین) په خپل منځ کی جوړ نه راځې، په واک کی خلک د خلکو حقوق غصبوی، او مخالفین یی د خلکو د حقوقو د تامین لپاره مجادله کوی، او یا داچي یوه نوی اداره چې اصلآ په دیموکراسی او انتخاباتو باورمنده وی، د اقتدار د لاس ته راړلو نه پس د انتخاباتو تر دایرولو پوری یوه مؤقته غیر انتخابی اداره جوړوی.

۴-  تر اوسه په نړۍ کی د مؤقت حکومتونو نتایج څه دي؟

تر اوسه په نړۍ کی ۵۸ موقتې اداري یا انتقالی اداری حکومتونه منځ ته راغلی دی چې  د هغوی مکمل لست د نوشتی په پای کی ضمیمه دی.  خو متآسفانه د دی حکومتونو اکثره یی ناکام او یا هم ډیر کم شمیر یی خپل اهداف یو څه لاس ته راوړی دي، خو په خوا کی یی نوری ستونزی هم رامنخ ته کړي دي.

۵ –  په افغانستان کی د تیر مؤقت حکومت تجربه او نتایج یی:

په افغنستان کی مونږ د څلورو مؤقتو ادارو تجربه لرو. چي په خواشینی سره په افغانستان کی هم د تیرو دریو انتقالی او مؤقتو ادارو نتیجي منفی وي.  لومړی مؤقته اداره هغه اداره وه چې د سردار محمد داود خان د ګودتاه په تنیجه کی منځ ته راغله.  سره لدی چی دا یوه نسبټا کامیابه اداره وه، خو بیا هم په نتیجه کی یی داود خان اقتدار ځان ته منحصر وساته.  دوهمه مؤقته اداره د خلق د دیموکراتیک ګوند د ګودتاه په نتیجه کی منځ ته راغله، چي هغه هم په خواشنی سره د خلق د دیمکراتیک ګوند د انشعاب او په هیواد کی د سرتاسری پاڅون او په نتیجه کی د شورویانو په مداخله، د میلیونونو انسانانو په مجبوری هجرتونو، او ډله ایز وژنو او د رنګارنګ بربادیو سبب شو.  دریمه مؤقته اداره بیا د مجاهدینو په مشری د داکتر نجیب الله څخه د واک د انتقال لپاره منځ ته راغله.  پدغه اداره کی ملګری ملتونه پدی و نه توانیدل چې پدی اړه خپل اړوند پلان او نقشه سم تطبیق کړای شی، چې په نتیجه کی یی د یوی مرموزی کودتاه له لاری انتقال په حقیقت کی د نظار شورا له خوا تصاحب ولی په ظاهری توګه مجاهدینو ته انتقال شو، چې له امله یی نه دا چي د مؤقتی اداری یوه لاس ته راوړنه هم ونه شوه، بلکي لا ډیری زیاتی ستونزی یی وزیږولي.  همدا راز ملګری ملتونه د داکتر نجیب الله په مصونیت کی ناکام راغلل، او داکتر نجیب الله هم په اصطلاح د طالبانو په لاس( په حقیقت کی د پاکستان د ای ایس ای له لاسه) ووژل شو.

څلورمه مؤقته اداره هم د یوه نړیوال سازش او د بن د کنفرانس په نتیجه کی منځ ته راغله، چي په خواشینی سره د دی سازش نه لاس ته راغلی حکومت هم نه یوازی دا چې د مؤقتی اداری اساسی اهداف تر لاسه نه کړل، بلکه هیواد ته یی د یوی اوږد مهاله تراژیدی (د اداری ویش د قومونو او سیاسی ډلو تر منځ د ویش او د جنګی مجرمینو د معافیت او اقتدار کی د شریکولو) غلط اساس او بنیاد کیښوده.  نو د کرزی د دوری د مؤقت حکومت د جرایمو مسولیت هم د هغی د نړیوالو مهندسینو او په خاصه توګه د خلیلزاد په غاړه دی، دا ځکه چې دوي د بن د کانفرانس کی رامنځ ته شوی انتقالی حکومت د انتقالی حکومت د اهدافو په خاطر نه بلکه د هغی د اهدافو په خلاف د داسی اشخاصو د ترکیب نه منځ ته راوړ چې د هغوی اراده او هلی ځلي د مؤقت اداری د اهدافو لاس ته راړړل نه بلکه د هغوی له منځ وړل وه.

۶ –  په افغانستان کی اوس د مؤقت حکومت مؤجه دلیل شته؟

افغانستان اوس د یوه منتخب حکومت لرونکی دی، چې د ډیرو نیمګړتیاو سره سره د ټولنی د اساسی اصولیتونو خوا ته مخ په تللو دی.  په اوسنی حکومت کی نیمګړتیاوی، د دوی د ارادی له امله نه بلکه د هغو ستونزو له امله دی، چې د ټولو دیموکراتیکو اصولو خلاف د امریکی پخوانې د بهرنیو چارو وزیر جان کیری په ډیره بدسترګې او دیکتاتورانه توګه داکتر عبدالله عبدالله په واک د پنځوس سلنه ونډی سره شریک کړ.  چې د دوی د دغی غیر اصولی، او غیر اخلاقی مشارکت او د دوی نقش په حکومت کی دننه د یوی تخریبی وسیلی په توګه د حکومت د فلج کیدو او په وړاندی یی د راز راز ستونزو د پیداکولو او نا توانه کولو سبب شوی دی.  نو د دی حکومت د ستونزو او ناکامیو اساسی عامل هم همدغه داخلی مخالفین او د دوی نړیوال پلویان دي.

د افغانستان موجوده حکومت نه یوازی دا چي د مؤقت حکومت د اهدافو مخالف ندی، بلکه په ټوله توانمندی د هغوي د لاس ته راړلو لپاره هلی ځلی کوي.  د انجنر ګلبدین حکمتیار را بلنه، طالبانو او نورو مخالفینو ته د سر د امن په تضمین سره په دیموکراتیکه پروسه کی د ونډی ورکونه، د ټولنی د بنیادی ساختارونو جوړونه، اقتصادی پرمختیا، د دیموکراتیکو بنسټونو رغونه او د فساد او مفسیدینو مهارونه د دی حکومت عمده اهداف او لاس ته راړونی دي.  اما د دوي مخالفین بیا په ټوله کی اصلآ د مؤقت حکومت د دغو بنیادې غوښتنو مخالفین او د هغو ټولو اصولو نقض کوونکی دي. نو دلته د انتقالی حکومت ضرورت اصلآ مطرح کیدای نشی.

۷-  اوس په افغانستان کی د مؤقت حکومت غوښتونکي څوک او څومره د مؤقت حکومت اهدافو ته ژمن دي؟

اوس په افغانستان کی د مؤقت حکومت غوښتونکې په دری برخو کی مطالعه کولای شو.  یو یی د افغانستان نه نا خبره یا د یوه شړیدلی افغانستان غوښتونکې نړیوال ابرقدرتونه (امریکا او روس ) دي.  امریکایان د مؤقت اداری په جوړولو ټینګار کوی.  دوي دلته دوه اهداف لری. یو دوی غواړي د خپلو ناکامیو پړه په افغان دولت واچوی او ځان ته د وړو یوه پزه جوړه کړي.  خو حقیقت دا دی چې دا همدوی وه چې په لوی لاس یی د داکتر اشرف غنی ګټلی انتخابات د خپلو پټو اهدافو لپاره د چیلنجونو سره مخ کړل، تر څو د خپلو پټو مخو لپاره خپل روزلی باوری نوکران بیا هم په قدرت کی وساتي او د راتلونکی لپاره یی د نورو اهدافو لپاره وکاروي.  دوهم، دوي غواړي د دی لاری طالبان په یوه با صلاحیته توګه په حکومت کی داخل کړي تر څو د دوي په واسطه ایران، روسیه او چین تر خپل کنترول لاندی وساتی او د همدی طالبانو نه په ګټه مذهبی افراطی تروریستی ډلي وروزي او منځنی اسیا او نورو هیوادونو ته یی د بی ثباتی په غرض واستوي، چې متاسفانه روس، چین او ایران هم پدی اړه د توطی ښکار شوی او په لنډ مهال ډول په افغانستان کی د امریکا د ناکامې په هیله ځانونه په یوه بل خطر کی اچوی.  البته پدی برخه کی پاکستان پدی و توانیده چې خلیلزاد ته د مؤقتی اداری د مشری، او په ادامه یی د یو اوږدمهاله واک د ژمنی په بدله کی هغه هم د مؤقت اداری جوړښت او پلوی ته وهڅوی.

دوم:  د منطقی مغرض هیوادونه خاصتآ پاکستان، قطراو سعودی عربستان، هم د خپلو ځانګړو اهدافو لپاره د طالبانو د لا برلاسه کولو او د کابل د موجوده حکومت د لا ضعیفه کولو په خاطر ډنډوری شروع کړی دي. چې پدی وروستیو کی د عمران خان څرګندونی یی ښه مثالونه دی. پاکستان غواړی د طالبانو په واک کی د ګډون له لاری خپل بنیادی او اوږدمهال اهداف چی هغه په افغانستان کی د یوه با ثباته نظام له منځه وړل او د خپل یو لاس پوڅی دولت ایجاد دی خپل اهداف تر لاسه کړی.  پاکستان د دی کار لپاره یوه داسی ستراتیژی را منځ ته کړی چي یی عربی هیوادونو ته د طالبانو نه د ایران په ضد د کار اخستلو په وعده، او امریکایانو ته یی د طالبانو نه د منځنی اسیا او چین د بی ثباته کولو په غرض د طالبانو پلوی او مؤقتی اداری ته هڅولي دي.

دریم:  دوي د دی کار لپاره د افغانستان دننه ټولی هغه ډلی ټپلی چي په تیرو څلویښت کلونو کی یی د هر نوعه انسان وژنی، بشری جنایاتو، جنګی جرمونو او جنایاتو مرتکبین او په تیرو ۱۸ کلونو کی په افغانستان کی د چوکی او صلاحیتونو نه په استفاده د هر نوعه چور او چپاول مرتکبین وه، هم دی ته هڅولي دي چې په ګډه او یوه اواز د موقتی اداری غوښتنه وکړي.

۸-  د موقتو حکومتونو د ناکامیو عوامل څه وي؟

۱– مؤقت حکومتونه د صلاحیتونو له مخی محدود وي او صلاحیتونه یی د هغه چا په لاس وی چې د دوی مادی او معنوی تمویل کوي.

۲- معمولآ د دوي په راس کی داسی کسان غوره کیږی چي د قاطع او غوڅ دریز لرونکی نه وی، د مثال په ډولو حامد کرزی چې خپل ټول وخت یی په سازشونو تیر کړ.

۳-  د مؤقتی اداری مشر باید دواړو خواو ته د منلو وړ وي، نو ټول هغه کسان چي غوڅ دریځ لری د دغه انتخاب نه بی بهری وي.

۴-  دا حکومتونه راوړل کیږی، یعنی نه د خپلی ارادی لرونکی وی نه خپل اهداف لری.

۵-  د دی امله چي دوره یی لنډه وی نو روزګذرانی کوی او د ځان د ګټو د خوندی کولو لپار کار کوی نه د مؤقت حکومت اساسی موخو ته.

۶-  د انظباتی صلاحیتونو لرونکی نه وي، نو قوانین نشی پلی کولای.

۷-  په اکثره مواردو کی د هغوی تر شا دولتونه د خپل بنیادی تعهد د نه لرلو له امله په ستونزو کی تری مخه اړوی او خپل مسؤلیتونه سم نه تر سره کوي، چي دا بیا د هغوی د ناکامیو سبب کیږی.  مثلآ کله چي د دوستم او احمد شاه مسعود د ملګرو ملتونو د پریکړی خلاف د داکتر نجیب الله د وتلو مخه ونیوله، ملګری ملتونو هیڅ هم و نه کړل، او حتا د داکتر نجیب الله په ژغورلو کی هم پاته راغلل.

۸– د دی له امله چي بله دوره کی په قدرت کی د شراکت حق نه لری، د همدغه مؤقت حکومت نه د توطؤ له لارو خپل اهداف تر لاسه کوي.

۹-  ایا اوس به په افغانستان کی د راتلونکی مؤقت حکومت نتیجه څه وي؟

نو که د اوسنې مؤقت حکومت د غوښتونکو ترکیب او د دوی اهدافو او لنډ او اوږد مهاله ګټو ته دقیق زیر شو، نو د دغه حکومت داخلی غوښتنکي هم په مجموع کی هماغه غله، قاتلین، چپاولګر او د بشر د حقوقو نقض کوونکی دي، چی لا قانونیت د خپل ژوند د بقا او د خپلو ګټو د خوندیتوب اساسی وسیله بولی.  نو دوي نه یوازي دا چې د مؤقت حکومت د اهدافو سره مخالف دي، بلکه په ټوله مانا به د مؤقت حکومت په ناکامولو کی ونډه اخلی.  د بلی خوا د دغه مؤقت حکومت بهرنی پلویان هم د داسی موخو لپاره کار کوي چي هغه  د مؤقت حکومت د اهدافو سره متضاد دي.  نو دا په واضح ډول ویلای شو چې د دغو خلکو (داخلی او خارجی) پلویانو په موجودیت کی به راتلونکي مؤقت حکومت نه یوازی دا چي هیڅ لاس ته راوړنه  ونه لری، بلکه هیواد به دلا زیاتو بدمرغیو سره مخ کړی.

۱۰- پدی حساسه مرحله کی افغانانو ته څه کول په کار دی؟

افغانانو ته په کار دی چي:

۱— په خبلو کی سره یو موټی شی او د دښمن په دغو توطؤ ځان او ولس ښه پوه کړی.

۲-  د خپل موجوده حکومت تر شا په کلکه اراده ودریږی او د خپلو ټولو ممکنه وسایلو نه په استفاده د موقت حکومت توطه او طرحه رد او وغندي.

۳-  پدی اړه په هیواد کی دننه او د هیواد نه بهر د غونډو، لاریونونو او نورو مطبوعاتی وسایلو نه په استفاده د دغه پروسی په کلکه او داومداره توګه مخالفت وکړي.

۴-  یو شمیر نور هغه هیوادونه خاصتآ روس، چین، ایران او د منخنی اسیا هیوادونه هم د دغی توطی په خرابو عواقبو پوه او د دی په مخالفت کی د ځان ملګری کړي.

Comments
Loading...