ارواښاد کاتب او مشروطیت/ څېړنوال عبدالغفور لېوال

د مشروطیت نهضت یوازې د دې لپاره مهم نه و، چې   هېواد یې سیاسي خپلواکۍ ته ورساوه او د یوه ځوان حکومت بنسټ یې رامنځته کړ، بلکې د دغه نهضت روښانتیايي او نوښتپلوه هڅو د افغاني ټولنې په متن کې داسې یو خوځښت رامنځته کړ، چې تر نن پورې د ټولنې د پرمختګ لپاره کله په ښکاره او کله کله هم تر ایرو لاندې د پټ خوږلن په څېر ژوندی پايي.  مشروطیت د افغاني رنسانس د پیلامې لومړنۍ وږمه وه، چې په افغاني  ټولنه کې یې د حق، قانون، پرمختګ، اقتصاد، ازادي، وینا، لیکلو، ملت، تعلیم، دیپلوماسي او نور مفاهیم، چې د نوي  ژوند ځانګړنې دي، په افغاني ټولنه کې معرفي کړل.

د مشروطیت نهضت له یوشمېر داسې شخصیتونو څخه جوړ سیاسي متشکل او منظم خوځښت و، چې له څو اړخونو یې، په افغاني ټولنه کې د ترکیب، افکارو او جوړښت له نظره بېسابقې ګڼلای شو.

ګڼ شمېر لیکوال، شاعران، فرهنګیان، دیني علما، د دربار کارکوونکي او د افغاني ټولنې دبېلابېلو قومونو او ټبرونو روښانفکره او خپلواکي غوښتونکي متجدد شخصیتونه یې غړي وو.

له مشروطیت سره د ملا فیض محمد کاتب د فکري تړاو او بیا له دې روښانفکرې او ملي ډلې سره یې ملګرتیا د دغه فاضل مورخ، خطاط، لیکوال او ادیب په شخصي ژوند او د ده په ټولنیز چاپېریال کې ریښې لري.

کاتب په زلمیتوب کې په هېواد کې د سیاسي ګډوډیو او سیمه ییزو جګړو شاهد و. دغزني په قره باغ کې د قومي جګړو له کبله د کاتب کورنۍ ناوور( ناهور) ته کډه شوه، هلته تر څه تم کېدو وروسته، دغه هوښیار ځوان په یوه روایت د پکتیکا ښرنې او په بل روایت  کندهار ته د زده کړو لپاره ولاړ. د ده د زده کړو لړۍ د هندوستان تر لاهور، ایران او نجف پورې هم ورسېده او د وخت د متدوالو علومو د زده کړې ترڅنګ یې د سهیلي اسیا او منځني ختیځ د سیاسي پېښو مطالعه هم وکړه.  ځوان کاتب خامخا په هند کې د دغې سترې وچې له خپلواکۍ غوښتونکیو او روښانفکرو نهضتونو سره اشنا شوی دی. له بلې خوا دا مهال د منځني ختیځ هېوادونه آن د افریقا تر شمال پورې د ښکېلاک ضد غورځنګونو، شخړو او مقاومتونو پرسر اخیستې وه. هندوستان یوازې له انګریزي ښکېلاک څخه نه کړېده، بلکې د استعماري ښکارندو ژورې ټولنیزې ریښې هم د سرطان په څېر په ټولنه کې خښې وې، چې قومي، مذهبي ، سیمه ییزې، ژبنۍ او نورټکرونه یې بېلګې دي. انګریزانو په خپلو ټولو ښکېل کړیو جغرافیو کې د ( بېل یې کړه، اېل یې کړه!) سیاست روان کړی و، په تېره بیا  د ګڼفرهنګه،ګڼتوکمه او ګڼمذهبه  هندوستان خپلمنځي شخړې او د هغو په وړاندې د خپلواکۍ غوښتونکيو د مليپالنې او یووالي غوښتونکې هڅې  د یادونې وړ دي، چې د افغانستان د سترګورو مشروطه غوښتونکیو لپاره یې  د الهام یوه سرچینه ګڼلای شو. زه باور لرم، چې ملا فیض محمد کاتب به د زده کړو پرمهال دې پېښو ته متوجه و او د خپل هېواد له شرایطو سره به یې پرتله کولې.

کاتب د دربار کړیو ته د خپل استاد ملا محمد سرور ساکزي ( اسحاقزي ) په وسیله ورپېژندل شوی دی. د کاتب له یادښتونو څخه ښکاري، چې استاد یې ملامحمد سرور پر ده مهربانه او لوراند و، ښايي تر پایه یې ملاتړ هم کړی وي، د دغه ملامحمد سرور ساکزي د افکارو په اړه ډېر معلومات نه شته، خو یوځای لولو: نوموړي د امیر عبدالرحمان خان د دوهم زوی سردار نصرالله خان  په دفتر کې کار کاوه، فاضل او پوه ملا و، انګلستان ته د سردار نصرالله خان د سفر پرمهال له هغه سره ملګری و او د غه سفر یادښتونه به یې خپل شاګرد ملافیض محمد کاتب ته رااستول، چې په سراج التواریخ کې یې شامل کړي.

د سردار نصرالله خان په اړه   میرغلام محمد غبار وايي:  د انګریزي ښکېلاک ضد سړی و، چې د پلازمېنې په روښانفکرانو ، منورینو او مامورینو کې یې ژور نفوذ درلوده، ده ډېره موده په دې کار کړی و، چې د  ډیورند کرغېړنې کرښې په وسیله د افغانستان له بېلوشویو قبایلو سره نږدې اړیکې جوړې کړي او دوی د انګریز په وړاندې جګړو ته وهڅوي.  سردار له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ فکر درلوده، له همدې ځایه ده، چې د هغه د اعتماد وړ ملګري او د کاتب د استاد ملامحمد سرور ساکزي په اړه سړی ویلای شي، چې ښايي خپلواکۍ غوښتونکی او روښانفکره شخصیت به و او خامخا به یې له خپل معتمد شاګرد کاتب سره د سیاسي مسایلو په اړه هم د زړه خواله کوله .

کاتب د افغانستان د ویش د دواړو دورو درد په زړه کې درلوده، د ګندمک تپل شوې پرېکړه یې په خپل تاریخ کې له جزیاتو سره رااخیستې وه او د ډیورند هغې، د ورځنیو سیاسي خبرو اترو شاهد و، له همدې کبله یې د انګریزي ښکېلاک کرکه او د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې تلوسه په ذهن او ضمیرکې روزلې وه. د مشروطیت نهضت سیاسي اهداف او د مبارزې کړنلار هم پرهمدې مسایلو راڅرخېده، د خپلواکۍ ترلاسه کول او په کور دننه سمون، د ولس روښانتیا، د نظام قانونمندي او بالاخره له بهرني ښکېلاک او کورني استبداد څخه د ولس ژغورل.

دکاتب شخصي، قومي، مذهبي او ټولنیز شخصیت ته په پام د مشروطیت لس  اهداف ټول دهغه له سترو ارمانونو څخه ګڼلای شو:

۱ـ د اسلامي او قرآني احکامو اطاعت .

۲ـ د ملي حقونو تأمین او دخلکو داستازیو تر نظر لاندې د حکومتي نظام مشروطه کول، د قانون له حکم سره سم د ملي حاکمیت تأمین.

۳ـ د ټولنیزو خپلمنځي اړیکو سمون او د ناوړه دودونو غندل.

۴ـ ملي یووالی او د افغانستان د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ د ورورګلوۍ او ښو اړیکو رامنځته کول.

۵ـ له زور او تشدد پرته، په سوله او ورورګلوۍ د ملت د اصلاح او سمون لپاره هڅه .

۶ـ د خلکو د ویښتیا هڅه ، د پوهنې، ښوونځیو  او رسنیوتعمیم او وده.

۷ـ  د ازادو ټاکنو له لارې د خلکو د استازیوله ټاکلو وروسته د ملي شورا رامنځته کول.

۸ـ د هېواد د خپلواکۍ اعلان او له ټولې نړۍ سره د خپلواکو بهرنیو اړیکو ټینګول.

۹ـ د ټولنیز عدالت او برابرۍ ټینګښت.

۱۰ـ د مدني ژوند د وسایلو او بنسټونو رامنځته کول، لکه حرفت، صنعت ، لارې ، برېښنا، اوبه، ښارونه ، ودانۍ او نور.

د کاتب ژوند له زلمیتوب تر دې مهاله د پرلپسې محرومیت، استبداد، ولږې، کورنیو شخړو، جګړو، ښکېلاک، وروسته پاتې والي او ناسمو دودونو شاهد و او دخپل ولس دردونه او رنځونه یې له ورایه لیدل،نو تر دې غوره سیاسي اهداف او د مشروطیت د لارې د ریښتینو مبارزینو په څېر نور ملګري یې نه شول موندلای.

دې ټولو ته په کتلو، کاتب د مشروطه کاروان ملګری پاتې شو، په دې لاره کې یې ربړې وګاللې او بالاخره د خپلو روښانه او ملي افکارو او اعمالو له کبله د یوه مرتجع، متحجر، تیاره ، وروسته پاتې او مستبدرژيم له خوا تر سختو وهلو ټکولو وروسته  ومړ اود مشروطیت د لارې د شهیدانو د کاروان ملګری شو.

موږ، کاتب او مشروطیت

عجیبه دا ده، چې تر ملافیض محمد نږدې یوه پېړۍ وروسته موږ لاهم د کاتب په څېر روښانفکرو مشرانو، د مشروطیت په څېر هېوادپاله سیاسي نهضتونو او د لومړي مشروطیت د لسګونو سترو اهدافو په څېر ښکاره او واضح ملي کړنلارې ته اړتیا لرو. موږ نن هم یوه قانونمنده نظام، افغاني دیموکراسۍ، د ولس ریښتینو منتخبو استازو، د هېواد ریښتینې خپلواکۍ، د قومونواو مذهبونو ترمنځ ټولنیز عدالت، ملي یووالي او ترټولو مهم یوه پیاوړي اقتصاد، تولید، صنعت، حرفې او ملي پرمختګ ته اړتیا لرو. سل کاله وروسته لا هم باید د خرافاتو او ناسمو دودونو پرضد وجنګیږو او لاهم باید د نوې زمانې د ښکېلاک په وړاندې هوښیار اوسو.

نن یوازې هزاره قوم نه ، بلکې د هېواد هر قوم دکاتب په څېر مشرانو ته اړتیا لري، چې یوازې د خپل قوم لپاره نه، بلکې د ټول ملت او هېواد لپاره شپږ زره مخه لیکل وکړای شي، پر لوړو منصبونو  کار وکړي، خلک یې درناوی وکړي، خو دی د خپلو خلکو ترڅنګ د چنداولو د یوې بېوزلې کوڅې په یوه غریبانه کور کې ژوند وکړي او د کور تر ټولو لویه شتمني یې کتابونه او تاریخي اسناد وي.

موږ  د کاتب په څېر فاضلو او دانشمندو مشرانو ته اړتیا لرو، چې تر ټوله لویه وسله یې قلم وي او خپل تر ټولو لوی ملي رسالت په عدم تشدد ترسره کړي.

په موږ زمانه نه ده تېره شوې، موږ د مشروطیت سیاسي میراث، د کاتب فرهنګي ارمان او د سراج التواریخ په څېر له ملي روحیې مالامال تاریخ  بېرته راژوندي کولو ته لاهم اړ یو.

داسې یوه سیاسي نهضت ته چې هزاره کاتب د ازبېک پروفیسور میمنه ګی ترڅنګ له مولوي محمد سرو ر واصف الکوزي  او لغماني میرقاسم خان سره په ملګرتیا د محمد انور بسمل او احمدقلي خان قزلباش چنداولي او تاج محمد خان بلوچ سره په ګډه د یوه لوی، ودان او سرلوړي افغانستان لپاره یو موټی مبارزه وکړي.

هو موږ د افغاني رنسانس همداسې مخکښانو ته لاهم اړ یو،چې د ودان افغانستان د لمرڅرک په درشل کې د حی علی الفلاح غږ پورته کړي.

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,غوره شوې لیکنې

Pin It on Pinterest