آیا سوله ممکنه ده؟

عبدالباري جهاني

0 337

  زه نه د اوږدو مقدمو د لیکلو صلاحیت او نه عادت لرم او نه لوستونکي د اوږدو مقدمو د لوستلو حوصله لري؛ ځکه نو مستقیما موضوع ته داخلېږم.

په افغانستان کي د سولي د ټینګولو او وینو د تویېدلو د بندولو لپاره، له ډېره وخته، چي موږ ته سم معلومات نسته، پټي او لڅي خبري رواني دي. بالاخره د روان کال د فبروري پر نهه ویشتمه، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ، د سولي موافقه لاسلیک سوه. موافقه، د

پنځه زره طالب بندیانو د خوشي کېدلو په مسله کي، چي د مارچ تر لسمي پوري یا باید خوشي سوي او یا یې خوشي کېدل پیل سوي وای، او تر هغه وروسته، په ناروې یا جرمني کي، بین الافغاني خبري پیل سوي وای، له ستونزو سره مخامخ سوه. د امریکا جمهورریس ډانلډ ټرمپ د طالبانو له مشر ملا عبدالغني برادر سره څه باندي نیم ساعت په ټلفون کي خبري وکړې او ټولو فکر کاوه چي هر څه به ګل او ګلزار سي. خو تر اوسه پوري نه چا ګل او نه ګلزار لیدلی دی.

تېره شپه مي، د یوه افغان ژورنالیسټ په مرسته، په قطر کي، د طالبانو له یوه مهم مشر سره، په ټلفون کي، خبري وکړې. طالب مشر د سولي د خبرو د نه پرمختګ ټوله ملامتي د کابل پر حکومت او اشرف غني باندي اچوله. ما ورته وویل چي موږ هیڅ فکر نه کاوه چي د افغانستان د دومره مهمي او حیاتي مسلې د حلولو لپاره به، له میاشتو میاشتو هلو ځلو څخه وروسته، داسي یوه نیمګړې موافقتنامه منځته راځي چي د سولي د ټینګولو په برخه کي به، چي د موافتنامې اصلي موضوع ده، لومړنیو سوالونو ته جواب نه سي ویلای. او کله چي د سولي موافقتنامه د سولي د ټینګېدلو په مسله کي لومړني سوال ته جواب ورنه کړای سي نو سوله که غیر ممکنه نه وي مشکله خو باید حتما وي.

د بین الافغاني خبرو د پیل کېدلو په برخه کي لومړنی سوال دا دی چي خبري د څشي او کوم مقصد لپاره؟

    ـ خبري د دې لپاره چي په افغانستان کي د داسي انتخاباتو لپاره لاره هواره سي چي طالبان برخه پکښي واخلي؟

   ـ خبري د دې لپاره چي طالبانو ته په حکومت کي برخه ورکړه سي؟

    ـ خبري د دې لپاره چي اوسنی حکومت خپل قدرت طالبانو ته تسلیم کړي؟

    ـ خبري د دې لپاره چي طالبان، د کابل حکومت او امریکا د پخوانۍ غوښتني سره سم، اساسي قانون ومني او وسلې پر مځکه کښېږدي؟

کله چي د خبرو اصلي هدف معلوم نه وي نو څوک به څرنګه د مثبتي نتیجې انتظار ولري؟

بالاخره خبري د څشي لپاره؟ که خبري د سولي لپاره کیږي نو سوله خو داسي عمومي مفهوم دی چي د هر چا او هر قدرت له نظره، له مځکي تر اسمانه، توپیر لري. اسراییل او فلسطنینان، چي څه کم سل کاله سره جنګېدلي دي، او لا معلومه نه ده چي تر کله به جنګ سره کوي، دواړه سوله غواړي. خو هغه سوله چي فلسطنیان یې غواړي د اسراییلو لپاره د جنګ د دوام معنی لري او هغه سوله چي اسراییل یې غواړي نه فلسطینیانو او نه اسلامي نړۍ ته د منلو وړ ده. اصلا هیڅ لېونی نه وايي چي زه سوله نه غواړم. خو څرنګه سوله؟ دا هغه تر ټولو مهم سوال دی چي، د طالبانو او امریکا ترمنځ، په موافقتنامه کي نه یوازي جواب نه دی ورته ویل سوی بلکه اشاره هم نه ده ورته سوې.

دوهم سوال، چي د لومړي سوال په اندازه مهم دی، دا دی چي بین الافغاني خبري له چا سره؟ که طالبان د کابل له حکومت سره خبري نه کوي او هغه یو ګوډاګی رژیم او اداره بولي نو دا خبري له چا سره کیږي؟ داسي به یې فرض کړو چي بین الافغاني جرګې د طالبانو شرایط په سلو کي سل قبول کړل او د کابل حکومت وویل چي موږ د بین الافغاني جرګې د فیصلې هیڅ ماده نه منو نو بیا؟

د سولي خبري خو له هغه چا سره کیږي چي د جنګ طرف وي  او د جنګ وسایل ورسره وي. دا چي طالبانو د سولي خبري، تر هر چا مخکي، له امریکایانو سره پیل کړې؛ دا یې ځکه ډېر هوښیار کار وکړ چي د جنګ اصلي طرف هغوی دي. مګر د سولي په دوهم پړاو کي خو د کابل حکومت ولاړ دی. که طالبان د کابل حکومت په رسمیت پیژني که یې نه پیژني هغه یو واقعیت دی او سترګي ورباندي پټېدلای نه سي. وسلې لري، پوځ لري، پولیس لري او په نړۍ کي پېژندل سوی رژیم دی. د بندیانو د خوشي کېدلو په موضوع کي ثابته سوه چي واقعیت، هغسي چي طالبانو فکرکاوه، هغسي نه دی.

اوس نو بین الافغاني خبري له چا سره؟ دا چي په ماسکو کي له دوه ځله بین الافغاني ناستو او خبرو څخه هیڅ شی تر لاسه نه سوه، او باید چي ټولو له هغه څخه پند اخیستی وای، تر دې خبري به تېر سو. که له بین الافغاني خبرو څخه مطلب سیاسي ګوندونه وي نو د هغوی شمېر خو ماشاءالله! تر سلو زیات دی. او که په خبرو کي د برخي اخیستلو موضوع مطرح سي نو زه یقین لرم چي شمېر به یې تر پنځو سوو هم واوړي. د افغانستان سیاسي ګوندونه، چي له استثنی پرته، ټول سیاسي دوکانونه دي، يه خپلو منځونو کي هیڅ ډول روغي جوړي ته رسېدلای نه سي او که چیري ټول سره موافق سي او له طالبانو سره هم موافقې ته ورسیږي نو بیا د هیڅ ډول موافقې د لومړۍ مادې د عملي کولو په لاره کي د لومړني ګام د اخیستلو واک او صلاحیت نه لري.

که خبره د تنظیمونو او د هغوی د مشهور بالفساد قوماندانانو او مشرانو سره وي نو بیا خو نتیجه معلومه ده. دا تنظیمونه چي په دې څه باندي څلوېښتو کالو کي، یوه ورځ، موافقې ته ونه رسېدل؛ په دومره لویه حیاتي مسله کي به، چي هر مشر او قوماندان یې د ارګ د نیولو او اولسمشر کېدلو اشتها لري، څرنګه موافقې ته ورسیږي؟ او که یې داسي فرض کړو چي دا ټول سیاسي او نظامي لېوان موافقې ته ورسیږي نو بیا به دا موافقه، چي د کابل حکومت برخه پکښي ونه لري، او یا برخه ولري خو د حکومت په حیث په رسمیت پېژندل سوی نه وي، څوک او څرنګه عملي کوي؟

زه د یوه داسي افغان په حیث، چي نه سیاسي تجربه او نه سیاسي پوهه لرم، ډاکټرزلمي خلیلزاد ته حیران یم، چي د یوه، په اصطلاح ګرګ باران دیده او یوه پوه سړي په حیث یې، چي عمر یې ټول په سیاسي هلو ځلو کي تېر کړی دی، څرنګه پر داسي موافقتنامه باندي لاسلیک کوي چي د هغې اصلي موضوع چي سوله ده پکښي حل سوې نه وي.

زه یقین لرم چي امریکا، که په افغانستان کي د سولي په مسله کي ری نه وهي، لږترلږه له افغانستان څخه د خپلو پوځونو را ایستل غواړي او که په دې غوښتنه کي صادق نه وای نو جمهورریس ډانلډ ټرمپ نه خپل خارجه وزیر دوحې ته استاوه او نه یې د طالبانو له مشر ملابرادر سره، په ټلفون کي، څه باندي پنځه دېرش دقیقې خبري کولې او نه یې د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه هیله کوله چي طالبان له تور لیست څخه وباسي.

زما اصلي ګیله، چي یوازي دوستانه بڼه لري، له ډاکټر زلمي خلیل زاد څخه ده چي داسي نیمګړی سند یې څرنګه لاسلیک کړی او په دومره مهمه حیاتي مسله کي یې څرنګه  تر اندازې زیاته بې پروايي کړې ده؟

زلمی خلیل زاد د قطر او کابل ترمنځ سرګردانه دی او د سولي په قضیه کي یو نیم بین المللي سفرونه هم کوي. په کابل کي د اشرف غني د حکومت تر څنګ له کرزي، ډاکټرعبدالله، ګلبدین، سیاف، خلیلي، محقق او … سره لیدني کتني کوي. د کابل په اصطلاح« خوب ساتش تیر است » سړی له خلیل زاد څخه پوښتنه  وکړي چي په دې کسانو څه جوړه ده؟ دې کسانو په خپل ټول ژوند کي د افغانستان لپاره نه یو ګټور ګام پورته کړی او نه یې یوه ګټوره کلمه پر خوله راوړې ده. او که چیري دا لېوان او داړه ماران، فرض محال، لاري ته راسي او خبرو ته غاړه کښيږدي نو له دوی سره څه واک موجود دی چي هغه د سولي په ټینګولو کي په کار واچوي. هغوی د قدرت په وخت کي څه وکړه چي نن به یې په بې قدرتي کي وکړي.

ډاکټر زلمي خلیل زاد ته زما دوستانه مشوره دا ده چي که چیري د کابل حکومت په ریشتیا هم، د طالبانو له ادعا سره سم، ګوډاګی او بې واکه رژیم وي او هر څه د امریکا په قول کوي نو بیا خو دي اشرف غني ته امر وکړي چي څه زه درته وایم هغه کوه. او که چیري د کابل حکومت، لکه څرنګه چي پخپله ادعا کوي، مستقل وي او خپله اراده لري نو بیا خو د هغه له خوښي پرته سوله کېدلای نه سي. په دې صورت کي نو باید طالبانو ته قناعت ورکړي چي که په ریشتیا هم سوله غواړي نو، په هر صورت چي کیږي، د کابل له حکومت سره خبرو ته کښیني. د هغوی استازي ومني او ټول جریان له سره پیل کړي. د امریکا، طالبانو او د کابل د حکومت ترمنځ په خبرو کي به معلومه سي چي څوک سوله غواړي او څوک یې نه غواړي. کله چي د سولي موافقه، د دریو قواوو ترمنځ، لاسلیک سي بیا نو زه په بشپړ یقین ویلای سم چي د کابل مشران، کرزی، عبدالله، سیاف، ګلبدین، دوستم او… هیڅ ډول واک نه لري او د پښتو په اصطلاح یوه سترګه به یې ژاړي بله به یې خاندي او سولي ته به غاړه ایږدي.

که د افغانستان د سولي مسله، واقعیتونو او حقیقتونو ته په کتلو سره، سمه روانه سي نو زه یقین لرم چي سمه نتیجه به ورکړي او که په دغه اوسني شکل دوام وکړي نو به د افغانستان د بېچاره او مظلومو اولسونو د ناعلاجه او اوږدو رنځونو په څېر همداسي روانه وي.

و ما علنیا الّاالبلاغ.

Comments
Loading...