د مُلا پیښه (عزیز نسین)/ ژ: فرهاد ویاړ

0 31

شاوخوا شپیته کاله مخکې یو مُلا یو کلي ته لاړ. د کلي د زاړه جومات په لیدو پوه شو چې خلک یې مسلمانان دي. په خوشحالۍ د کلي ارباب ته لاړ او ورته یې وویل چې کولای شي د خلکو امامت وکړي. ارباب، چې په کلونو کلونو یې لمونځ نه و کړی او د جماعت لمونځ یې اډو په عمر لیدلی هم نه و، له ځان سره یې فکر وکړ که مُلا ته ووایي چې لمونځ ورته زده نه دی نو دا به زښته بده خبره وي. ځان یې غلی ونیو او له مُلا سره یې د امامت په پار د هو سر وخوځاوه.

ارباب، په هماغه شپه د کلي خلک راټول کړل او د مُلا د راتګ خبره یې له هغوې سره شریکه کړه. خلکو ته یې وویل چې دې خو په خپله د لمانځه په قواعدو نه پوهیږي، ستاسو په منځ کې څوک د لمانځه په قواعدو پوهیږي؟

د خلکو په سترګو کې د حیرانتیا څرک لګیده او دا په خپله د ارباب د پوښتنې ځواب و.

بالاخره، د کليوالو په منځ کې یو تن بوډا خپله خوله خلاصه کړه:«په څه چې زه پوهیږم، اړینه نه ده چې د مسلمانتیا لپاره دې ته په خپله په هر څه پوه شئ، همدا کافی ده چې هر څه چې مُلا وکړي، موږ هم هماغه کار وکړو».

له دې حللارې سره، د ټولو اندیښنه لیرې شوه او د لمانځه لپاره زاړه جومات ته رهي شول.

مُلا د کتار مخې ته ودرید او ټول کلیوال د هغه شاته ودریدل. مُلا لاسونه خپلو غوږونو ته پورته کړل او یوه څه یې له ځان سره وویل، خلکو هم خپل لاسونه پورته کړل او دا چې نه پوهیدل چې مُلا دقیقاً څه ویلي، نو هر یو له ځان سره بنګهاری وکړ. مُلا خپل لاسونه کښته واچول او په اوچت آواز یې وویل: الله اکبر. خلک چې خوشحاله شوي وو چې په یو څه پوه شوي دي نو دوی هم د الله اکبر غږ تکرار کړ. بیا مُلا د ژبې لاندې یو څه وویل، خلکو هم د ژبې لاندې پسهاری وکړ. مُلا خپل لاسونه په زنګنونو کیښودل او څه یې وویل، خلکو هم خپل لاسونه په زنګنونو کیښودل او له ځانونه سره یې پُس پُس وکړ. مُلا بیا ودرید او وی ویل: الله اکبر؛ خلک هم ودریدل او د الله اکبر فریاد یې وکړ. مُلا سر ځمکې ته ټیټ کړ او د ژبې لاندې یې یو څه له ځان سره وویل، خلکو هم سرونه ځمکې ته ټیټ کړل او هر یو د ژبې لاندې یو څه زمزمه کړل. مُلا پر دوو زنګنونو کښیناست، خلک هم په زنګنونو شول. په دې وخت کې د مُلا پښه د دوو دړو د چاوو تر منځ بنده شوه او چیغه یې کړه:آآآآآآآآآآآخ.  خلکو هم په خوشحالۍ سره چیغې کړی:آآآآآآآآآآآخ.

مُلا چې هڅه کوله خپله پښه د دړو له چاوه راوباسي، کله به یې ځان کیڼ خوا ته واچو او کله به ښي خوا  او ځمکه به یې ډبوله. خلکو هم کله ځانونه کیڼ او کله هم ښي خواته ټیټول او په لاسونه به یې ځمکه ډبوله.

مُلا چیغې وهلئ:«خدایه!ته را سره مرسته وکړئ» خلکو هم د هغه شاته د خدای درګاه ته زاري کوله.

مُلا چیغې کړی:«او نادانه خلکو، ړانده یاستئ، نه ګورئ چه څه حال لرم؟»

خلکو هم د مُلا شا ته چیغې کړی: «او نادانه خلکو، ړانده یاستئ، نه ګورئ چې څه حال لرم».

مُلا له ډیره درده، خپلې منګولې پر ځمکه خښې کړی وی او د خدای له درباره یې مرسته غوښته. خلکو هم د ځمکې په نوکارو پیل کړ او له خدای یې مرسته غوښته.

بالاخره، له درې څلورو دقیقو وروسته مُلا خپله پښه خوشې کړه او په داسې حال کې چې له درده تاویدو، خلکو ته یې وکتل او له ډیر درده بی سیده شو.

خلکو هم یو بل ته وکتل او ځانونه یې پر ځمکه واچول او دومره په دغه حالت کې پاتی شول تر هغه چې مُلا په هوښ راغی. مُلا چې پوه شو چې غلط ځي ته راغلی، بی له دې چې د کلي خلکو ته څه وايي، کلی یې پریښود.

له هماغه ورځې تر ننه، په دغه کلي کې د جماعت لمونځ تر سره کیږي. خو د خلکو چې د الله اکبر تر منځ ‌ذکرونو ته پام شوی نه و، دغه ذکرونه نه وايي او په بدل کې د لمونځ پای په پرتمینه توګه تر سره کوي. تر ننه پورې، د هغوې د لمانځه د وروستیو اعمالو د فلسفې په تړاو ۱۲ کتابونه چاپ شوي دي.

البته په دغه کلي کې د لمانځه له اصولو ځینې کوچني انحرافات رامینځته شوي او دمګړۍ کلیوال په ۲۲ فرقو باندې ویشل شوي دي: ځینې باور لري چې پر ځمکې د نوکارو لپاره باید ځمکه په لرګي پوښل شوي وي؛ ځینې باورمن دي چې پر هر څه نوکاری جایز دي؛ ځینې اعتقاد لري چې له لمانځه وروسته د بی سیده کیدو وخت چې هر څومره اوږد شي، هغومره خدای ته نژدی کیږئ او ځینې باور لري چې مهمه خبره د بی سیدۍ څرنګوالی دی نه اوږدوالی.

لنډه دا چې کلیوال سره له دې چې په جزئیاتو کې سره یو څه توپیر لري خو ټول په یو کلیت باورمن دي: یو شمیر خلک باید مرجع وي او پاتی نور ټول متقلدین.

Comments
Loading...