د غلا خاطرې – طنز

توریالی ملیار

0 71

ډله غله خپله مرمرینه ماڼۍ کې ناست وو، چا په ټلفون له خارج او داخل سره د پیسو معاملې شاربلې، چا خپلو معشوقو ته د خپلو اتلولیو کیسې کولې چا له دولتي او اصلي غلو سره خپلې چنې وهلې او ځینې یې خمار زنګېدل.

یوه پکې د خپل نیکه د یادښت زړې کتابچې ته لاس کړ یو څو پاڼې یې واړولې را واړولې بیا یې پسته څوکۍ کې ډډه ورته ووهله، لوستل یې پیل کړل، کله به موسکی شو، کله به یې ټنډه ګونځې شوه، بیا به وغورېده او ډډه به یې تازه کړه، ډېر نارامه و خو لا یې کتابچه مخې ته نیولې او لوسته یې، کتابچه کې یې نیکه یو یادښت داسې لیکلی و: ˶ که څوک غلا ته اسانه کار وايي نه یې  د سر بیې ته پام شوی، نه د هډوکو ماتېدو ته او نه یې هم د بندیخانې توره کوټه د ذهن له عینکو کتلې، موږ هره ورځ له همدغسې برخلیک سره لاس او ګریوان وو، خو دا تېره شپه بیا عجیبه کیسه راباندې وشوه، کله چې تیارې لمن خوره کړه او خلک ویده شول د ښاروال کور ته مو ځانونه ورسول، له وېرې سره یو ځای زړونو کې خوشاله وو چې نن به مو مړۍ ښه غوړه وي، یو کس د باندې ځان د څار لپاره پټ کړ او موږ دوه له خټین دیواله کور ته ور واوښتو، د کور انګړ، سپانچه او دهلیز، مو وکتل مګر هیڅ مو پیدا نه کړل، موږ فکر وکړ چې ښاروال به له کوره کډه شوی وي که نه ښاروال او دغسې سپېره کور؟ خبر نه وو چې ښاروال راویښ شوی او موږ څاري، چې څنګه یې کوټې ته ور ننوتو دروازه یې بنده کړه موږ پر ښاروال د برید تابیا ونیوله خو هغه په آرام غږ وویل مه راباندې برید کوئ او نه یې درباندې کوم، مه ویرېږئ او نه به مې وېروئ، له دې خبرې سره حیران شوو، ښاروال الکین ولګاوه کوټه یو څه رڼا شوه، بیا یې زموږ مخکې د کوټې ټوټي او څړي ټول یو بل مخ واړول را واړول پرته له سپېرو خاورو نور څه پکې نه وو، ورپسې یې پخلنځي ته بوتلو هلته هم د خوړو او پخلي له څو چیتو چمبولو لوښویو نور څه نه معلومېدل، بیا یې ټول هغه ځایونه یو ځل بیا د الکین رڼا ته را وښودل چې موږ په تیاره کې کتلي وو، سپېرې کوټې، کاګل دیوالونه، یو څو زاړه لیمڅي او ټغر، بیا یې کړل ستړي شوي یاست اوس چای درته دموم، توره چایجوشه کې یې چای دم کړ یو څه وچه ډوډۍ مو یې مخې ته کېښوده او را ته کړل یې زما د ژوند له اسانتیاوو د تاسې هغه ډېرې دي ورپسې یې دسترخوان باندې وچې ډوډۍ ته اشاره وکړه وې ماښامی مې په همدې ډوډۍ تېر کړی. له دغو خبرو سره مو وېره نوره هم کمه شوه د چایو له څښلو سره مو ژبې او حلقونه لانده شول، بیا یې کړل که زما په لوښیو لرګیو مو چاره کیږي درسره  یو یې سئ. د ده په خبرو موږ سخت وشرمېدلو خو زړه کې یو څه غصه وو چې څنګه مو ټوله شپه کې هیڅ هم ونه موندل، بیا یې الکین را واخیست له موږ مخکې شو تر دروازې یې بدرګه کړو او ترې رخصت شوو˵.

غل له څوکۍ پورته شو کتابچه یې لیرې خطا کړه، په لوړ غږ یې وویل پورته شئ، د دې زړې کتابچې کرښو مې اعصاب خراب کړل د نیکه یادښت مې وینه په جوش راوسته، د نیکه اتلولي مې دا وه چې په خپل سر وېرېده، د بندي خانې کوټه ورته ببو ښکارېده او په خپلو هډونو یې اعتبار نه و چې څوک یې را مات نه کړي هغه وېرې مو اوس داسې هېرې دي چې خدای که مو چورت کې هم لا راګرځي، غیرت مو ملګري او دوستان دومره ډېر کړي، چې پولیس، څارنوال قاضي، رییس، وکیل او وزیر مو ټول په غبرګو لاسونو سلامۍ ته ولاړ وي، ځکه خو هر سړی کوښښ کوي د غلا دغې جانانه رتبې ته ځانونه ورسوي، دا چې ښار کې هر سړی غل دی ټول زموږ د بریالیتوبونو برکت دی، تاسې ګورئ نیکه د یوه غټ ښاروال کور ته وراوښتی، دالانونه او کوټې یې کتلي خو بیا هم هیڅ په لاس نه دي ورغلي. تر ټولو بده لا دا چې نیکه دغه ناکامي خپله قهرماني ګڼي او په خپله کتابچه کې یې سپین کاغذ هم پرې تور کړی لا حوله ولا… ورځو چې د نننۍ زمانې ښاروال هم ووینو کور ته یې په توره شپه نه په رڼا ورځ او مېړانه ورځو نیکه له وېرې د شپې په تیاره کې له دیوال ور اوښتی موږ نیغ په دروازه ورننوزو.

 غله ووتل د ښاروال بنګلې ته ورسېدل پیره داران یې سوکي په نوکي کړل نیغ په دروازه ور ننوتل د څلورپوړیز کور پورته منزلونو ته یې والله که سر هم ورښکاره کړی وي، خپل هدف ته لا په همدې لومړۍ زینه او لومړۍ کوټه کې ورسېدل.

نیم ساعت به پوره نه و، چې غله خپلې بنګلې ته ورسېدل یو مېلیون ډالر یې د کوټې غولي کې خطا کړل همغه زړه کتابچه یې را واخیسته د خپل نیکه تر یادښت لاندې یې ولیکل: ˶ نن مو په رڼا ورځ د ښاروال ښایسته کور ته ځانونه ورسول خپل حق مو ترې را پورته کړ او یوازې په څو دقیقو کې میلیونران شوو، بې انصافي مو ونه کړه یوازې مو اول پوړ کې دغه بنډلونه وموندل نورو پسې ونه ګرځېدو، نورې یې د ښاروال نوش جان، د نیکه قهرمانه اروا به اوس خپلو قهرمانیو ته حیرانه اوړي را اوړي، نیکه په داسې سپېره ښاروال اوښتی و چې موټر خو لا څه بایسکېل یې هم نه لاره، ښاروال خو زموږ د زمانې دی چې خدای که یې په دایو میلیون ډالرو چورت هم خراب شي، موږ یې د پښو خاورې لا نه یادېږو موټرونه مو غلا کړي، طلاوې مو جیب ته کړې، پیسې مو پټې کړې خو د الوتکې تښتولو چل مو خدای که زده وي په دې جوپه کې پیسې میسې نه غلا کوو که خیر و دا ځل د الوتکې تښتولو اېډیا غلا کوو او دغه اېډیا د ښاروال صاحب په سر او مغزو کې ده نو که خیر و له همغه ځایه به یې ترلاسه کوو.

هو رښتیا د سبا ورځې د ښار له حاله مو هم خبروم، سبا به د ښار واټونو کې موټرونه تلاشي کیږي، موټرسایکلونه به درول کېږي، جیبونه به کتل کیږي، اسناد به بررسي کېږي او پولیس به د پیدا غله پر ځای په ورکو غلو پسې سرګردانه ګرځي˵.

Comments
Loading...