غزل/ فاروق فردا

0 785

خوب مې دبڼو شه، چې لېمه درته بستر کړم
کټ درته څنګل کړمه ، بالښت به مې نظر کړم
زړه چې ستا د مخ، سپوږمئ هر ماښام کې وویني
سیوری دخپل تن مې ، پر کمڅوبه دې څادر کړم
شیخه لېرې لېرې د ریا له عبادته
وَعظ د سماع به ، له مستیه پر منبر کړم
خیر که د جنت په میو، زمونږه ملا مست دئ
زه به ستا د سترګو ، خوبولې سا کوثر کړم
سترګې ستا له مخه ، چې میاشت وویني په جام کې
بیا به روژه ماته کړم او، هله به اختر کړم
ستا د اننګو شفق کې څښم په لپو ستوري !
څو چې ستا د زلفو له ماښامه زړه انور کړم
هسې د وچ غره د سر، ویرجن لمر مې مه بوله
ښکلی به ګودر کړم، لېونی به مازیګر کړم
وړي به دنیا لپې لپې ستا د شملي رخه
وخته! یو ځل بیا چې مې پګړۍ درته پر سر کړم
مسکو
د۲۰۱۵ کال د فبروری ۲۸

Leave A Reply

Your email address will not be published.