!غزل

عبدالباري جهاني

0 56
‎ساقي هوښیار یمه څو چېغي مي د شور پاته دي
‎زما د نصیب جامونه څرنګه نسکور پاته دي
‎زاهده مه راوړه محفل ته توبه ګاري کیسې
‎چي مي په سپینو کي یو څو وېښته لا تور پاته دي
‎تازه زخمونه مي د خیال په اوښکو مه لمبوه
‎د منصوري قسمت مي څو کاڼي لا نور پاته دي
‎آیینې ولي مي خوبونه د لحد ویښوې
‎نیمګړي عمر ته مي ورځي د پېغور پاته دي
‎شپې د ځوانۍ لکه شېبې د وصل وځلېدې
‎د وروستي مني مي یو څو پاڼي پر کور پاته دي
‎د زکندن شپو ته مي مه نیسه بخیلي سترګي
‎لا د نمرودي زمانې لمبې د اور پاته دي
‎ساحله زه د عقل سترګي په خیال نه زنګوم
‎چي د توپان په زړه کي څو سېلۍ د زور پاته دي
د جهاني عمر به وروسته نذرانه دروړمه
.‎پر وزرونو مي شغلې د پانوس پور پاته دي

Leave A Reply

Your email address will not be published.