کرونا

عبدالباري جهاني

0 51

خدایه څه آفت نازل سو پر ښارونو د ژوندیو
د ناورین ابۍ سوه لنګه ریښې کاږي د ښادیو

نن د سلو د مرګ واورو سبا کړیکه سي د زرو
ته وا ټول یې غلمیان دي کسات اخلي د پېړیو

چي هر څوک د ځان په غم دي که محشر نه دی نو څه دی
زلمي ورک دي له سپین ږیرو بوډا تښتي له زلمیو

په خپل کورکي مساپر یم عزیزانو ته یم تږی
لار مي بنده د زامنو شوخي نسته د لمسیو
ته وا ټولو دی لیدلی عزراییل په خپلو سترګو
بازارونه تش له ماله کوڅې تشي له سړیو

چي پرون وه لاس تر غاړه نن ډاریږي یو له بله
نه یاران سره ټولیږي نه پیالې اخلي د میو

نن اسمان راته اغوستي د جګړې د ورځي زغري
ګواکي موږ وه لږ سوځلي په لمبو د دښمنیو

نه د ګلو رنګیني سته نه نسیم پاشي عطرونه
شګوفې بدرنګه ښکاري ساه ختلې له پټیو

نه سهار زېری راوړی نه لمن ډکه د مشکو
نه رنګین ماښام دی ښکلی په آواز د چڼچڼیو

د رباب له هره تاره د «کرونا » آواز راوزي
له مطربه نغمې هیري اثر نسته د مستیو

جهاني لا دي راوزي تر قلم د غزل توري
نن به یو سبا به نه یو پر وطن د اوسنیو.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۰ کال د مارچ دیارلسمه

Comments
Loading...