ژوند… نظم/ ذبیح الله احساس

0 17

لمر هره ورځ راپورته کېږي خو هو
اوس د پخوا په څېر رڼا نه کوي
سترګې غړېږي
خو هېڅ ديد يې نشته
نظر اوس هغسې هوا نه کوي

شپې د ژوند هغسې راز داره نه دي
شپې اوس سهار ته اميدواره نه دي
او ورځې هم بس عجيبه غوندې دي
نه يې سهار شته، نه ماښام معلوم
هر څوک په هره ژبه کړي خبرې
دلته د هېچا نه دی قام معلوم

غرمې ښه زور کې دي په اور کې دي او
تر ډېره لرې پکې سيوري نشته
لارې بې شماره دي، د لارو څه کمی نشته
خو اوس په لارو کې ها لوري نشته
بس هر سړی د ځان په لټه کې دی
خو هېچا دلته ځان موندلی نه دی
کنه نو دلته، د هيندارو څه کمی نشته

د باورونو مزي ټول شکېدلي
د انسانانو تر منځ هېڅ ډول تړاو نه ښکاري
دلته چې څوک د ژوند کيسه کوي نو ټول يې اوري
خو ځينې خاندې
ډېر پرې نه پوهېږي
اوس ماناګانې، مفهومونه بدل شوي دلته
زما په دې خبرو خدازده که څوک وپوهېږي

له هر باور د انتقام د اخيستو وخت دی
د ګومانونو سمندر څپو دی زور اخيستی
د يو باچا د غرقېدو وخت دی
د يوې سترې باچاهۍ
د بدلېدو وخت دی

د روژې لومړی سهار، ۱۳۹۸لمريز- بلخ

Comments
Loading...