څلوریځي چې ټولینیزي بڼه لري

سید عبیدالله نادر

0 42

نړۍ په مخ تیــاره شـــــوه، له خــــــــپله جهالته

تر قیـــــامته به ویښ نه شو، لــه خـــوبه د غفلته

کاروان له مخي تللی ، مونږ لاس تر زنۍ ناست یو

لـــه پاڼـــي د تاریخ څــخه ورکیږي، زمونږ پتــه

««««««

زړه ضمیر می معرفت کې کړې، روښانه

چي مشکل می شي، په علم باندی ، آسانه

روح او تن می ، جهالت کې په عذاب شو

د خــلاصـــــون لاره ده ، تا سره رحمانه

Comments
Loading...