وبا

عبدالغفور لېوال

0 43

25څه داسې ورځې راغلې،
چې انسانان له خپلو دواړو لاسو
داسې ویریږي، لکه ګورت د جلادانو کې دوه غبرګې تورې
چې یو دبل موسکا نه ځان پټوي
یو بنیادم ته د هر بل بنیادم
خوله داسې ښکاري، لکه توره سمڅه
ډکه له تورو بلاګانو او له رویو یاشیشکو څخه
هېڅ خوږه غېږه نه شته،
هيڅوک له بل څخه په مینه مټې نه تاووي.
ښارونه تش دي
او د دښتو بیابانونو لارې ټولې بندې
یو ناپېژانده دیو راغلی دی د چین له قافه
هره ورځ سل وګړي، زر وګړي
ترستوني تېر کړي، ارږمی وباسي
او بیا د بندو دیوالو ترمنځ ګونډه ووهي
دیو بختور دی،
ښاپېرۍ د ” تمدن” ورته بربنډه ناڅي.
نړیوالتوب
بېرته په شا روان دی
نړیوالتوب
تر کلیو څه، چې لا کوشنی شو د څلورو دیوالو تر بریده .
بنیادمان له ساه ایستلو تښتي
فضا دوښمنه ده په دې ورځو کې
او د حوا ابۍ بچیان له هوا کرکه کوي
***
څه داسې ورځې راغلې
چې ګټې سرخوړلی
او پانګه ټوله ده ژوولې د طاعون موږکو
تاریخ له ډېرې خندا
دواړه لاسونه پر بډوډو ایښي
له سیاستوالو یې سیاست هېرکړی
هېوادمشران له خپلو ښځو او مېړونو څخه لرې ګرځي
څه بې توپیره وبا!
هرچېرته، هرځای کې شته
په هرسړک، پرهره لاره
او لا اوښتې ده تر هرې پولې
نه چېرته تور ګوري، نه سپین پوټکی
نه ښکلې ښځه، نه بدرنګه سړی
نه مسلمان او نه کافر، نه یهودي، نه ګبر
نه پر کعبه رحم کوي، نه پر مندر د هیندو
له ( روم) نه واوښته، د چین پر دیواله وخته
او پارس یې ټول په هدیره بدل کړ
فرعون یوازې دی په (سپین) هرم کې
له خپل ټوخي، له خپل پرینجي ویریږي
عجیبه ورځې راغلې
هېڅ معشوقه د خپل میین پر شونډو شونډې نه ږدي
او ماشومان د خپلو میندو غېږ کې نه پټیږي
بنیادمان د غرونو، دښتو او ځنګلونو په وحشي غېږوکې
د خپل لرغوني ازلي یوازیتوب په ارمان
“عدم” په خوب کې ویني.
آدم غنمو ته په موسکو شونډو
د هغو دوه وروڼو کیسه کوي، چې
یو دبل غېږ کې مړه شول
اوس د هابیل او قابیل شخړه نه شته
بس دواړه یو د بل له (ساه) څخه مري
څه عجیبه ورځې دي
پګړۍ یې پرې نه ښودې،
چې یو ځل بیا په ګردوهلو، کنډواله کلیو کې
د بې پروا ځوانانو ږیرې لویشت کړي
او که لږ لنډې وي، نو زړه پرې د متروکې یخ کړي
پګړۍ او ږیرې نیمه خوا پاتې شوې
تر ( وبا) روسته نه ( جګړه) خرڅیږي
او نه هم ( سوله) څوک په بیه اخلي
متروکې ټولې په طاعون ککړې
او ټوپکونه دي خوړلي د ( وایروس) چینجیو
هغه ځانبولی پاچا ولاړ، په سینګارتون کې پټ شو.
مرګ په خندا دی، له هستۍ یې جوړه کړې ټوکه
څه داسې ورځې راغلې،
چې د ژوندون مانا یې ورکه کړه
له هروګړي.
داسې وبا راغلله
چې ماشومان نه وژني،
ښايي د دې لپاره
چې دوی ریښتیني دي، سیاست نه کوي
ښايي د دې لپاره
چې دوی سپیڅلي دي په دین لا تجارت نه کوي.

د ۱۳۹۸ کال روستۍ ورځ

Comments
Loading...