هو، دا ته یې!/عبدالغفور لېوال




دا ته څوک یې چې ښامار سره په جنګ یې؟
لکه تندر راپرېوتی پر نهنګ یې
دا ته څوک یې چې توپان سره لوبېږې؟
څومره زغرد یې، څه پیاوړی، دا څه دنګ یې

دا ته څوک یې ؟ او له کومه یې راغلی؟ 
سوی لوی د ټبر په غم داغلی 
له میرویس او ستر احمد سره دې څه دي؟ 
چې لوی قام دې بیا په شور دی راوستلی

خامخا دې له خوشال سره خپلوي شته 
بایزید غوندې دې روح کې روښاني شته 
د سرتور ملنګ څه کېږې راته وایه ؟
چې دې داسې په تندي کې رڼايي شته

چې راتلې ایپي دې ولیده په لار کې ؟
پوونده سره دې څه وویل په ( ښار) کې ؟ 
سره ټوپۍ کې دې د کوم ولي تاویز دی؟ 
چې یادېږې په ټپه او یکه زار کې

دا ته څوک یې ؟ وایه څنګه دې بېدار کړ 
دا مړ قوم دې لا په کوم غږ را دوڅار کړ 
اباسین ته دې په غوږ کې دا څه وویل؟ 
چې روان دې له هېلمند سره په لار کړ

د دې ولس د ستر پاڅون اورنی باب شوې 
په خپل لاس د خپل تقدیر نوی کتاب شوې 
د پښتون له سوې زمکې پاڅېدلیه 
انقلاب شوې، انقلاب شوې، انقلاب شوې

Categories: پښتون خوځښت,ژبه، فرهنګ، کلتور,شعرونه