نیکمرغي /علي خان صافي‎

ښـو تـه مخ بـدو تـه شا کـړه

خفه مه شه تل مسکا کړه

نړۍ دوه ورځې ږوندون دی

یوه ستا بله په تاکړه

شتَمني دې که غُرور شوه

شپه غریب سره سباکړه

په سازونو په نڅاکې

وېرلړیوته ږړاکړه

که دې ټول عمر ارمان وي

دې وروستۍ سلګۍ خنداکړه

وَرَکْلارانو ته لارښودشه

ځان باباکړه یا دادا کړه

زده کونکو ته شه مینه

ټول کاکا کړه یا ماماکړه

بېره مه کوه په حق کې

په باطلوکې غوغاکړه

که په کارکې مُخَیَّریې

بیا بل چاته مه ښېراکړه

که په کړوکې مُسَیَّریې

بیا الله باندې تکیاکړه

دږوندون ټولواړخوکې

دروغ مه کوه ریښتیاکړه

په ښه خوی نړۍ دِځان کړه

بدخویي ته ځان وُرشاکړه

که دیارزړه ساتل غواړې

مره ورځان وورپخلاکـړه

دبېلتون ساړه زغمل کړه        

  ترګرمۍ یې اوږده ساکړه       

که تیاره درباندې ږوندشو

پـه ښه پــوه یـې رڼـاکـړه

له نفرت څخه ږغورل کړه

جام دمینې راته راکړه

که خپل ځان سموَیْ نشې

بیاګیله مـه لـه بـل چـاکړه

نېکمرغۍ دِ ږوندهمدادي

خوږیوخواتریخ یې بل خواکړه

سَتَرْمَنْ شـه (عـلي خانه)

رسـوامه خپله بـدخواکړه.

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,شعرونه

Tags: