غزل

مصطفی آرين

0 48

په دې لويو کائـــيناتو وايه څنگـــه دې پيـداکـــړم
ستا د نښې دويشتو شوم نو بيا څنگه دې خطا کړم

هــم باڼه دې کړم اوهـــم دې ويل ليمې پرما درنې دي
هم کجل باندې دې تورکړم هم ښکاره هم دې رسوا کړم

ستا دې خوږ فطرت نه جارشم هم دې خپل کړم هم دې خکل کړم
په رنگ تور وم درته خوږ شوم سم رانجه غوندې دې غلا کړم

يه فـــنکاره هــنربازه دافـــضل فـــکر خــــاونده
نه دې خوب راته تعبير کړو نه دې زه چرته معنا کړم

زه د کهف اصحابو لاس کې سيکه پاتې شوم ناچله
نه ســـودا راباندې وکــړه نه پرچا باندې سودا کړم

ماترې ســري ماښام بوځــه دا محل د ښاپيرو ده
دا نيازبــين معصوم خيالونه ژر دچاسـره آشنا کـړم

زه د دې زمـــانې نه يم مـــا فتنـــې نه دي لـــوستلي
مـحبت دی چــې زليل کـړم دهـرچا دخولې خنداکړم

دا نو څنگه ملنگي شوه چې جڼډې دې بې أسرې دي
ما دوعـــا درنه غوښتله تا ( آرين ) باندې شيدا کـړم

Comments
Loading...