غزل

عبدالباري جهاني

0 45

له پردي وطنه ځمه لټوم کور د خپلوانو
له رویباره مي پوښتمه محلونه د یارانو

ما په تمه د درملو ورته عُمر دی خوړلی
نه مرهم مي دي لیدلي نه مي څرک د طبیبانو

خدایه زخم مي ناصور دی مسیحا در څخه غواړم
هم لقمان مي ستړی کړی هم اکسیر د حکیمانو

پرون زېری سو د سولي چا کرار پوښتنه وکړه
رمې څنګه دلته پايي وطن ډک دی د لېوانو

دا په غرونو کي لوی سوي دا په وینو روزل سوي
لار به څرنګه مهار سي د پېړیو د خونیانو

غرونه ډک له داړه مارو کلي ډک دي له خونکارو
جوړه څنګه سي کېدلای د لارښود او ګمراهانو

د غریب مُلا آذان ته کله چا وو غوږ نیولی
په دې لوبه کي موږ نه یو دا سطرنج دی د خانانو

ما له پلاره اورېدلي په کتاب کي مي لیدلي
کږې خولې په سوک سمیږي د اولس د باتورانو

نن د سولي آوازې دي د جنګ بندي نغارې دي
په امان به سي کورونه د پردیو له سپاهیانو

هم به غرونه بیرته خپل سي هم به ساد په لار کي مل سي
پر یوه ګور به ژوند وي د پسونو، شرمښانو

یوه ورځ به ورته ګورو چي پاچا به مو افغان وي
او رنګین بیرغ رپیږي په کتار کي د سیالانو

جهاني سجدې به یو سم د پلرونو ترمحرابه
پاکه خاوره به رانجه کړم په کوڅه کي د دوستانو.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۰ کال د فبروري څوارلسمه، ویرجینیا

Comments
Loading...