غزل

فاروق فردا

0 48

مړه دې شي خیالونه چې که تا را ځنې هېره کړي
اور دي شي پر زُهد که مینا را ځنې هېره کړي

وروسته له لمانځه نه دتا خیال په سترگکونو شِي
لپه مې لاسونه وي دعا را ځنې هېره کړي

حُسن دبربنډو زلفو څنډ لمن چې واچوې
شپه کې د سپوږمۍ دتن رڼا را ځنې هېره کړي

غم ، ستا د خندا د ګرېوانه ريښکو ته تږی شي
سېوري د وُلمه نظر دنیا را ځنې هېره کړي

زه چي د بیعت د پاره نیت د سجدې وکړمه
سر زما سر واخلي او ریا راځنې هېره کړي

د۲۰۱۹ کال د دسمبر ۲۹مه

Comments
Loading...