غزل/ نرګس هوسۍ

خداى مه کړه و اوري پر مونږه له سحابه دوړې
په اننګو په کاکلونو بې حسابه دوړې

بچي يې داسې لکه موږ شه چې يې خړ وګورم
چاچې دې مخ باندې شيندلي دي ګلابه دوړې

ادمه لاس دې نور له مستې درخو ووينځه چې
لادې تر اوسه لرې نه کړې له ربابه دوړې

منم خفه به يې خو پام چې مورې ښکل مې نه کړې
په اننګو کې مې راوړي له پنجابه دوړې

په نذرانه کې به څلور دانې روزې ونيسم
که واورم پورته شوې له خونې د اربابه دوړې

زموږه چم چې آن يوه ورځ ارام نشي ليدى
خدايه! نازلې کړې پرې ته له خپل عذابه دوړې

داسې به تل له موږه وروسته خلک مخکې درومي
څو چې ونه څنډو له خپل اصلي کتابه دوړې

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,شعرونه