غزل/ مصطفی پسرلی

0 81

د حسن وږی يم، مړېږم کله 
له پستو شونډو دې بېلېږم کله

ستا د کمڅو به تل ستائینه کوم
له دې ستائینې نه صبرېږم کله

نادان زړګۍ مې ملامت څنګه کړم 
بې له تا بل ځنې ځارېږم کله

ستوري، سپوږمۍ دې په رخسار کې وينم 
له رڼا پرته يې پائېږم کله

لېواله سترګې مې بس تا لټوي
ستا بېلتانه کې قرارېږم کله

د ژوند خزان مې پسرلی ښکارېږي 
ستا په ملتيا کې فناه کېږم کله

Comments
Loading...