غزل / سپوږمۍ

زمونږ باغ ته دا مرغۍ ځې اوراځي

څومره ښکلې ګلالۍ ځي اوراځي

زما لاس نه دانې واخلي په نازونو
دې کوټي ته په کړکۍ ځي او راځي

که صیاد ورته په چل لومې خورې کړي
دا په خیال دککرۍ ځــي او راځي

تکه سره موښوکه مسته نرۍ غاړه
وږي نه ده له مــستۍ ځي اوراځي

ځالګۍ يې له مــاڼۍ نه ورته ښه ده
خلاص وزرې له ماڼۍ ځي او راځي

چې يي کومه خوا ته مخه شي بس درومي
کوچ کوي لکه کوچۍ ځي او راځي

لکه سمه چې دقاف له غرو نه راشي
لکه ســـمه ښاپیرۍ ځي او راځي

چغاری کوي په ســیل کې دمرغانو
زما خواته بس ګونګۍ ځۍ او راځي

نغمه ګره دځوانۍ ســــــندرې وایې
د ګل څانګو ته ډولۍ ځي او راځې

په مښوکه کې بـــــچو ته اوبه وړې
اوس زمونږ په بام بوټۍ ځي او راځي

سپوږمۍ نه راځي داستا په رڼا ولې
ورپسې به څو سپوږمۍ ځي او راځي
سپوږمۍ

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,شعرونه