غزل/ سپوږمۍ

ګریوان زما ریښې دې ، نه ستنه شته نه تار
اغیار مې اشغال کړی را له ښار دی که بازار

ژوند غمجن ماښام شو، ګودر وران، حجره ړنګه
نو څنګه یکه زار شم نه منګۍ شته نه ستار

لولکه مې د زړه د هوا څنګه الوت وکړي
اوتره په کې ګرځي څه خزان او څه بهار

اغزي اغزي ماحول دی او د وخت تاوده بادونه
په کومه تا ته درشم یاره ورکه رانه لار

زه دومره بی وسۍ په سر اخستی یم چې ګله
په سر باندې ټیکرۍ نه لرم پښو کې مې پیزار

ستا ستوری ستوري مخ ته زه سپوږمۍ په ننداره یم
یی ته د رڼا ستوری زه سپوږمۍ د خپل دیار

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,شعرونه