غزل/ زرین پرېشان

0 40

زه په دې په هغې نه یم، چې مسجد که بتخانه ده
چې جانان پکې اوسیږي، هم هغه زما کعبه ده

د مذهب بنیاد پرستو د انسان خونریزې بند کړئ
لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده

شیخ چې دېرش روژې پوره کړې نو په ږیره یې لاس راښکو
دې ته نه ګوري د وږیو چم کې هره ورځ روژه ده

چې په اور راته مخ تور کړي، بیا مې پټې سترګې بیایي
زه به هغه جنت څه کړم، چې دوزخ یې دروازه ده

ستا د حورو له دنیا نه دلته بله دنیا هم شته
لیوني ته یوه پیغله جونه ناسته په اسره ده

زرین پریشان اوس زموږ سره نشته، روح یې ښار

Comments
Loading...