غزل/حوره سپېڅلې

بې له تانه مې د ژوند شیبه ترخه ده
راځه راشه چې دا ژوند یوه شیبه ده

زه درتلی نشم اشنا په دغه لاره
ټول به وایې چې دا څنکه پښتنه ده

ځه چې لاړ شو زه او ته دواړه ملا ته
ته زما او زه به ستا شم څومره ښه ده

زه به تا او ته هم ما له خدایه غواړه
عجیبه ده زمونږ دواړو لار یوه ده

راته غوږ شه نن مې څنګه خوب لیدلی
ته وې مړ خو ټولو ویل چې حوره مړه ده

 

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,شعرونه

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.