زه او لاروی /فاروق فردا

0 68

زه د سپېدو پر لمن وزېږېدم،
د لمر څرکونه مې وزرونه شول او،
دشنه سحر مرغۍ شوم،
له یوې ونې نه تر بلې الوتنې کووم،
د ځنګلونو د وږمو په شپول کې.
لاروي ولیدلم،ویې ویل:
کاشکي زه هم مرغۍ وای.

د بوډۍ ټال شوم، د اسمان تن مې یوه دایره کړه،
او ټول واټن یې شو یوه ګام کې تر پښو لاندې مې.
خو لاروي ته بیا کینه ورغله، ویې ویل:
کاشکې زه هم د بوډۍ ټال او دا دنیا مې ټوله پښو لاندی واي.
هغه دباد او د توفان له زوره نه وه خبر،
چې ګورې ورېځې په لغتو وهي،
او دلمر غېږ کې يې پر بیاستو شمېري
دستړي سا د زګېروو وچې سلګۍ .

سیند دومره ښکل کړم چې څپه یې شومه،
د خوځښتونو پر اوږو والوتم،
او په هیندارې کښې مې مخامخ سپوږمۍ پر زنګون کښېنوله،
د تورو زلفو له ماښامه یې راټول مې کړ لمن کښې د شفق ګردونه.
دلاروي شونډي بیا ورپېدي، ویې ویل:
کاشکې څپه وای، څکول به مې پر هسکو د اسمان لمنې.

چې لاروي پوکی کاوه د منجمدې کینې، سوځند سپرغۍ،
او ما د مینې لویې دښتې کښې د اوښکو سره،
اوبه کول د سرو غاټولو د خنداوو شېبې،
زه به یې نه لیدلم.

یکشنبه،سپتمبر۲۰۱۹

Comments
Loading...