د کابل غمیزی سیکهـ ورونو خویندو ته

ویس حبیب

0 46

 

نن تا وژنی زه غلی ، سبا ماوژنی ته غلی
افسوس دي ای افغانه په ګناه یی ته هم غلی

پرون یی د یو ورور سر له تنی ځینی جدا کړو
ممبر چپه خوله ناست وه مسلمانه ته هم غلی

هر څه واضح ښکاره دي کله پند به تری اخلو
خور کنډه ،لور یتیمه ،مور پرهار او ته هم غلی

ځان پړ ملامت بولم ولی دومره مونږ بدبخت یو
قاتل می یو انسان دی اشرف انسانه ته هم غلی

لا اوس هم دانش مند ستر لیکوال به ځانته وایی
په سترګو هر څه ویني ، شاعر جانه ته هم غلی

دلته هره ورځ قیامت دی ،ځوانان مو قتل کیږی
حقوق بشره څه شوي ؟ افغانستانه ته هم غلی

راپاڅیږه غنی هم ملنګ جان هم مفتی ریحان صاحب

څیریږی ګریوانونه سهار ماښام او ویس’ ته هم غلی

Image may contain: 6 people, people sitting and indoor

Comments
Loading...