جنګه مړ شې جنګه مړ شې

پیر محمد کاروان

0 61

د افغان وطن ماشومې
وو کمیس نوی اغوستی
په خځلو کې لګیا وه 
زمزمه یې وه پر شونډو
کله کله په ګډا وه
زړه یې ګوړې ماتولې
سره اړوي خځلې او مځلې
ګوندې څه خو په لاس ورشي
بیایې خرڅ کړي
یو زرغون شال به پرې وکړي
خو ناڅاپه ناببره
لېونۍ چاودنه وشوه
د ماشومې شوه سندره
په سرو وینو لته پته
یوې د وسپنې ټوټې بیا
ټټرګي ته ورکړه لته
له خځلو نه یې لرې
په لښتي کې کړه ګوزاره
د الله او د مورکې
غږ یې وکړ په کراره
د دردونو په زانګو کې
شوه للو للو اوده شوه
نه خبره وه له ځانه
نه خبره له جهانه
د ډاکټر د مېز د پاسه
د بیاتي په غږ را ویښه
یو ډاکټر بوخت د ماشومې
د کمیس په غوڅولو
د ماشومې په لاسونو
کې یو زور داسې پیدا شو
د ډاکټر د بیاتي لاس یې
پهلوانې غوندې و نیو
وې یې مه کوه ظالمه
همدا یو کمیس مې نوی
بل کمیس مې داسې نه شته
چې په ورا کې د لالا مې
په سندرو په ګډا شم
د ډاکټر لاسونه مړه شول
او بیاتي ترېڼه خطا شوه
چې په ځمکه یې شرنګا شوه
د ډاکټر د سترګو اوښکې
په در در دي را توییږي
د ماشومې د لاسونو
په سرو وینو ور ګډیږي
په سلګو دی او په چیغو
خدایه څه ټکې را لوېږي
د وطن پر ماشومانو
پر وړو زړو ځوانانو
جنګه مړ شې جنګه مړ شې
د ژوندون په وړاندې خړ شې
***
یوه بله صحنه ګورم
د جګړې لوګي خواره دي
د شام ښکلي سهارونه
په کې لولپه وریته دي
ماشومان له ډېرې لوږې
په ډوډیو پسې مړه دي
یو رنځور غوندې ماشوم دی
د جګړې له شومه لاسه
سخي ژوند ورباندې شوم دی
و ډاکټر ته داسې وایي
یه صاحبه مهربانه
ماته داسې دارو راکړه
چې یې خورمه پرې مړېږم
چې له لوږې نه مړ کېږم
ډاکټر ژاړي تاب یې نه شته
د ماشوم د ماشوم سوال ځواب یې نه شته
جنګه مړ شې جنګه مړ شې
د ژوندون په وړاندې خړ شې
۲۵ حوت ۱۳۹۸ هجري شمسي، کابل
یادونه: دا دوې صحنې مې په فېسبوک کې لوستې وې ، شعر بس لکه ډیالوګونه چې لیکي همداسې روان لیکل شوی دی. منم چې تغزلي به نه وي، خو نن سبا ځینې ډاکټران خدای دې انصاف ورکړي لږ غوندې بې انصافي کوي. ما وې ګوندې د همدې پاس دوو ډاکټرانو غوندې عاطفي او د مینې ډک زړونه پیدا کړي.

Comments
Loading...