انتظار به یو تر کومه؟

عبدالباري جهاني

0 55

خدایه وینمه قومونه چي اسمان ته پورته کیږي

همدا یو کور دی پر مځکه چي سور اور پکښي بلیږي

نه یې شپې سولې روښاني نه یې ورځي سوې کراري

هم تیاره له ساندو ډکه هم رڼا وهي کوکاري

یا یې خپلي سترګي سرې وي یا د ورور پر کور ناورین دی

سبا نه ور معلومیږي له پرونه یې زړه شین دی

یا زړې کیسې ورپاته یا د جنګ سندري وايي

لاس یې رنګ توره یې سره ده د تربور په وینو پايي

چي له خپله لاسه خوار دی همدا یو قام د پښتون دی

د ازل کاتب لیکلی په نصیب ورته بېلتون دی

د غیرت یې ساری نسته لکه زوړ زمری غړومبیږي

ښکار یې بل ورڅخه وړی په نس وږی دی کړیږي

نه له سیاله سره سم سو نه یې روغ سول پرهارونه

نه پر خپلو پښو روان سو نه یې ووهل مزلونه

بس ښارونه دي چي سوځي او قلاوي دي نړیږي

یو او بل ته سره ګوري درک نه ور معلومیږي

حماسې دي چي یې لیکو د ملالي د لنډیو

افسانې دي چي یې اورو د زمریو پخوانیو

نه دښمن وینو په سترګو نه په دوست مو څوک خبر دی

بس سرونه دي چي غورځي لکه بنګ چي مو په سر دی

غړوو په سر کي سترګي مګر نه وینو ړانده یو

پښې لرو غوږونه هم سته خو هم شل یو هم کاڼه یو

همدا قوم د خوشحال خان دی یو پر بل کوي غورځی

چي یو سر کړي پکښي پورته بل یې ووهي مغزی

راسی نن به سره خپل سو روح به ښاد د خوشحال خان کړو

هغه ړنګه قلا جوړه هغه وران کلی ودان کړو

زه به تا پر اوږو سپور کړم ته به ماته څارې لاره

تر منزله به رسیږو په آرامه په کراره

زه به ړوند یم ته به شل یې تر مقصده به رسیږو

او کنه په دښت کي پاته د لېوانو شومه کیږو

پلار ویله چي نه خیژي له یوه لاسه ټکونه

نه به یو مېړه کړي پورته پر پېچومو کاروانونه

دا قلاوي نړېدلي په یوه لاس نه جوړیږي

د ښار اورته سیند په کار دی دا په لپو نه سړیږي.

د ۲۰۲۰ کال د فبروري اته ویشتمه   ویرجینیا 25

Comments
Loading...