يوه بله پاکستانۍ هم پر سنجې‌دت ورخوشې شوه

0 700

د پاکستانیو فلمي ستوریو په اړه به په دې راز خبر واست چې لږ یې نوم په لالیووډ کې خپور شي، بس سم‌دلاسه یې پر بالیووډ پايڅې ورپورته کړې وي. هلته نو بیا داسې کارونو ته لاس واچوي چې ټول پاکستانیان یې وښکنځي.
له دې به یې تېر شو، اوس خبره دا ده چې تازه یوې بلې پاکستانۍ ستورې حمایمه ملک سنجې‌دت ته شین څراغ وراچولی دی.

کیسه داسې ده چې د سنجې‌دت د کلیزې پر مهال حمایمې په خپل انسټاګرام هغه ته مبارکي ورکړې او ورته یې لیکلي چې خورا د پاک روح او طلايي زړه خاوند دی.
د سنجو بابا د ۵۵۵ مې کلیزې په مناسبت حمایمې لیکلي؛ د سنجې‌دت له مور سره د مینې انداز یې ډېر خوښ دی او تر اوسه یې چې څومره خلک لیدلي، په دوی کې سنجې‌دت ځانګړی دی.

حمایمې سنجې‌دت ته دعا کړې چې نور یې په ژوند کې ستونزې پای ومومي او په خپلو لوړو وړتیاوو بیا په نوي انداز خپل مینه‌وال خوښ وساتي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.