سنجې‌دت داسې هم کولای شي

0 992

د هندي سېنما مشهور فلمي ستوری سنجې‌دت به مو یوازې په فلمونو کې په موټر سایکل سپور لیدلی وي، شاید کله یې یوه نیمه نجلۍ هم په ځان پسې کښېنولې وي، خو دا ځل یې داسې یو کار کړی چې له کبله یې ټول خلک ګوته په غاښ کړي دي.

کیسه داسې ده چې سنجې‌دت دا مهال په اګره کې د خپل یوه فلم بهومي په عکس بندۍ بوخت دی، خو مېرمن یې چې خبره شوې سنجې‌دت په اګره کې دی، نو یې په موټر سایکل خپل دواړه اولادونه سپاره کړي او د شوټينګ ځای ته ورغلې ده.

سنجې‌دت د دې حال په کتو د فلم عکس بندي پرېښوده، موټر سایکل یې واخیست او له خپلې مېرمنې او اولادونو سره یو ځای یې ښه چکر وواهه او بیا یې خپله مېرمن رخصت کړه چې کور ته ولاړه شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.